• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۶ GMT+۰

بې‌پولې خبریالانو بنسټ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نومونه د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړي چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او همداراز یې په امریکا کې دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته د خبریالانو د لاسرسي د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د نومبر په دویمه، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده، د ۲۰۲۶ کال راپور د «رسنیو د ازادۍ محدودوونکو نوملړ» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.

دغه سازمان په خپل راپور کې ۳۳ سیاسي مشران، دولتي ادارې، جنایي ډلې او د ټکنالوژۍ شرکتونه په پنځو برخو کې ډلبندي کړي دي. دا برخې سیاسي، امنیتي، قضایي، اقتصادي او ټولنیزې دي.

د راپور یوه مهمه برخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم په دې نوملړ کې شاملېدل دي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې له پیل وروسته د رسنیو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو له امله د دغه سازمان تر نیوکو لاندې دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، د ټرمپ د حکومت اقدامات نور یوازې پر رسنیو لفظي بریدونو او سیاسي دریځونو پورې محدود نه دي، بلکې د هغه حکومت خبریالانو ته دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته لاسرسی هم محدود کړی دی.

د دغه راپور له مخې، امریکا د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې اوس ۶۴م ځای لري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان عمومي مشر تیبو بروتین ویلي، په نوملړ کې شامل کسان او بنسټونه د فزیکي او لفظي تاوتریخوالي، قضایي او اقتصادي فشارونو او د معلوماتو د لاس‌وهنې له لارې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او د خلکو د ازادو معلوماتو ترلاسه کولو مخه نیسي.

هبت‌الله اخوندزاده د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو سیاسي مشرانو په ډله کې

د راپور په سیاسي برخه کې د اتوو هغو مشرانو او سیاسي چارواکو نومونه راغلي چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، د خپلواکو رسنیو په ځپلو او د بیان د ازادۍ په محدودولو کې رول لري.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اذربایجان له ولسمشر الهام علي‌اف، د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، د نیکاراګوا له مشرانو ډانیل اورتېګا او روزاریو موریو، د اوګانډا له موهوزي کاینروګابا او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په دې برخه کې شامل شوی دی.

پر خبریالانو تاوتریخوالی

د راپور په امنیتي برخه کې د اتوو کسانو او بنسټونو نومونه راغلي چې د خبریالانو په وژلو، پر هغوی په بریدونو او د هغوی په نیولو کې د ښکېلتیا له امله په نوملړ کې شامل شوي دي.

د اسراییلو پوځ او د بنیامین نتنیاهو حکومت په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د چلند له امله په دې برخه کې یاد شوي دي.

د چین کمونیست ګوند هم د دغه هېواد د ولسمشر شي جین‌پینګ په مشرۍ د ګڼو خبریالانو د زنداني کولو له امله په نوملړ کې شامل شوی دی. د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، چین په نړۍ کې د زنداني خبریالانو تر ټولو لوړ شمېر لري.

دغه سازمان د مکسیکو د نشه‌يي توکو د قاچاق د ډلو، په ځانګړي ډول د «خالیسکو نوې نسل» کارټل نوم هم اخیستی دی. د راپور له مخې، په مکسیکو کې سازمان شوې جنایي ډلې د ۲۰۲۶ کال له پیله په منځنۍ توګه هره میاشت نږدې یو خبریال وژني.

د بورکینا فاسو واکمنه پوځي شورا، د سعودي عربستان حکومت، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د مارچ ۲۳مه وسله‌وال غورځنګ او د ګیني واکمنه پوځي شورا هم په دې برخه کې شامل شوي دي.

د قضایي نظام کارول او پر رسنیو اقتصادي فشارونه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په قضایي برخه کې شپږ کسان او بنسټونه تورن کړي چې د خبریالانو د ځپلو او د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره له قضایي نظام څخه کار اخلي.

د امریکا برېنډن کار، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د هانګ‌کانګ اجرائیوي مشر جان لي کا-چیو، د روسیې د مخابراتو څارونکې اداره روسکومنادزور، د هند اډاني شرکتونو ډله او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دې برخه کې شامل دي.

