• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

افغانستان د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو درې اړخیزو نړۍوالو سیالیو په پایلوبه کې زېمبابوې ته د ۷ وېکټو په توپیر په ماتې ورکولو سره د دغې لوبلړۍ اتلولي وګټله. دا پایلوبه نن (جمعه د لړم لومړۍ) د متحده عربي امارات په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

زېمبابوې چې د دغې سیالۍ پچه یې ګټلې وه، لومړی یې توپ‌وهنه وکړه، خو په ۴۳،۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۶۹ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د دې لوبډلې لوبډلمشر سکندر رضا له ۶۸ منډو سره د زېمبابوې تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی وو.

راشد خان د افغانستان د توپ‌اچوونکو په منځ کې تر ټولو ښه وځلېد او درې لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل او همداراز فضل‌الحق فاروقي، بلال سمیع او محمد نبي هم هر یوه دوه ویکټې واخیستې او د سیالې لوبډلې د منډو په محدودولو کې یې مهم رول ولوباوه.

افغانستان د هدف د ترلاسه کولو لپاره په ۳۴،۳ اور کې د یوازې درېیو لوبغاړو په زیان د سیالې لوبډلې هدف پوره کړ او ورسره یې د دغې درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي هم په خپل نوم کړه.

ابراهیم ځدراڼ له ۷۰ ناسوځېدلو منډو سره ولاړ پاتې شو او د لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي هم د افغانستان په ګټه ۴۳ منډې ورزیاتې کړې.

په دې توګه، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ‌وهنې او توپ‌اچونې په دواړو برخو کې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره زېمبابوې ته ماتې ورکړه او د درې اړخیزو نړیوالو سیالیو اتلولي یې وګټله.

ډېر لیدل شوي

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح
۱

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۲

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۳

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۴

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۵

پاکستان په افغانستان کې د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

•
•
•

نور خبرونه

تر پنځو ورځو سیالۍ وروسته مساوي پایله؛ د افغانستان مقاومت د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې له پنځو ورځو سختې سیالۍ وروسته د صدیق‌الله اتل او رحمت شاه د غوره توپ‌وهنې په مرسته لوبه مساوي کړه او له ماتې وژغورل شوه.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه د سې‌شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۳مه له پنځو ورځو سیالۍ وروسته مساوي پای ته ورسېده. بنګله‌دېش د لوبې د ګټلو هڅه کوله؛ خو په دویمه پاڼۍ کې د افغان توپ‌وهونکو مقاومت، په ځانګړي ډول د صدیق‌الله اتل فعالیت د افغانستان د ماتې مخه ونیوله.

افغانستان په دویمه پاڼۍ کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې جوړې کړې او په دې سره یې د بنګله‌دېش د بریا هیلې له‌منځه یوړې. صدیق‌الله اتل ۱۱۱ منډې وکړې او د لوبې په مساوي پای ته رسېدو کې یې مهم رول ولوباوه.

رحمت شاه هم د افغانستان له اغېزناکو لوبغاړو و. هغه په دواړو پاڼیو کې په ترتیب سره ۱۰۵ او ۵۱ منډې جوړې کړې او د ملي لوبډلې په مقاومت کې یې مهمه ونډه واخیسته. قیس احمد هم په دویمه پاڼۍ کې د ۴۹ منډو په جوړولو سره د افغانستان د مساوي پایلې په ساتلو کې مرسته وکړه.

د توپ‌وهونکو ترڅنګ، د افغانستان چټک توپ‌اچوونکو هم د پام وړ لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې د بشپړې بریا مخه یې ونیوله.

100%

د افغانستان مقاومت بنګله‌دېش د بریا له فرصت څخه بې‌برخې کړ

بنګله‌دېش په خپلو دوو پاڼیو کې ټولې ۷۱۸ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې افغانستان په دواړو پاڼیو کې په ګډه ۵۸۶ منډې ترلاسه کړې؛ خو وروستۍ پایلې وښوده چې د بنګله‌دېش د منډو زیاتوالي د لوبې ګټلو لپاره بسنه ونه کړه.

