• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متحدې جبهې په دریو ولایتونو کې د بریدونو او دریو طالبانو د وژلو ادعا کړې

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د پخواني جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ادعا کړې چې په زابل، غزني او پروان ولایتونو کې یې پر طالبانو هدفي بریدونه کړي دي. د دغې جبهې د خبرپاڼې له مخې، په کلات ښار کې د یو غلچکي برید او په مقر ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې په پایله کې دوه طالبان وژل شوي دي.

دې جبهې ویلي، چې درېیم برید یې په پروان کې پر یوې پوستې کړی چې یو طالب پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۳

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۴

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۵

د جرمني په هوايي ډګرونو کې د افغان پناه غوښتونکو د جبري اېستلو پر ضد لاریونونه وشول

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان په افغانستان کې د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو بریدونو پر مهال د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل او ادعا یې وکړه، چې په ۲۰۲۶ کال کې له افغان خاورې په پاکستان کې د شویو بریدونو له امله شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه ادعاوې بې‌بنسټه او له شواهدو پرته بللې چې ګواکې پر افغان خاورې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي اېن اېن تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال له پيل نه تراوسه د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۱۱۱۹ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د بلخي په وینا، د دغو قربانیانو لویه برخه ښځې او ماشومان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د بلخي څرګندونې«ناسمې او بې لارې کوونکې» ګڼل شوې دي. پاکستان ټینګار کړی، چې داسې څرګندونې د دوی په ټکیو، نه شي کولای له افغان خاورې د « فعالو ترهګرو شبکو» ګواښ پټ کړي.

د پاکستان په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې طالبان په داسې څرګندونو، پر پاکستان د ترسره شویو او نورو پلان کېدونکو بریدونو له « مسوولیت» ځان نه شي خلاصولی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ادعا کړې ده، چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د دغو بریدونو له امله تر درې زرو او ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د اړوندو څارونکو میکانیزمونو راپورونو ته په اشارې ویل شوي، چې افغان طالبان لا هم د تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او نورو پاکستان ضدو وسله والو ډلو کوربه توب کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دغه ډلې په سیمه او له هغې هاخوا د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دي.

اسلام‌اباد له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو او نورو ژمنو له مخې، د طالبانو حکومت د خپلو مسوولیتونو د نه ترسره کولو له امله حساب‌ورکولو ته اړ کړي او د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

پاکستاني چارواکو داسې مهال په افغانستان کې له خپلو هوایي بریدونو ننګه کړې او ملکي تلفات یې پکې رد کړي، چې د روان کال د غویي په ۲۲ مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي( یوناما) په یوه راپور کې د ۲۰۲۶ له جنورۍ د مارچ تر ۳۱ مې د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو او پر ډیورنډ فرضي کرښې د تاوتریخوالي له امله د لږ ترلږه ۳۷۲ افغان ملکیانو د وژل کېدو او ۳۹۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۰
•
نذیراحمد سهار
100%

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۲۶مه عبدالحق په داسې حال کې چې په اس سپور و، د لوګر په ازره کې د طالبانو له محاصرې د وتلو هڅه کوله. په غوږیزي کلي کې شاوخوا طالبانو مورچې نیولې وې. له ده سره یوازې څو تنو ملتیا کوله او امریکايي چورلکې د مرستې لپاره په وخت ور ونه رسېدې.

قوماندان عبدالحق، چې یوې وړې ډلې یې ملتیا کوله، د غرنیو لارو له خطرونو سره بلد و، خو د خپلې مصنوعي پښې له امله یې د سفر پر مهال له نورو ملګرو ډېر احتیاط ته اړتیا لرله. د شوروي ضد جګړې دغه پخوانی قوماندان د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په وروستیو کې، چې امریکایي الوتکو د طالبانو پر مرکزونو او پوځي قرارګاوو بمبارۍ کولې، د خیبر پښتونخوا د پاړاچینار او ترې منګل له لارې افغانستان ته لاړ.

هغه غوښتل د ولسي پاڅونونو له لارې د طالبانو په لیکو کې درزونه را وټوکوي او یوه نوي سیاسي فصل ته لاره پرانیزي.

عبدالحق د افغانستان د جګړو په اوږدو کې څو ځله د مرګ له خطره تېر شوی و. هغه ۹ ځله ټپي شوی و او یوه پښه یې هم له لاسه ور کړې وه، خو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر سفر یې د پخوانیو عملیاتو په څېر بریالی نه و. د هغه د نیول کېدو او اعدام تر شا ګڼې پوښتنې لاهم بې ځوابه دي.

