• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پلاوی د باکو د کلتوري خبرو اترو په اووم نړیوال فورم کې ګډون کوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۱

په کابل کې د اذربایجان سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور له مرستیال عبدالرحمن طیبي سره په لیدنه کې نوموړي ته په باکو کې د کلتوري خبرو اترو په اووم نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده. دواړو لوریو د کلتوري همکاریو او ګډو نندارتونونو په اړه هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د اذربایجان سفیر ویلي، دواړه هېوادونه ګډ تاریخي او کلتوري میراث لري او باید خپلې همکارۍ پراخې کړي.

وزارت ویلي چې په لیدنه کې د موزیمونو او هنري ګالریو ترمنځ همکارۍ، د ګډو نندارتونونو جوړولو، د هنرمندانو تبادلې او د تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د تجربو د شریکولو په اړه هم خبرې شوې دي.

عبدالرحمن طیبي ویلي، چې افغانستان او اذربایجان په دیني، مذهبي او کلتوري برخو کې ډېر ګډ ارزښتونه لري او باید له دغو مشترکاتو څخه د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخیستل شي.

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د کلتوري خبرو اترو اووم نړیوال فورم د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۷مې تر ۲۹مې جوړېږي.

دا غونډه د «باکو پروسې» په چوکاټ کې د بېلابېلو کلتورونو او تمدنونو ترمنځ د تفاهم، زغم او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.

تمه ده چې د بېلابېلو هېوادونو حکومتي چارواکي، د نړیوالو سازمانونو استازي او کارپوهان پکې ګډون وکړي او د سولې، کلتوري تنوع، کډوالۍ او نړیوالو همکاریو پر موضوعاتو بحث وکړي.

دغه فورم د اذربایجان په نوښت د کلتوري خبرو اترو د نړیوالو هڅو یوه برخه ګڼل کیږي.

ډېر لیدل شوي

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟
۱

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۲

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۳

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي

۴
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې؛ د طالبانو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن

۵

کابل کې د ۷ ځواکمنو طالب والیانو غونډه؛ د هبت الله د فرمانونو په عملي کېدو ټینګار شوی

•
•
•

نور خبرونه

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱
100%

د جلال‌اباد د انګور باغ سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له تېرو دوو ورځو راهيسې طالبانو په انګور باغ سیمه کې خلک په زوره له کورونو اېستلي او ځینو ته یې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره کورونه خالي کړي.

د طالبانو سترې محکمې بیا ویلي، چې د جلال‌اباد ښار د انګور باغ د ځمکې قضیه له اووه میاشتنیو څېړنو وروسته د حق‌دارو کسانو په ګټه فیصله شوې او د ځمکې د سپارلو امر یې صادر کړی دی.
خو د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، چې دوی له تېرو څلوېښتو کالونو راهسې په دې ځمکه کورونه جوړ کړي او په‌کې اوسېږي. د معلوماتو له مخې، د جلال‌اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې مجبور اباد سیمه کې شاوخوا سل کورونه اباد دي.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې طالبانو د جلال‌اباد ښار د انګور باغ سیمې له کورنو خلک په زور اېستلي او دغه کورنیو تېره شپه تر باران لاندې له کورونو بهر تېره کړې.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو محکمې دغه پرېکړه د یادې ډلې تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د مشر شهاب الدین دلاور د کورنۍ په ګټه کړې ده.

د سرچینو په خبره، خلکو محکمې ته د خپلو کورونو د شاوخوا ۴۵ کلونو قبالې هم وړاندې کړې؛ خو بیا یې هم پرېکړه د ځایي اوسېدونګو په ګټه نه‌ده شوې.