بنګله‌دېش د بریا لپاره اړ و، چې د افغانستان ټول لوبغاړي ټاکلي هدف ته تر رسېدو مخکې وسوځوي؛ خو افغان توپ‌وهونکو خپل تمرکز وساته او د سیالې لوبډلې د توپ‌اچوونکو پر وړاندې یې مقاومت وکړ. په پایله کې لوبه پرته له ګټونکي پای ته ورسېده.

دا پایله د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه د لوبې په یوه پړاو کې د افغان لوبډلې د ماتې احتمال ډېر و. په وروستۍ ورځ د توپ‌وهونکو مقاومت او د صدیق‌الله اتل او رحمت شاه له‌خوا د مهمو منډو جوړولو وښودله، چې د افغانستان ملي لوبډله په سختو شرایطو کې هم د سیالۍ وړتیا لري.

دغه لوبه چې د اکتوبر پر نهمه پیل شوې وه، د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو په مهالوېش کې یوازینۍ ټېسټ لوبه وه. د دغه پنځه ورځنۍ لوبې له پای ته رسېدو وروسته افغانستان اوس د خپلو راتلونکو نړۍوالو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

100%

راتلونکې سیالۍ؛ د درې اړخیزو یو ورځنیو لوبو لړۍ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به له بنګله‌دېش سره د ټېسټ لوبې تر پای ته رسېدو وروسته، د بنګله‌دېش او زیمبابوې ملي لوبډلو سره په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې هم برخه واخلي. دغه سیالۍ به افغان لوبغاړو ته یو بل فرصت برابر کړي، چې د ټېسټ کرېکټ له بڼې پرته، په یوه بله بڼه کې خپله وړتیا او چمتووالی وښيي.

له بنګله‌دېش سره مساوي پایله، په ځانګړي ډول د لوبې شرایطو او په وروستۍ ورځ د سخت فشار په پام کې نیولو سره، د افغانستان لپاره ارزښتناکه لاسته راوړنه بلل کېدای شي. د صدیق‌الله اتل او رحمت شاه ځلېدونکې لوبې د نورو لوبغاړو له ونډې سره یوځای د دې سیالۍ مهم ټکي وو. په دې لوبه کې تر وروستیو شېبو مقاومت د دې لامل شو چې سیالې لوبډلې بریا ترلاسه نه‌کړي.

اوس به د کرېکټ مینه‌والو پام یو ورځنیو سیالیو ته واوړي؛ هلته به افغانستان هڅه کوي چې له یادې لوبې ترلاسه شوې تجربې څخه د لا ښه چمتووالي او د بنګله‌دېش او زیمبابوې پر وړاندې د یوې منظمې لوبې د وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.

100%

د رحمت شاه زرمتي د کپتانۍ لومړۍ ازموینه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره مخ کېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن، د تلې په ۱۷مه، په ابوظبۍ کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه به د رحمت شاه زرمتي لپاره د ټېسټ لوبډلې د کپتان په توګه لومړۍ رسمي سیالي وي او دواړه لوبډلې به د شیخ زاید کرېکټ لوبغالي پر میدان سره مخ شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دغه پنځه‌ورځنۍ ټېسټ لوبه به د اکټوبر له نهمې تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ د مهالوېش له مخې، لوبه به د ابوظبۍ پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي.

رحمت شاه په داسې مهال د ټېسټ لوبډلې مشري پر غاړه اخلي چې افغانستان د روانې اوږدې نړیوالې لوبیزې برنامې په پیل کې له بنګله‌دېش سره یوازې یوه ټېسټ لوبه ترسره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ټېسټ کرېکټ د ملي لوبډلې د راتلونکو پلانونو مهمه برخه ده او د دې لوبې له لارې به افغان لوبغاړي د لوبې په اوږده بڼه کې د خپلې تجربې د پیاوړتیا فرصت ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د ټېسټ کرېکټ د اهمیت په اړه ویلي: «ټېسټ کرېکټ زموږ لپاره ډېر زیات اهمیت لري او موږ د لوبې په دې بڼه کې د افغان لوبډلې د پیاوړتیا او لاسته راوړنو د زیاتولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو.»

افغانستان د دې ټېسټ لپاره په خپل نوملړ کې یو شمېر لوبغاړي هم بېرته شامل کړي دي. شاهدالله کمال او یمین احمدزي د کورنیو فرسټ کلاس سیالیو له ښې لوبې وروسته د ټېسټ لوبډلې ته بلل شوي، په داسې حال کې چې ضیاالرحمن اکبر هم له نږدې یو کال وروسته بېرته د ټېسټ لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.

