• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې تګلاره او د ثابتې ګمرکي مالیې طرحه تایید کړه

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۰

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د بهرنۍ پانګونې تګلاره او په ګمرکونو کې د وارداتي شرکتونو له‌خوا د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه تایید کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله دفتر ته استولې ده.

د طالبانو په واک کې ارګ، نن د لړم په ۱۸مه پر ایکس خوله رسنۍ کې لیکلي، چې ددغه کمیسیون نوبتي غونډه کې د بهرنۍ پانګونې تګلاره چې د یوې ځانګړې کمېټې له‌خوا د اقتصادي معاونیت په مشرۍ ترتیب شوې وه تر هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.

طالبانو د دغې تګلارې موخه په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د چارو تنظیم، پانګوالو ته د اسانتیاوو او فرصتونو برابرول، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د بهرنۍ پانګونې د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول بللې ده.

د طالبانو اقتصادي کمېسیون په همدې غونډه کې په ګمرکونو کې د وارداتي سوداګریزو شرکتونو له‌خوا د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم د تایید وړ بللې او ویلي یې دي چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به وارداتي شرکتونو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

دطالبانو د اقتصادی کمیسیون د معلوماتو له مخې، د بهرنۍ پانګونې تګلاره او د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د وروستۍ پرېکړې لپاره د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده دفتر ته استول شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰
100%

د طالبانو اړوندو رسنیو د نیول شوي پخواني پوځي قومندان الله داد فدایي د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې، چې نوموړی په کې له متحدې جبهې او د دغه جبهې له مشر سمیع سادات سره د اړیکو په اړه اعتراف کوي. هغه څو ورځې وړاندې د طالبانو له‌خوا د دوی پر ضد د وسله‌وال فعالیت په تور نیول شوی دی.

طالبانو دوشنبې (د لړم ۱۸مه) دغه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې فدایي له سمیع سادات سره اړیکې لرلې او هغه ترې غوښتي وو چې نوموړی پاکستان ته ورشي.

الله داد فدایي د تېر جمهوري نظام پر مهال د میدان وردګ، بغلان، نیمروز او لغمان ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی او څو ورځې وړاندې په لغمان کې د طالبانو له لوري نیول شوی و.

په دغه ویډیويي پیغام کې فدایي ځوانانو ته د پیغام پر مهال وایي چې «یوه لوبه روانه ده» او له هغوی غواړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي او د ده په وینا، «دوکه» نه شي.
نوموړی ادعا کوي چې د مخالفو ډلو مشران خپل اولادونه په بهر کې په عیش او عشرت کې ژوند کوي، خو ځوانان جګړې ته هڅوي.
فدایي د متحدې جبهې پر مشر سمیع سادات او نورو کسانو نیوکه کوي او وایي چې هغوی د واک ترلاسه کولو لپاره خلک جګړې ته هڅوي. نوموړی همداراز ادعا کوي چې په هېواد کې امنیت دی او د جګړې لپاره هېڅ دلیل نشته

فدایي په خپره شوې ویډیو کې وایي چې د نیولو پر مهال یې له ۱۱ لکو افغانیو سربېره یو شمېر وسلې هم ترلاسه شوې وې، چې د ده په وینا، د سمیع سادات په مالي ملاتړ یې اخیستې وې.

نوموړی همداراز وایي چې سمیع سادات ورته ویلي وو چې د لیدو لپاره یې پاکستان ته ورشي. فدایي په ویډیو کې دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري نوموړي ته هیڅ ډول ستونزه نه ده رامنځ ته شوې؛ خو نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې طالبانو یې شخصي کور غصب کړی دی.

د اعتراف په دغه ویډیو کې نوموړي دا هم ویلي چې ده ته د متحدې جبهې لخوا د نورستان او لغمان ولایتونو مسولیت سپارل شوی و او غوښتل یې د نورستان په منډول ولسوالۍ برید وکړی.

