• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا حسین احمد ثمر بلور ته: دیني مدرسې له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نه‌لري

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱

په خیبرپښتونخوا کې د «وفاق المدارس العربیه پاکستان» مشر مولانا حسین احمد د دیني مدرسو په تړاو د ثمر بلور د خبرو غبرګون کې ویلي، له ترهګرۍ سره د دیني مدرسو تړل له حقایقو لرې خبره ده. نوموړي د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو له سلاکارې بلور څخه غوښتي چې له داسې بې‌بنسټه څرګندونو ډډه وکړي.

د «وفاق المدارس العربیه پاکستان» د خیبرپښتونخوا د څانګې مشر مولانا حسین احمد د دیني مدرسو په تړاو د مېرمن ثمر هارون بلور وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، دیني مدرسې د سولې، مینې او زغم مرکزونه دي چېرې چې د قران او سنت زده‌کړې ورکول کېږي.
هغه ویلي، ترهګري یوه جدي ستونزه ده او هېڅ مسلمان یا دیني اداره یې ملاتړ نه‌شي کولای او زیاته کړې یې ده، چې له دیني مدرسو سره تړلي عالمان او مشایخ هم د ترهګرۍ قرباني شوي دي.
د هغه په وینا، د ترهګرۍ او ځانمرګو بریدونو پر ضد ګډه فتوا «پیغام پاکستان»، هم د دیني مدرسو علماوو صادره کړې وه.
د هغه په وینا، د دیني مدرسو د ترهګرۍ له پېښو سره د تړلو پر ځای باید د هغوی مثبت خدمتونه او د سولې په ټینګښت کې رول روښانه شي او زیاته یې کړه، چې هېواد اوس د نورو سیاسي کړکېچونو، ګډوډۍ او جنجالي څرګندونو زغم نه‌لري او له همدې امله د ملي او حساسو موضوعاتو په اړه د خبرو پر مهال باید مسوولیت، ادب او حقایق په پام کې ونیول شي.
مولانا حسین احمد زیاته کړې، د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور هم د ترهګرۍ درد او کړاو تجربه کړی، نو هغه باید له ترهګرۍ سره د مدرسو او علماوو د تړلو د احتمالي اغېزو په اړه پوهه ولري.
هغه ټینګار کړی، چې د دیني مدرسو په اړه د خبرو پر مهال باید حقایق او د هغوی خدمتونه په پام کې ونیول شي څو په ټولنه کې ناسم پوهاوی او ترینګلتیا رامنځته نه‌شي.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر بلور د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) ویلي، چې په دغه ایالت کې د ټولو دیني مدرسو د فعالیتونو او نصاب په اړه اروزنه پیلوي او دا هم معلوموي، چې دغه دیني مرکزونه له کومو اشخاصو او ډلو سره تړاو او اړیکې لري. نوموړې څرګنده کړې، چې په پښتونخوا کې نور باید دا مدرسې د قانون تابع شي او له رسمي څارنې پرته فعالیت ونه‌کړي.

ډېر لیدل شوي

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح
۱

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۲

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۳

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۴

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۵

پاکستان په افغانستان کې د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

•
•
•

نور خبرونه

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې ځینې وسلې د «ترهګرو» لاسونو ته ورغلې دي. هغه همداراز وویل، چې پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسله‌والو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسله‌والو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نه‌ګڼي.
هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسله‌والو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي.

فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي.

هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له خلکو وغوښتل، چې له وسله‌والو واټن وساتي او هغوی ته په خپلو سیمو کې پناه ورنه‌کړي او زیاته یې کړه، د وسله‌والو ضد عملیاتو پر مهال ملکي وګړي هم زیانمنېدای شي، نو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري اړینه ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې د وسله‌والو پر ضد جګړې لپاره خیبر پښتونخوا ته ۸۰۰ اربه کلدارې ورکړل شوې وې، خو دا پیسې ونه‌لګول شوې.

هغه پر پخواني صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه حکومت د وسله‌والو او له افغانستان سره د تړلو موضوعاتو په اړه له دریځ نیونې هم ډډه کوله.

هغه زیاته کړه، له هغو کسانو سره چې د پاکستان مخالف وي او اساسي قانون نه‌مني، باید خبرې اترې ونه‌شي او نه هم ورسره کومه نرمي وشي.

د خیبرپښتونخوا والي د پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د برخلیک په اړه څرګنده کړه، چې هغه خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د پخوانی اعلی وزیر سهیل اپريدي ورور پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او ادعا یې کړې، چې ورور یې د خیبرپښتونخوا له ماڼۍ څخه تښتول شوی دی. د عریضې له‌مخې، نوموړی د پولیسو تر څارنې لاندې وړل شوی او هلته موجودو کسانو خپل مخونه پټ کړي وو.

