د یونان په اوبو کې د پناه غوښتونکو له یوې کښتۍ د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي

د یونان چارواکي وایي چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو د دوشنبې په سهار د کرت ټاپو په سویل اوبو کې د پناه غوښتونکو په یوه کښتۍ کې د ۱۲ کسانو مړي موندلي دي.
د رویترز او اسوشیتدپرس خبري اژانسونو د راپور له مخې، د پناه غوښتونکو دا کښتۍ د کرت ټاپو په سویل کې د «کالي لیمنس» بندر شاوخوا ۱۵ بحري مایلونو (چې له ۲۸ کیلومترو سره برابر دي) واټن کې وپېژندل شوه. د مراکش په بیرغ سره یوه باروړونکې کښتۍ دغه کښتۍ لیدلې وه او د هغې د وضعیت په اړه یې یوناني چارواکي خبر کړل. ورپسې د سمندري ساتونکو ځواکونو له کښتۍ څخه ۱۸ ژوندي پاتې شوي کسان او د ۱۲ مړو کسانو مړي ولېږدول.
تر اوسه د قربانیانو هویت او د مړینې لامل یې نه دی په ډک شوی. ټاکل شوې وه چې ژوندي پاتې شوي او د قربانیانو مړي د کرت په سویل کې «آگیه گالینی» بندر ته ولېږدول شي.
د یاد ټاپو په سویل اوبو کې په دوو نورو عملیاتو کې، دوې کښتۍ چې شاوخوا ۴۷ او ۴۰ پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، وپېژندل شوې. د اروپا دپولو د ساتنې ادارې (فرونتکس) الوتکو او بېپیلوته الوتکو (ډرون) د دغو کښتیو په موندلو کې ونډه درلوده او د همدې ادارې ځواکونو د دواړو کښتیو سرنشینان وژغورل.
د یوناني رسنۍ «کاتیمرینی» د راپور پر بنسټ، په دغو دریو ژغورونکو عملیاتو کې په ټولیزه توګه ۱۰۵ کسان ژغورل شوي دي. د عملیاتو پر مهال د هوا حالت مناسب ښودل شوی و.
یونان اروپايي ټولنې ته د پناه غوښتونکو د ننوتلو له اساسي لارو څخه دی. په وروستیو میاشتو کې، له شمالي افریقا، په ځانګړې توګه له لیبیا څخه د کرت ټاپو په لور سمندري سفرونه زیات شوي دي.