طالبانو څو ورځې وړاندې په لغمان کې فدایي له خپل کور څخه نیولی و. دغې ډلې هغه د متحدې جبهې له غړو سره په همکارۍ تورن کړی او ویلي یې وو چې د کور د تلاشۍ پر مهال یې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

طالبانو تر دې وړاندې د فدایي ځینې غږیز پیغامونه هم خپاره کړي وو او ادعا یې کړې وه چې نوموړي دغه پیغامونه سمیع سادات ته استولي دي.

بلخوا، متحدې جبهې د طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې الله داد فدایي له دې جبهې سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وایي، طالبان له نیول شویو کسانو څخه په زور د اعتراف ویډیوګانې اخلي او که د اعتراف کولو ته غاړه کېنږدي، شکنجه کوي یې.

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰
100%

افغانه خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله نسرین شیرزاد وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو نه یوازې افغان ښځې له کار او زده‌کړو محرومې کړې، بلکې د ټولنې د نیمایي برخې غږ یې هم کمزوری کړ.

نسرین شیرزاد له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د ښځو لپاره له کوره د وتلو، کار کولو او د خپلو حقونو غوښتنه اسانه نه ده، خو له دې ټولو محدودیتونو سره سره د طالبانو د لومړۍ دورې وروسته وتوانېدې خپل ږغ پورته کړي او نړیوالو ته یې ورسوي.

د نوموړې په وینا، په تېرو شلو کلونو کې زرګونو افغان ښځو د زده کړو، کار، ټولنیز فعالیت او مبارزې لپاره هیلې او موخې لرلې، مبارزه یې کړې وه، د ښځو ګډون په تولنیزو برخو کې برڅېره شوی وو، خو د طالبانو واک ته له رسېدو سره د هغوی ډېری هیلې له منځه ولاړې او د پرمختګ لارې یې محدودې شوې، ډیرې کډوالي شوې او د افغانستان سیاسي او ټولنیزه برخه د ښځو له حضوره تشه شوه.

شیرزاد وايي، افغان ښځو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او هڅه یې کوله د خپل راتلونکي لپاره کار وکړي، زده کړې وکړي او په ټولنه کې اغېزناک رول ولوبوي، خو اوس له داسې وضعیت سره مخ دي چې د هغوی د فردي او ټولنیز حضور د محدودولو هڅې روانې دي.

نسرین شیرزاد په خبرو کې د خپلې خبریالۍ د دورې یوه خاطره هم بیان کړې، چې د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره د کار پر مهال یې له یوه طالب چارواکي سره د دوحې د سولې خبرو په اړه مرکه کړې وه.

نوموړې وايي، له طالب چارواکي یې پوښتنه کړې وه چې که د سولې خبرې بریالۍ شي، ایا په راتلونکي کې به هم د همدې مېز تر شا سره کښېنو او مرکه به وکړو؟

د شیرزاد په وینا، د طالب چارواکي ځواب یې تر نن ورځې په غوږونو کې انګازې کوي. هغه ورته ویلي وو: «نه، هېڅکله نه ځکه تر څو چې ستاسو پر سر کوچنی ټیکری وي او سینګار کوئ، هېڅکله به اجازه درنه کړو. دلته باید ستاسو پر ځای یو نارینه ناست وي.»

شیرزاد وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې اوسني محدودیتونه د هماغه طالب چارواکي د خبرو عملي بڼه ده او هغه څه دي چې نوموړي د سولې له خبرو وړاندې هم د ښځو په اړه څرګند کړي وو.

نسرین شیرزاد له افغان ښځو غوښتي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي، له ستونزو سره سره خپلې هیلې ژوندۍ وساتي او هېڅکله ماتې ونه مني.

د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو، د ښځو پر کار او په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې د هغوی پر حضور پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه په وار وار د دغو محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې، خو افغان ښځې لا هم د زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۰
100%

د روسیې څارنوالۍ د هغه خصوصي الوتکې د پیلوټ پرضد د محاکمې دوسیه تایید کړې، چې د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې په بدخشان ولایت کې پرېوتې وه. د روسیې څېړنیزې ادارې ویلي، د څېړنو له مخې د پیلوټ د تېلو ناسمې محاسبې او سرغړونو له امله الوتکه پرېوتې وه چې له امله یې دوه کسان مړه شوي وو.