په اقتصادي برخه کې بیا شپږ کسان او شرکتونه د مالي وسایلو په کارولو سره پر رسنیو د فشار راوړلو او د هغوی په خپرنیزو چارو کې د لاسوهنې په تور یاد شوي دي.

د امریکا د الفبېټ او مېټا ټکنالوژۍ شرکتونه، د ګرجستان بیدزینا ایوانیشویلي، د فرانسې وینسان بولوره، د روسیې ولادیمیر تاباک او د کینیا ولسمشر ویلیام روتو په دې برخه کې شامل شوي دي.

پر رسنیو د بې‌باورۍ خپرول

د راپور په ټولنیزه برخه کې د اوو کسانو او بنسټونو نومونه راغلي چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، پر رسنیو او خبریالانو د بریدونو له لارې یې د ژورنالېزم پر وړاندې د خلکو د بې‌باورۍ په زیاتولو کې ونډه لرلې ده.

د امریکا میلیاردر ایلان ماسک، د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلی، د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو، د روسیې ټوډې شبکې مشره مارګریتا سیمونیان، د اسراییلو «انست ریپورټینګ» بنسټ، د هند «اوپي‌انډیا» رسنۍ او د بورکینا فاسو یو بل بنسټ په دې برخه کې شامل شوي دي.

د راپور له مخې، خاویر میلی یوازې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل او مې میاشتو کې، په ۴۷ ورځو کې، پر اېکس ټولنیزه شبکه د رسنیو پر ضد تر یو زرو او ۶۰۰ ډېر پیغامونه خپاره کړي دي.

د تېر کال له نوملړ څخه د ځینو کسانو ایستل

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور په وروستۍ برخه کې د تېر کال په پرتله د سږني نوملړ بدلونونو ته هم اشاره کړې ده.

د راپور له مخې، د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي نوم د هغه تر وژل کېدو وروسته له نوملړه ایستل شوی دی. د سرچینې په متن کې د هغه وژل کېدل د امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې پر مهال د امریکا بریدونو ته منسوب شوي دي.

د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو نوم هم وروسته له هغه له نوملړه ایستل شوی چې د راپور له مخې، نیول شوی او په امریکا کې فدرالي زندان ته لېږدول شوی دی.

همداراز، د هنګري د پخواني لومړي وزیر ویکتور اوربان او د سربیا د ولسمشر الکساندر ووچیچ نومونه د ټاکنیزو او سیاسي بدلونونو له امله له نوملړه لرې شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، دغه نوملړ یې د ۲۰۲۶ کال د کسانو او بنسټونو د کړنو پر بنسټ چمتو کړی، څو د رسنیو په ځپلو او د خبریالانو د فعالیتونو په محدودولو کې د هغوی ونډه او مسوولیت څرګند کړي.

ډېر لیدل شوي

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده
۱

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۴

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

۵

کندوز کې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر ضد اعتراض شوی

•
•
•

نور خبرونه

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۰
100%

د افغان کډوالو د څرګندونو له مخې، د ترکیې سرحدي پولیسو یوشمېر نیول شوي افغانان بربنډ کړي او سخت یې وهلي دي. په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، د څو افغان ځوانانو بربنډ او ټپي بدن لیدل کېږي.

په دغه یوه دقیقه‌یي ویډیو کې د ډېرو ځوانانو پر بدن د وهلو ټکولو څرګندې نښې او ټپونه لیدل کېږي. د ویډیو د لېږونکي په وینا، دغه پېښه د لړم په اتمه د ترکیې د ماکو او چالدران سیمو ته څېرمه شوې ده.

د ویډیو لېږونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې د ترکیې پولیس تورن کړي، چې نیول شوي کډوال یې سخت وهلي او د ځینو پر بدن یې جوش اوبه اړولي دي. نوموړي د دغه کډوالو د وضعیت د څېړلو غوښتنه کړې ده.

