• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي پر اړتیا ټینګار کړی

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د طبیعي پېښو د ګواښونو کمولو نړۍوالې ورځې په مناسبت، د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیان‌منونکو ټولنو د چمتووالي او مقاومت پیاوړتیا لپاره پر مخکېنیو تدابیرو او لومړنيو اقداماتو ټینګار کړی دی.

دغه سازمان وايي، له ۲۰۲۵کال راهیسې یې په افغانستان کې د طبیعي پېښو د ګواښونو د کمولو لپاره ۱۱۲ پروژې بشپړې کړې دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل پیغام کې د پېښو له رامنځته کېدو وروسته د غبرګون پر ځای، د مخنیوي اقداماتو پر اهمیت ټینګار کړی او لیکلي یې دي: «د طبیعي پېښو د ګواښونو کمول باید د پېښې له رامنځته کېدو مخکې پیل شي».

افغانستان د بېلابېلو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دی چې سېلابونه، وچکالي، زلزلې او ځمک‌ښویېدنې په‌کې شامل دي. دغه پېښې کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته زیان رسولی شي او د کورنیو د ژوند او معیشت ستونزو لامل کېدای شي.

له مخکېني چمتووالي او لومړني اقداماتو څخه موخه د طبیعي پېښو تر رامنځته کېدو مخکې مخنیوي تدابیر یاد شوي؛ څو زیان‌منونکې ټولنې وکولای شي له سېلابونو، زلزلو او نورو پېښو سره ښه مقابله وکړي او د انساني او اقتصادي زیانونو کچه راټیټه شي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې په چمتووالي کې د کوچنیو بنسټیزو تاسیساتو جوړول هم شامل دي؛ لکه د سېلابونو د مخنیوي استنادي دېوالونه، کانالونه، کوچني بندونه، د اوبو ویالې او د اوبو لګولو سیستمونه. دغه تاسیسات د موسمي سېلابونو پر وړاندې د خلکو د کورونو، کرنیزو ځمکو او د معیشت سرچینو په ساتنه کې مرسته کوي.

دغه مرستندویه سازمان ویلي، په ورته وخت کې یې د طبیعي پېښو د ګواښونو کمولو لپاره د سیمه‌ییزو ټولنو وړتیاوې هم پیاوړې کړې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د مخنیوي دغه اقداماتو په لړ کې د سیمه‌ییزو ټولنو غړو ته د وختي خبرداري، له سیستمونو څخه د ګټې اخیستنې، لومړنیو مرستو، د لټون او ژغورنې بنسټیزو چارو او د سیمه‌ییزو بېړنیو حالاتو د مدیریت پلانونو د جوړولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

ډېر لیدل شوي

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي
۱

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۳

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۴

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

۵

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

•
•
•

نور خبرونه

راپور؛ د ژمي په درشل کې په افغانستان کې د خوړو، تودوخې او روغتیايي خدمتونو اړتیاوې زیاتېږي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
100%

د «ریچ» نوښت په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په لوړو او غرنیو سیمو کې مېلیونونه کسان له سختو ژمنیو شرایطو سره مخ دي او د خوړو کمښت، د تودوخې لپاره د مناسبو سون توکو نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د خلکو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

