د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان یې د کورنۍ غړي تر څارنې لاندې نیسي او د کار لپاره له کوره د وتلو پر مهال یې تعقیبوي.
د تېر جمهوري نظام سرتېری سید نقیب چې اوس د کندهار ښار په سرپوښ بازار کې هټۍ لري وايي، کله چې سهار له کوره وځي، د طالبانو محتسبان یې تعقیبوي. هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي،:«د لارې په اوږدو کې تر دوکانه د رسېدو پورې مې ساه بندیږي، ځکه وېره لري چې طالبان به یې په داسې حال کې له شا په نه جرم ووهي او یا به ورته له شا کوم جرم وتړي».
همدارنګه د کندهار د عینو مینې اوسېدونکی زبیر احمد وايي، کله چې دی یا د کورنۍ بل غړی یې له کوره ووځي، طالبان یې تر بازاره یا هغه ځایه تعقیبوي چې د تګ نیت یې کړی وي.
نوموړی وايي:« یوه ورځ له ملګرو سره د مېلې لپاره له کوره وتلی وم، خو پوه شوم چې طالبان مې تعقیبوي. له لږ مزل وروسته مې له محتسبانو سره خبرې وکړې او ورته مې وویل چې ولې مې تعقیبوي، یا ما کوم جرم کړی؟، خو محتسبانو مې موبایل واخیست او په ډېرو زاریو او ننواتو یې بېرته را کړ». د زبیر ورور هم د تېر نظام پوځي و، چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي.
جان محمد، چې عمر خوړلی دی، وايي، د پښو د درد له امله ډېر ځله پیتاوي ته کښېني، خو طالبان یې څاري. نوموړی زیاتوي، طالبانو څو ځله په سپینه ږیره رټلی او ورته ویلي یې دي چې جاسوسي کوي او ولې ټوله ورځ بهر ناست یې.
جان محمد وايي، نه یوازې دی، بلکې د کورنۍ هر غړی یې چې له کوره وځي، له وېرې سره وځي او بېرته هم په وېره کور ته راګرځي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، نه پوهېږي چې طالبان ولې عام خلک ځوروي.
د دوی په وینا، هغوی په خپلو ورځنیو کارونو او د ژوند د اړتیاوو په برابرولو بوخت دي، خو د طالبانو د ځورونې له امله یې ورځنی ژوند او چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.
منان چې د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د امر بالمعروف محتسبان یې څاري. نوموړی وايي، کله چې له کوره د کار او روزګار لپاره وځي، د کور شاوخوا یې انتظار کېږي او څارل کېږي. د هغه په وینا، د دې چلند له امله دومره تر فشار لاندې راغلی چې نه په ارامه جومات ته د لمانځه لپاره تللی شي او نه په ډاډه زړه د خپل کار او روزګار په لټه کې له کوره وتلی شي.
هغه زیاتوي:« ان د کوڅې کوچني ماشومان هم د دغو کسانو له چلنده په امن کې نه دي، په داسې حال کې چې لا د خپلو خبرو او کړنو په ښه او بد نه پوهېږي».
منان وايي، پرون چې له کوره د کار لپاره وتلی و، د کور مخې ته یو کس یې په انتظار ولاړ و. د هغه په وینا، کله چې بهر ووت، هغه کس ورپسې منډه کړه او دی اړ شو چې بېرته کور ته وتښتي.
نوموړي ویلي: «پر خدای قسم، نور دې حالت سخت ستړي کړي یو. نه د لمانځه لپاره په ډاډه زړه تللی شو او نه خپل حلال روزګار ته. نن یې ان د کور مخې ته ساعتونه تېر کړل، د کور دروازه یې په ډبرو وویشتله او ویل یې چې کور ته به ورننوځو.»
دغه اوسېدونکي او پخواني نظامیان وايي: «د خدای لپاره، موږ هم انسانان یو موږ هم د ژوند کولو، کار کولو او د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو حق او اړتیا لرو. که مو کومه تېروتنه کړې وي، د قانون او اصولو له مخې دې راسره چلند وشي، خو مهرباني وکړئ زموږ د ژوند، کار او عبادت لاره مه را تنګوئ.»
دوی ټینګار کوي چې له چا سره دښمني او شخړه نه غواړي، بلکې یوازې دومره غواړي چې په خپلو کورونو کې په امن کې واوسي، جومات ته په ارامه ولاړ شي او د خپلو کورنیو لپاره حلاله روزي پیدا کړي.