روسۍ ورځپاڼې «کامرسانت» د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د ۴۴ کلن پیلوټ دیمیتري بلیاکوف پرضد د الوتنې د خوندیتوب مقرراتو د سرغړونې په تور قضیه محکمې ته لېږل شوې ده.

د روسیې د څېړنو کمېټې ویلي، بلیاکوف خپل تور په بشپړه توګه منلی او د څېړنو پرمهال یې له پلټونکو سره همکاري کړې ده. د همدې همکارۍ له امله پلټونکو د هغه د نیولو غوښتنه نه‌ده کړې؛ خو له نوموړي یې ژمنه اخیستې چې له اجازې پرته به خپل د اوسېدو ځای نه پرېږدي.

د راپور له مخې، د روسیې د ترانسپورټ څارنوالۍ د یادې قضیې د تورونو سند هم تایید کړی دی.

د فالکون ۱۰ ډوله خصوصي الوتکه د ۲۰۲۴کال (د جنورۍ په ۲۰مه) له تایلنډ نه مسکو ته د الوتنې پرمهال د بدخشان په غرنیو سیمو کې لوېدلې وه. دغه الوتکه د ۵۵ کلنې روسۍ انا یفسیوکوا د لېږد لپاره کرایه شوې وه، چې په تایلنډ کې سخته ناروغه شوې او کوما ته تللې وه.

د راپور له مخې، انا له خپل ۶۶ کلن مېړه، سوداګر اناتولي یفسیوکوف او مشر زوی سره د تفریح لپاره تایلنډ ته تللې وه. کله چې نوموړې سخته ناروغه شوه، کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې د درملنې لپاره یې مسکو ته ولېږدوي؛ خو د الوتکې د پرېوتو په پېښه کې انا او مېړه یې مړه شول، زوی یې ویتالي ژوندی پاتې شو.

د الوتکې د روغتیايي ډلې یوه بل کارکوونکي ایګور سیوورتکین هم وکولای شول، چې په پښو تر نږدې استوګنې سیمې ځان ورسوي او له خلکو مرسته وغواړي. ژوندي پاتې کسان لومړی کابل او څو ورځې وروسته روسیې ته ولېږدول شول.

د روسیې د څېړنو کمېټې د پلټنو د پایلو په اړه ویلي، چې پیلوټ د سخت مخالف باد او د تېلو د خلاصېدو له ګواښ سره، سره د بېړنۍ ناستې پرېکړه ونه کړه او الوتنې ته یې دوام ورکړ. د کمېټې په وینا، په پایله کې د الوتکې تېل په بشپړه توګه خلاص شول او دواړه انجنونه یې ودرېدل.

روسي پلټونکو همداراز موندلې، چې د الوتکې پیلوټانو د یوې امریکايي کمپنۍ د روزنیزو اسنادو پربنسټ د الوتنې جوازونه ترلاسه کړي وو؛ خو دغه اسناد جعلي وو. د راپور له مخې، د یادې پېښې څېړنې تر دوو کلونو ډېر وخت نیولی او روسي چارواکو د الوتکې د پرېوتو له امله مالي زیان څه باندې ۴۷ مېلیون روبله چې شاوخوا ۵۷۲زره امریکايي ډالره کېږي اټکل کړی دی. ښايي محکمه پیلوټ د یاد زیان د جبرانولو مکلف هم وګرځوي.

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰
100%

د پکتیا طالب والي عبدالخالق عابد د رسنیو د ارزښت او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ له رسنیو سره د همکارۍ ژمنه کړې؛ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو نیول، د خبرونو سانسور، د رسنیو تړل او د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي محدودول دوام لري.