د عبدالحق دوه طرحې

د عبدالحق د سیاسي فکر په اړه له ۲۰۰۱ کال وړاندې او وروسته پېښې او د ده خپلې مرکې ښيي، چې نوموړي د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره یوازې پوځي بری کافي نه باله.

د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې هغه د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د خبرو اترو د بهیر ملاتړ کاوه. د ده په وړاندیزونو کې د پخواني پاچا ظاهر شاه نوم د یوه داسې شخص په توګه انځورېده، چې ښايي د بېلابېلو ډلو ترمنځ د ګډې مرجع په توګه ومنل شي. د ده له نظره، د ظاهر شاه شخصیت د نوي واکمن پرځای د یوې لویې جرګې او د سیاسي هوکړې لپاره کارېدلی شوای.

همدا نظر د ۲۰۰۱ کال په مني کې هم د ده د پلان یوه برخه ګڼل کېده. د هغه د نږدې کسانو په باور، عبدالحق د طالبانو له لیکو څخه د وتونکو کسانو لپاره د یوه بدیل سیاسي جوړښت او د بهرنیو جنګیالیو لپاره له افغانستان نه د وتلو د یوې بدیلې لارې هڅه کوله.

عبدالحق خبرداری ورکړی و چې اوږده جګړه او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله به د طالبانو لیکې پیاوړی کړي. د هغه په وینا، په پیل کې هوايي بریدونو د طالبانو د عامه ملاتړ کچه زیانمنه کړې وه، خو وروسته چې بمبارۍ وغځېدې، ځینو خلکو د طالبانو واکمني د بمباریو تر دوام غوره بلله.

د هغه د طرحې له مخې، د طالبانو له کمزوري کېدو وروسته باید د افغانستان دننه لویه جرګه راوبلل شي، څو د نوي حکومت په اړه پرېکړه وکړي. یوه بې‌طرفه امنیتي قوه به د کابل امنیت ساتي او ظاهر شاه به د ملي یووالي د سمبول په توګه د جرګې په جوړولو کې رول ولوبوي.

100%
حاجي دین محمد له سوات نه د عبدالحق طرح بن لادن ته راوړې وه

حاجي دین محمد، چې د جهاد په کلونو کې د عربو جنګیالیو نږدې همکار و، له عربانو سره د عبدالحق د طرحې په اړه خبرې کړې وې.

هغه بن لادن ته له سوات نه د عبدالحق طرح راوړې وه. عبدالحق خپل ورور ته د جلال اباد له سقوط وړاندې ویلي وو، چې دغه طرح بن لادن ته ورسوي.

دین محمد، چې وروسته د جمهوریت په کلونو کې د ننګرهار والي او په نورو جګپوړو څوکیو پاتې شوی، ددې طرحې په اړه وايي:« ما ته حاجي عبدالحق وویل، چې د عربانو د اېستلو لپاره زه یوه طرح لرم. له امریکا او نړیوالې ټولنې سره به وغږیږم، چې لېسټونه یې جوړ شي او د ملګرو ملتونو له لارې په سوله ییز ډول خپلو متبوعه هېوادونو ته لاړ شي».

عبدالحق غوښتل عربان او بن لادن ټول سپین غره او یا تورې بوړې ته سره راټول شي، وسلې کېږدي او افغانستان پرېږدي. هغه په خپله طرح کې ویلي وو، چې که عربان غواړي په افغانستان کې پاتې شي یا متبوعه هېوادونه یې نه قبلوي، په درېیم هېواد کې به د استوګنې زمینه ورته برابره شي او که بیا هم نه ځي او غواړي په افغانستان کې پاتې شي، وسلې دې کېږدي او افغان دولت به ویزې ورکړي، چې سیاسي ژوند ته یې زمینه برابره شي.

بن لادن ددې طرحې په ځواب کې حاجي دین محمد ته ولیکل، چې « ما او تا په عمر دواړه بوډاګان یو، پته نه لګیږي، چې زه به زر مرم او که تاسې. تاسې مداخله مه کوئ، موږ او امریکایان سره پرېږدئ».

خو بن لادن او د هغه ملګري وروسته همغه ځای ته لاړل، چې عبدالحق ورته ښودلی و، خو عبدالحق نور ژوندی نه و.

په اس سپور قوماندان د طالبانو په لومه کې

د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو او پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته عبدالحق یو ځل بیا د افغانستان سیاست ته را وګرځېد.

