ذبیح الله مجاهد: شاعران دې لومړی خپل ځانونه او بیا ټولنه «اصلاح» کړي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کندهار کې د یوې فرهنګي غونډې پر مهال له شاعرانو غوښتي، چې لومړی خپل ځانونه او بیا ټولنه «اصلاح» کړي.
هغه دا هم ویلي، چې له لویو مسوولیتونو سره- سره انسانان باید شعر، ادب او فرهنګ ته هم وخت ورکړي.
د طالبانو تر واک لاندې، کندهار ملي راډیو تلویزون خبر ورکړی، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه ولایت کې د یوې فرهنګي غونډې پر مهال له شاعرانو غوښتي، چې لومړی ځانونه «اصلاح» او بیا د خپلو شعرونو په وسیله د ټولنې د «اصلاح» لپاره لاس په کار شي.
طالب ویاند نه دي روښانه کړي، چې د شاعرانو او ټولنې له « اصلاح» څخه یې موخه څه ده؟
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی د ډېرو چارواکو او ویاندویانو ادعا دا ده، چې دوی تر هر څه لومړی د خلکو او ټولنې د « عقیدې او فکر» اصلاح ته لومړیتوب ورکوي.
طالب چارواکو په دې برخه کې ګڼې تګلارې هم اعلان کړي او پلي کړي، چې د دوی منتقدان او نړیوال بشري بنسټونه یې «ځپونکي» او د خلکو پر حقونو «تېری» ګڼي، خو طالب چارواکي یې ننګه کوي او پر دوام یې ټینګار لري.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده، د شاعرانو او مشاعرو لپاره هم یو ځانګړی« قانون» جوړ کړی، چې دوی یې د مینې له اړوندو شعر لیکلو منع کړي او د خپلې واکمنۍ ملاتړ یې پرې جبري کړی دی.
په دوحه، استانبول او ریاض کې د بېپایلې خبرو اترو له څو پړاوونو سره سره، لا هم لارې تړلې دي او افغان سوداګر یې اړ کړي چې د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې بدیلو ترانزیټي لارو ته مخه کړي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې په افغانستان کې د عملیاتو پر ځای دې خپلې پولې کنټرول کړي.
هغه دغه راز وویل، چې طالبانو له پاکستان سره هغه همکاري نه ده کړې چې تمه یې ترې کېده.
د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق په کوټه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان د سرحدونو د څارنې لپاره په میلیاردونو پیسې پر کامرو او دېوالونو لګولي، نو ترهګر له کومې لارې دغه هېواد ته ننوځي؟
هغه د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو پر ځای باید خپل سرحدونه په سمه توګه کنټرول کړي، څو له اجازې پرته د خلکو د تګ راتګ مخه ونیول شي.
سراج الحق د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه ویلي چې د دواړو هېوادونو تاریخ چندان روښانه نه دی او حکومتونو یې په بېلابېلو وختونو کې د احساساتو پر بنسټ داسې پرېکړې کړې چې دواړو هېوادونو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورورولي اړینه ده او شته ستونزې باید د خبرو اترو او همکارۍ له لارې حل شي. د نوموړي په وینا، نه د پاکستان حکومت او نه هم طالبان کولای شي ستونزې په یوازې ځان حل کړي، بلکې دواړه لوري باید جوړجاړي ته ورسېږي.
سراج الحق ویلي چې د افغان طالبانو په جوړولو کې د پاکستان د حکومت ترڅنګ د دغه هېواد ولس هم مهم رول درلود. هغه له طالبانو غوښتي چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړې چې «پاکستان د یوه ګاونډي او مسلمان ورور په توګه له طالبانو د همکارۍ غوښتنه کوي»، خو د ده په وینا، «طالبانو هغه همکاري نه ده کړې چې د ګاونډیتوب او اسلامي ورورولۍ له مخې ترې تمه کېده».
هغه ویلي چې پوځ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو ریښې په افغانستان کې ګڼي خو د ده په باور، دواړه هېوادونه باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یو بل ته لاس ورکړي، ځکه د شخړو او ناامنۍ تر ټولو ډېر زیان د دواړو هېوادونو عامو خلکو ته رسېږي.
سراج الحق د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت وروستۍ کړنلاره ناسمه بللې او ویلي یې دي چې د کډوالو دجبري ایستلو پر ځای باید له مینې او تعامل څخه کار اخیستل شوی وای، یا دا بهیر باید له طالبانو سره په همغږۍ ترسره شوی وای.
نوموړي ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه د پاکستان د حکومت ده او د دغه هېواد ولس په دې پرېکړه کې رول نه لري. هغه د حکومت دغه کړنلاره غندلې ده.
سراج الحق یادونه کړې چې د شوروي اتحاد د یرغل او د ناټو د حضور پر مهال، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې پرانیستې وې، افغانانو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې وه. د هغه په ادعا،« په هغه وخت کې د افغانانو مبارزه برحقه ګڼل کېده او نړیوالې ټولنې هم د هغوی ملاتړ کاوه».