د راپور له مخې، د نورستان، بدخشان، دایکنډي، بامیان او غور په څېر ولایتونو کې واوره او سخته یخني خلک له بازارونو، روغتیايي مرکزونو او بشري مرستو جلا کوي. د ارزول شویو سیمو ۳۶ سلنه اوسېدونکو ویلي، چې د واورې په موسم کې په تګ‌راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
راپور کاږي، ګڼې کورنۍ د ژمي پرمهال پر هغه خوړو تکیه کوي چې د حاصلاتو له موسم وروسته یې زېرمه کړي وي؛ خو د خوړو د ساتنې کمزوري امکانات د دې لامل کېږي، چې خوراکي توکي ژر خوسا یا ختم شي.
په راپور کې راغلي، له همدې امله کورنۍ اړ اېستل کېږي چې د ژمي په موسم کې کله چې د خوړو بیې لوړې او کاري فرصتونه محدود وي له بازارونو خوراکي توکي وپېري.
د «ریچ» د معلوماتو له مخې، ۵۶ سلنه کورنیو د خوړو او اوبو د ساتنې ستونزې یادې کړې دي. په دې ډله کې ۲۶ سلنه کسانو ویلي، چې خوراکي توکي یې ژر خوسا کېږي او ۲۲ سلنه د خوراکي توکو د ساتنې مناسب لوښي نه‌لري.
راپور ښيي، چې د خوړو لوړو بیو او د ژمي پرمهال د عایداتو کمښت د کورنیو د پېرلو ځواک کمزوری کوي. د ارزول شویو سیمو ۷۴ سلنه خلکو د خوړو د لوړو بیو مسله تر ټولو ستره ستونزه یاده کړې ده.
په راپور کې د خوارځواکۍ په اړه راغلي، که څه هم ژمی د خوړو د کمښت موسم ګڼل کېږي؛ خو په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه تر ډېره په دوبي کې لوړېږي، ځکه په هماغه موده کې د نس ناستي او د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو پېښې زیاتې وي.
د ژمي د سړې هوا په اړه ارزونه څرګندوي، چې ګڼې افغانې کورنۍ لاهم خپل کورونه په مناسب ډول نه‌شي تودولی. د راپور له مخې، ۵۸ سلنه کورنۍ د څارویو سرې، وچ بوټي یا ښځلې د سون توکو په توګه کاروي؛ په داسې حال کې چې ۱۷ سلنه کورنۍ د کور دننه پرانیستی اور بلوي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د څارویو د سرې، لرګیو او په ځانګړي ډول د پلاستیکي ښځلو سوځول د تنفسي ناروغیو، د زړه ناروغیو او نورو روغتیايي ګواښونو لامل کېږي. روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم د ژمي پرمهال محدودېږي.
د ارزول شویو سیمو ۳۰ سلنه خلکو ویلي، چې د واورې، خرابو لارو او سختو موسمي شرایطو له امله روغتیايي مرکزونو ته تګ ستونزمنېږي. دغه ستونزه په ځانګړي ډول په نورستان کې د ارزول شویو سیمو په ۸۳ سلنه او په زابل کې په ۷۶ سلنه سیمو کې ثبت شوې ده.
راپور همداراز ښيي، چې په یوشمېر سیمو کې خلک لاهم په خېمو، لنډمهاله سرپناوو او ان په خلاصه فضا کې شپې سبا کوي. د ارزونې له مخې، د ارزول شویو سیمو په نیمايي کې ګڼې کورنۍ د ژمي مناسبې جامې او کمپلې نه‌لري.
د «ریچ» نوښت سپارښتنه کړې، چې د ژمي له سخت موسم مخکې باید د خوړو د خوندي ساتنې، پاکو سون توکو، د تودوخې د مناسبو وسایلو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې بېړني اقدامات وشي؛ څو د ژمي احتمالي بشري او روغتیايي اغېزې راکمې شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د مېندو او ماشومانو مړینه د روغتیايي خدمتونو نیمګړتیاوې څرګندوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې ارزونې ښودلې چې لاهم د روغتیايي خدمتونو په کیفیت، د ناروغانو د لېږد سیستم او د خطرناکه روغتیايي وضعیت په مدیریت کې جدي نیمګړتیاوې شته.