امریکا د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د ولسي پاڅونونو او ملېشه ځواکونو د رامنځته کولو لپاره پخوانیو جهادي قوماندانانو او ټوپکواکانو ته مخه کړه، چې د اړیکو، تمویل او فعالیتونو اصلي مرکز یې پېښور و.

پاکستان، په ځانګړې توګه ددغه هېواد په څارګره اداره کې ځینو کړیو د امریکا له سیاستونو سره غاړه نه وړله او ټینګار یې درلود، چې د طالبانو د ادارې د نسکورولو پرځای دې د هغې پر اصلاح تمرکز وشي. قوماندان عبدالحق هم په لږ توپیر ورته نظر درلود.

هغه، چې د سي ای اې له ملاتړه برخمن ګڼل کېده، په پېښور کې د خپلو وروڼو په همکارۍ، له پخوانیو قوماندانانو سره اړیکې ټینګې کړې او د دوبۍ په الحیات ریجنسي هوټل کې یې ځینې پخواني قوماندانان یوې غونډې ته وبلل. وروسته یې په پېښور کې دفتر پرانېست او خپله هم په پېښور او سوات کې اوسېده.

هغه د ننګرهار او لوګر ولایتونو د حصارک او ازرې ولسوالیو اوسېدونکو ته مالي امکانات، د ثریا سپوږمکۍ ټیلیفونونوپه څېر د اړیکو پرمختللي وسایل او یو شمېر نورې اسانتیاوې برابرې کړې.

د هغه کوچنۍ ډلګۍ په ظاهره دا ښودله، چې د نوموړي د ماموریت هدف د قومي اړیکو پر جوړولو متمرکز و، خو د طالبانو نفوذي غړو د حق په کړۍ کې نفوذ کړی و او هغه ته یې دا باور ور کړی و، چې د طالبانو خلاف په پاڅون کې ورسره همکاري کولای شي.

دوه تنه، چې عبدالحق ته یې د اړیکو لارې پرانېستې وې، د پاکستان له استخباراتو سره نږدې راشه درشه درلوده.

د امریکا استخباراتي چارواکو هم اندېښنه لرله چې ښايي د پاکستان د استخباراتي شبکو له داخل نه د عبدالحق ماموریت افشا شوی وي.

هغه د اکتوبر په لومړیو کې له دوبۍ نه تر راستنېدو لږ وخت وروسته د ترې منګل له لارې د ننګرهار حصارک او د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ ته لاړ. د ازرې سویل ختیځ ته کړکۍ کنډو یا مرمۍ سیمه ډېورنډ کرښې ته نږدې له کورمۍ ولسوالۍ سره پرته ده او ځینې درې یې د سپین غره او اریوب ځاځیو پر لور غځیږي.

د ازرې د سپاندوکڅ او غوږیزې غرنۍ سیمې د ځڼغوزیو ګڼ ځنګلونه لري. د طالبانو د لومړنۍ ادارې له نسکورېدو وروسته زه دوه ځله په دغو غرنیو او خورا پېچلو لارو او درو ترې منګل ته تللی یم.

د حصارک او ازرې ولسوالۍ له دې امله مهمې وې چې جغرافیایي موقعیت یې د ننګرهار او لوګر ترمنځ د تګ راتګ او سیمه‌ییزو اړیکو امکان برابراوه.

طالبانو د ننګرهار د حصارک ولسوال او د عبدالحق پخوانی ملګری د نوموړي په حلقه کې د نفوذي په توګه ګومارلی و او د هغه د غونډو، اړیکو او تګ راتګ په اړه یې د طالبانو استخباراتو ته معلومات رسول.

د اکتوبر په ۲۴مه د طالبانو د ننګرهار او لوګر د استخباراتو کنډکونه د عبدالحق په لټون پسې حصارک او ازرې ولسوالیو ته لاړل او د ازرې ټول هغه قومي مشران یې د یرغملو په توګه مرکز پل علم ته واستول، چې له عبدالحق سره د مرستې او همکارۍ شک پرې کېده.

قوماندان عبدالحق د حصارک ولسوالۍ په غوږیزې کلي کې د خپل یوه ملاتړي حاجي دوران په کور کې اوسېده، خو د محاصرې له کړۍ نه د وتلو پرمهال د شپې شاوخوا درې بجې په داسې حال کې طالبانو ونیوه، چې په اس سپور و.

د طالبانو اړوند سرچینو هغه مهال رسنیو ته وویل، چې له عبدالحق سره پیسې او مخابراتي وسایل هم نیول شوي دي.