100%

تر دې وړاندي د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند منصور احمد حمزه ویلي و، د جلال‌اباد ښار د انګور باغ ځمکې قضیه له کلونو راهیسې د محکمو تر څېړنې لاندې وه او د تېر حکومت د محکمو پرېکړې او اړوند اسناد هم بیا ارزول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د څېړنو په پایله کې د ځمکې د «غصب» موضوع تایید شوې ده. حمزه وايي، د پرېکړې له تطبیق وړاندې د ننګرهار ځینو مسوولانو موضوع د طالبانو مشرتابه ته وړاندې کړې وه چې له ارزونې وروسته یې د قضیې د لازیاتې څېړنې لپاره د پرېکړې د تطبیق ځنډولو او د قضیې او سترې محکمې ته یې د خپلواکې بیاکتنې لارښوونه کړې وه.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند په وینا، «له اووه میاشتنۍ بیاکتنې وروسته د قضایي پرېکړې د تطبیق امر صادر شوی؛ څو ځمکه له غاصبانه تصرف څخه واېستل شي او حق‌دارو کسانو ته وسپارل شي».

طالبانو له دغه کورونو د اېستل شویو کورنیو د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویلي.

100%

د ننګرهار څلورمې ناحیې انګور باغ اړوند مجبوراباد سیمې اوسېدونکو وړاندې (د مرغومي ۵مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې شرعي قبالې په لاس کې لري خو د شهاب الدین دلاور اړوند کسان یې په زوره له خپلو کورونو باسي. دوی زیاته کړې وه، چې طالبانو ځینې کسان یې وهلي او زنداني کړي هم دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې په ننګرهار کې بلکې په ګڼو ولایتونو کې د خلکو شکایتونه دا دي، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په ګډون د دوی چارواکي عام خلک له خپلو کورونو باسي.

راپور؛ د ژمي په درشل کې په افغانستان کې د خوړو، تودوخې او روغتیايي خدمتونو اړتیاوې زیاتېږي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
100%

د «ریچ» نوښت په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په لوړو او غرنیو سیمو کې مېلیونونه کسان له سختو ژمنیو شرایطو سره مخ دي او د خوړو کمښت، د تودوخې لپاره د مناسبو سون توکو نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د خلکو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

د راپور له مخې، د نورستان، بدخشان، دایکنډي، بامیان او غور په څېر ولایتونو کې واوره او سخته یخني خلک له بازارونو، روغتیايي مرکزونو او بشري مرستو جلا کوي. د ارزول شویو سیمو ۳۶ سلنه اوسېدونکو ویلي، چې د واورې په موسم کې په تګ‌راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
راپور کاږي، ګڼې کورنۍ د ژمي پرمهال پر هغه خوړو تکیه کوي چې د حاصلاتو له موسم وروسته یې زېرمه کړي وي؛ خو د خوړو د ساتنې کمزوري امکانات د دې لامل کېږي، چې خوراکي توکي ژر خوسا یا ختم شي.
په راپور کې راغلي، له همدې امله کورنۍ اړ اېستل کېږي چې د ژمي په موسم کې کله چې د خوړو بیې لوړې او کاري فرصتونه محدود وي له بازارونو خوراکي توکي وپېري.
د «ریچ» د معلوماتو له مخې، ۵۶ سلنه کورنیو د خوړو او اوبو د ساتنې ستونزې یادې کړې دي. په دې ډله کې ۲۶ سلنه کسانو ویلي، چې خوراکي توکي یې ژر خوسا کېږي او ۲۲ سلنه د خوراکي توکو د ساتنې مناسب لوښي نه‌لري.
راپور ښيي، چې د خوړو لوړو بیو او د ژمي پرمهال د عایداتو کمښت د کورنیو د پېرلو ځواک کمزوری کوي. د ارزول شویو سیمو ۷۴ سلنه خلکو د خوړو د لوړو بیو مسله تر ټولو ستره ستونزه یاده کړې ده.
په راپور کې د خوارځواکۍ په اړه راغلي، که څه هم ژمی د خوړو د کمښت موسم ګڼل کېږي؛ خو په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه تر ډېره په دوبي کې لوړېږي، ځکه په هماغه موده کې د نس ناستي او د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو پېښې زیاتې وي.
د ژمي د سړې هوا په اړه ارزونه څرګندوي، چې ګڼې افغانې کورنۍ لاهم خپل کورونه په مناسب ډول نه‌شي تودولی. د راپور له مخې، ۵۸ سلنه کورنۍ د څارویو سرې، وچ بوټي یا ښځلې د سون توکو په توګه کاروي؛ په داسې حال کې چې ۱۷ سلنه کورنۍ د کور دننه پرانیستی اور بلوي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د څارویو د سرې، لرګیو او په ځانګړي ډول د پلاستیکي ښځلو سوځول د تنفسي ناروغیو، د زړه ناروغیو او نورو روغتیايي ګواښونو لامل کېږي. روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم د ژمي پرمهال محدودېږي.
د ارزول شویو سیمو ۳۰ سلنه خلکو ویلي، چې د واورې، خرابو لارو او سختو موسمي شرایطو له امله روغتیايي مرکزونو ته تګ ستونزمنېږي. دغه ستونزه په ځانګړي ډول په نورستان کې د ارزول شویو سیمو په ۸۳ سلنه او په زابل کې په ۷۶ سلنه سیمو کې ثبت شوې ده.
راپور همداراز ښيي، چې په یوشمېر سیمو کې خلک لاهم په خېمو، لنډمهاله سرپناوو او ان په خلاصه فضا کې شپې سبا کوي. د ارزونې له مخې، د ارزول شویو سیمو په نیمايي کې ګڼې کورنۍ د ژمي مناسبې جامې او کمپلې نه‌لري.
د «ریچ» نوښت سپارښتنه کړې، چې د ژمي له سخت موسم مخکې باید د خوړو د خوندي ساتنې، پاکو سون توکو، د تودوخې د مناسبو وسایلو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې بېړني اقدامات وشي؛ څو د ژمي احتمالي بشري او روغتیايي اغېزې راکمې شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د مېندو او ماشومانو مړینه د روغتیايي خدمتونو نیمګړتیاوې څرګندوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې ارزونې ښودلې چې لاهم د روغتیايي خدمتونو په کیفیت، د ناروغانو د لېږد سیستم او د خطرناکه روغتیايي وضعیت په مدیریت کې جدي نیمګړتیاوې شته.