تر دې پېښې یوه اوونۍ مخکې، د لړم په درېیمه هم یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکو په چالدران سیمه کې افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو د ترکیې سرحدي ځواکونه په شکنجه او ناوړه چلند تورن کړي وو.

له دغه پناه‌غوښتونکو یوه ویلي و، په سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپیان شته چې د ترکیې له توقیف‌ ځایونو اېستل شوي دي. د دوی په وینا، څو اوونۍ په توقیف کې ساتل شوي، کافي خواړه یې نه دي ترلاسه کړي او د سرحدي دېوال په اوږدو کې په جبري کارونو ګومارل شوي دي.

په لېږل شویو ویډیوګانو کې د ځوانانو یوه ډله تر دوو خېمو لاندې لیدل کېږي، چې د ځینو مخونه او بدنونه ټپي او په وینو لړلي دي. د ترکیې پولیس تر دې مخکې هم له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.
د ترکیې د بشري حقونو ټولنې په یوه راپور کې چې د تېرکال د لړم په ۲۳مه یې خپور کړی ویلي، چې د یادې ادارې د څېړنې په موده کې ۱۰۱ پناه‌غوښتونکي د نیول کېدو پرمهال د کډوالو د ساتنې په رسمي مرکزونو کې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم د ترکیې په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې د دغه هېواد حکومت د افغانانو او د یوشمېر نورو غیر اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي دي. د دغه سازمان په وینا، ترکیه لاهم کډوال په ډله‌ییز ډول باسي او یا یې له خپلو پولو بېرته شړي.

خو د ترکیې پولیس وايي، چې له کډوالو سره د دوی د مامورینو چلند د کورنیو او نړۍوالو قوانینو له مخې کېږي او د هغوی انساني کرامت ته درناوی لري. د ترکیې پولیس همداراز ټینګار کوي، چې نیول شویو کډوالو ته خواړه، اوبه او روغتیايي خدمتونه برابروي.

د کډوالۍ د لارې له ګواښونو او له کډوالو سره د ناوړه چلند د پرله‌پسې راپورونو سره سره، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او د بشري حقونو په اړه اندېښنې لاهم ګڼ ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي. یوشمېر یې هڅه کوي، چې د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

یوه ورځ د کابل له کوچني سپندي سره

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۰
•
نویده خوشبو
100%

یوولس کلن سهراب د کابل د بره‌کي څلورلارې په کوڅو کې سپېلني دودوي. هغه سهار وختي له کوره وځي او تر ماښامه د دوکانونو، لارویانو او روانو موټرو ترمنځ د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه ګرځي.

100%

سهراب هر نوي پرانیستل شوي دوکان ته سر ورښکاره کوي، سلام اچوي، سپېلني دودوي او خپله زمزمه پیلوي:
«سپند بلا بند،
به حق شاه نقشبند،
چشم خویش، چشم مېش،
چشم همسایه بداندېش،
چشم خود و بېگانه،
سپند چشم حسود و دشمن را بترکانه.»
هغه له یوې زړې فلزي قوطۍ د سپېلنیو لوښی جوړ کړی دی. د قوطۍ اوسپنیز لاستی په کېڼ لاس نیسي، په ښي لاس له جېبه سپېلني راباسي، پر سکرو یې شېندي او نری پوکی ورته کوي. سپین دود چې پورته شي، سهراب یې په دوکان کې ګرځوي.

100%

هغه څو شېبې درېږي. که دوکاندار پیسې ورکړي او که نه، خپله زمزمه بشپړوي او ځي.
کله لارویانو ته سپېلني وکړي، کله یې سترګې په روانو موټرو شي منډه وکړي.