د عبدالحق د ژغورنې په ماموریت بوختې امریکايۍ الوتکې د ننګرهار د استخباراتو کنډک په نښه کړ، خو عبدالحق د طالبانو د لوګر د استخباراتو د کنډک په ولکه کې و.

کابل ته له انتقال وړاندې د ملاظاهر په نامه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت استازي په سنګ نوشته کې د عبدالحق لېږدوونکی موټر ودراوه او بدرګه کوونکو طالبانو ته یې د ملامحمد عمر حکم واوراوه، چې د طالبانو د مشر د هغه وخت د ویاند عبدالحی مطمین په وینا، عبدالحق یې پکې «وطن‌فروش او خاین» بللی و او د هغه د وژلو امر یې کړی و.

وروسته ملا ظاهر له موټر نه عبدالحق ښکته کړ، سترګې یې ور وتړلې او د کلاشنکوف په ډزو یې وواژه.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د هغه وخت وزیر ملا امیرخان متقي د عبدالحق له وژلو وروسته خبریالانو ته وویل چې هغه «د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په امر له یوې لنډې محاکمې وروسته د کابل په ریشخور کې اعدام شوی دی».

متقي وویل، چې هغه متحده ایالاتو ته په جاسوسۍ او د دولت پر ضد په خیانت تورن و.

100%
بن لادن او د هغه ملګري وروسته همغه ځای ته لاړل، چې عبدالحق ورته ښودلی و، خو عبدالحق نور ژوندی نه و.

امریکایانو رښتیا هم هغه یوازې پرېښود؟

د عبدالحق له وژل کېدو سره هممهاله له ډېرو خلکو سره دا پوښتنه وه، چې د افغانستان له جګړو، قومي جوړښتونو، استخباراتي مسایلو او شخړو سره بلد دغه قوماندان څنګه په تش لاس او له خوندي پلان او د اړیکو له کانالونو پرته د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته لاړ. ډېر کسان د نوموړي بې احتیاطي او بیړنی اقدام د هغه د مرګ لامل ګڼي، خو ځینې نور په دې پېښه کې استخباراتي لاسونه او د امریکا نه همکاري هم دخیله ګڼي.

جېمز ریچي، چې د عبدالحق نږدې ملګری و، د عبدالحق له وژل کېدو وروسته امریکايي رسنیو ته وویل، چې«امریکایانو هغه یوازې پرېښود».

د عبدالحق له نظره، د طالبانو د واکمنۍ پای باید د یوه بل وسله‌وال حکومت د رامنځته کېدو په معنا نه وای. هغه د قومي او سیاسي ډلو ترمنځ د داسې هوکړې پلویتوب کاوه، چې د واک د وېش پر ځای د واک د مشروعیت په اړه ګډه پرېکړه رامنځته کړي.

عبدالحق له وژل کېدو شاوخوا ۱۲ ورځې مخکې د کارنیګي بنسټ له غړي اناتول لیوین سره په مرکه کې د امریکا له پوځي ستراتیژۍ سره د اختلاف په اړه وویل، چې هوايي بریدونه جګړه نوره هم پېچلې کوي.

هغه په دې مرکه کې وویل چې « په اوسنیو شرایطو کې یوازې پوځي اقدام حالات نور هم ستونزمنوي. تر اوسه موږ په دې اړه ډېر لږ معلومات لرو چې امریکا به دا جګړه څنګه پر مخ وړي. تر ټولو غوره لاره به دا وي چې امریکا د یوې ګډې افغان شموله سیاسي حل لارې لپاره کار وکړي ».

هغه له امریکا شکایت درلود، چې د طالبانو په منځ کې یې د پاڅون فرصت ورنه کړ او هوايي بریدونه یې پیل کړل.

د عبدالحق یو پخوانی نږدې ملګری، چې هغه مهال په پېښور کې د مخالفو ډلو د ملاتړ په بهیر کې ښکیل و، په دې نظر دی، چې «امریکایي چارواکو ډېری پر متحدې جبهې تکیه درلوده او د افغانستان جنوبي او جنوب ختیزو ولایتونو ته یې ډېر پام نه و او عبدالحق فکر کاوه، چې ښايي په دې سیمو کې د پخوانیو ملېشو حضور د طالبانو ضد جبهه کمزورې کړي».

د نوموړي په وینا، له همدې امله «هغه د ژوند خطر ومانه او یوڅه په بیړه افغانستان ته لاړ».