پېښور عالي محکمې د سهیل اپریدي د نیول کېدو په اړه د عریضې د اورېدنې پر مهال اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په همدې تړاو په ۱۰ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي. محکمې د قضیې اورېدنه د نومبر تر درېیمې ځنډولې ده.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د سهیل اپرېدي کورنۍ ته له هغه سره د لیدو فرصت نه‌دی ورکړل شوی او نه یې هم ورسره اړیکه نیولې ده.

د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو له امله سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله پاکستاني صادروونکي له درنو زیانونو سره مخ دي، توکي یې بند پاتې دي او د منځنۍ اسیا بازارونو ته بدیلې لارې هم خورا ګرانې پرېوځي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر خونړیو نښتو وروسته، تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوي.

د سوداګرو د اټکل له‌مخې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن شوی، ځکه افغانستان یې د درملو تر ټولو لوی بازار دی.

د پېښور په حیات اباد کې د درملو یوې فابریکې مسوولان، چې لا هم پکې تولید دوام لري، د لارو تړل کېدو له امله اړ دې چې د خپلو تولیداتو پلور او لېږد له سره و ارزوي.

د دغې فاریکې ۷۰ سلنه بسته بندي شوي درمل د افغانستان او منځنۍ اسیا د بازارونو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د فابریکې مسول جنید الطاف ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.

الطاف زیاته کړې:« کله چې لار وتړل شوه، موږ لا له مخکې فرمایشونه ترلاسه کړي وو. د توکو یوه برخه چمتو وه او د یوې برخې تولید لا روان و.»

هغه زیاته کړه چې شرکت درانه زیانونه ګاللي دي. نوموړي زیاته کړې چې «د بسته‌بندۍ ځینې توکي په فارسي ژبه وو. د روسیې او ازبکستان لپاره بسته‌بندي په روسي ژبه وه. د بسته‌بندۍ دا ټول توکي وغورځول شول.»

د لارو بندښت له امله د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په سوداګرۍ کې د ښکېلو کارګرانو او سوداګریزو شرکتونو شبکه هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

د وریژو، غوښې، مېوو او کچالو صادروونکي شرکت «اېم اېم الهي ټرېډرز» اجرایوي مشر او شریک مدیر منظور الهي وویل: «دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د افغانستان او ازبکستان په سوداګرۍ کې د ټولو ښکېلو کسانو، د پېښور د سوداګریزې ټولنې، کارګرانو او د ګمرکي تصفیې د استازو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و.»

د سوداګرۍ له ځنډېدو مخکې، د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د هغه د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دا ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.

اوږدې لارې او لوړ لګښتونه

په داسې حال کې چې له مهمو لارو څخه سوداګریزه لا هم بنده ده، د الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي. په دغو لارو کې د ایران له لارې لېږد هم شامل دی، چې لګښتونه یې لوړ او سفرونه یې اوږده دي.

د ایران له لارې بدیله لاره د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي، او نږدې شپږ اونۍ وخت نیسي.

صادروونکي محمد نعیم وویل: «پخوا به د تورخم له لارې بار په یوه اونۍ کې ازبکستان ته رسېده او د لېږد لګښتونه به له دوه زره تر درې زره امریکايي ډالرو پورې وو. اوس د ایران له لارې د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې دی».

هغه زیاته کړه: «که کوم توکی تاریخ تېر شي یا خراب شي، یوازینۍ حل‌لاره یې غورځول دي.»

اسلام‌اباد ویلي، تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره په خپله خاوره کې د فعالو وسله‌والو پر وړاندې اقدام ونه کړي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي برعکس پایلې ولري، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ کسر لا هم پراخېږي. دوی ټینګار کوي چې اقتصاد باید سیاسي نه شي.

د اقتصادي پالیسۍ د مشارکت بنسټ د څېړنو مشر وقار احمد د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو سربېره دوام لري. هغه د پاکستان د صادراتو د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هېواد اړتیا لري د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام په چوکاټ کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېر د اندېښنې وړ دي.»

نوموړي زیاته کړې«که دا پروګرام بریالی شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید زیاتې شي.»

پاکستاني سوداګریزو ډلو له اسلام‌اباد او کابل نه غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، خو داسې نښې نشته چې دغه کړکېچ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.

راپور : د طالبانو او پاکستان شخړه د نیابتي جګړې پر لور روانه ده

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د پاکستان له لوري د «پرانیستې جګړې» تر اعلان وروسته سخته شوه، لا هم دوام لري. راپورونه ښيي چې دواړه لوري په زیاتېدونکي ډول پر نیابتي وسله‌والو ډلو تکیه کوي او دې وضعیت د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.

