• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د چارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکې یوه ویډیو کې ښکاري چې طالبان یوه چورلکه لېږدوي. د چورلکې پر تنه ۵۹۵ شمېره ده او رنګ او بڼه یې د اېم‌ای ۱۷ چورلکې له پخوانیو انځورونو سره یو شان دي.

دا همغه چورلکه ده چې د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۱۹مه کې د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې نسکوره شوه. خو د دغې تازه ویډیو د ثبت وخت او ځای چې د چورلکې د لېږدولو هڅې ښيي، لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د چورلکې نښې

د چورلکې پر تنه ۵۹۵ شمېره تر ټولو مهمه نښه ده چې د هغې په پېژندلوو کې مرسته کوي. نسواري شین خاورین رنګونه، د بدنې بڼه او د نښان ځای هم د هغې له پخوانیو انځورونو سره یو شان دي.

د ۲۰۱۰ کال په انځورونو کې یاده چورلکه د هرات په شینډنډ هوايي اډه کې د بار لېږدولو پرمهال ښيي.

د ۱۴۰۱ کال په یوه انځور کې چورلکه د طالبانو له سپین نښان او بیرغ سره لېدل کېږي. دغه انځورونه ښيي چې چورلکه د جمهوریت له پرځېدو وروسته هم د طالبانو په ماموریتونو کې کارول کېده.

100%
په ۲۰۱۰ کال کې ۵۹۵ شمېره چورلکه د بار د انتقال پرمهال. د امریکا د هوايي ځواک د رابرټ لېز عکس
100%
په ۲۰۱۰ کال کې د هرات په شینډنډ اډه کې د ۵۹۵ شمېرې چورلکې انځور چې د شمیرې انځور یې د بلې چورلکې تر شا پټ دی. انځور ایرک هریس


د جمهوریت دوره

په ایرهسټري کې ثبت شوي معلومات دا چورلکه د اېم‌ای‌ټي‌وي ۱ او اېم‌ای ۱۷ کورنۍ اړوند بولي. د دغې چورلکې د جوړېدو شمره ۹۶۷۴۱ ده او د خدمت د پیل وخت یې شاوخوا ۱۳۸۸ کال ښودل شوی دی.

په تولک کې سقوط او د لېږد ویډیو

افغانستان انټرنشنل د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۱۹مه د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې چورلکې د لوېدو خبر ورکړ. د هغې پېښې په ویډیو کې لیدل کېدل چې چورلکه له پورته کېدو لږ وروسته بېرته پر ځمکې ولوېده، خو اور یې وانخیست.

په دې چورلکه کې د طالبانو د کانونو وزیر هدایت‌الله بدري، د غور والي حیات‌الله مبارک او د کانونو وزارت مرستیال وحیدالله حلیمي لېږدول کېدل. د طالبانو دفاع وزارت ویلي وو چې دغو چارواکو ته زیان نه دی رسېدلی.

په یوه تازه ویډیو کې ښکاري چې طالبان یوه زیانمنه شوې چورلکه لېږدوي.

لا څرګنده نه ده چې دا ویډیو څه وخت او چېرته ثبت شوې ده او تر اوسه داسې شواهد هم په لاس کې نشته چې وښيي د ۵۹۵ شمېرې چورلکې په تولک کې له لوېدو وروسته بېرته الوتنه کړې او که نه.

د تولک موقعیت او د چورلکې د خدمت مخینه

د ۱۳۸۹ کال انځورونه ښيي چې د ۵۹۵ شمېرې چورلکې د افغانستان په هوايي ځواک کې خدمت کاوه او د بار لېږدولو پر مهال د شین‌ډنډ په هوايي اډه کې لیدل شوې وه. په ۱۴۰۱ کال کې همدا چورلکه د طالبانو له نښان او بیرغ سره ښکاره شوه.

د ۱۳۸۹ کال له انځورونو څخه د ۱۴۰۴ کال د وږي تر ۱۹مې نېټې، چې چورلکه پکې وغورځېده، د هغې د انځوریزې مخینې په پام کې نیولو سره، چورلکې تر سقوط مخکې شاوخوا ۱۵ کاله خدمت کړی و.

