اسیا جام سیالیو کې دویمه بریا؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې مالیزیا ته د لسو وېکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه. افغان ځوانانو تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته په ۱۱۳ منډو ماتې ورکړې وه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې په خپله دویمه لوبه کې نن سهار (شنبه د لړم ۱۶مه) له مالیزیا سره مخ شوه او د لوبې پچې په ګټلو سره یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د یوې غوره او هر اړخیزې توپ اچونې په پایله کې د مالیزیا ۱۹ کلنو لوبډله په ۴۲ منډو له ډګره بهر کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه نورعلي نیازي ۶، امیر حمزه ۲ او بلال سلیمانخېل یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان ځوانانو د سیالې مالیزیا لوبډلې د ۴۲ منډو هدف یوازې په ۳ اورونو کې بشپړ کړ او د لسو وېکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه.
افغان نوولس کلنو لوبډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۲۳۲ منډو هدف ټاکلی وو، خو د بنګلهدېش ټوله لوبډله په ۲۵،۵ اورونو کې د ۱۱۸ منډو په جوړولو وسوځېده او افغان لوبډلې د ۱۱۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
د اسیا جام د ۲۰۲۶ کال سیالۍ د نومبر له پنځمې تر څوارلسمې پورې د عمان په کوربهتوب ترسره کېږي. په دغو سیالیو کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې ګډون لري او افغان لوبډله په B ګروپ کې له بنګلهدېش، مالیزیا او سریلانکا سره لوبېږي. د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره مومي.