د پکتیا ولایت رسنیز دفتر (د لړم ۱۷مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې عبدالخالق عابد د طالبانو له ویاندویانو او د بېلابېلو رسنیو له استازو سره په لیدنه کې ویلي رسنۍ د ولسونو ترمنځ د یووالي، د ټولنې د اصلاح، د عامه پوهاوي د لوړولو او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي مهم مسوولیت لري.

د نوموړي په وینا، رسنۍ د دغه ډلې د مشرتابه د فرمانونو، لارښوونو او پرېکړو په خپرولو او ترویج او همدارنګه د هېواد د روانو پرمختګونو، ډاډمن امنیت او ښې حکومتولۍ د انځور په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

عابد د رسنیو له استازو سره د اطلاعاتو پر وخت شریکولو، معلوماتو ته د لاسرسي د زمینې برابرولو او د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

خو د طالبانو د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د دوی تر واک لاندې له تېرو څه باندې پنځو کلونو راهیسې د رسنیو خپلواکي په بېلابېلو لارو محدوده شوې او د خبریالانو پر وړاندې د نیونو، ګواښونو، سانسور او ځورونې ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په کلني راپور کې ویلي، چې په دغه کال کې یې د رسنیو او خبریالانو د حقونو د سرغړونو لږترلږه ۲۰۷ پېښې ثبت کړې دي. د راپور له مخې، په دغه پېښو کې ۱۸۳ د ګواښ او فشار او ۲۱ د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو پېښې شاملې وې. د راپور د خپرېدو پرمهال پنځه کسان لاهم په بند کې وو.

دغه مرکز همدارنګه ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له‌خوا د ساکښو موجوداتو پر تصویرونو د بندیز له امله لږ تر لږه ۲۱ سیمه‌ییز ټلوېزیوني چېنلونه تړل شوي وو. دغه بندیز د ۲۰۲۶کال تر مارچ پورې په ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی و.

د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه یوازې د نیونو او د رسنیو د تړلو تر کچې نه دي پاتې شوي؛ بلکې د خبرونو له خپرېدو مخکې د چارواکو تایید، د انتقادي راپورونو مخنیوی او د رسنیو د محتوا مستقیم کنټرول هم په‌کې شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۲۳مه په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو استخباراتي اداره د رسنیو محتوا څاري او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارکوونکي د رسنیو دفترونه پلټي. د دغه سازمان په وینا، په ځینو سیمو کې خبریالان اړ دي چې خپل راپورونه له خپرېدو مخکې د اطلاعاتو او کلتور له ریاستونو سره شریک کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي: «د طالبانو چارواکي په زیاتېدونکي ډول افغان خبریالان اړ باسي، چې خوندي او له مخکې تایید شوي راپورونه جوړ کړي او هغه خبریالان په خپلسرو نیونو او شکنجو مجازات کوي چې له دې کرښې واوړي».

د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو یوه بله بېلګه د ۲۰۲۶کال په ترڅ کې د څو رسنیزو بنسټونو تړل دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپورونو له مخې، د اصلاح غږ راډیو، تمدن ټلوېزیون او راه فردا ټلوېزیون فعالیتونه ودرول شول. همدارنګه د افغان غږ خبري اژانس او تبیان فرهنګي مرکز دفترونه وتړل شول او یوشمېر کارکوونکي یې ونیول شول.

د اکتوبر په ۱۰مه په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې هم په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ودرول شوې. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې پرېکړې لپاره د «پرله‌پسې سرغړونو» یادونه کړې وه؛ خو د ادعا شویو سرغړونو مشخص جزییات یې نه وو وړاندې کړي.

د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه هم د طالبانو د رسنیزې تګلارې مهمه برخه ده. په دولتي رسنیو کې د ښځو د کار مخنیوی، د هغوی د غږونو سانسور، په مطبوعاتي غونډو کې د ګډون محدودول او د ښځینه خبریالانو د انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو مخنیوی هغه اقدامات دي چې د رسنیو په فعالیتونو یې پراخ اغېز کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۲۸مه ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱کال له اګست راهیسې لږ تر لږه ۲۴ داسې لارښوونې او فرمانونه صادر کړي چې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونه محدودوي. یاد مرکز د دغه اقداماتو په پایله کې د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي حق هم زیانمن شوی بولي.