د ۱۴۰۵ کال په تلې میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د ۵۹۵ شمېرې لرونکې زیانمنې شوې چورلکې د تنې د لېږد یوه ویډیو خپره شوه. د دې ویډیو د ثبت وخت او ځای لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نږدې ۱۰ چورلکو لوېدل

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۰ چورلکې لوېدلې یا له پېښو سره مخ شوې دي.

په دغو پېښو کې څلور روسي اېم‌ای ۱۷، دوه اېم‌ډي ۵۳۰ او یوه امریکايي بلک‌هاک چورلکه شاملې دي. په دغو پېښو کې په ټولیزه توګه لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه د افغانستان د پخواني حکومت هغه چورلکې چې د طالبانو لاس ته ورغلې دي، په کابل، بدخشان، سمنګان، جوزجان، پنجشېر، کندهار او غور کې لوېدلې دي.

طالبانو تر ډېره د دغو چورلکو د لوېدو لامل «تخنیکي ستونزې» بللې دي.

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې، د روان کال د تلې په ۱۵مه، د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغونې قطعې وویل چې د پنجشېر په ارزو دره کې یې د طالبانو یوه چورلکه ویشتلې او راغورځولې ده. په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند تایید کړه چې په دې ولایت کې یوه چورلکه زیانمنه شوې ده.

خو سیف‌الدین لټون د پنجشېر په ارزو سیمه کې د چورلکې د لوېدو راپورونه رد کړل او ویې ویل چې چورلکه د ناستې پر مهال په یوه نامناسب ځای کې له ډبرې سره لګېدلې او لږ زیانمنه شوې ده.

په یوه بله پېښه کې، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۲۲مه، د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د ځواکونو او د جمعه‌خان فاتح د اړوندو کسانو ترمنځ د نښتو پر مهال د طالبانو یوه پوځي چورلکه ولوېده. ځايي سرچینو دا پېښه له نښتو سره تړلې بللې وه، خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي وو چې چورلکه د ناستې پر مهال له یوې پایې سره لګېدلې او زیانمنه شوې ده. د دغه وزارت په وینا، په دې پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

ډېر لیدل شوي

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي
۱

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي

۳
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې؛ د طالبانو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن

۴

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۵

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

•
•
•

نور خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ کال لپاره د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم د بودجې د زیاتولو وړاندیز کړی او غواړي د دغه بنسټ کلنۍ بودجه له شاوخوا ۱،۷ میلیونه ډالرو څخه نږدې ۵ میلیونه ډالرو ته لوړه کړي. په دې کې ۳،۲ میلیونه اضافي بودجه ده.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ کال د بودجې د وړاندیز له مخې، د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۴ میلیونه او ۹۶۶ زره او ۴۰۰ ډالر په پام کې نیول شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ کال کې د دغه میکانېزم لپاره یو میلیون او ۶۸۶ زره او ۶۰۰ ډالر تصویب شوي وو.

د دې وړاندیز له مخې، د میکانېزم په بودجه کې ۳ میلیونه او ۲۷۹ زره او ۸۰۰ ډالر زیاتوالی راځي.

د بودجې په وړاندیز کې د میکانېزم د کارکوونکو د شمېر زیاتوالی هم شامل دی. د سند له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د دغه بنسټ لپاره ۱۰ بستونه تصویب شوي وو، خو د ۲۰۲۷ کال لپاره د بستونو شمېر ۲۷ ته د لوړولو وړاندیز شوی دی.

په دې طرحه کې د ۱۷ نویو بستونو جوړول شامل دي چې حقوقي چارې، څېړنې، امنیتي همغږي، د معلوماتو تحلیل او مدیریت، معلوماتي سیسټمونه، ژباړه او اداري خدمتونه به پیاوړي کړي.

د سند له مخې، د نویو کارکوونکو د ګومارنې موخه د میکانېزم د څېړنیزو او اداري ظرفیتونو پراخول او د هغه د کاري پروګرام عملي کول دي.