د دغه سازمان په وینا، کله چې یوه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم په روغتون کې مړ شي، روغتیايي کارکوونکي د مېندو او نویو زېږېدلو د مړینې د څار او غبرګون سیسټم له لارې د پېښې بشپړه ارزونه کوي؛ څو د مړینې لامل او د روغتیايي خدمتونو ستونزې مشخصې شي.
د ننګرهار ولایتي روغتون قابله فرزانه وایي: «موږ هره پېښه په یاد ساتو؛ خو کله چې سره کېنو او په دقت یې وڅېړو، پوهېږو چې په کومو برخو کې باید بدلون راشي».
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، دغه پروګرام د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ او د افغانستان د روغتیايي چارواکو په همکارۍ عملي کېږي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دغه پروګرام له پیل راهیسې چې په ۲۰۰۳کال کې رامنځته شوی، تراوسه تر ۹۰۰ ډېر روغتیايي کارکوونکي او مدیران روزل شوي دي.
دغه سازمان وایي، په ۵۰ روغتونونو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې سلګونه پېښې ارزول شوې دي؛ څو د مړینو اصلي لاملونه او د روغتیايي خدمتونو کمزورۍ په ګوته شي.
د دغه ارزونو له مخې، د مېندو د مړینې مهم لاملونه د وینې سخت ضایعات او د امېندوارۍ پرمهال لوړ فشار ښودل شوی دی.
همداراز د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې مهم لاملونه له وخت مخکې زېږېدل، د زېږون پرمهال د اکسیجن کمښت او د نویو زېږېدلو انتاني ناروغۍ ښودل شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د دغه موندنو له شریکولو وروسته په یوشمېر روغتونونو کې د ناروغانو د راجع کولو سیستم پیاوړی شوی، د درملنې کړنلارې ښې شوې او له لوړ ګواښ سره مخ مېندو او ماشومانو لپاره د پاملرنې کچه لوړه شوې ده.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر اېډوین سېنیزا سالواډور ویلي: «د هرې مور او هر نوي زېږېدلي ماشوم مړینه یوه ستره ضایعه ده؛ خو هره ارزونه د زده‌کړې او عمل فرصت هم برابروي».
د راپور له مخې، له ۲۰۲۵کال راهیسې دغه پروګرام د اسیا پراختیایي بانک په ملاتړ په ۱۰ ولایتونو کې د ۲۲ روغتونونو ترڅنګ اوو نورو ولایتونو ته هم پراخ شوی او اوس ۲۸ نور روغتیايي مرکزونه هم تر پوښښ لاندې لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې هره پېښه د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د زده‌کړې یوه سرچینه ده او د مړینې دغه شمېر د کمولو لپاره لا دوامداره اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د ۱۵کلنې افغانې نجلۍ وژنه؛ د خواله رسنیو کاروونکي وایي کم‌عمره ودونه نجونو ته زیان رسوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱
100%

د ایران په مشهد ښار کې د خپل ۲۲ کلن مېړه له‌خوا د سختو وهلو ټکولو له امله د شریفې په نوم د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ وژنې په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د خواله رسنیو کاروونکو د دغه ډول پېښو د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

د خواله رسنیو کاروونکو تر قانوني عمر مخکې د نجونو ودونه، په داسې ودونو کې د کورنیو ونډه او پر ښځو تاوتریخوالی غندلی دی. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) راپور ورکړی و، چې شریفه شاوخوا دوه میاشتې مخکې په مشهد کې د خپل مېړه له‌خوا تر سختو وهلو ټکولو وروسته مړه شوې ده.
د دغه رسنیو د راپورونو له مخې، د شریفې ۲۲ کلن مېړه له تېښتې وروسته نیول شوی او اعتراف یې کړی چې خپله کم‌عمره مېرمن یې سخته وهلې وه. د خراسان ورځپاڼې د راپور له مخې، شریفې خپل انځور یوې خپلوانې ته استولی و؛ کله چې مېړه یې د دغه نجلۍ هغه پیغام ولید، چې په‌کې یې د شریفې د انځور ستاینه کړې وه غوسه شو او هغه یې سخته ووهله.

د راپور له مخې، شریفه د وهلو ټکولو له امله بې‌هوښه شوه. مېړه یې د یوې بلې ښځې په مرسته د درملنې یوه مرکز ته ولېږدوله. وروسته شریفه د مشهد هاشمي‌نژاد روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو تر څو ورځو بستر پاتې کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

د کم عمره نجونو پر ودونو نیوکې

په کم عمر کې د شریفې واده په خواله رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. یوشمېر کاروونکو د کم‌عمره نجونو د ودونو د زیانونو یادونه کړې او د تاوتریخوالي له عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

د خواله رسنیو یوې کاروونکې رسا امیري دغه پېښې ته په اشارې لیکلي دي: «دوه درانه جرمونه؛ لومړی دا چې له یوې کم‌عمره نجلۍ سره یې واده کړی او دویم د هغې وژنه ده. هیله‌من یو، چې عدالت پلی شي».