د دغه سازمان په وینا، کله چې یوه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم په روغتون کې مړ شي، روغتیايي کارکوونکي د مېندو او نویو زېږېدلو د مړینې د څار او غبرګون سیسټم له لارې د پېښې بشپړه ارزونه کوي؛ څو د مړینې لامل او د روغتیايي خدمتونو ستونزې مشخصې شي.
د ننګرهار ولایتي روغتون قابله فرزانه وایي: «موږ هره پېښه په یاد ساتو؛ خو کله چې سره کېنو او په دقت یې وڅېړو، پوهېږو چې په کومو برخو کې باید بدلون راشي».
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، دغه پروګرام د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ او د افغانستان د روغتیايي چارواکو په همکارۍ عملي کېږي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دغه پروګرام له پیل راهیسې چې په ۲۰۰۳کال کې رامنځته شوی، تراوسه تر ۹۰۰ ډېر روغتیايي کارکوونکي او مدیران روزل شوي دي.
دغه سازمان وایي، په ۵۰ روغتونونو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې سلګونه پېښې ارزول شوې دي؛ څو د مړینو اصلي لاملونه او د روغتیايي خدمتونو کمزورۍ په ګوته شي.
د دغه ارزونو له مخې، د مېندو د مړینې مهم لاملونه د وینې سخت ضایعات او د امېندوارۍ پرمهال لوړ فشار ښودل شوی دی.
همداراز د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې مهم لاملونه له وخت مخکې زېږېدل، د زېږون پرمهال د اکسیجن کمښت او د نویو زېږېدلو انتاني ناروغۍ ښودل شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د دغه موندنو له شریکولو وروسته په یوشمېر روغتونونو کې د ناروغانو د راجع کولو سیستم پیاوړی شوی، د درملنې کړنلارې ښې شوې او له لوړ ګواښ سره مخ مېندو او ماشومانو لپاره د پاملرنې کچه لوړه شوې ده.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر اېډوین سېنیزا سالواډور ویلي: «د هرې مور او هر نوي زېږېدلي ماشوم مړینه یوه ستره ضایعه ده؛ خو هره ارزونه د زده‌کړې او عمل فرصت هم برابروي».
د راپور له مخې، له ۲۰۲۵کال راهیسې دغه پروګرام د اسیا پراختیایي بانک په ملاتړ په ۱۰ ولایتونو کې د ۲۲ روغتونونو ترڅنګ اوو نورو ولایتونو ته هم پراخ شوی او اوس ۲۸ نور روغتیايي مرکزونه هم تر پوښښ لاندې لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې هره پېښه د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د زده‌کړې یوه سرچینه ده او د مړینې دغه شمېر د کمولو لپاره لا دوامداره اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د ۱۵کلنې افغانې نجلۍ وژنه؛ د خواله رسنیو کاروونکي وایي کم‌عمره ودونه نجونو ته زیان رسوي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱
100%