د میکانېزم دنده څه ده؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ۶۰/۲ پرېکړه‌لیک له لارې د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړ کړ.

د دغه میکانېزم دنده په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو او د نړیوالو قوانینو د تر ټولو جدي سرغړونو او ناوړه استفادو په اړه د شواهدو راټولول، یوځای کول، ساتل او تحلیلول دي. په دې کې د ښځو او نجونو خلاف د احتمالي سرغړونو څېړنه هم شامله ده.

میکانېزم به د راټولو شویو شواهدو پر بنسټ دوسیې چمتو کوي، څو په هغو ملي، سیمه‌ییزو یا نړیوالو محکمو کې د عادلانه او خپلواکو قضایي بهیرونو د اسانتیا زمینه برابره شي چې د اړوندو جرمونو د څېړلو واک ولري.

د بودجې د سند له مخې، میکانېزم به په ۲۰۲۷ کال کې د شواهدو راټولولو او ارزونې، د څېړنیزو کاري میتودونو جوړولو، د قربانیانو او شاهدانو د خوندیتوب او ګډون او د احتمالي مسوولینو د پېژندنې لپاره خپل فعالیتونه پراخ کړي.

دغه بنسټ به همدارنګه له اړوندو څېړنیزو میکانېزمونو او ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو محکمو سره د همغږۍ او همکارۍ د لارو د رامنځته کولو هڅې وکړي.

د سند له مخې، د میکانېزم د فعالیتونو پراختیا به په تدریجي ډول ترسره کېږي او د نویو کارکوونکو ګومارنه به د دې بهیر یوه برخه وي.

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

د جرمني په توتلینګن ښار کې د پولیسو په ډزو د یوه ۲۷ کلن افغان ځوان له وژل کېدو وروسته، لومړنیو څېړنو څرګنده کړې چې د هغه وسله اصلي تومانچه نه، بلکې د تشو مرمیو یوه تومانچه وه چې له اصلي وسلې سره یې ډېر ورته والی درلود.

د توتلینګن د پولیسو او سیمه‌ییزې ورځپاڼې «شوابیشه» د راپورونو له مخې، پېښه د اکتوبر په ۸مه، د پنجشنبې په ورځ، د توتلینګن ښاروالۍ ودانۍ ته نږدې شوې ده.

د روټ‌وایل څارنوالۍ د ویاند په وینا، د لومړنیو څېړنو له مخې، د وژل شوي افغان ځوان شکیب په لاس کې تومانچه د تشو مرمیو تومانچه وه. د راپور له مخې، دغه تومانچه د SIG/Sauer شرکت P225/P226 اصلي تومانچو ته ورته جوړه شوې وه او له ظاهري پلوه یې له اصلي وسلې سره توپیرول ستونزمن وو. دا ډول تومانچې غږ هم تولیدوي.

خو څارنوالۍ ویلي چې د وسلې رسمي تخنیکي راپور لا نه دی بشپړ شوی.

د ایالتي جنایي پولیسو د ادارې د معلوماتو له مخې، شکیب د توتلینګن ښاروالۍ ودانۍ ته نږدې له تومانچې سره و. د چارواکو د بیان له مخې، هغه سیمې ته د رسېدلو پولیسو پر لور د ډزو کولو هڅه کړې وه.

پولیسو وروسته پر نوموړي ډزې وکړې. هغه سخت ټپي شو او د ژغورنې ډلې له هڅو سره سره د پېښې په ځای کې ومړ.

د توتلینګن ښاروال مایکل بېک ویلي چې د پېښې پر مهال د ښاروالۍ په لومړي پوړ کې له خپلو همکارانو سره په غونډه کې و. د هغه په وینا، د ودانۍ سرایدار دغه سړی په تصادفي ډول ولید او پولیسو ته یې خبر ورکړ. نوموړي زیاته کړې چې شکیب په هغه ورځ په ښاروالۍ کې د ملاقات وخت نه درلود.

پولیسو په خپل رپوټ کې ویلي، «تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوی کس ولې له دې وسلې سره د ښاروالۍ ودانۍ ته تللی و».