دده له نظره، د طالبانو مشرتابه د بمباریو او خبرو له لارې نه شوای بدلېدای او له همدې امله یې د طالبانو له دویمې درجې قوماندانانو، پخوانیو مجاهدینو او قومي مشرانو سره په دې موخه خبرې پیل کړې وې، چې له واک نه د طالبانو د ګوښه کولو په اړه یوه اعلامیه ور کړي.

عبدالحق ته د امریکا د نه‌پاملرنې یو احتمالي لامل د دوی ترمنځ د لومړیتوبونو انتخاب ګڼل کیږي. واشنګټن د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د القاعدې پر ضد مبارزې او د طالبانو د رژیم د کمزوري کولو په هڅه کې و، ځکه له طالبانو سره په خبرو اترو کې پرمختګ نه لیدل کېده.

د عبدالحق د نږدې کسانو په باور، هغه فکر کاوه، چې وسله واله جګړه او د زور له لارې د طالبانو له منځه وړل ښايي په ولسي کچه خلک د هغوی ملاتړ ته وهڅوي، ځکه د متحده ایالاتو په هوايي بریدونو کې خلکو ته ملکي مرګ ژوبله اوښته. د پاکستان د هغه وخت د استخباراتو چارواکو هم امریکایانو ته دا تفهیموله، چې د طالبانو خلاف هوايي بریدونه په پښتنو کې د هغوی ملاتړ ډېرولی شي.

پر دې سربېره، عبدالحق فکر کاوه، چې د امریکایانو ډېر تمرکز د افغانستان پر شمالي ولایتونو دی او په ختیزو ولایتونو کې هم د بریتانیایي او امریکايي استخباراتو ډېر تمرکز پر هغو قوماندانانو و، چې د متحدې جبهې ملاتړ یې درلود. د حاجي قدیر کورنۍ او په ختیزو ولایتونو کې یو شمېر پخوانیو جهادي قوماندانانو د جهاد له کلونو راهیسې په خپلو منځونو کې رقابت درلود.

له شوروي ضد جګړې تر ملي جوړجاړي

عبدالحق د ننګرهار له یوې شتمنې کورنۍ سره تړاو درلود. هغه د ۱۹۷۰مو کلونو په وروستیو کې د واکمنو رژیمونو پر ضد مبارزې ته ودانګل او پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته یې د مولوي خالص د اسلامي حزب تر چتر لاندې پوځي فعالیتونه پراخ کړل.

د سي‌ای‌اې په یوه سند کې چې د ۱۹۸۰مې لسیزې د منځنیو کلونو د وضعیت په اړه دی، عبدالحق د سازماني وړتیا او پوځي تاکتیکونو څښتن قوماندان بلل شوی. د هغه بریاوې د عملیاتو د تنظیم او ستراتیژیکې پوهې له امله وې، خو د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د قومي، سیاسي او مذهبي اختلافاتو له کبله یې اغیز محدود پاتې شوی و.

نوموړي کابل ته د شوروي واکمنۍ د سمبول په توګه کتل. د ۱۹۸۴ کال په مني کې یې یوه غربي ژورنالیست ته ویلي وو، چې پر پلازمېنه بریدونه له دې امله مهم دي، چې هلته ډیپلوماټان او نړیوال سازمانونه د جګړې د وضعیت په اړه بهرنۍ نړۍ ته معلومات رسوي.

د ۱۹۸۰یمو کلونو په منځ کې عبدالحق د جهادي ډلو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو په اړه خبرې کولې. خو د هغه تصور دا نه و چې ټول ګوندونه دې په یوه سازمان کې مدغم شي او یا دې یو مشر د ټولو پر سر واکمن شي. هغه د جهادي ډلو تنوع د ډیموکراتیکو ځانګړنو نښه ګڼله او د یوه عملي ایتلاف لپاره یې د مهمو سیاسي مسالو په اړه پر هوکړې ټینګار درلود.

په دغو مسالو کې له شوروي اتحاد سره د خبرو اترو امکان، د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د بېرته راتګ په اړه ګډ دریځ او له عربو هېوادونو او لوېدیځ سره د ګډې پالیسۍ جوړول شامل وو.د ده په اند، جهادي ډلو کولی شوای یو ګډ ویاند وټاکي او داسې ګډ کمېسیون جوړ کړي چې د سیمه‌ییزو اختلافاتو د حل دنده او همغږي پرمخ یوسي.

په ۱۹۹۲ کال کې د کابل له سقوط او د مجاهدینو تر واکمنېدو وروسته، جهادي ډلې په خپلو کې سره ونښتې. عبدالحق د کابل د امنیتي چارو مسوولیت پرغاړه درلود، خو ډېر ژر یې دنده پرېښوده او په دوبۍ کې یې سوداګریز فعالیتونه پیل کړل.

