• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی. دا وړاندوینه د تلې تر ۲۲مې نېټې پورې په بدخشان، تخار، نورستان ،بغلان ،کونړ ،پروان ،کاپیسا، سمنګان ،پنجشېر ،لغمان، ننګرهار، لوګر، کندوز او خوست کې شوې.

د هوا پېژندنې مسوولانو نن سې شنبه، د تلې پر ۲۱مه په اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د تېزو بارانونو، تالندې، برېښنا، تېزو بادونو، خاورو او دوړو ترڅنګ د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

دغه خبرداری د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې تر ۲۲مې نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو شمالي، ختیځو او مرکزي سیمو کې د اعتبار وړ بلل شوی دی.

په دې ۱۴ ولایتونو کې د باران کچه په بېلابېلو برخو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، د دغو بادونو د سرعت کچه به په بېلا بېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلو متره په یوه ساعت کې وي.

د هوا پوهنې ادارې له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي چې د سېلابونو د راوتلو او چټکو بادونو پر مهال پر خطرناکو لارو او د سیندونو پر غاړو تګ راتګ ونه کړي او لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ادارې د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او ۱۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۴۵ زره کورنیو ته زیان رسېدلی دی.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۲

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۳

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۴

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۵

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

•
•
•

نور خبرونه

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
100%

په کندهار کې زده‌کوونکي وايي، چې له نوي ښوونیز کال څه باندې یوه میاشت تېرېږي؛ خو طالبان لاهم د درسي کتابونو او ښوونکو د کمښت د حل پرځای د هغوی پر ظاهري بڼه، لباس، ږیره او پګړۍ زیات تمرکز کوي. دوی وايي، د زده‌کړې بهیر ته هغومره پاملرنه نه‌کېږي لکه د دوی ظاهري بڼې ته.

د کندهار د بېلابېلو ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، د پګړۍ نه تړلو یا د ږېرې د لنډولو پرمهال دوی ادارې ته غوښتل کېږي، پوښتنې ترې کېږي او ځینې وخت د درېدو یا له ټولګي څخه د اېستلو په څېر د سزا له ګواښ سره مخ کېږي.

د تیمور شاهي لېسې د یوولسم ټولګي یو زده‌کوونکی وايي، چې په ښوونځي کې زده‌کوونکي لاهم د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو د پګړۍ او ظاهري بڼې موضوع په جدي ډول څارل کېږي.

هغه وویل: «همدا اوس زموږ کتابونه کم دي؛ خو په اړه یې جدي کار نه‌کېږي، که څوک پګړۍ ونه لري ادارې ته غوښتل کېږي، پوښتنې ترې کېږي او د سزا په ډول یې دروي». د نوموړي په وینا، که د زده‌کوونکو ږیره او پګړۍ دومره په جدي توګه څارل کېږي؛ نو باید د ښوونې بنسټیزې اړتیاوې لکه کتابونه، ښوونکي او منظم تدریس هم په همدې کچه جدي ونیول شي.

د ظاهر شاهي لېسې د دولسم ټولګي یو بل زده‌کوونکی وايي، د ده ږیره مکمله نه‌ده راغلې؛ خو بیاهم د ږیرې د خرېلو په تور څو ځله ادارې ته غوښتل شوی دی. دی وایي: «زما ږیره لاتراوسه نه‌شته لږ لږ راغلې ده؛ خو ماته هر وخت وايي چې ږیره دې کوچنۍ کړې ده. هر وخت مې ادارې ته غواړي بیا مې دروي او یا ګواښ کوي چې له ټولګي دې باسو».

زده‌کوونکي وايي، له هغوی څخه مخکې د ږیرې پرېښودلو، پګړۍ تړلو او د ټاکلي لباس د مراعاتولو په اړه لیکلې ژمنې اخیستل شوې دي. د دوی په وینا، که کوم زده‌کوونکی بیا لونګۍ ونه تړي یا د ږیرې په اړه له ټاکل شوو اصولو سرغړونه وکړي له اداري فشار او سزا سره مخ کېږي.

