فیورتي له ایټالوۍ ورځپاڼې «کوریره دلا سرا» سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د دغو نجونو مور او پلار غوښتل چې لوڼې یې زده کړې وکړي، سره له دې چې د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پر زده کړو پراخ بندیزونه لګولي دي.
سوزانا فیورتي په روم کې د «نووه کرینګ هیومنز» په نوم د یوې مرستندویې ادارې بنسټ اېښودونکې ده، چې د نړیوالو همکاریو او بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي.
هغې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر لوړو زده کړو له بندیز وروسته یې پرېکړه وکړه چې د نجونو لپاره پټ ښوونځی جوړ کړي.
د فیورتي په وینا، د دغه ښوونځي درسونه په داسې یوه خونه کې ترسره کېدل چې د خیاطۍ ماشینونه هم پکې ځای پر ځای شوي وو.
هغې ویلي: «موږ فکر کاوه چې ډېر هوښیار یو او کولای شو د طالبانو د څارنې سیستمونه تېر باسو. که د پلټنې لپاره څوک راغلي وای، کاغذونه او قلمونه به مو پټول او پر ځای به یې د خیاطۍ کار پیل کاوه».
د دې ایټالوۍ مرستندویې په خبره، په لومړیو دوو کلونو کې هېڅ طالب د پلټنې لپاره د ښوونځي دروازې ته ورنهغی، خو وروسته یې یوه حیرانوونکې موضوع وموندله.
هغې ویلي، چې د ښوونځي د زدهکوونکو په منځ کې د طالبانو د یو شمېر غړو لوڼې هم وې.
کله چې له فیورتي وپوښتل شول چې ایا د زدهکوونکو په منځ کې د طالبانو جاسوسانې وې، هغې وویل: «نه، هغوی د طالبانو لوڼې وې. مور او پلار یې غوښتل چې زده کړې وکړي».
نوموړې زیاته کړې، چې له طالبانو سره تړلي ټول افغانان یو ډول فکر نه لري او ځینې یې غواړي هغه محدودیتونه بدل کړي چې ناسم یې بولي، خو خپلې دغه غوښتنې په پټه تعقیبوي.
فیورتي ویلي، چې د پټ ښوونځي فعالیت له جدي ګواښونو سره مل و او که چا د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو ته راپور ورکړی وای، ښايي له سختو پایلو سره مخ شوي وای.
هغې د افغان ښځو د زده کړو وضعیت جدي ستونزه بللې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له لومړنیو ټولګیو وروسته له زده کړو منع کوي.
د نوموړې په وینا، افغان ښځې یوازې ښځینه ډاکټرانو ته د درملنې لپاره مراجعه کولای شي، خو د ښځو پر زده کړو د بندیزونو دوام به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او نرسانو کمښت لا پسې زیات کړي.
له طالبانو سره د ښځو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې
سوزانا فیورتي ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو او جوړجاړي له لارې توانېدلې د افغان ښځو لپاره ځینې اقتصادي پروګرامونه پیل کړي.
هغې ویلي، چې ان د افغان ښځینه سوداګرو د ستاینې لپاره یې طالبانو ته د جایزې ورکولو وړاندیز کړی و.
د فیورتي په وینا، طالب چارواکي په لومړي سر کې د دې وړاندیز په اورېدو حیران شول او ترې ویې پوښتل چې ایا پوهېږي په کوم هېواد کې ده.
هغې زیاته کړې: «هڅه مې وکړه چې د هغوی له فکر سره د تفاهم یوه لاره پیدا کړم. د زغم په اړه مې خبرې وکړې او ورته مې څرګنده کړه چې د ښځو سوداګریز فعالیتونه د دوی هېواد ته هم پیسې راوړلای شي».
د نوموړې په خبره، طالبانو بالاخره له دې وړاندیز سره موافقه وکړه او جایزه ګټونکې ښځې د طالبانو د یوه وزیر په حضور کې یوې غونډې ته وبلل شوې.
طالبانو د ښځو لپاره د ډوډۍ پخولو له پروګرامه د «ښځو» کلمه لرې کړه
فیورتي ویلي، چې ادارې یې د «ښځو لپاره ډوډۍ» په نوم یو بل پروګرام هم پیل کړی، چې موخه یې د کورنیو ښځو له خوا د ډوډۍ پخول او د عاید ترلاسه کول دي.
د هغې په وینا، په لومړیو کې ښځو یوازې خپلو ګاونډیانو ته د ډوډۍ پلورلو اجازه لرله، خو اوس کولای شي نورو خلکو ته یې هم وپلوري.
هغې ویلي، چې په دې پروګرام کې ښځو ته د ډوډۍ پخولو او د مالي حسابونو د تنظیم روزنه ورکول کېږي او موخه دا ده چې د دوی تولیدات په دوکانونو او ښوونځیو کې هم وپلورل شي.
فیورتي زیاته کړې، چې طالبانو له دغه پروګرام سره موافقه وکړه، خو غوښتنه یې وکړه چې له نوم څخه یې د «ښځو» کلمه لرې شي.
هغې ویلي: «له همدې امله مو د پروګرام نوم د کورنیو لپاره ډوډۍ کېښود».
نوموړې همدارنګه ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې د ښځینه مسلکي موټرچلوونکو د روزنې لپاره د «پنک شټل» په نوم پروګرام درلود، خو د طالبانو حکومت دغه پروګرام بند کړ.
د طالبانو مرستیال وزیر له ایټالوۍ مرستندویې سره له سترګو تماس ډډه کوله
سوزانا فیورتي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له یوه مرستیال سره خپله لیدنه غیرعادي بللې ده.
هغې ویلي، چې په کابل کې د دغه طالب چارواکي دفتر ته ورغلې وه او دواړه یوازې وو.
فیورتي ویلي: «هغه په ټیټ غږ خبرې کولې او هېڅکله یې راته نه کتل. زما خبرې یې اورېدې، خو چلند یې سوړ او بېپروا و. داسې احساس مې کاوه لکه یوه خبرې کوونکې نانځکه چې یم».
د هغې په وینا، دغه طالب چارواکي یوازې له دې امله ورسره لیدنې ته غاړه اېښې وه چې هغه یې د پاخه عمر ښځه ګڼله.
فیورتي ویلي، چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره د خبرو او منځګړیتوب هڅه کړې او په ځینو مواردو کې بریالۍ شوې ده.
هغې د یوې بلې لیدنې په اړه ویلي، چې د طالبانو یوه ځواکمن چارواکي ترې وپوښتل د یوې ایټالوۍ ښځې په توګه د طالبانو د حکومت په اړه څه نظر لري.
فیورتي ویلي، چې د خپلو همکارانو په حضور کې یې ورته ځواب ورکړ: «که زه ستاسو د حکومت په څېر د یوې واکمنۍ لاندې لویه شوې وای، نن به دلته نه وای چې د خپلې مرستندویې ادارې له لارې دا کارونه ترسره کړم».