د هغه وروڼو حاجي عبدالقدیر او حاجي دین محمد هم په سیاسي او سیمه‌ییزو چارو کې نفوذ درلود، خو عبدالحق ځان په بشپړه توګه له افغانستان نه لرې ونه ساته. نوموړي له بهر څخه د سیاسي جوړجاړي، د جهادي ډلو د همغږۍ او د یوه پراخ ملي بهیر د رامنځته کولو لپاره هڅې کولې.

په ټوله کې د عبدالحق د سیاسي طرحو برخلیک دا پوښتنه راپورته کوي چې که د ۲۰۰۱ کال په مني کې د هغه هڅې بریالۍ شوې وای، ایا افغانستان به د یوې بلې اوږدې جګړې پر ځای د سیاسي جوړجاړي پر لور تللی وای او که نه. دې تر یوه بریده د هغه په سیاسي نفوذ پورې هم اړه درلوده، ځکه نوموړی له دغسې ستر سیاسي، ولسي او نظامي نفوذ نه برخمن نه و، چې د واشنګټن پر سیاست او پوځي ستراتیژۍ اغیز پرېباسي.

خو د عبدالحق د تورې بوړې طرح د هغه د سیاسي لیدلوري مهمه برخه ګڼل کیږي، ځکه نوموړي غوښتل د بهرنیو جنګیالیو وتلو ته یوه وړ لار ومومي او د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي. دغه راز هغه د یوه افغان شموله حل پلوی و، چې د طالبانو منځلارې ډلې هم پکې شاملې وي او مخالفان تر یوه داسې چتر لاندې راټول وي، چې د یو سمت او اړخ استازی ونه اوسي.

دغه اندېښنه د طالبانو له بیا واکمنېدو او احتمالي تغییر وروسته هم یوځل بیا له ډېرو سیاسي ډلو او څېرو سره مطرح ده.

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۰
100%

یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي د ایران او ترکیې پر پوله، د ترکیې په چالدران سیمه کې د دغه هېواد سرحدي ځواکونه په شکنجې، وهلو ټکولو او ناوړه چلند تورنوي. دوی وايي، ځینې افغانان تر څو اونیو بند او جبري کار وروسته، له ټپونو سره بېرته ایران ته شړل شوي دي.

یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شویو ویډیوګانو کې ویلي، چې ځینې افغان کډوال تر څو اونیو بند او د ترکیې او ایران ترمنځ د پولې د دېوال په اوږدو کې له جبري کار وروسته، له ټپونو سره بېرته ایران ته شړل شوي دي.

له دغو پناه‌غوښتونکو یوه کس ویلي، چې په چالدران سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپي افغانان شته چې د هغه په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د ترکیې له توقیف‌خونو څخه ایستل شوي دي.

په لېږل شویو ویډیوګانو کې نږدې ۲۰ ځوانان لیدل کېږي چې تر دوو خېمو لاندې په کمپلو کې نغښتي دي. د ځینو بدنونه ټپیان او په وینو ککړ ښکاري او د ځینو پر مخونو هم ژور ټپونه لیدل کېږي.

100%

یو افغان کډوال وايي، شاوخوا درې اونۍ د ترکیې د سرحدي ځواکونو په بند کې و. د ده په وینا، نیول شویو کسانو ته کافي خواړه نه ورکول کېدل او په بېلابېلو لارو شکنجه کېدل.

دغه کډوال ویلي، چې ځینې کسان یې په هغو خونو کې اچول چې سپي پکې ساتل کېدل او هغه کسان یې لا ډېر وهل ټکول چې له جبري کاره یې انکار کاوه یا یې د تېښتې هڅه کوله.

یو بل پناه‌غوښتونکي ادعا کړې، چې ځینې کډوال یې لوڅول او جنسي ځورونې او شکنجې ته یې اړ ایستل. هغه همداراز ویلي، چې یو شمېر افغانې ښځې هم له ورته ناوړه چلند سره مخ شوې دي.

تر اوسه د ترکیې چارواکو دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی او افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې د دې پېښې جزییات په خپلواکه توګه تایید کړي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونه د کورنیو او نړیوالو قوانینو له مخې فعالیت کوي، د انسانیت ارزښتونو او د افرادو کرامت ته درناوی لري او د ترکیې د کلتوري اصولو له مخې، له بې‌اسناده کډوالو سره ټولې اړینې لکه د خوړو، اوبو او طبي خدمتونو په ګډون مرستي کوي. هغه ویلي وو چې د بشري مرستو اصول له هېڅ ډول نرمښت پرته پلي کوي.