د ایران په مشهد ښار کې د خپل ۲۲ کلن مېړه له‌خوا د سختو وهلو ټکولو له امله د شریفې په نوم د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ وژنې په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د خواله رسنیو کاروونکو د دغه ډول پېښو د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

د خواله رسنیو کاروونکو تر قانوني عمر مخکې د نجونو ودونه، په داسې ودونو کې د کورنیو ونډه او پر ښځو تاوتریخوالی غندلی دی. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) راپور ورکړی و، چې شریفه شاوخوا دوه میاشتې مخکې په مشهد کې د خپل مېړه له‌خوا تر سختو وهلو ټکولو وروسته مړه شوې ده.
د دغه رسنیو د راپورونو له مخې، د شریفې ۲۲ کلن مېړه له تېښتې وروسته نیول شوی او اعتراف یې کړی چې خپله کم‌عمره مېرمن یې سخته وهلې وه. د خراسان ورځپاڼې د راپور له مخې، شریفې خپل انځور یوې خپلوانې ته استولی و؛ کله چې مېړه یې د دغه نجلۍ هغه پیغام ولید، چې په‌کې یې د شریفې د انځور ستاینه کړې وه غوسه شو او هغه یې سخته ووهله.

د راپور له مخې، شریفه د وهلو ټکولو له امله بې‌هوښه شوه. مېړه یې د یوې بلې ښځې په مرسته د درملنې یوه مرکز ته ولېږدوله. وروسته شریفه د مشهد هاشمي‌نژاد روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو تر څو ورځو بستر پاتې کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

د کم عمره نجونو پر ودونو نیوکې

په کم عمر کې د شریفې واده په خواله رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. یوشمېر کاروونکو د کم‌عمره نجونو د ودونو د زیانونو یادونه کړې او د تاوتریخوالي له عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

د خواله رسنیو یوې کاروونکې رسا امیري دغه پېښې ته په اشارې لیکلي دي: «دوه درانه جرمونه؛ لومړی دا چې له یوې کم‌عمره نجلۍ سره یې واده کړی او دویم د هغې وژنه ده. هیله‌من یو، چې عدالت پلی شي».

د خواله رسنیو یو بل کاروونکي روسلان امیني پر هغه کسانو نیوکه کړې، چې د شریفې د مېړه دفاع یې کړې ده. هغه لیکلي دي: «ایا دا مو هېر دي، چې هغه نجلۍ ۱۵ کلنه وه؛ یوه ماشومه چې د ژوند په اړه هېڅ نه پوهېږي». دغه کاروونکی وایي، چې په کم عمر کې واده کول ښايي نجونې په کورني تاوتریخوالي کې له لا ډېرو زیانونو سره مخ کړي.

د تاوتریخوالي پر ځای د جلا کېدو پر لارې ټینګار

یوشمېر کاروونکو ویلي، چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلاف باید د تاوتریخوالي لامل نه‌شي او که اختلافونه دوام وکړي؛ نو جلا کېدل غوره لار ده. د خواله رسنیو یو افغان کاروونکي نبي عمرزي لیکلي دي: «که له یو بل سره ګډ ژوند نه‌شئ کولای، تر ټولو ښه لاره جلا کېدل دي. نه خپل ژوند خراب کړئ او نه د هغې ښځې ژوند. له همدې امله طلاق د دواړو لورو د ستونزو د حل یوه لاره ده».