ځینې زده‌کوونکي وايي، د دغه فشارونو دوام د دې لامل شوی چې یوشمېر زده‌کوونکي د زده‌کړو پرېښودو په اړه فکر وکړي. د زده‌کوونکو په وینا، د ظاهري بڼې په اړه یوازې زده‌کوونکي نه؛ بلکې ښوونکي هم تر فشار لاندې دي.
د دوی په خبره، د امر بالمعروف اړوند چارواکو ښوونکو ته خبرداری ورکړی؛ که زده‌کوونکي پګړۍ ونه لري یا یې ږیره لنډه کړې وي، ښوونکي به هم له دندې ګوښه شي. د زده‌کوونکو اصلي غوښتنه دا ده، چې ښوونځی باید تر هر څه وړاندې د زده‌کړې، علمي پرمختګ او مسلکي روزنې ځای وي.

د دوی په وینا، د درسي کتابونو کمښت، د ښوونکو اړتیا او د تدریس کیفیت باید د ښوونیزو ادارو له لومړیتوبونو څخه وي. په کندهار کې د ږیرې، پګړۍ او لباس په اړه د طالبانو د امر بالمعروف ادارې سخت مقررات او د هغوی د عملي کېدو څرنګوالی له اوږدې مودې راهیسې د بحث موضوع ده.

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
100%

د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د طالبانو د حاکمیت دوام او د هغوی د لرې کولو لپاره وسله‌واله جګړه دواړه افغانستان د کورنیو او نیابتي جګړو له ګواښ سره مخ کوي. هغه د سیاسي بحران د حل لپاره د یوې ټول‌شموله لویې جرګې جوړول یوازینۍ عملي لار بولي.

هغه خبرداری ورکړی چې افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو پر ډګر د بدلېدو له خطر سره مخ دی او د جګړې دوام د افغانانو په ګټه نه دی. هغه له افغان سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنو، د ښځو له خوځښتونو او نورو اغېزمنو ډلو غوښتي چې د لویې جرګې د جوړېدو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړي.

میاخېل د افغانستان د اوسني وضعیت د دوام، د طالبانو پر ضد د وسله‌والې جګړې او د خبرو له لارې د سیاسي حل درې احتمالي لارې پرتله کړې دي. د هغه په باور، د طالبانو د حاکمیت دوام د داخلي انارشي او بهرنیو سیالیو زمینه برابروي، خو د هغوی د لرې کولو لپاره جګړه هم د نوې بې‌ثباتۍ او د هېواد د بنسټونو د ویجاړېدو لامل کېدای شي.

هغه لیکلي: «د جګړې دوام او یا د نوې جګړې پیل د افغانستان او افغانانو په خیر نه دی.»

میاخېل وړاندیز کوي چې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ د جګړې پر ځای دې د خبرو اترو له لارې داسې لویه جرګه جوړه شي چې د افغانستان د ټولو قومونو، سیمو او ټولنیزو طبقو استازولي وکړي او د یوه قانوني، مشروع او ولسواک نظام د رامنځته کېدو لپاره لاره هواره کړي.

د هغه په باور، د لویې جرګې نوښت باید د افغانانو خپل وي، خو د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو او اغېزمنو اړخونو ملاتړ هم ورته اړین دی. نوموړی وايي، د جرګې د جوړېدو لپاره ټولې ډلې اړ نه دي چې د یوه سیاسي چتر لاندې راټولې شي؛ بېلابېل اشخاص او خوځښتونه کولای شي په خپلواکه توګه د یوه ګډ ملي هدف ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار کړی چې لویه جرګه باید روښانه اجنډا او د جوړېدو منل شوی میکانیزم ولري، څو د جګړې او وینې تویولو پرته د سیاسي نظام د بدلون لپاره زمینه برابره کړي.

میاخېل د افغانستان د اوسني وضعیت مسولیت د طالبانو پر غاړه اچوي او وايي، تر هغه چې په هېواد کې ملي او ولسي مشروعیت رامنځته نه شي، له نړیوالې انزوا څخه د وتلو امکان محدود دی.