100%

افغانان ولې له دې لارې تېرېږي؟

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، بېوزلۍ، بېکارۍ او د اقتصادي فرصتونو کمښت ډېرې افغانې کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ کړې دي.

د افغانستان یو شمېر وګړي د کار موندلو او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کډوالۍ ته مخه کوي. خو د قانوني سفر محدودیتونه او د کډوالۍ لوړ لګښتونه ځینې کسان ناقانونه او له خطره ډکو لارو ته اړ باسي.

له غرنیو او لرې پرتو سیمو تېرېدل د نیول کېدو، یخنۍ، لوږې او ناوړه ګټې اخیستنې خطرونه زیاتوي.

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۰
100%

مادرن ډیپلوماسي په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د افغانستان د قوش‌تیپې کانال پروژه د کرنې او اقتصادي ودې لپاره مهمه بلل کېږي، خو په ورته وخت کې یې د امو سیند د اوبو پر سر د طالبانو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د احتمالي اختلافاتو بحث هم تود کړی دی.

د راپور له مخې، قوش‌تیپه کانال د افغانستان په شمال کې د امو سیند اوبه وچو سیمو ته لېږدوي، څو کرنیزې ځمکې خړوبې او د خوړو تولید زیات شي.

راپور وايي، افغانستان چې له لسیزو جګړو، بېوزلۍ او د خوراکي توکو پر وارداتو له تکیې سره مخ و، اوس هڅه کوي خپله کرنیزه وړتیا لوړه کړي او اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

راپور ټینګار کوي چې افغانستان د خپلو اوبو د کارولو مشروع حق لري او له کابل څخه دا تمه نه شي کېدای چې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره خپلې پراختیايي پروژې ودروي. خو په عین حال کې ازبکستان او ترکمنستان هم اندېښنه لري چې د امو سیند د اوبو د کمېدو احتمالي اغېزې به د دوی پر کرنې، د خوړو پر امنیت او اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د مادرن ډیپلوماسي په باور، د قوش‌تیپې کانال اصلي ستونزه د اوبو اندازه نه، بلکې د اوبو د ګډ مدیریت نشتوالی دی. راپور وايي، د منځنۍ اسیا د اوبو ډېری تړونونه د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې جوړ شوي وو، خو افغانستان د دغو هوکړو برخه نه و. اوس داسې وضعیت رامنځته شوی چې د امو سیند اوبه د څو هېوادونو ترمنځ شریکې دي، خو د ټولو اړخونو د ګډون لپاره جامع چوکاټ نه شته.

راپور زیاتوي چې قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو نظام نه ګواښي، بلکې د هغه موجودو نیمګړتیاوو ته یې پام اړولی دی.

د راپور په وینا، که د سیمې هېوادونه دا پروژه یوازې د ګواښ په سترګه وګوري، یوه پراختیايي پروژه به په سیاسي او جیوپولیټیکې لانجې بدله شي.

راپور همداراز یادونه کوي چې اقلیمي بدلون، د اوبو زیات لګښت او د سیمې د نفوسو زیاتوالی لا له وړاندې د اوبو سرچینې تر فشار لاندې راوستې دي. له همدې امله، د قوش‌تیپې کانال اغېزې به یوازې کرنې پورې محدودې نه وي، بلکې د خوړو بیې، د خلکو معیشت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې هم اغېزمنولی شي.

د راپور وايی، چې د امو سیند لپاره دې یو نوی سیمه‌ییز چوکاټ رامنځته شي او افغانستان دې هم د اوبو د مدیریت په خبرو کې بشپړ ګډون ولري.

د راپور په باور، د اوبو د کچې ګډه څارنه، د معلوماتو تبادله، د اوبو د مصرف په اړه روڼتیا او د اوبو موسمي وېش کولی شي د راتلونکو شخړو مخه ونیسي.

مادرن ډیپلوماسي لیکي چې قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا هېوادونه له یوه مهم انتخاب سره مخ کړي دي؛ یا به د اوبو مسله په نوې سیمه‌ییزه سیالۍ بدله شي، او یا به د سیمې هېوادونه داسې ګډ میکانیزمونه جوړ کړي چې د امو سیند اوبه په عادلانه او همغږې بڼه مدیریت کړي.

