بنګلهدېش یو وار بیا له هند نه د شیخ حسینې د سپارلو غوښتنه کړې

د بنګلهدېش حکومت یو وار بیا له هند نه د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د سپارلو غوښتنه کړې ده. د بنګلهدېش د عدلیې وزیر محمد اسدالزمان وايي، حکومت د نوموړې د بېرته ستنولو لپاره ټولې قانوني لارې چارې څاري.
د «ټایمز اف انډیا» د راپور له مخې، اسدالزمان د یکشنبې په ورځ په ډاکه کې د یوه روزنیز ورکشاپ له پرانیستې وروسته خبریالانو ته ویلي چې حکومت ټول اړین قانوني اقدامات کوي؛ څو شیخ حسینه بېرته بنګلهدېش ته ولېږدول شي.
نوموړي د شیخ حسینې په اړه ویلي: «زما په اند هغه مجرمه ده؛ زموږ د محکمې لهخوا محکومه شوې مجرمه ده. زموږ لپاره د هغې هویت همدا دی».
د بنګلهدېش د عدلیې وزیر زیاته کړې، چې د شیخ حسینې د سپارلو موضوع د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په واک کې ده او د هند او بنګلهدېش ترمنځ د استرداد تړون له مخې به وڅېړل شي.
هغه ټینګار کړی: «موږ د دغه تړون او قانوني بهیر له لارې د هغې د سپارلو غوښتنه کړې ده. دا موضوع به د احساساتو پر ځای د قانون له مخې وڅېړل شي».
اسدالزمان ویلي، وروستۍ پرېکړه د هند حکومت پورې اړه لري او که هند شیخ حسینه بنګلهدېش ته وسپاري؛ حکومت به یې هم له نوموړې سره د قانون له مخې چلند وکړي.
د راپور له مخې، هند تر دې مخکې هم د شیخ حسینې د سپارلو په اړه د بنګلهدېش غوښتنې ترلاسه کړې دي؛ خو تراوسه یې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نهده اعلان کړې. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه غوښتنې د اداري او قانوني بهیر له مخې تر څېړنې لاندې دي.
شیخ حسینه د ۲۰۲۴کال د اګست پر پنځمه په بنګلهدېش کې د پراخو ولسي پاڅونونو له امله د خپلې ۱۵ کلنې واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته هند ته وتښتېده.
د بنګلهدېش د نړۍوالو جرمونو محکمې د ۲۰۲۵کال په نومبر کې د ۲۰۲۴کال د جولای او اګست د پاڅونونو پرمهال د بشریت ضد جرمونو په تور شیخ حسینه په غیابي توګه محکومه کړه. دغې محکمې نوموړې ته د یوه تور په تړاو د اعدام او د بل په تړاو د عمري بند سزا اورولې وه.