100%

سهراب افغانستان انټرنشنل ته وویل، له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ د ورځې کار کوي. له سهاره تر ماښامه همدلته وي، له ډېرو سره بلد دی. سهراب وايي، غرمه کله ځینې هټۍوال ډوډۍ او چای هم ورکوي.
د خلکو د چلند په اړه وايي: «ځینې راباندې څو وارې سپېلني وکړي، زمزمې وکړي خو پیسې نه راکوي. ځینې بیا ښه وي، ښه چلند وکړي». سهراب ښوونځي ته نه ځي. د ښوونځي په اړه د پوښتنو سم ځواب نه راکوي، وايي: «نه کېږي ښوونځی. باید کار وکړم، ښوونځي ته نه ځم».
سهراب ماشوم دی، خو د څېرې بڼه یې د لوی سړي په څېر ده. غږ او انداز یې ماشومانه نه دي؛ خبرې یې د لویانو غوندې دي او پر تندي یې د مشر سړي اندېښنه، مسوولیت او فکر له ورایه ښکاري.

100%

هغه وايي، یوه خونه یې په یوې ګډې حویلۍ کې په کرایه نیولې ده. د میاشتې کرایې پوره کول خورا ګران دي. د راتلونکي په اړه نه پوهېږي. وايي: «سوله دې وي، ارامي دې وي، دسترخوان باندې ډوډۍ دې وي».

100%

د دې خبرې د معنا په اړه وايي: «زه ماښام وچه ډوډۍ او مستې کور ته وړم. یعنې زه او خویندې او وروڼه مې هم کله غوښه او وربجې او نور خواړه وخورو؛ غریبي دې نه وي».
د یونېسف او یونسکو د ۲۰۲۵کال د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲.۱۳ مېلیونو ډېر د لومړني ښوونځي د عمر ماشومان له ښوونځيو بهر دي. د وروستۍ ملي سروې له مخې، له پنځو تر اوولسو کلونو ۱۹.۴ سلنه ماشومان په کار بوخت دي؛ یعنې له نږدې هرو پنځو ماشومانو یو.
سهراب هم د همدې ماشومانو له ډلې دی. هغه د ورځې په پای کې خپل سپېلني، سکاره او د ورځې ګټه راټولوي. وايي: «نن مو خیټې مړې شي، سبا ته خدای مهربانه دی».

100%

هغه خپله ورځ د بره‌کي په هماغه کوڅه کې پای ته رسوي، چې د ۱۳۹۹کال د کب پر درېیمه په‌کې یو بل اته کلن سپندي ماشوم چې هغه هم سهراب نومېده، په یوه چاودنه کې ووژل شو.
وژل شوی سهراب د ډوډۍ پیدا کولو لپاره له چاریکار څخه کابل ته راغلی و. د ورځې به یې له خپلو درېیو وروڼو سره سپېلني دودول او ماښام به یې ژاولې پلورلې. له وژل کېدو لږ مخکې یې د لسو افغانیو سپېلني په پور اخیستي وو او هټۍوالو ته یې ویلي و، چې ماښام به خپل وسایل واخلي او کور ته به ولاړ شي؛ خو بېرته ستون نه شو.
کوڅه هماغه ده، کار هماغه دی او نوم هم سهراب؛ یوازې ماشوم بدل شوی دی.

100%

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۰
100%

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي همکاریو تر هوکړې وروسته مسکو په افغانستان کې د شوروي د وخت زړو ټانکونو او پوځي تجهیزاتو بیارغونې ته لومړیتوب ورکړی. د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ضیا سراج وايي، د طالبانو مشر د درنو وسلو د کمښت جبران لپاره د دغه پوځي تجهیزاتو د ترمیم امر کړی.

روسي رسنیو په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې د ټانکونو او زغره‌والو وسایطو یوه ډله له نوي رنګ سره په یوه نامعلومه ځای کې د ترمیم‌ځای ترڅنګ لیدل کېږي. په دغه وسلو کې د شوروي پخواني ټي‌۵۵ او ټي‌۶۲ ټانکونه او بي‌اېم‌پي‌۱ او بي‌اېم‌پي‌۲ زغره‌وال وسایط شامل دي؛ هغه تجهیزات چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال په پراخه کچه افغانستان ته لېږدول شوي وو.

روسيې «لومړی تخنیک» وېب‌پاڼې د دغه ټانکونو ترمیم د مسکو او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو له هوکړې سره تړلی بللی دی. خو د طالبانو له‌خوا د شوروي پاتې شویو وسلو ترمیم د یادې هوکړې له لاسلیک مخکې هم پیل شوی و.