خو د افغانستان په نوملړ کې د راشد خان او ابراهیم ځدراڼ نشتوالی د لوبډلې له مهمو بدلونونو څخه دی. د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلان شوي نوملړ له مخې، دواړه لوبغاړي د دې ټېسټ لوبې په لوبډله کې شامل نه دي، خو د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره په نوملړونو کې شته.

بل لور ته، بنګله‌دېش د نجم‌الحسن شانتو په کپتانۍ کې دې سیالۍ ته راځي. د بنګله‌دېش د ټېسټ لوبډله له تجربه‌کارو لوبغاړو لکه مشفق الرحیم، لېټن داس، مومن الحق او مهدي حسن میراز څخه هم برخمنه ده. دغه لوبډله په وروستیو کې د اسټرالیا پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړې او د لړۍ په لومړۍ لوبه کې یې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخي بریا هم خپله کړې وه.

د بنګله‌دېش لپاره دا په متحده عربي اماراتو کې لومړۍ ټېسټ لوبه ده. د دغه هېواد روزونکی فیل سیمونز وايي، لوبډله یې د ابوظبۍ له تودې هوا سره د عیارېدو هڅه کوي او هغه لوبغاړي چې له جاپان څخه ورستانه شوي، باید ژر له شرایطو سره ځان برابر کړي. بنګله‌دېش د چهارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له بشپړې لوبډلې سره تمرین هم کړی دی.

دواړه لوبډلې تر دې وړاندې په ټېسټ کرېکټ کې دوه ځله سره مخ شوې دي چې هرې لوبډلې یوه بریا خپله کړې ده. دکرېکټ د نړیوالې شوراد معلوماتو له مخې، رحمت شاه د بنګله‌دېش پر وړاندې په ټېسټ لوبو کې د افغانستان له مخکښو منډه‌وهنکو څخه دی او تر اوسه یې د دې لوبډلې پر وړاندې ۱۴۱ منډې کړې دي.

د ابوظبۍ د لوبغالي شرایط هم د دواړو لوبډلو لپاره د پام وړ دي. د بنګله‌دېش د وروستیو تمرینونو راپورونه ښيي چې د لوبې لپاره د سوکه توپ‌اچوونکو رول ته ځانګړې پاملرنه شوې، ځکه د متحده عربي اماراتو په عمومي شرایطو کې د ویکټو د ورو والي له امله سوکه توپ‌اچونه اغېزناک تمامېدای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه کې د افغانستان او بنګله‌دېش د یوازېنۍ ټېسټ لوبې جام د دواړو لوبډلو د کپتانانو له لوري د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې د نندارې لپاره د وړاندې کېدو خبر هم ورکړی دی.

د بنګله‌دېش پر وړاندې له دې ټېسټ وروسته به افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او زمبابوې په ګډون د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ ته داخل شي. دغه لوبلړۍ به د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې دوام وکړي او دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته وځي. له هغې وروسته افغانستان له زمبابوې سره د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو لړۍ هم لري.

په دې توګه، د بنګله‌دېش پر وړاندې د جمعې ورځې ټېسټ لوبه د افغانستان لپاره یوازې یوه جلا سیالي نه ده، بلکې د اکټوبر او نومبر میاشتو د پراخ نړیوال کرېکټ پروګرام لومړۍ لوبه هم ده.

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړل. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې، چې په دې بریدونو سره د بې‌پيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي. طالبانو تر اوسه یوازې پر کندهار د برید پخلی کړی دی.

پر کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو سره جوخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې ورځې په سهار وختي (د تلې ۲مه) په خپله اېکس‌پانه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې توغول شوې وې.

د نوموړي په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان «د دفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه زیاتوي، یادې الوتکې موخې ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او له‌منځه وړل شوې دي.

طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهار شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له افغانستان څخه ۸ بې‌پیلوټه الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.

عطاالله تارړ زیاتوي: «دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې تړاو درلود».

نوموړي خبرداری ورکړی: «پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو له‌خوا وي او یا په‌خپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان له حاکمیت څخه هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي».