د عدلي طب د لومړنیو معلوماتو له مخې، د وژل شوي ځوان د بدن په تنه کې د مرمۍ درې ټپونه او پر لاس یې یو سطحي ټپ موندل شوی دی.

خو دا معلومات لا لومړني دي او د عدلي طب وروستی راپور نه دی بشپړ شوی. همدارنګه، تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې پولیسو په ټولیز ډول څو ډزې کړې دي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، شکیب په ۲۰۱۵ کال کې له افغانستان څخه جرمني ته تللی و. هغه په توتلینګن کې ښوونځی لوستی او وروسته یې د نجارۍ مسلکي زده‌کړې پیل کړې وې، خو شاوخوا یو کال وروسته یې پرېښې وې. نوموړي د یوې مودې لپاره د امازون د موټرچلوونکي په توګه هم کار کړی و.

د راپورونو له مخې، هغه په تېرو کلونو کې د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوی و.

د جرمني د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د هغه د پناه غوښتنې غوښتنلیک د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې رد شوی و او نوموړی له جرمني نه په وتلو مکلف و.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د هغه لپاره د ملاقات وخت هم ټاکل شوی و. ویل شوي چې نوموړي د بېرته ستنېدو لپاره د اړینو اسنادو په برابرولو کې ستونزې لرلې او په ورته وخت کې یې پخپله هم د جرمني د پرېښودو لپاره د اسنادو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱
100%

د جلال‌اباد د انګور باغ سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له تېرو دوو ورځو راهيسې طالبانو په انګور باغ سیمه کې خلک په زوره له کورونو اېستلي او ځینو ته یې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره کورونه خالي کړي.

د طالبانو سترې محکمې بیا ویلي، چې د جلال‌اباد ښار د انګور باغ د ځمکې قضیه له اووه میاشتنیو څېړنو وروسته د حق‌دارو کسانو په ګټه فیصله شوې او د ځمکې د سپارلو امر یې صادر کړی دی.
خو د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، چې دوی له تېرو څلوېښتو کالونو راهسې په دې ځمکه کورونه جوړ کړي او په‌کې اوسېږي. د معلوماتو له مخې، د جلال‌اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې مجبور اباد سیمه کې شاوخوا سل کورونه اباد دي.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبانو د جلال‌اباد ښار د انګور باغ سیمې له کورنو خلک په زور اېستلي او دغه کورنیو تېره شپه تر باران لاندې له کورونو بهر تېره کړې.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو محکمې دغه پرېکړه د یادې ډلې تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د مشر شهاب الدین دلاور د کورنۍ په ګټه کړې ده.

د سرچینو په خبره، خلکو محکمې ته د خپلو کورونو د شاوخوا ۴۵ کلونو قبالې هم وړاندې کړې؛ خو بیا یې هم پرېکړه د ځایي اوسېدونګو په ګټه نه‌ده شوې.

100%

تر دې وړاندي د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند منصور احمد حمزه ویلي و، د جلال‌اباد ښار د انګور باغ ځمکې قضیه له کلونو راهیسې د محکمو تر څېړنې لاندې وه او د تېر حکومت د محکمو پرېکړې او اړوند اسناد هم بیا ارزول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د څېړنو په پایله کې د ځمکې د «غصب» موضوع تایید شوې ده. حمزه وايي، د پرېکړې له تطبیق وړاندې د ننګرهار ځینو مسوولانو موضوع د طالبانو مشرتابه ته وړاندې کړې وه چې له ارزونې وروسته یې د قضیې د لازیاتې څېړنې لپاره د پرېکړې د تطبیق ځنډولو او د قضیې او سترې محکمې ته یې د خپلواکې بیاکتنې لارښوونه کړې وه.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند په وینا، «له اووه میاشتنۍ بیاکتنې وروسته د قضایي پرېکړې د تطبیق امر صادر شوی؛ څو ځمکه له غاصبانه تصرف څخه واېستل شي او حق‌دارو کسانو ته وسپارل شي».