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې ویلي: «د افغانستان خلک نن د معلوماتو په بشپړه تیاره کې ژوند کوي؛ نه د جګړې له امله بلکې د یوې قصدي او رسمي تګلارې له کبله».

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د مطبوعاتي ازادۍ په نړۍوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای ورکړی او د دغه هېواد د مطبوعاتي ازادۍ نمره یې له ۱۰۰ څخه ۱۹،۵۱ ښودلې ده.

د پکتیا په وروستۍ غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیض الله جوهري هم ویلي، چې د طالبانو د رسنیزې پالیسۍ په ژمنتیا به د رسنیو د پیاوړتیا او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې دوام ومومي.

ورته مهال د غونډې په وروستۍ برخه کې د رسنیو په استازیتوب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نشراتو امر نیازالله اصیل ځاځي د رسنیو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي او ډاډ یې ورکړی، چې په پکتیا کې به ټولې رسنۍ د طالبانو د رسنیزې پالیسۍ په ژمنتیا او د ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کوي.

د طالبانو د چارواکو له دغه څرګندونو سره، سره د خبریالانو د نیولو، د خپلواکو رسنیو د تړلو، د خبرونو د سانسور او د معلوماتو د خپرولو د محدودولو مستند موارد ښيي چې د رسنیو د اهمیت په اړه د دوی څرګندونې له عملي رسنیز وضعیت سره څرګند واټن لري.

د بلخ د چرګانو فارم لرونکي: د وارداتي غوښې زیاتوالي مو کاروبار له سقوط سره مخ کړی

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۰
100%

په بلخ ولایت کې د چرګانو فارم‌ لرونکو افغانستان انټرنشنل ته د غوښې د بیې د پام وړ کمښت او د بې‌کیفیته بهرنیو چرګوړو د بې‌حده وارداتو خبر ورکړی دی. د دوی په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، کاروبار به یې له ماتې سره مخ شي.

د دغو فارمونو مالکانو نن یکشنبه، د لړم پر ۱۷مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دانې او درملو د لوړې بیې له امله د هر کیلوګرام ژوندي چرګ د روزنې لګښت شاوخوا ۱۳۰ افغانیو ته رسېږي؛ خو له دوو میاشتو راهیسې مجبور دي خپل چرګان په خورا ټیټه بیه وپلوري.

د دوی په وینا، تر دوو کیلوګرامو کم ژوندي چرګان په هر کیلو ۱۰۰ افغانۍ او درې کیلوګرامه او تر دې پورته چرګان په هر کیلو ۱۰۵ افغانۍ پر دوکاندارانو پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د چرګانو په فارم کې د چرګانو د پلور بیه د ۱۴۰ تر ۱۴۵ افغانیو ترمنځ وه او په هر کیلو کې به یې لس افغانۍ ګټه کوله.

فارم لرونکي وایي چې د چرګ د بیې له کمېدو سره سره، د دانې د هرې ۵۰ کیلوییزې بوجۍ بیه د ۲۲۵۰ او ۲۶۰۰ افغانیو ترمنځ ده او په دې بیه د دانې سره د هغوی روزل ورته خورا ګران تمامېږي.

د دوی په وینا، د تولید لګښت یې د چرګانو د پلورلو له پیسو څخه پيسو ډېر دی.

د چرګانو روزونکي د دغه وضعیت یو له اصلي لاملونو پر بازار د څارنې نشتوالی او له اړتیا زیات د بې‌کیفیته یو ورځنیو چرګوړو واردول بولي.

د دوی په وینا، دا نوي له هګیو وتلي یو ورځني چرګوړو ډېری له ازبکستان او ایرانه واردېږي او سوداګر یې پر فارمونو خاوندانو پلوري.

د چرګانو روزونکي وایي، چې ډېری دا چرګوړو د روزنې په جریان کې تلف کېږي او د هغوی د پېرلو او ساتنې لګښت هم لوړ دی.