هغه همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د کندهار د نهمې ناحیې اړوند پر بیاباني سیمې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او په وینا یې، په دې برید کې چا ته د سر زیان نه‌دی اوښتی.

خو سرچینو بیا د پکتیا د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر ورکړی او همداراز د خوست د مرکز په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو هم څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې ۳ ورځې مخکې (دوشنبه سهار وختي د وږي ۳۰مه) پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۴ نور ټپيان شوي وو.

د سپینو زرو له مډال دفاع؛ افغان ابدالیان په اسیايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته ورسېدل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱
100%

افغان ابدالیان د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د کرېکټ په سیالیو کې د ګډون لپاره د جاپان ناګویا ښار ته رسېدلي او ټاکل شوې چې د خپلې لومړۍ لوبې په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ د کوربه هېواد جاپان پر وړاندې د کرېکټ ډګر ته ووځي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سپټمبر پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ابدالیان د اسیايي لوبو د کرېکټ سیالیو لپاره د جاپان د ایچي ولایت ناګویا ښار ته رسېدلي دي.

د اسیايي لوبو د رسمي مهالوېش له مخې، د افغانستان او جاپان ترمنځ لوبه د سپټمبر پر ۲۴مه د سهار په ۹ بجو پیلېږي. افغانستان، جاپان او نیپال د نارینه‌وو د کرېکټ سیالیو په «الف» ګروپ کې شامل دي.

د نارینه‌وو د کرېکټ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. افغانستان، جاپان او نیپال په «الف» ګروپ کې او هانګ کانګ، مالیزیا او عمان په «ب» ګروپ کې دي.

هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا بیا د خپلو درجه‌بندیو له مخې په مستقیم ډول د سیالیو د پړاو اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده. د دواړو ګروپونو دوه غوره لوبډلې به هم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

افغانستان به له جاپان وروسته د سپټمبر پر ۲۵مه د نیپال پر وړاندې خپله دویمه ګروپي لوبه ترسره کړي. د دې دوو سیالیو پایلې به د دې په ټاکلو کې مهمې وي چې افغان لوبډله بل پړاو ته لار مومي که نه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اسیايي لوبو لپاره ۱۵ کسیزه افغان ابدالیان لوبډله له مخکې اعلان کړې ده چې مشري یې درویش رسولي کوي.

په لوبډله کې درویش رسولي، اسحاق رحیمي، حسن عیسی‌خېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب‌الله ځدراڼ، فیصل خان، فرمان‌الله ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داودزی او عبدالله احمدزی شامل دي. د نړیوالې کرېکټ شورا هم د اسیايي لوبو لپاره د افغانستان همدا ۱۵ کسیزه لوبډله ثبت کړې ده.

افغان کرېکټ بورډ ویلي چې افغان ابدالیان د افغان کرېکټ د راتلونکي نسل استازیتوب کوي.

د سپینو زرو مډال دفاع

افغانستان په اسیايي لوبو کې د کرېکټ په وروستۍ دوره کې د نارینه‌وو په سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و. د ۲۰۲۲ کال اسیايي لوبې په ۲۰۲۳ کال کې په چین کې ترسره شوې وې او د باران له امله د افغانستان او هند پایلوبه بې پایلې شوه، افغانستان د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د کرېکټ نارینه‌وو سیالۍ د شل اوریزو لوبو په بڼه ترسره کېږي او د سپټمبر له ۲۴مې څخه د اکتوبر تر ۳مې پورې به دوام وکړي. د نړیوالې کرېکټ شورا په وینا، د نارینه‌وو سیالیو پایلوبه د اکتوبر پر ۳مه ټاکل شوې ده.

د افغانستان کرېکټ لوبډله به د جاپان او نیپال پر وړاندې په ګروپي پړاو کې د بریاوو له لارې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د تګ هڅه وکړي. که افغان ابدالیان له خپل ګروپ څخه بل پړاو ته ووځي، هلته به له هغو څلورو لوبډلو سره یوځای شي چې له وړاندې یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته مستقیمه لار موندلې ده.

افغانستان د هند پر وړاندې شل‌اوریزه لوبلړۍ ۳-۰ وبایلله

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱
100%

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د درې شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ په درېیو پرله ‌پسې بریاوو پای ته ورسوله او افغانستان یې په وروستۍ لوبه کې هم په ۱۲۷ منډو مات کړ.