هغه لیکلي چې افغانستان ته د بهرنیو پلاوو سفرونه او د هغوی ژمنې د طالبانو د حکومت د رسمي نړیوالې پېژندنې لپاره بسنه نه کوي. د نوموړي په وینا، د امریکا، اروپا او عربي هېوادونو له لوري د طالبانو د حکومت نه په رسمیت پېژندل د افغانستان د انزوا او اقتصادي ستونزو د دوام له مهمو عواملو څخه دي.

میاخېل همداراز ادعا کوي چې د پاکستان له لوري د ځینو جنګي ډلو ملاتړ او د دغو ډلو فعالیتونه د نیابتي جګړو خطر زیاتوي. د هغه په اند، د جګړې دواړه لوري کولای شي له روان وضعیت څخه د خپلو موخو لپاره استفاده وکړي، خو اصلي زیان یې افغان ولس ته رسېږي.

نوموړي د خپلې لیکنې په پای کې خبرداری ورکړی چې که د سیاسي حل لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، افغانان به یو ځل بیا د جګړو او د نورو د سیالیو قربانیان شي. هغه لیکلي: «افغانان به د تېر په څېر هم مړه او هم پړه وي.»

میاخېل له هغو سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنو او خوځښتونو غوښتي چې د لویې جرګې ملاتړ کوي، خپل دریځ په علني ډول څرګند کړي او د دې بهیر د پیل لپاره عملي هڅې وکړي. د هغه په باور، د پراخ ملي توافق رامنځته کېدل کولای شي افغانستان له جګړو او انزوا څخه د وتلو لپاره یوه بدیله لار ومومي.

د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې؛ د طالبانو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
100%

د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې پوره کېږي؛ ملګري ملتونه دا د میلیونونو نجونو د حقونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره بحران بولي؛ خو د طالبانو په حکومت کې لا هم داسې نښې نه لیدل کېږي چې د نجونو ښوونځي به کله بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان نجونو د زده‌کړو محدودیتونه د هېواد له مهمو بشري او تعلیمي بحرانونو څخه دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې پیل شو او د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د منځنیو ښوونځیو د پرانیستلو پر مهال هم دوام وکړ. د هماغه کال په ډسمبر کې ښځې له پوهنتوني زده‌کړو هم منع شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۶ کال د اګست د ۱۴مې په راپور کې ویلي، چې له ۲،۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. افغانستان اوس یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه منع دي.

د طالبانو تازه څرګندونې؛ ستونزه منل شوې، خو حل یې نه دی اعلان شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سپټمبر په ۱۴مه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې وویل، چې د اسلامي نړۍ او لوېدیځ هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. هغه ومنله چې د ښوونځیو تړل یوه ستونزه ده، خو ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید یوازې د لوېدیځ له نظره ونه ارزول شي او د ښځو وضعیت باید د افغان دودونو او ارزښتونو په رڼا کې وکتل شي.

د متقي څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان له کلونو راهیسې د نجونو د زده‌کړو د بندیز د لنډمهالي‌والي خبره کوي، خو د بندیز د پای لپاره یې تر اوسه کومه څرګنده نېټه نه ده اعلان کړې. د نړیوالو غوښتنو په اړه د یوه لوړپوړي طالب چارواکي دا اعتراف د پام وړ دی، خو یوازې د ستونزې منل د هغې د حل معنا نه لري.

د بندیز بیه؛ یوازې د نجونو راتلونکی نه، د ټول هېواد پرمختګ هم

د نجونو له زده‌کړو محرومول یوازې د ښوونځي د دروازې تړل نه دي؛ دا د هېواد د راتلونکو ښوونکو، ډاکټرانو، نرسانو او نورو مسلکي کادرونو د روزنې بهیر هم کمزوری کوي.

یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې په یوه خپاره کړي تحلیل کې اټکل کړی، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۸۴ میلیونه امریکايي ډالره زیان رسوي. د ادارې د اټکل له مخې، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۲۰ زرو ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په لومړنیو زده‌کړو کې د ښځینه ښوونکو شمېر له نږدې ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته په ۲۰۲۴ کال کې راټیټ شوی دی. دا کمښت په داسې هېواد کې لا جدي پایلې لرلای شي چې د ښځینه ناروغانو درملنه او د نجونو زده‌کړې په ډېرو برخو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو او ښوونکو ته اړتیا لري.

