هغه بن لادن ته له سوات نه د عبدالحق طرح راوړې وه. عبدالحق خپل ورور ته د جلال اباد له سقوط وړاندې ویلي وو، چې دغه طرح بن لادن ته ورسوي.
دین محمد، چې وروسته د جمهوریت په کلونو کې د ننګرهار والي او په نورو جګپوړو څوکیو پاتې شوی، ددې طرحې په اړه وايي:« ما ته حاجي عبدالحق وویل، چې د عربانو د اېستلو لپاره زه یوه طرح لرم. له امریکا او نړیوالې ټولنې سره به وغږیږم، چې لېسټونه یې جوړ شي او د ملګرو ملتونو له لارې په سوله ییز ډول خپلو متبوعه هېوادونو ته لاړ شي».
عبدالحق غوښتل عربان او بن لادن ټول سپین غره او یا تورې بوړې ته سره راټول شي، وسلې کېږدي او افغانستان پرېږدي. هغه په خپله طرح کې ویلي وو، چې که عربان غواړي په افغانستان کې پاتې شي یا متبوعه هېوادونه یې نه قبلوي، په درېیم هېواد کې به د استوګنې زمینه ورته برابره شي او که بیا هم نه ځي او غواړي په افغانستان کې پاتې شي، وسلې دې کېږدي او افغان دولت به ویزې ورکړي، چې سیاسي ژوند ته یې زمینه برابره شي.
بن لادن ددې طرحې په ځواب کې حاجي دین محمد ته ولیکل، چې « ما او تا په عمر دواړه بوډاګان یو، پته نه لګیږي، چې زه به زر مرم او که تاسې. تاسې مداخله مه کوئ، موږ او امریکایان سره پرېږدئ».
خو بن لادن او د هغه ملګري وروسته همغه ځای ته لاړل، چې عبدالحق ورته ښودلی و، خو عبدالحق نور ژوندی نه و.
په اس سپور قوماندان د طالبانو په لومه کې
د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو او پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته عبدالحق یو ځل بیا د افغانستان سیاست ته را وګرځېد.
امریکا د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د ولسي پاڅونونو او ملېشه ځواکونو د رامنځته کولو لپاره پخوانیو جهادي قوماندانانو او ټوپکواکانو ته مخه کړه، چې د اړیکو، تمویل او فعالیتونو اصلي مرکز یې پېښور و.
پاکستان، په ځانګړې توګه ددغه هېواد په څارګره اداره کې ځینو کړیو د امریکا له سیاستونو سره غاړه نه وړله او ټینګار یې درلود، چې د طالبانو د ادارې د نسکورولو پرځای دې د هغې پر اصلاح تمرکز وشي. قوماندان عبدالحق هم په لږ توپیر ورته نظر درلود.
هغه، چې د سي ای اې له ملاتړه برخمن ګڼل کېده، په پېښور کې د خپلو وروڼو په همکارۍ، له پخوانیو قوماندانانو سره اړیکې ټینګې کړې او د دوبۍ په الحیات ریجنسي هوټل کې یې ځینې پخواني قوماندانان یوې غونډې ته وبلل. وروسته یې په پېښور کې دفتر پرانېست او خپله هم په پېښور او سوات کې اوسېده.
د عبدالحق له نظره، د طالبانو د واکمنۍ پای باید د یوه بل وسلهوال حکومت د رامنځته کېدو په معنا نه وای. هغه د قومي او سیاسي ډلو ترمنځ د داسې هوکړې پلویتوب کاوه، چې د واک د وېش پر ځای د واک د مشروعیت په اړه ګډه پرېکړه رامنځته کړي.
عبدالحق له وژل کېدو شاوخوا ۱۲ ورځې مخکې د کارنیګي بنسټ له غړي اناتول لیوین سره په مرکه کې د امریکا له پوځي ستراتیژۍ سره د اختلاف په اړه وویل، چې هوايي بریدونه جګړه نوره هم پېچلې کوي.
هغه په دې مرکه کې وویل چې « په اوسنیو شرایطو کې یوازې پوځي اقدام حالات نور هم ستونزمنوي. تر اوسه موږ په دې اړه ډېر لږ معلومات لرو چې امریکا به دا جګړه څنګه پر مخ وړي. تر ټولو غوره لاره به دا وي چې امریکا د یوې ګډې افغان شموله سیاسي حل لارې لپاره کار وکړي ».
درانی باور لري چې اوس اساسي پوښتنه دا نه ده چې روسیه به له طالبانو سره اړیکې ساتي که نه، بلکې دا ده چې مسکو به د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لپاره تر کومه حده عملي ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه لیکلي چې دا وضعیت په ځانګړي ډول هغه مهال مهم کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د هند مخ پر زیاتېدونکي حضور ته وکتل شي. د ده په وینا، نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي.
اصف دراني ادعا کړې چې پاکستان د اوږدې مودې راهیسې پر هند تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ ازادۍ پوځ مالي ملاتړ کوي، که څه هم هند دا تورونه رد کړي دي.
هغه زیاتوي، که روسیه او هند، هر یو د خپلو جلا موخو لپاره، طالبانو ته زیات سیاسي مشروعیت او نړیواله فضا برابره کړي، نو ښايي طالبان دې پایلې ته ورسېږي چې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته د ځواب ویلو اړتیا کمه ده.
دراني همداراز استدلال کوي چې روسیه په افغانستان کې د ټي ټي پي، داعش خراسان، القاعده، اسلامي غورځنګ ازبکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر د وسلهوالو ډلو له حضور څخه ښه خبر ده او د منځنۍ اسیا پر امنیت یې د احتمالي اغېزو په اړه هم پوره معلومات لري.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو راپورونه په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو حضور تاییدوي، خو مسکو تر ډېره د طالبانو د ترهګرۍ ضد کړنو د ارزونې موضوع د سیاسي فشار د وسیلې په توګه نه ده کارولې.
دراني د ۲۰۲۵ کال د اګست په میاشت کې د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزې ناستې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو هغه ژبه هم نه منله چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې د اسلاماباد د غونډې په ګډه اعلامیه کې منل شوې وه.
د هغه په باور، طالبان غواړي د سیمهییزو اړیکو او دیپلوماتیکو تعاملاتو ګټې ترلاسه کړي، خو له هغو ژمنو او عباراتو ډډه کوي چې امنیتي او سیاسي مسولیتونه پرې ور اړوي.
اصف دراني خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول ټي ټي پي، پر وړاندې د اقداماتو له کولو ډډه وکړي او روسیه او هند هم کابل ته لا پراخ سیاسي ملاتړ ورکړي، نو اسلاماباد به اړ شي د افغانستان په اړه خپلې تګلارې او محاسبې له سره وارزوي.
هغه ویلي، د مسکو د دریځ بدلون ښايي یوازې د روسیې او طالبانو په اړیکو پورې محدود نه وي، بلکې د افغانستان په تړاو د ټولې سیمې دیپلوماتیک او سیاسي توازن هم بدل کړي.