راپور لیکي ، چې د شنبې ورځې په وروستیو نښتو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز له منځه وړی او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي. خو د طالبانو تر واک لاندې سیمه‌ییزو چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په نښته کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د بحران نړیوالې ډلې شنونکي ابراهیم بهیس نیویارک ټایمز ته ویلي، د شخړې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دواړه خواوې نیابتي ډلو ته مخه کوي. د هغه په وینا، پر طالبانو تور دی چې د پاکستان ضد وسله‌وال نه مهاروي او په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د اړیکو پراخولو لېوالتیا ښيي.

راپور وايي، طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه ادعا وکړه چې ۲۸ وسله‌وال یې وژلي او ۳۲ نور یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو. پاکستان دا ادعاوې رد کړې او بې‌اساسه یې بللې دي.

د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. سرچینې وایي، په دغو لیدنو کې د احتمالي ملاتړ موضوع هم مطرح شوې ده.

روانې شخړه د دواړو هېوادونو پر ملکي وګړو هم دروند اغېز کړی دی. راپور وايي، د جګړې له پراخېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور ته، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو له امله تر ۷۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور په وینا ،د سولې او ډیپلوماسۍ وروستۍ هڅې هم بې‌پایلې پاتې شوې دي. چین د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو پرمختګ پکې ونه شو.

همدارنګه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان د امنیت په اړه د لسو هېوادونو غونډه د افغان او پاکستاني استازو د اختلافونو له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.

پاکستان د شخړې اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونه بولي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان بیا دا تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

سره له دې چې دواړه لوري په ښکاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، پاکستان ټینګار لري چې تر هغو به له طالبانو سره مذاکرات ونه کړي، څو هغوی د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مخه نه وي نیولې.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پوځي فشارونو او نیابتي جګړې پراخېدل ښايي شخړه لا اوږده او پېچلې کړي او تر ټولو ستر زیان به یې بیا هم ملکي وګړو ته ورسېږي.

بسم الله خان: د سیمه‌ییزې پرمختیايي شورا جوړول د فاټا د ادغام د پای ته رسېدو لومړی ګام دی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱
100%

د قبایلو د انضمام ضد غورځنګ مشر حاجي بسم الله خان وايي، د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د سیمه‌ییزې پرمختیايي شورا جوړول د قبایلو د ادغام د بهیر د پای ته رسولو لومړی ګام دی او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې هم مرسته کولای شي.

د قبایلو د انضمام ضد غورځنګ مشر حاجي بسم الله خان وايي، د خیبر پښتونخوا د اتو قبايلي او څلورو جنوبي ولسوالیو لپاره د سیمه‌ییزو استازو او پرمختیايي شورا جوړول د فاټا د ادغام د بېرته لغوه کولو لومړی ګام دی. نوموړي ټینګار کړی چې د پخوانیو قبايلي سیمو خپلواک اداري جوړښت ته بېرته ستنېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې هم مرسته کولای شي.

بسم الله خان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د فاټا لویه جرګه له تېرو اتو کلونو راهیسې د دغو سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت کوي.

د هغه په وینا، جرګې له هماغه پیله د ادغام له بهیر سره مخالفت درلود، ځکه چې دا پرېکړه یې غیرواقعي بلله او په خبره یې، د قبایلي سیمو دودونه او د خلکو نظرونه پکې له پامه غورځول شوي وو. هغه ادعا کړې چې اوس د پېښو بهیر د دوی د دریځ سموالی څرګندوي.

بسم الله خان د نوې شورا په جوړښت کې د څلورو جنوبي ولسوالیو پر شاملېدو هم اعتراض کړی او ویلي یې دي: «موږ دا نه منو او په کلکه به یې مخالفت وکړو.» نوموړي غوښتنه کړې چې فاټا دې د ۲۰۱۸ کال تر ادغام مخکې خپل پخواني اداري جوړښت ته بېرته وګرځول شي.

د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت او د والي د واکمنۍ له نافذېدو وروسته، د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د سیمې د پرمختګ لپاره د سیمه‌ییزو استازو او پرمختیايي شورا په نوم نوی جوړښت رامنځته کړی دی.

په دې شورا کې اته قبايلي ولسوالۍ، یعنې کرمه، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزیرستان، کوز جنوبي وزیرستان، اورکزی، خیبر، باجوړ او مومند، او څلور جنوبي ولسوالۍ، یعنې ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، ټانک او بنو شاملې دي. شورا ۴۸ غړي لري چې ډېری یې قبايلي مشران، پخواني پارلماني غړي او د سیاسي ګوندونو استازي دي.

