د خواله رسنیو کاروونکو تر قانوني عمر مخکې د نجونو ودونه، په داسې ودونو کې د کورنیو ونډه او پر ښځو تاوتریخوالی غندلی دی. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) راپور ورکړی و، چې شریفه شاوخوا دوه میاشتې مخکې په مشهد کې د خپل مېړه لهخوا تر سختو وهلو ټکولو وروسته مړه شوې ده.
د دغه رسنیو د راپورونو له مخې، د شریفې ۲۲ کلن مېړه له تېښتې وروسته نیول شوی او اعتراف یې کړی چې خپله کمعمره مېرمن یې سخته وهلې وه. د خراسان ورځپاڼې د راپور له مخې، شریفې خپل انځور یوې خپلوانې ته استولی و؛ کله چې مېړه یې د دغه نجلۍ هغه پیغام ولید، چې پهکې یې د شریفې د انځور ستاینه کړې وه غوسه شو او هغه یې سخته ووهله.
د راپور له مخې، شریفه د وهلو ټکولو له امله بېهوښه شوه. مېړه یې د یوې بلې ښځې په مرسته د درملنې یوه مرکز ته ولېږدوله. وروسته شریفه د مشهد هاشمينژاد روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو تر څو ورځو بستر پاتې کېدو وروسته یې ساه ورکړه.
د کم عمره نجونو پر ودونو نیوکې
په کم عمر کې د شریفې واده په خواله رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. یوشمېر کاروونکو د کمعمره نجونو د ودونو د زیانونو یادونه کړې او د تاوتریخوالي له عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.
د خواله رسنیو یوې کاروونکې رسا امیري دغه پېښې ته په اشارې لیکلي دي: «دوه درانه جرمونه؛ لومړی دا چې له یوې کمعمره نجلۍ سره یې واده کړی او دویم د هغې وژنه ده. هیلهمن یو، چې عدالت پلی شي».
د خواله رسنیو یو بل کاروونکي روسلان امیني پر هغه کسانو نیوکه کړې، چې د شریفې د مېړه دفاع یې کړې ده. هغه لیکلي دي: «ایا دا مو هېر دي، چې هغه نجلۍ ۱۵ کلنه وه؛ یوه ماشومه چې د ژوند په اړه هېڅ نه پوهېږي». دغه کاروونکی وایي، چې په کم عمر کې واده کول ښايي نجونې په کورني تاوتریخوالي کې له لا ډېرو زیانونو سره مخ کړي.
د تاوتریخوالي پر ځای د جلا کېدو پر لارې ټینګار
یوشمېر کاروونکو ویلي، چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلاف باید د تاوتریخوالي لامل نهشي او که اختلافونه دوام وکړي؛ نو جلا کېدل غوره لار ده. د خواله رسنیو یو افغان کاروونکي نبي عمرزي لیکلي دي: «که له یو بل سره ګډ ژوند نهشئ کولای، تر ټولو ښه لاره جلا کېدل دي. نه خپل ژوند خراب کړئ او نه د هغې ښځې ژوند. له همدې امله طلاق د دواړو لورو د ستونزو د حل یوه لاره ده».
د دغه رسنیو یو بل کاروونکي شمسالله هم د شریفې پر وژنې نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «تر ټولو غوره حل طلاق و؛ په کوم ځای کې د یوه انسان د وژلو اجازه ورکړل شوې ده؟» دغه کاروونکو ټینګار کړی، چې کورني اختلاف په هېڅ ډول د تاوتریخوالي او وژنې د توجیه لامل کېدای نهشي.
د کم عمره ماشومانو په ودونو کې د کورنیو پر رول نیوکه
د شریفې د وژنې د غندلو ترڅنګ یوشمېر کاروونکو پر هغه کورنیو هم نیوکه کړې، چې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودوي. د خواله رسنیو کاروونکی کارګر کوهبندي لیکلي دي: «اصلي ملامت هغه مور او پلار دي، چې ۲۲ کلن هلک او ۱۵ کلنه نجلۍ یې د واده له کړکېچ سره مخ کړل. دوی لا د دې مسوولیت منلو ته چمتو نه وو».
د خواله رسنیو یو بل کاروونکي احمد حسین هم د ګډ ژوند د مسوولیتونو منلو ته د تنکیو ځوانانو نه چمتووالي ته په اشارې لیکلي دي: «هغه د واده په اړه څه پوهېږي؟ د ګډ ژوند، پر ژمنه د وفا او لسګونه نورو مسایلو په اړه څه پوهېږي؟»
یو بل کاروونکي بهرام سنا د نجلۍ کورنۍ مسووله بللې او لیکلي یې دي: «اصلي ملامت د نجلۍ کورنۍ ده، چې خپله کمعمره او ماشومه لور د یوه سړي لاس ته سپاري». یوشمېر کاروونکي باور لري، چې کورنۍ هم باید د ماشومانو د کمعمره ودونو د پایلو په اړه مسوولیت ومني.