اروپایي قدرتونه هڅه کوي په دې غونډه کې واشنګټن وهڅوي چې په اوکراین کې د یوې عادلانه هوکړې لپاره کار وکړي او د جګړې د پراخېدو یا د ایران پر وړاندې د نوو پوځي بریدونو مخه ونیسي.
دا غونډه د فرانسې د اووهګونو هېوادونو «جي۷» ډلې دوراني مشرتابه له وروستیو پروګرامونو څخه ده او په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د واشنګټن سیاسي فضا بدله کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د پاریس په دواړو ورځو خبرو کې ګډون وکړي. هغه د تېر کال کب میاشتې په غونډه کې یوازې یوه ورځ برخه اخیستې وه.
روبیو له واشنګټن څخه تر وتلو مخکې د منځمهالو ټاکنو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې په امریکا کې د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د یوه ګوند له لاسه بل ګوند ته لوېدل نوې خبره نه ده.
د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره سره، د ډونالډ ټرمپ حکومت لا هم پر ایران د نویو بریدونو احتمال رد کړی نه دی. خو ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې تهران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی.
اروپایي هېوادونه هڅه کوي په سیمه کې کړکېچ راکم او د هرمز تنګي له لارې د عادي تګ راتګ او امنیت د بېرته ټینګښت زمینه برابره کړي.
ورته مهال، د امریکا په منځګړیتوب د مسکو او کییف د استازو خبرې په ابوظبۍ کې ترسره کېږي. اروپایي هېوادونه اندېښنه لري چې اوکراین ښایي د نابرابرو شرایطو له مخې اوربند منلو ته اړ شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو ویلي چې د اروپا او فرانسې استازي به په ابوظبۍ کې د خبرو لپاره ګډون وکړي.
د ټرمپ هغه څرګندونې چې له کرملین سره د یوې پراخې هوکړې امکان یې مطرح کړی او د اروپا ټول امنیتي جوړښت به رانغاړي، او همداراز د جرد کوشنر د څرګندونو چې د یوه باثباته نظم د بنسټ اېښودلو خبره یې کړې، د اروپایي هېوادونو په پلازمېنو کې اندېښنې او شکونه راپورته کړي دي.
د دې غونډې په څنډه کې د فرانسې د مالیې وزارت د یوه نړیوال کنفرانس کوربهتوب کوي، څو د اوکراین د چرنوبیل اټومي بټۍ د محافظتي کومبزې د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیونه یورو راټولې کړي. دغه ګومبزه د تېر کال په روسي بریدونو کې زیانمن شوی و او تر اوسه یې نږدې نیمايي بودیجه برابره شوې ده.
بلخوا، که څه هم د پلان جوړونې د ستونزو له امله د وزیرانو د غونډې ځای له مارسیل څخه پاریس ته لېږدول شوی، خو مارسیل به بیا هم د نړۍ د ۱۴ بندرونو ترمنځ د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د یوې شبکې د پیل کوربه وي.
روبیو په فرانسه کې روان پراخ لاریونونه د اندېښنې وړ ونه بلل او ویې ویل چې د غونډې لپاره یې امنیتي تدابیر کافي دي.
په تېرو څو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو ژور اغېز کړی او اروپایي هېوادونه د سونتوکو د بیو د لا لوړېدو په اړه اندېښمن کړي دي.
د خلیج فارس په سیمه کې د نښتو او د سمندري لارو د لنډمهالي تړل کېدو له امله په اروپا کې د ګاز بیې لوړې شوې او د تېلو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی.
که څه هم د سیمې د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب د غیرمستقیمو خبرو له لارې د هرمز تنګي د دایمي پرانیستلو او د نښتو د کمولو هڅې روانې دي، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ متقابل ګواښونه او د غني کولو د تجهیزاتو د لېږد په اړه تورونه لا هم د پراخې سولې او ارامۍ د ټینګښت په اړه هیلې کمزورې ساتي.