د طالبانو دفاع وزارت د ۱۴۰۳کال په لړم میاشت کې اعلان کړی و، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو تخنیکي ډلو دوه ټي‌۵۵ او دوه ټي‌۶۲ ټانکونه ترمیم کړي دي. وروسته د دغه وزارت یوې خپرونې راپور ورکړ، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په تېرو درېیو کلونو کې ټول ۵۹ روسي ټانکونه بېرته فعال کړي دي.

روسیې او طالبانو د روان کال د غبرګولي په شپږمه، مسکو ته څېرمه د امنیتي غونډې په څنډه کې د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د غبرګولي په ۱۱مه له «ریانووستي» خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي و، چې د طالبانو اصلي لېوالتیا په افغانستان کې د شته روسي پوځي تجهیزاتو ترمیم او بیارغونه ده.

د طالبانو د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد هم له روسیې تر بېرته ستنېدو وروسته ویلي و، چې په افغانستان کې شته روسي تجهیزات ساتنې، پرمختیا او څارنې ته اړتیا لري.

د روسیې مشهورې ورځپاڼې «روسیسکایا ګازېتا» لیکلي، چې په افغانستان کې د شوروي د وخت د درنو پوځي تجهیزاتو د بیارغونې بهیر روان دی او له طالبانو سره د مسکو وروستۍ هوکړې د دغه ډول همکاریو لپاره زمینه برابره کړې ده. په راپور کې د اېم‌ای ۱۷ چورلکو او کاماز موټرو ترمیم ته هم اشاره شوې، چې ښايي د دواړو لورو همکاري یوازې د پخوانیو ټانکونو ترمیم پورې محدوده نه وي.

د پخوانیو وسلو د ترمیم اړتیا

افغانستان ته د شوروي وسلو د لېږد بهیر د شوروي اتحاد له یرغل څخه هم څو لسیزې مخکې پیل شوی و. مسکو په تېرو لسیزو کې د افغانستان حکومتونو ته ټانکونه، الوتکې او نور درانه پوځي تجهیزات ورکول او افغان پوځیان یې د کارولو لپاره روزل.

دغه تجهیزات د افغانستان د جګړو پر مهال د بېلابېلو وسله‌والو ډلو لاسونو ته ولوېدل. یوه برخه یې ویجاړه شوه او یوه بله برخه یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د درنو وسلو د راټولولو په پروګرام کې دولتي زېرمتونونو ته ولېږدول شوه.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ څېړونکې ډیډي ډرکسن په یوه څېړنه کې لیکلي، چې د درنو وسلو د راټولولو پروګرام تر پایه پورې ۱۲زره او ۲۴۸ درنې وسلې راټولې او په ځانګړو ځایونو کې وساتل شوې.

طالبانو د پخواني افغان پوځ د وسلو لویه زېرمه ترلاسه کړه؛ خو د دغه تجهیزاتو ساتنه او فعال ساتل ورته ستونزمن دي. رویټرز هم د ستراتیژیکو مطالعاتو نړۍوال انسټیټیوټ د معلوماتو په حواله د پرزو، مسلکي کارکوونکو او تخنیکي خدمتونو محدود لاسرسی د طالبانو د پوځي وړتیاوو له کمزوریو ګڼلی دی.

د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج له «ایندیپېنډنټ» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې لوېدیځ تجهیزات ډېر لګښت لري او د ناټو له ملاتړ پرته یې ساتنه ستونزمنه ده. د هغه په وینا، د همدې لامل له مخې د طالبانو مشر د روسي وسلو د ترمیم امر کړی دی.

سراج ویلي، چې طالبانو د پخوانیو حکومتونو د دفاع وزارت تخنیکي کارپوهان په کندهار کې راټول کړي؛ څو ټانکونه او درانه پوځي تجهیزات ورغوي، خو له روسیې د نویو پرزو له پېرلو پرته د دې کار دوام ستونزمن دی.