د دغه رسنیو یو بل کاروونکي شمس‌الله هم د شریفې پر وژنې نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «تر ټولو غوره حل طلاق و؛ په کوم ځای کې د یوه انسان د وژلو اجازه ورکړل شوې ده؟» دغه کاروونکو ټینګار کړی، چې کورني اختلاف په هېڅ ډول د تاوتریخوالي او وژنې د توجیه لامل کېدای نه‌شي.

د کم عمره ماشومانو په ودونو کې د کورنیو پر رول نیوکه

د شریفې د وژنې د غندلو ترڅنګ یوشمېر کاروونکو پر هغه کورنیو هم نیوکه کړې، چې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودوي. د خواله رسنیو کاروونکی کارګر کوهبندي لیکلي دي: «اصلي ملامت هغه مور او پلار دي، چې ۲۲ کلن هلک او ۱۵ کلنه نجلۍ یې د واده له کړکېچ سره مخ کړل. دوی لا د دې مسوولیت منلو ته چمتو نه وو».

د خواله رسنیو یو بل کاروونکي احمد حسین هم د ګډ ژوند د مسوولیتونو منلو ته د تنکیو ځوانانو نه چمتووالي ته په اشارې لیکلي دي: «هغه د واده په اړه څه پوهېږي؟ د ګډ ژوند، پر ژمنه د وفا او لسګونه نورو مسایلو په اړه څه پوهېږي؟»

یو بل کاروونکي بهرام سنا د نجلۍ کورنۍ مسووله بللې او لیکلي یې دي: «اصلي ملامت د نجلۍ کورنۍ ده، چې خپله کم‌عمره او ماشومه لور د یوه سړي لاس ته سپاري». یوشمېر کاروونکي باور لري، چې کورنۍ هم باید د ماشومانو د کم‌عمره ودونو د پایلو په اړه مسوولیت ومني.

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه ډله هڅه کوي چې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د دروازو د تړل کېدو له امله رامنځته شوي سوداګریز زیانونه د بدیلو لارو او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا له لارې جبران کړي.

مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو په ولکه کې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د وارداتو او صادراتو اړتیاوې د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې پوره شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې له نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو مهمې سوداګریزې لارې، په ځانګړې توګه تورخم او سپین بولدک، وتړل شوې او افغان سوداګر اړ شول چې خپل توکي له بدیلو لارو ولېږدوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې دوه میلیارده او ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې موده کې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان څخه د افغانستان واردات ۴۳ سلنه او دغو هېوادونو ته یې صادرات ۷۷ سلنه زیات شوي دي. خو د راپور له مخې، د دې زیاتوالي یوه برخه د پاکستان د پولو له تړل کېدو مخکې هم رامنځته شوې وه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۲۷۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. له دې ډلې یو میلیارد او ۲۰۴ میلیونه ډالر واردات او ۷۴ میلیونه ډالر صادرات وو.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د روان کال د زمري په میاشت کې د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له لارې او ۴۶ سلنه د ایران له لارې ترسره شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راکمه شوې وه.

د شمېرو له مخې، د افغانستان هغه صادرات چې د واګه له لارې او د پاکستان له بندرونو نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، د ۲۰۲۵ مالي کال له ۴۵۴ میلیونو ډالرو څخه د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي.

له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو مخکې، د دواړو هېوادونو د مستقیمې سوداګرۍ ورځنی ارزښت لږ تر لږه ۶.۴۵ میلیونه ډالر اټکل شوی و چې په کلني حساب شاوخوا ۲.۳۵ میلیارده ډالرو ته رسېده.

نړیوال بانک وايي، د پاکستان د سرحدي لارو تړل کېدو د افغانستان د خوراکي توکو صادرات کم کړي او د سکرو صادرات یې نږدې په بشپړه توګه درولي دي.

خو د راپور له مخې، د ټوکرانو صادرات زیات شوي او د دغو توکو یوه برخه د منځنۍ اسیا له لارې چین ته لېږدول شوې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي، د ایران او منځنۍ اسیا له لارې یې د سوداګرۍ د دوام لپاره بدیلې لارې موندلې دي، خو د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدو د صادراتو پر ځینو برخو منفي اغېز کړی دی.