هغه زیاته کړې چې پاکستان تمه لرله، د افغان ولس په خوښه د حکومت له جوړېدو وروسته به افغانستان د پاکستان دوست هېواد وي او له اسلاماباد سره به د ملګرتیا اړیکې ولري خو حالات د پاکستان د تمې خلاف شول.
هغه بن لادن ته له سوات نه د عبدالحق طرح راوړې وه. عبدالحق خپل ورور ته د جلال اباد له سقوط وړاندې ویلي وو، چې دغه طرح بن لادن ته ورسوي.
دین محمد، چې وروسته د جمهوریت په کلونو کې د ننګرهار والي او په نورو جګپوړو څوکیو پاتې شوی، ددې طرحې په اړه وايي:« ما ته حاجي عبدالحق وویل، چې د عربانو د اېستلو لپاره زه یوه طرح لرم. له امریکا او نړیوالې ټولنې سره به وغږیږم، چې لېسټونه یې جوړ شي او د ملګرو ملتونو له لارې په سوله ییز ډول خپلو متبوعه هېوادونو ته لاړ شي».
عبدالحق غوښتل عربان او بن لادن ټول سپین غره او یا تورې بوړې ته سره راټول شي، وسلې کېږدي او افغانستان پرېږدي. هغه په خپله طرح کې ویلي وو، چې که عربان غواړي په افغانستان کې پاتې شي یا متبوعه هېوادونه یې نه قبلوي، په درېیم هېواد کې به د استوګنې زمینه ورته برابره شي او که بیا هم نه ځي او غواړي په افغانستان کې پاتې شي، وسلې دې کېږدي او افغان دولت به ویزې ورکړي، چې سیاسي ژوند ته یې زمینه برابره شي.
بن لادن ددې طرحې په ځواب کې حاجي دین محمد ته ولیکل، چې « ما او تا په عمر دواړه بوډاګان یو، پته نه لګیږي، چې زه به زر مرم او که تاسې. تاسې مداخله مه کوئ، موږ او امریکایان سره پرېږدئ».
خو بن لادن او د هغه ملګري وروسته همغه ځای ته لاړل، چې عبدالحق ورته ښودلی و، خو عبدالحق نور ژوندی نه و.
په اس سپور قوماندان د طالبانو په لومه کې
د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو او پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته عبدالحق یو ځل بیا د افغانستان سیاست ته را وګرځېد.
امریکا د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د ولسي پاڅونونو او ملېشه ځواکونو د رامنځته کولو لپاره پخوانیو جهادي قوماندانانو او ټوپکواکانو ته مخه کړه، چې د اړیکو، تمویل او فعالیتونو اصلي مرکز یې پېښور و.
پاکستان، په ځانګړې توګه ددغه هېواد په څارګره اداره کې ځینو کړیو د امریکا له سیاستونو سره غاړه نه وړله او ټینګار یې درلود، چې د طالبانو د ادارې د نسکورولو پرځای دې د هغې پر اصلاح تمرکز وشي. قوماندان عبدالحق هم په لږ توپیر ورته نظر درلود.
هغه، چې د سي ای اې له ملاتړه برخمن ګڼل کېده، په پېښور کې د خپلو وروڼو په همکارۍ، له پخوانیو قوماندانانو سره اړیکې ټینګې کړې او د دوبۍ په الحیات ریجنسي هوټل کې یې ځینې پخواني قوماندانان یوې غونډې ته وبلل. وروسته یې په پېښور کې دفتر پرانېست او خپله هم په پېښور او سوات کې اوسېده.
د عبدالحق له نظره، د طالبانو د واکمنۍ پای باید د یوه بل وسلهوال حکومت د رامنځته کېدو په معنا نه وای. هغه د قومي او سیاسي ډلو ترمنځ د داسې هوکړې پلویتوب کاوه، چې د واک د وېش پر ځای د واک د مشروعیت په اړه ګډه پرېکړه رامنځته کړي.
عبدالحق له وژل کېدو شاوخوا ۱۲ ورځې مخکې د کارنیګي بنسټ له غړي اناتول لیوین سره په مرکه کې د امریکا له پوځي ستراتیژۍ سره د اختلاف په اړه وویل، چې هوايي بریدونه جګړه نوره هم پېچلې کوي.
هغه په دې مرکه کې وویل چې « په اوسنیو شرایطو کې یوازې پوځي اقدام حالات نور هم ستونزمنوي. تر اوسه موږ په دې اړه ډېر لږ معلومات لرو چې امریکا به دا جګړه څنګه پر مخ وړي. تر ټولو غوره لاره به دا وي چې امریکا د یوې ګډې افغان شموله سیاسي حل لارې لپاره کار وکړي ».