د روسیې د پرزو او تخنیکي کارپوهانو تر لاسرسي سربېره د اوکراین جګړې هم وښوده، چې د ټي‌۵۵ او ټي‌۶۲ په څېر زاړه ټانکونه سره له دې چې څو لسیزې عمر لري لا هم په جګړو کې کارول کېدای شي.

د برېتانیا د متحدو سلطنتي خدماتو انسټیټیوټ څېړونکي سم کرني ایوانز لیکلي، زاړه ټانکونه لاهم د هغه پلي ځواکونو لپاره ګواښ پېښولای شي چې زغره‌وال وسایل او د ټانک ضد وسلې نه لري.

د دغه ټانکونو کارونه د افغانستان د جمهوري نظام پرمهال هم روانه وه او د طالبانو پرضد په جګړو کې ترې ګټه اخیستل کېده. د «سټارز اېنډ سټرایپس» ورځپاڼې د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۶مه راپور ورکړی و، چې د دغه ټانکونو ځینې یې په هلمند، کندوز، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې ځای پر ځای شوي وو.

روسیې له طالبانو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه وروسته له هغه لاسلیک کړه، چې دغه ډله یې په رسمیت وپېژندله. اوس په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا روانه ده او طالبان د سملاسي کارونې وړ پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري، د یادې هوکړې عملي کېدل به څرګنده کړي چې مسکو د شوروي د وخت د زړو وسلو د بیارغونې لپاره تر کومه بریده پانګونې ته چمتو دی. د دغه وسلو فعال ساتل د پرزو او دوامدارې تخنیکي مرستې غوښتنه کوي.

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۱ GMT+۰
100%

د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار احمدخان غوري په کور کې د چاودنې له امله نوموړی او بریدګر ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، بریدګر د مېلمه په توګه د غوري کور ته ورغلی و او د چاودېدونکو توکو یوه کڅوړه یې د هغه مخې ته ایښې وه، چې وروسته چاودنه شوې ده.

د ایران اېراف خبري وېب‌پاڼې د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۰مه) راپور ورکړی، چې پېښه د غرمې شاوخوا دوه بجې د احمدخان غوري په کور کې شوې ده. د راپور له مخې، بریدګر د مېلمه په توګه کور ته ورغلی و او یوه کڅوړه یې چې ویل کېږي له چاودېدونکو توکو ډک پاوربانک په‌کې ځای پر ځای شوی و، د غوري مخې ته ایښې وه. څو شېبې وروسته کڅوړې چاودنه کړې او غوري او بریدګر دواړه یې ټپیان کړي دي.

سرچینو ویلي، چې بریدګر ته د چاودېدونکو توکو د کڅوړې د نږدېوالي له امله ډېر زیان اوښتی او روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی. په ورته وخت کې، روغتون ته تر لېږدولو وروسته د احمدخان غوري روغتیايي وضعیتد ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو پر ضد د بریدونو مخینه

دغه پېښه داسې مهال شوې، چې په تېرو میاشتو کې په ایران کې د افغانستان پر یوشمېر پخوانیو چارواکو او د طالبانو پر مخالفو څېرو بریدونه شوي دي. د ۱۴۰۴کال کې د افغانستان د پخواني حکومت د پولیسو قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د طالبانو ضد قوماندان محمدامین الماس په تهران کې د ولیعصر په سیمه کې د وسله‌والو تر برید لاندې راغلل. الماس په پېښه کې ووژل شو او سریع هم وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د سریع کورنۍ ته نږدې سرچینو او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د هغه د وژنې پړه پر طالبانو واچوله. وروسته د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون یوه غړي وویل، د یادې وژنې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی او احتمال یې څرګند کړی و چې دغه برید «له بهره پلان شوی» و.

همداراز، د ۱۴۰۴کال د وږي په میاشت کې د هرات پخوانی جهادي قوماندان او د محمداسماعیل خان نږدې کس معروف غلامي په مشهد کې په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شو. د راپورونو له مخې، بریدګر د لیدنې په پلمه دفتر ته ورغلی و او د نورو مېلمنو تر وتلو وروسته یې پر غلامي ډزې کړې وې. د خراسان رضوي څارنوالۍ په دې تړاو د درېیو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړی و. اسماعیل خان او هغه ته نږدې سرچینو هم د یادې وژنې پړه پر طالبانو اچولې وه.