د معلوماتو له مخې، په پېښور کې د پخوانۍ فاټا د اداري جوړښت په څېر د شورا لپاره جلا سکرتریت هم جوړ شوی او اداري مشري یې یوه اضافي چیف سکرتر ته سپارل شوې ده. د پخوانیو قبايلي سیمو اداره هم د فدرالي حکومت په واک کې وه او نوې شورا به هم د دغه حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

بسم الله خان وايي، د دوی دریځ دا دی چې نه د فاټا ادغام مني او نه یې وېش غواړي. هغه د ادغام بهیر ناسم بللی او ویلي یې دي چې د سیمې له خلکو سره تر مشورې پرته ترسره شوی، له همدې امله یې په وینا، دغه اداري نظام اغېزناک نه شي پاتې کېدای.

نوموړي زیاته کړې چې د نوې شورا په غړو کې د ادغام یو شمېر مخالف مشران هم شامل دي، خو شورا پراخ واکونه نه لري او غړي یې د خوښې او ناخوښې پر بنسټ ټاکل شوي دي. د هغه په باور، که شورا د ټاکنو له لارې جوړه شوې وای، د قبایلي سیمو پر پرمختګ او راتلونکي یې اغېز ډېر پراخ کېدای شو.

کله چې له بسم الله خان څخه وپوښتل شول چې ایا د فاټا د ادغام بېرته لغوه کول د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو له غوښتنو سره هم سمون لري، هغه وویل چې په ظاهره د دواړو ډلو یوه لویه غوښتنه پوره شوې ده.

هغه اټکل کړی چې د دې پرېکړې اغېزې ښايي د پولې هغې غاړې، یعنې افغانستان، ته هم مثبتې وي. نوموړي د شورا پر غړو غږ کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل رول ولوبوي.

د فاټا لویې جرګې مشر ویلي، د قبایلي سیمو په تاریخ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر مهال قبایلي مشرانو د ستونزو په هواري کې ونډه لرلې ده. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او مذاکرات دي.

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

د خیبرپښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو د تازه جوړ شوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر ادعا لري، چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان سره یو لاس دي. خو افغان طالبانو په وار وار دغه ادعا رد کړې، چې ګواکې له پاکستاني طالبانو سره یو لاسي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له اعلانېدو وروسته د پښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو لپاره یو نوی سکرتریت جوړ شوی، څو د قبایلي سیمو د ښېرازۍ لپاره نوې تګلاره جوړه او په عملي کېدو سره یې د پرمختیا بهیر پيل شي.

د دغه نوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې، چې افغان طالبان او د پاکستان طالبان سره یو لاس دي او په باور یې که افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي مخه ونیسي، نو په قبایلي سیمو کې دوام نه‌شي راوړلای.

محمود جان بابر ادعا لري: «د تحریک طالبان افغانستان او تحریک طالبان پاکستان داسې ویل کېږي، چې سره یو دي. د اوس لپاره افغان طالبان یې نه‌ایساروي. که افغانستان یې ایسار کړي، نو دلته موږ ورته یو لاس شوي یو».

بابر څرګندوي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت پر مهال پولیسو څرګنده اجازه نه‌درلوده، چې د وسله‌والو پر ضد د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ګډون ولري، خو اوس پولیس او پوځ به یو ځای په عملیاتو کې ونډه واخلي.

هغه زیاتوي: «که افغانستان همکاري وکړي، نو دوی [ټي‌ټي‌پي] له کرښې نه‌شي راتللای او په کوم کلي کې هم نه‌شي پټېدلای، ځکه مو ته بیا پته لګېږي».

هغه په پښتونخوا کې د افغان کډوالو په تړاو څرګنده کړه، چې د کډوالو په تړاو د پاکستان تګلاره د پښتونخوا لپاره هم ده او تر دې وروسته ناقانونه افغان کډوال په دغې صوبه کې د اوسېدو اجازه نه‌لري او باید خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه د کرښې د دواړو غاړو قومونو په تړاو وویل، کېدای شي د یادو سیمو لپاره داسې یوه کړنلاره جوړه شي، چې د کرښې د دواړه غاړو اوسېدونکي له ویزو پرته سره لیده کاته او تګ راتګ وکړي او زیاته یې کړه: «کېدای شي داسې حل لاره جوړه شي، خو تر اوسه تایید نه‌ده. په دې حل لارې سره به د کرښې دواړو غاړو ته خلک سره په اسانۍ او پرته له ویزې وګوري».

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان طالبان د پاکستان امنیتي ستونزې او وسله‌والې ډلې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ګڼي او په دې برخه کې هر ډول لاس لرل یې په کلکه رد کړي او د افغان کډوالو تر څنګ افغان طالبانو د پاکستان په ګډون د افغان کډوالو له نورو کوربه هېوادونو غواړي، چې د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي او په زور او جبر سره یې له اېستلو په کلکه ډډه وکړي.