له ښوونځي پاتې کېدل د نجونو د ماشومانو د کار، کم‌عمره ودونو، ناوړه ګټې اخیستنې او نورو زیانونو خطرونه هم زیاتوي؛ په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره چې له بې‌وزلۍ او بې‌ځایه کېدو سره مخ دي.

د طالبانو دریځ او د عمل تشه

طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل محدودیتونه د اسلامي شریعت او افغان کلتور له تعبیر سره تړي او وايي چې د ښځو ټول فعالیتونه نه دي منع شوي. متقي هم په خپله مرکه کې د همدې دریځ دفاع کړې ده. خو د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو د دوامدار بندیز په اړه د نړیوالو ادارو اندېښنې د طالبانو له دې عمومي دریځ سره په ټکر کې دي.

د زده‌کړو د بندیز دوام دا هم ښيي چې د نړیوالو غوښتنو او د طالبانو د عملي تګلارې ترمنځ واټن لا نه دی کم شوی. که د نجونو زده‌کړې رښتیا هم د طالبانو په وینا یوه لنډمهاله موضوع وي، نو د کلونو په تېرېدو یې د پای لپاره ولې مهالوېش نه شته؟ او که د زده‌کړو د بیا پیل په اړه د حکومت دننه اختلافونه موجود وي، ولې یې د حل لپاره روښانه پرېکړه نه اعلانېږي؟

د نجونو د زده‌کړو د حق بېرته ورکول یوازې د نړیوالو د غوښتنو د پوره کولو موضوع نه ده؛ دا د افغانستان د راتلونکي، اقتصاد او ټولنې اړتیا ده. هره بله ورځ چې نجونې له ښوونځي پاتې کېږي، د هغوی د راتلونکي فرصتونه محدودېږي او هېواد د خپلو راتلونکو مسلکي کادرونو یوه مهمه برخه له لاسه ورکوي.

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کونړ کې د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې پروګرام جوړ کړی؛ خو پوښتنه دا ده چې د خبریالانو د عقیدې د روزنې اړتیا څنګه تشخیص شوې او دا پروګرام د ژورنالېزم د پیاوړتیا لپاره دی، که د خبریالانو د فکر د یوې ټاکلې تګلارې له مخې برابرولو لپاره؟

کونړ کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو چارواکو په دغه پروګرام کې د تېرو شلو کلونو د رسنیزو محتواوو پر څرنګوالي نیوکه کړې او له خبریالانو یې غوښتي چې د دوی په وینا، د «دښمن» د تبلیغاتو پر وړاندې فرهنګي او فکري مبارزه وکړي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان د پروګرام په پرانیسته کې ویلي: «دښمن په نظامي جګړه کې ماته خوړلې ده، اوس د فرهنګي او فکري مبارزې وخت دی، باید په دې برخه کې هم کلکه مبارزه وکړو او دښمن ته په دې ډګر کې هم ماته ورکړو.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سلاکار مولوي خالقیار احمدزي هم د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال د رسنیو پر محتوا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینې خپرونې د افغانانو له عقیدې او ارزښتونو سره په ټکر کې وې او پر خلکو تحمیل شوې وې.

خو د وزارت په خبرپاڼه کې د دغو خپرونو مشخص مثالونه نه دي وړاندې شوي او نه هم روښانه شوې چې د خبریالانو د عقیدوي روزنې اړتیا د کومو ارزونو یا شواهدو پر بنسټ ټاکل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي بیا ویلي چې رسنۍ د ټولنې مهم ځواک دی او باید د هېواد د پرمختګ، ابادۍ، ملي یووالي او د ځوانانو د هڅونې لپاره وکارول شي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې د طالبانو د نظام مخالفان قومي، ژبنیو او سمتي اختلافاتو ته لمن وهي او جعلي خبرونه او تبلیغات خپروي. هغه له خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتي چې د دغو تبلیغاتو مخه ونیسي.