د خواله رسنیو یو بل کاروونکي روسلان امیني پر هغه کسانو نیوکه کړې، چې د شریفې د مېړه دفاع یې کړې ده. هغه لیکلي دي: «ایا دا مو هېر دي، چې هغه نجلۍ ۱۵ کلنه وه؛ یوه ماشومه چې د ژوند په اړه هېڅ نه پوهېږي». دغه کاروونکی وایي، چې په کم عمر کې واده کول ښايي نجونې په کورني تاوتریخوالي کې له لا ډېرو زیانونو سره مخ کړي.

د تاوتریخوالي پر ځای د جلا کېدو پر لارې ټینګار

یوشمېر کاروونکو ویلي، چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلاف باید د تاوتریخوالي لامل نه‌شي او که اختلافونه دوام وکړي؛ نو جلا کېدل غوره لار ده. د خواله رسنیو یو افغان کاروونکي نبي عمرزي لیکلي دي: «که له یو بل سره ګډ ژوند نه‌شئ کولای، تر ټولو ښه لاره جلا کېدل دي. نه خپل ژوند خراب کړئ او نه د هغې ښځې ژوند. له همدې امله طلاق د دواړو لورو د ستونزو د حل یوه لاره ده».

د دغه رسنیو یو بل کاروونکي شمس‌الله هم د شریفې پر وژنې نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «تر ټولو غوره حل طلاق و؛ په کوم ځای کې د یوه انسان د وژلو اجازه ورکړل شوې ده؟» دغه کاروونکو ټینګار کړی، چې کورني اختلاف په هېڅ ډول د تاوتریخوالي او وژنې د توجیه لامل کېدای نه‌شي.

د کم عمره ماشومانو په ودونو کې د کورنیو پر رول نیوکه

د شریفې د وژنې د غندلو ترڅنګ یوشمېر کاروونکو پر هغه کورنیو هم نیوکه کړې، چې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودوي. د خواله رسنیو کاروونکی کارګر کوهبندي لیکلي دي: «اصلي ملامت هغه مور او پلار دي، چې ۲۲ کلن هلک او ۱۵ کلنه نجلۍ یې د واده له کړکېچ سره مخ کړل. دوی لا د دې مسوولیت منلو ته چمتو نه وو».

د خواله رسنیو یو بل کاروونکي احمد حسین هم د ګډ ژوند د مسوولیتونو منلو ته د تنکیو ځوانانو نه چمتووالي ته په اشارې لیکلي دي: «هغه د واده په اړه څه پوهېږي؟ د ګډ ژوند، پر ژمنه د وفا او لسګونه نورو مسایلو په اړه څه پوهېږي؟»

یو بل کاروونکي بهرام سنا د نجلۍ کورنۍ مسووله بللې او لیکلي یې دي: «اصلي ملامت د نجلۍ کورنۍ ده، چې خپله کم‌عمره او ماشومه لور د یوه سړي لاس ته سپاري». یوشمېر کاروونکي باور لري، چې کورنۍ هم باید د ماشومانو د کم‌عمره ودونو د پایلو په اړه مسوولیت ومني.

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه ډله هڅه کوي چې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د دروازو د تړل کېدو له امله رامنځته شوي سوداګریز زیانونه د بدیلو لارو او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا له لارې جبران کړي.

مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو په ولکه کې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د وارداتو او صادراتو اړتیاوې د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې پوره شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې له نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو مهمې سوداګریزې لارې، په ځانګړې توګه تورخم او سپین بولدک، وتړل شوې او افغان سوداګر اړ شول چې خپل توکي له بدیلو لارو ولېږدوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارده او ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې موده کې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان څخه د افغانستان واردات ۴۳ سلنه او دغو هېوادونو ته یې صادرات ۷۷ سلنه زیات شوي دي. خو د راپور له مخې، د دې زیاتوالي یوه برخه د پاکستان د پولو له تړل کېدو مخکې هم رامنځته شوې وه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۲۷۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. له دې ډلې یو میلیارد او ۲۰۴ میلیونه ډالر واردات او ۷۴ میلیونه ډالر صادرات وو.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د روان کال د زمري په میاشت کې د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له لارې او ۴۶ سلنه د ایران له لارې ترسره شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راکمه شوې وه.