د ۱۴۰۴کال په کب میاشت کې د غور پخوانی ولسي استازی کرام‌الدین رضازاده هم د کرج په محمدشهر سیمه کې د دوو موټر سایکل‌سورو وسله‌والو تر برید لاندې راغی. په یاده پېښه کې یوه مرمۍ د هغه پر کیڼ لاس ولګېده؛ خو له برید روغ وتلی دی. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم په دغه برید کې د طالبانو لاس لرلو تور پورې کړی و.

د اوکراین او روسیې متقابل ډرون بریدونه؛ برېښنايي او صنعتي تاسیسات زیانمن شوي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، د روسیې د بریدونو له امله د دغه هېواد په څلورو سیمو کې د برېښنا رسولو شبکه زیانمنه شوې او خلک له برېښنایي خدمتونو بې‌برخې شوي. ورته مهال روسي چارواکو ویلي، اوکرایني ډرونونو په نیژني نووګورود سیمه کې صنعتي تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي.

زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) په ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې روسیې د شپې له‌خوا د اوکراین د څلورو سیمو پر برېښنايي تاسیساتو بریدونه کړي دي. هغه ویلي: «د بریدونو شدت ډېر لوړ دی او روسیه هڅه کوي، چې د بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره د اوکراین د دفاعي توغندیو له کمښت څخه تر ټولو ډېره ګټه واخلي».

زېلېنسکي دغه راز ویلي، چې اوکرایني ځواکونو د روسیې په روستوف سیمه کې د کامېنسکي پر فابریکه برید کړی دی. د نوموړي په وینا، دغه فابریکه د روسیې د توغندیو په جوړولو کې ونډه لري.

مسکو په روستوف سیمه کې د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د نیژني نووګورود والي ګلېب نیکیتین ویلي، چې اوکرایني ډرونونو د شپې په پراخ برید کې ځینو صنعتي تاسیساتو ته «د پام وړ زیانونه» اړولي دي. نوموړي د دغه تاسیساتو نوم نه دی په ډاګه کړی.

په دغه سیمه کې د روسیې د تېلو ستر چاڼځای هم موقعیت لري. د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې ځواکونو یې د شپې په اوږدو کې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو ۲۳۵ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي. ورته مهال د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې د شنبې په ماښام د روسیې له‌خوا د توغول شویو ۴۳۳ لرې واټن ویشتونکو ډرونونو له ډلې یې ۳۷۱ نسکور کړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک په خپلې سهارنۍ خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې تر سهاره لاهم لسګونه روسي ډرونونه په هوا کې وو او د اوکراین په پلازمېنه کییف کې له نیمې شپې راهیسې شپږ ځله د ډرونونو د برید خبرداری ورکړل شوی دی.

د نیژني نووګورود سیمه‌ییزو چارواکو د زیانمن شويو تاسیساتو نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې د تېلو پمپونو ته د سون‌توکو د رسولو لپاره اقدامات کوي. د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، سیمه‌ییزو چارواکو له موټر چلوونکو غوښتي چې «یوازې د اړتیا په اندازه تېل وپېري او په وارخطایۍ د تېلو له پراخو پېرلو ډډه وکړي». دغه خبرداری ښيي، چې ښايي برید د سیمې د تېلو چاڼ یا د سون‌توکو رسولو پر تاسیساتو شوی وي.

اوکراین سملاسي د نیژني نووګورود د برید مسوولیت نه دی منلی. روسیې د جمعې په ورځ ویلي و، اوکراین یو ځل بیا د دغه هېواد د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه پیل کړي دي. اوکراین وايي، د بشپړ اوربند ملاتړ کوي؛ خو مسکو دې ته چمتو نه دی چې له دغه ډول هوکړې سره موافقه وکړي.