طالبانو له دغه کورونو د اېستل شویو کورنیو د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویلي.

100%

د ننګرهار څلورمې ناحیې انګور باغ اړوند مجبوراباد سیمې اوسېدونکو وړاندې (د مرغومي ۵مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې شرعي قبالې په لاس کې لري خو د شهاب الدین دلاور اړوند کسان یې په زوره له خپلو کورونو باسي. دوی زیاته کړې وه، چې طالبانو ځینې کسان یې وهلي او زنداني کړي هم دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې په ننګرهار کې بلکې په ګڼو ولایتونو کې د خلکو شکایتونه دا دي، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په ګډون د دوی چارواکي عام خلک له خپلو کورونو باسي.

راپور؛ د ژمي په درشل کې په افغانستان کې د خوړو، تودوخې او روغتیايي خدمتونو اړتیاوې زیاتېږي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
100%

د «ریچ» نوښت په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په لوړو او غرنیو سیمو کې مېلیونونه کسان له سختو ژمنیو شرایطو سره مخ دي او د خوړو کمښت، د تودوخې لپاره د مناسبو سون توکو نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د خلکو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

د راپور له مخې، د نورستان، بدخشان، دایکنډي، بامیان او غور په څېر ولایتونو کې واوره او سخته یخني خلک له بازارونو، روغتیايي مرکزونو او بشري مرستو جلا کوي. د ارزول شویو سیمو ۳۶ سلنه اوسېدونکو ویلي، چې د واورې په موسم کې په تګ‌راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
راپور کاږي، ګڼې کورنۍ د ژمي پرمهال پر هغه خوړو تکیه کوي چې د حاصلاتو له موسم وروسته یې زېرمه کړي وي؛ خو د خوړو د ساتنې کمزوري امکانات د دې لامل کېږي، چې خوراکي توکي ژر خوسا یا ختم شي.
په راپور کې راغلي، له همدې امله کورنۍ اړ اېستل کېږي چې د ژمي په موسم کې کله چې د خوړو بیې لوړې او کاري فرصتونه محدود وي له بازارونو خوراکي توکي وپېري.
د «ریچ» د معلوماتو له مخې، ۵۶ سلنه کورنیو د خوړو او اوبو د ساتنې ستونزې یادې کړې دي. په دې ډله کې ۲۶ سلنه کسانو ویلي، چې خوراکي توکي یې ژر خوسا کېږي او ۲۲ سلنه د خوراکي توکو د ساتنې مناسب لوښي نه‌لري.
راپور ښيي، چې د خوړو لوړو بیو او د ژمي پرمهال د عایداتو کمښت د کورنیو د پېرلو ځواک کمزوری کوي. د ارزول شویو سیمو ۷۴ سلنه خلکو د خوړو د لوړو بیو مسله تر ټولو ستره ستونزه یاده کړې ده.
په راپور کې د خوارځواکۍ په اړه راغلي، که څه هم ژمی د خوړو د کمښت موسم ګڼل کېږي؛ خو په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه تر ډېره په دوبي کې لوړېږي، ځکه په هماغه موده کې د نس ناستي او د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو پېښې زیاتې وي.
د ژمي د سړې هوا په اړه ارزونه څرګندوي، چې ګڼې افغانې کورنۍ لاهم خپل کورونه په مناسب ډول نه‌شي تودولی. د راپور له مخې، ۵۸ سلنه کورنۍ د څارویو سرې، وچ بوټي یا ښځلې د سون توکو په توګه کاروي؛ په داسې حال کې چې ۱۷ سلنه کورنۍ د کور دننه پرانیستی اور بلوي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د څارویو د سرې، لرګیو او په ځانګړي ډول د پلاستیکي ښځلو سوځول د تنفسي ناروغیو، د زړه ناروغیو او نورو روغتیايي ګواښونو لامل کېږي. روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم د ژمي پرمهال محدودېږي.
د ارزول شویو سیمو ۳۰ سلنه خلکو ویلي، چې د واورې، خرابو لارو او سختو موسمي شرایطو له امله روغتیايي مرکزونو ته تګ ستونزمنېږي. دغه ستونزه په ځانګړي ډول په نورستان کې د ارزول شویو سیمو په ۸۳ سلنه او په زابل کې په ۷۶ سلنه سیمو کې ثبت شوې ده.
راپور همداراز ښيي، چې په یوشمېر سیمو کې خلک لاهم په خېمو، لنډمهاله سرپناوو او ان په خلاصه فضا کې شپې سبا کوي. د ارزونې له مخې، د ارزول شویو سیمو په نیمايي کې ګڼې کورنۍ د ژمي مناسبې جامې او کمپلې نه‌لري.
د «ریچ» نوښت سپارښتنه کړې، چې د ژمي له سخت موسم مخکې باید د خوړو د خوندي ساتنې، پاکو سون توکو، د تودوخې د مناسبو وسایلو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې بېړني اقدامات وشي؛ څو د ژمي احتمالي بشري او روغتیايي اغېزې راکمې شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د مېندو او ماشومانو مړینه د روغتیايي خدمتونو نیمګړتیاوې څرګندوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې ارزونې ښودلې چې لاهم د روغتیايي خدمتونو په کیفیت، د ناروغانو د لېږد سیستم او د خطرناکه روغتیايي وضعیت په مدیریت کې جدي نیمګړتیاوې شته.