د شمېرو له مخې، د افغانستان هغه صادرات چې د واګه له لارې او د پاکستان له بندرونو نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، د ۲۰۲۵ مالي کال له ۴۵۴ میلیونو ډالرو څخه د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي.

له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو مخکې، د دواړو هېوادونو د مستقیمې سوداګرۍ ورځنی ارزښت لږ تر لږه ۶.۴۵ میلیونه ډالر اټکل شوی و چې په کلني حساب شاوخوا ۲.۳۵ میلیارده ډالرو ته رسېده.

نړیوال بانک وايي، د پاکستان د سرحدي لارو تړل کېدو د افغانستان د خوراکي توکو صادرات کم کړي او د سکرو صادرات یې نږدې په بشپړه توګه درولي دي.

خو د راپور له مخې، د ټوکرانو صادرات زیات شوي او د دغو توکو یوه برخه د منځنۍ اسیا له لارې چین ته لېږدول شوې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي، د ایران او منځنۍ اسیا له لارې یې د سوداګرۍ د دوام لپاره بدیلې لارې موندلې دي، خو د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدو د صادراتو پر ځینو برخو منفي اغېز کړی دی.

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د سوداګرۍ خونه وایي چې د یونیسف استازو ته یې په یوه انلاین ناسته کې د افغان مېرمنو، ځوانانو او له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو لپاره د کار موندنې ځینې طرحې سپارلې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونېسف له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې یې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو لپاره د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا طرحې شریکې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د هغه مرستیالانو، په دې ناسته کې د یونېسف د مسلکي زده‌کړو له چارواکو کریسټیبل موسوندا او لطف‌الله لطیف سره پر عملي همکارۍ بحث کړی. د سوداګرۍ خونې مشرتابه په خپلو وړاندیزونو کې د غالیو اوبدلو، لاسي صنایعو، د کوچنیو کاروبارونو مدیریت، او د خوراکي او روغتیايي توکو تولید ته اشاره کړې ده.
د یونېسف استازو هم په دې کتنه کې د خصوصي سکټور رول مهم ګڼلی او د کار بازار له اړتیاوو سره سم یې د مسلکي زده‌کړو د پروګرامونو پر برابرولو ټینګار کړی. هغوی څرګنده کړه چې د نویو کاري فرصتونو د موندلو لپاره له سوداګریز بنسټ سره ګډ کار اغېزمن تمامېدای شي.
د غونډې په دوام، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د یوه سهامي شرکت رامنځته کولو طرحه او د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز تخصصي روغتون جوړولو وړاندیز هم شوی.

د غالیو اوبدل، لاسي صنایع او د خوراکي توکو او نورو توکو تولید تر ډېره هغه کارونه دي، چې په دودیزه توګه یې نالوستې افغان مېرمنې په خپلو کورونو کې ترسره کوي.

د طالبانو تر واک لاندې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې که څه هم په خپله طرحه کې، په کورونو کې د ښځو لپاره د کار موندلو یادونه نه ده کړې، خو باور دا دی چې دا طرحه پر همدې مسلې تمرکز لري.
دا طرحې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې دي. د یونېسف د شمېرو له مخې، پر نجونو دغه لګول شوی بندیز هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۸۴ میلیونه ډالره زیان رسوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د زرګونو مسلکي ښځینه کارکوونکو د کمښت لامل کېږي.

یو شمېر څارونکي، د سوداګرۍ خونې او نورو لوریو ورته طرحې د نجونو او ښځو پر ضد د طالبانو د بندیزونو له عادي کولو سره مرسته ګڼي او ټینګار کوي، چې ټول افغان قشرونه او نړیوال باید له دغه وضعیت سره د خلکو د عادي کولو پر ځای، د دغه وضعیت پر وړاندې ودریږي او پرې نه ږدي، چې طالبان د افغان ښځو په منزوي کولو او ځپلو بریالي شي.