نظیر احمد (مستعار نوم)، چې د یو فارم خاوند دی، افغانستان انټرنشنل ته وایي چې په اوسني وضعیت کې، هغه دلالان چې له موږ څخه چرګ اخلي او پر قصاب یې پلوري تاوان نه کوي، هر څه تاوان چې دی هغه د فارمونو خاوندان دي.

هغه زیاتوي: «له څو تېرو اونیو راهیسې هر څه چې موږ پلورلي له تاوان سره مل وو. ټول زیان هغو فارمونو خاوندانو ته رسېږي چې تر ټولو ډېر زحمت وباسي او خپله پانګه له لاسه ورکوي. دا مهال سل په سلو کې فارم‌ونو واله پوروړي دي او د هر یوه پور د ۲۰۰ زرو او ۵۰۰ زرو افغانیو ترمنځ دی. دا په رښتیا یو سراسري ناورین دی».

د سوداګر او د اقتصادي چارو کارپوه اشرف تېمور افغانستان انټرنشنل ته وایي چې په ټول افغانستان کې د چرګانو د روزنې د بازار اوسنی بحران د هغو ستونزو پایله ده چې تر اوسه یې د حل لپاره کوم اغېزمن ګام نه دی پورته شوی.

د هغه په وینا، که څه هم له بهر څخه د چرګانو د کنګل شوې غوښې واردول په رسمي توګه منع دي، خو د بې‌کیفیته او ناروغو یو ورځنیو چرګانو واردات لا هم د افغانستان د چرګانو بازار ته زیان رسوي.

هغه زیاتوي: «اصلي ستونزه دا ده چې د دغو چچو لویه برخه وارداتي ده او له بلې خوا، د هغو چرګړو پر شمېر هېڅ دقیقه څارنه نشته چې هېواد ته واردېږي او په فارمونو کې روزل کېږي. کله چې د چرګړو شمېر د بازار له اړتیا ډېر وي، د تولید کچه لوړېږي او د چرګانو بیه راټیټېږي».

د هغه په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، کېدای شي په هېواد کې د چرګانو ډېری فارمونه خپل فعالیت ودروي.

د بلخ ولایت د چرګانو روزونکي هم افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې د دې وضعیت دوام کولای شي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه واړه او لوی فارمونه له مالي ماتې سره مخ کړي.

د کورنیو تولیداتو پر بازار د ملاتړ او څارنې نشتوالی

د رسمي شمېرو او د چرګانو د روزونکو د اتحادیې د راپورونو له مخې، په بلخ ولایت کې د یو زر او ۲۰۰ او یو زر او ۵۰۰ ترمنځ د چرګانو فارمونه فعالیت کوي.

په دغو فارمونو کې د غوښینو چرګانو، هګۍ اچوونکو چرګانو او د چرګړو د تولید مرکزونه شامل دي.

دا فارمونه د مزارشریف د بازار د اړتیا لویه برخه پوره کوي چې هره ورځ له ۳۵ تر ۴۰ ټنو پورې د چرګانو غوښه مصرفوي. سره له دې، د چرګانو روزونکي وایي چې د بیو راټیټېدو او د تولید د لګښتونو لوړېدو د دغو مرکزونو فعالیت له جدي خطر سره مخ کړی دی.

کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور له اقتصادي ستونزو، د پلور له کمښت او د دولت او نړیوالو بنسټونو له خوا د کافي ملاتړ له نشتوالي سره مخ و.

د هغوی په وینا، د لومړنیو توکو د بیو پرله‌پسې بدلون، د اړتیا وړ توکو بې‌څارنې واردات، د کورنیو تولیدونکو لپاره د ملاتړیزو پروګرامونو نشتوالي، د ډېرو کوچنیو او متوسطو کاروبارونو کار ستونزمن کړی دی.

د چرګانو فارمونه هم له هغو برخو څخه دي چې له دغه وضعیت څخه زیانمن شوي دي.