د دغه سازمان په وینا، کله چې یوه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم په روغتون کې مړ شي، روغتیايي کارکوونکي د مېندو او نویو زېږېدلو د مړینې د څار او غبرګون سیسټم له لارې د پېښې بشپړه ارزونه کوي؛ څو د مړینې لامل او د روغتیايي خدمتونو ستونزې مشخصې شي.
د ننګرهار ولایتي روغتون قابله فرزانه وایي: «موږ هره پېښه په یاد ساتو؛ خو کله چې سره کېنو او په دقت یې وڅېړو، پوهېږو چې په کومو برخو کې باید بدلون راشي».
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، دغه پروګرام د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ او د افغانستان د روغتیايي چارواکو په همکارۍ عملي کېږي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دغه پروګرام له پیل راهیسې چې په ۲۰۰۳کال کې رامنځته شوی، تراوسه تر ۹۰۰ ډېر روغتیايي کارکوونکي او مدیران روزل شوي دي.
دغه سازمان وایي، په ۵۰ روغتونونو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې سلګونه پېښې ارزول شوې دي؛ څو د مړینو اصلي لاملونه او د روغتیايي خدمتونو کمزورۍ په ګوته شي.
د دغه ارزونو له مخې، د مېندو د مړینې مهم لاملونه د وینې سخت ضایعات او د امېندوارۍ پرمهال لوړ فشار ښودل شوی دی.
همداراز د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې مهم لاملونه له وخت مخکې زېږېدل، د زېږون پرمهال د اکسیجن کمښت او د نویو زېږېدلو انتاني ناروغۍ ښودل شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د دغه موندنو له شریکولو وروسته په یوشمېر روغتونونو کې د ناروغانو د راجع کولو سیستم پیاوړی شوی، د درملنې کړنلارې ښې شوې او له لوړ ګواښ سره مخ مېندو او ماشومانو لپاره د پاملرنې کچه لوړه شوې ده.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر اېډوین سېنیزا سالواډور ویلي: «د هرې مور او هر نوي زېږېدلي ماشوم مړینه یوه ستره ضایعه ده؛ خو هره ارزونه د زده‌کړې او عمل فرصت هم برابروي».
د راپور له مخې، له ۲۰۲۵کال راهیسې دغه پروګرام د اسیا پراختیایي بانک په ملاتړ په ۱۰ ولایتونو کې د ۲۲ روغتونونو ترڅنګ اوو نورو ولایتونو ته هم پراخ شوی او اوس ۲۸ نور روغتیايي مرکزونه هم تر پوښښ لاندې لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې هره پېښه د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د زده‌کړې یوه سرچینه ده او د مړینې دغه شمېر د کمولو لپاره لا دوامداره اصلاحاتو ته اړتیا ده.