د جعلي خبرونو د مخنیوي او د معلوماتو د کره‌والي غوښتنه د ژورنالېزم له مسلکي مسولیتونو سره تړاو لري؛ خو د دې مسولیت د عملي کولو لپاره د سرچینو تایید، د شواهدو ارزونه، د بېلابېلو نظرونو انعکاس او د مسلکي اخلاقو مراعات اساسي معیارونه دي. له همدې امله، د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې د محتوا او موخو روښانتیا مهمه ده، څو څرګنده شي چې دا روزنه د مسلکي معیارونو د لوړولو لپاره ده، که له خبریالانو څخه د یوې ټاکلې سیاسي او فکري تګلارې د ملاتړ تمه هم کېږي.

مهاجر فراهي له خبریالانو سره په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې او کاري ننګونې هم اورېدلې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه ویلي: «د خبریالانو د ستونزو حل او د هغوی د کاري چارو اسانتیا د اړوندو ادارو له لومړیتوبونو څخه دي.»

خو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې د خبریالانو د مشخصو ستونزو، د حل لپاره د شویو پرېکړو او د فکري او عقیدوي روزنې د درسي موادو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ددغه د پروګرام په اړه اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې خبریالان روزنې ته اړتیا لري که نه؛ بلکې دا ده چې د هغوی د روزنې معیارونه څوک ټاکي، د عقیدوي روزنې اړتیا څنګه ارزول کېږي او د دې پروګرام په پایله کې به د خبریالانو مسلکي خپلواکي او د معلوماتو د بې‌ طرفه خپرولو اصول څنګه خوندي پاتې کېږي.

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، «د تحریک طالبان پاکستان غړي او مشران په افغانستان کې له وسلو سره ازاد ګرځي». دراني افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل، چې له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي.

د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده.

هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي.

هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی به تر ټولو ډېر پر عامو خلکو اغېز وکړي.

دراني زیاته کړې، چې ښايي د نوموړي څرګندونې د طالبانو خوښې نه شي، خو د ده په وینا، «په افغانستان کې هېڅکله تلپاتې ثبات نه دی رامنځته شوی او طالبان حتمي او دایمي واکمنان نه دي».

د افغانستان انټرنشنل خبریال له اصف دراني څخه وپوښتل، چې طالبان ادعا کوي مخالفې ډلې یې د چترال له لارې د ورانکارو فعالیتونو لپاره افغانستان ته اوړي، په دې اړه د نوموړي دریځ څه دی؟ دراني په ځواب کې وویل، چې طالبان دا خبرې د خلکو د پوښتنو د ځوابولو لپاره کوي.

د دراني په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړو ته اجازه ورکړل شوې چې له وسلو سره په ازاد ډول وګرځي او د دې ډلې مشران هم په افغانستان کې دي.

کله چې خبریال ورته وویل چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په نوم کومه ډله نشته، دراني په ځواب کې وویل، «طالبان دروغ وایي، طالبان د کلمې تر څنګ درواغ هم وایي».

هغه زیاته کړې، چې دی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و، طالبانو به ورته ویل چې «د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پاکستان دوی ته پیسې ورکړي».

دراني ویلي، چې د طالبانو او پاکستان د ستونزې د حل لپاره اوس منځګړي نشته او خبرې بې‌پایلې پاتې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دې اختلاف د حل لپاره د دواړو هېوادونو خلک او ولسونه مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال له دراني وپوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه، د ویزو محدودیتونه او د لارو بندول ایا پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دي؟ دراني په ځواب کې وویل، « تر یو بریده هو، خو طالبان فشار نه مني، ځکه خپلو خلکو ته وایي چې پاکستان له دوی سره بد کړي دي او که څوک په دې وضعیت کې مړ شي، دا د خدای رضا ده».

کله چې د افغانستان انټرنشنل خبریال ترې وپوښتل، چې طالبان بیا ادعا کوی چې د پاکستان وضعیت خراب دی، دراني ځواب ورکړ: «که وضعیت خراب وي، طالبان دې راشي او مرسته دې وکړي».