د افغانستان او هند تر منځ د کرېکټ شل‌اوریزې لوبلړۍ د درېیمې او وروستۍ لوبې تر ټولو مهم لوبغاړی ابهیشېک شرما وو، چې یوازې په ۳۰ توپونو یې سلیزه ووهله او د هند لپاره یې په شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو کې د تر ټولو چټکې سلیزې ریکارډ جوړ کړ.

افغانستان د درې واړو لوبو په جریان کې ونه‌توانېد چې د هند پر وړاندې د پام وړ سیالي وکړي.

هند په لومړۍ لوبه کې د افغانستان ۱۵۶ منډې په ۱۳،۴ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړې او د ۷ وېکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. ابهیشېک شرما په دې لوبه کې ۸۲ منډې کړې وې.

په دویمه لوبه کې افغانستان ۱۵۹ منډې د اتو لوبغاړو په زیان جوړې کړې، خو هند دغه هدف په ۱۴،۵ اورونو کې د درېیو وېکټو په زیان بشپړ کړ او بیا یې هم په ۷ وېکټو بریا خپله کړه.

د هند توپ‌اچوونکي نیتیش کمار رېډي درې وېکټې واخیستې، په داسې حال کې چې سنجو سمسون په ۲۲ توپونو ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

هند له همدې بریا سره د لوبلړۍ ګټل له وروستۍ لوبې مخکې یقیني کړي وو.

په وروستۍ لوبه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) ترسره شوه د افغانستان لپاره ستونزې لا زیاتې شوې. هند لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان ۲۲۱ منډې جوړې کړې. ابهیشېک شرما ۱۰۸ منډې وکړې، چې په ۳۴ توپونو کې یې نهه څلوریزې او ۱۱ شپږیزې وهلې. نوموړي خپله سلیزه په یوازې ۳۰ توپونو بشپړه کړه؛ دا د یوه هندي لوبغاړي تر ټولو چټکه شل‌اوریزه نړیواله سلیزه او د ټېسټ لوبېدونکو هېوادونو ترمنځ هم د دغو سیالیو له تر ټولو چټکو سلیزو څخه ده.

سنجو سمسون هم ۵۰ منډې وکړې او له شرما سره یې د لومړۍ وېکټې لپاره ۱۴۲ منډې جوړې کړې. دواړو په لومړیو شپږو اورونو کې ۱۰۰ منډې وکړې، چې د هند لپاره په شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو کې د لومړیو شپږو اورونو تر ټولو لوړه ملګرتیا وه.

افغانستان د ۲۲۲ منډو د هدف په تعقیب کې ژر ژر وېکټې له لاسه ورکړې او په ۱۴،۱ اورونو کې په ۹۴ منډو وسوځېد. نیتیش کمار رېډي او روي بشنوۍ درې ـ درې وېکټې واخیستې او هند په دې توګه د ۱۲۷ منډو ستره بریا ثبت کړه.

د درې واړو لوبو پایلو وښودله چې د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه د منډو جوړولو په برخه کې وه. افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ۱۵۶، په دویمه کې ۱۵۹ او په درېیمه کې یوازې ۹۴ منډې وکړې. په مقابل کې هند په لومړیو دوو لوبو کې هدفونه په اسانۍ تعقیب کړل او په وروستۍ لوبه کې یې د ۲۲۱ منډو په جوړولو سره د لړۍ تر ټولو ستره بریا خپله کړه.

ابهیشېک شرما په درې واړو لوبو کې هم د هند د توپ‌وهنې مهم لوبغاړی وو. نوموړي په لومړۍ لوبه کې ۸۲ او په دویمه کې ۳۹ منډې کړې وې، او په درېیمه لوبه کې یې د ۱۰۸ منډو په وسیله خپله لړۍ په ریکارډي انداز پای ته ورسوله.

د افغانستان او هند ترمنځ دغه درې ‌لوبیزه لړۍ په داسې حال کې پای ته ورسېده چې هند ټولې درې لوبې وګټلې، افغانستان به اوس د اسیايي لوبو لپاره چمتووالی نیسي، په داسې حال کې چې هند د اسیايي لوبو سیالیو ته مخامخ ځي.