د راپور په وینا، په منځنۍ اسیا کې راتلونکې ستره سیالي ښايي د نفتو او انرژۍ پر سر نه وي، بلکې د اوبو پر سرچینو وي؛ ځکه د میلیونونو خلکو د ژوند، کرنې او اقتصادي ثبات لپاره اوبه د سیمې تر ټولو مهمه ستراتیژیکه سرچینه ګڼل کېږي.

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، د روسیې او طالبانو ترمنځ مخ پر زیاتېدونکی نږدېوالی د سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت مهمې اغېزې لرلای شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې هند هم په کابل کې خپلې اړیکې له طالبانو سره پیاوړې کوي.

صف دراني په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، د مسکو فارمټ هغه بهیر چې په پیل کې د افغانستان د سیاسي جوړجاړي او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره رامنځته شوی و، اوس په تدریجي ډول د طالبانو له حکومت سره د سیاسي نږدېوالي او تعامل پر لور روان ښکاري.

هغه د اکټوبر د پنځمې نېټې د مسکو فارمټ غونډې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغان او پاکستاني پلاوو د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې نه خپرېدل د پام وړ موضوع ده.

ده په وینا، طالبانو د هغې مادې مخالفت وکړ چې پکې له افغان خاورې د ترهګرۍ د مخنیوي او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د مسولیت یادونه شوې وه.

درانی لیکي، دغه ماده کومه نوې موضوع نه وه، بلکې په پخوانیو اعلامیو کې هم شامله وه. د هغه په باور، د طالبانو له لوري له مخکې منل شوې ژبې ردول دا پوښتنه راپورته کوي چې کابل د سیمې د امنیتي اندېښنو د منلو لپاره څومره چمتو دی.

د پاکستان پخوانی استازی وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له لوري د طالبانو حکومت ته د «ملي حکومت» نوم ورکول د مسکو په دریځ کې د څرګند بدلون نښه ده. هغه یادونه کړې چې روسیه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

درانی باور لري چې اوس اساسي پوښتنه دا نه ده چې روسیه به له طالبانو سره اړیکې ساتي که نه، بلکې دا ده چې مسکو به د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لپاره تر کومه حده عملي ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه لیکلي چې دا وضعیت په ځانګړي ډول هغه مهال مهم کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د هند مخ پر زیاتېدونکي حضور ته وکتل شي. د ده په وینا، نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي.

اصف دراني ادعا کړې چې پاکستان د اوږدې مودې راهیسې پر هند تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ ازادۍ پوځ مالي ملاتړ کوي، که څه هم هند دا تورونه رد کړي دي.

هغه زیاتوي، که روسیه او هند، هر یو د خپلو جلا موخو لپاره، طالبانو ته زیات سیاسي مشروعیت او نړیواله فضا برابره کړي، نو ښايي طالبان دې پایلې ته ورسېږي چې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته د ځواب ویلو اړتیا کمه ده.

دراني همداراز استدلال کوي چې روسیه په افغانستان کې د ټي ټي پي، داعش خراسان، القاعده، اسلامي غورځنګ ازبکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر د وسله‌والو ډلو له حضور څخه ښه خبر ده او د منځنۍ اسیا پر امنیت یې د احتمالي اغېزو په اړه هم پوره معلومات لري.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو راپورونه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو حضور تاییدوي، خو مسکو تر ډېره د طالبانو د ترهګرۍ ضد کړنو د ارزونې موضوع د سیاسي فشار د وسیلې په توګه نه ده کارولې.

دراني د ۲۰۲۵ کال د اګست په میاشت کې د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزې ناستې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو هغه ژبه هم نه منله چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې د اسلام‌اباد د غونډې په ګډه اعلامیه کې منل شوې وه.

د هغه په باور، طالبان غواړي د سیمه‌ییزو اړیکو او دیپلوماتیکو تعاملاتو ګټې ترلاسه کړي، خو له هغو ژمنو او عباراتو ډډه کوي چې امنیتي او سیاسي مسولیتونه پرې ور اړوي.

اصف دراني خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول ټي ټي پي، پر وړاندې د اقداماتو له کولو ډډه وکړي او روسیه او هند هم کابل ته لا پراخ سیاسي ملاتړ ورکړي، نو اسلام‌اباد به اړ شي د افغانستان په اړه خپلې تګلارې او محاسبې له سره وارزوي.

هغه ویلي، د مسکو د دریځ بدلون ښايي یوازې د روسیې او طالبانو په اړیکو پورې محدود نه وي، بلکې د افغانستان په تړاو د ټولې سیمې دیپلوماتیک او سیاسي توازن هم بدل کړي.