ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو په موخه د قطر له لومړي وزیر سره ګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له لومړي وزیر سره د ایران جګړې د پای ته رسولو په اړه ګوري. ایران د بندیزونو د لیرې کېدو او بندرونو د خلاصون په بدل کې د هرمز تنګي د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د رویټرز د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ایران د جګړې په منځګړیتوب کې د قطر له لومړي وزیر سره ګوري، ځکه چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته د دې جګړې د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
که څه هم د ډیپلوماتیکو هڅو لړۍ پراخه شوې، خو امریکایي او د خلیج جګپوړو چارواکو ژر تر ژره د یوه پرېکنده او سملاسي هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه شکونه څرګند کړي دي.
د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، چې تېره اونۍ یې تهران ته سفر کړی و، په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال جي ډي ونس سره ګوري.
د ایران له خوا د جګړې د پای ته رسولو لپاره په وړاندیز شوې طرحه کې راغلي چې واشنګټن دې د ایران د بندرونو کلابندي پای ته ورسوي، ځینې بندیزونه دې لیرې کړي او بمبارۍ دې ودروي، او په بدل کې به یې تهران د هرمز په تنګي کې خپل بندیزونه ختم کړي او وروسته به د اټومي پروګرام او نورو بندیزونو په اړه خبرې وشي.
خو د امریکا متحده ایالاتو د تهران دغه طرحه بیا بیا رد کړې ده، په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ د ایران دغه شرایط «شرموونکي، مسخره او غیر واقعي» وبلل.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ د نوي پراخ پوځي برید احتمال لږ بللی، خو بیا هم چمتو نه دی چې د تهران دغه اوسنی وړاندیز ومني او ټینګار یې کړی چې ځواکونه یې په سیمه کې چمتو ولاړ دي.
دواړو لورو ترمنځ متقابل بریدونه لاهم دوام لري او د ایران دولتي رسنیو ویلي چې امریکا د شپې پر مهال د قشم پر ټاپو هوایي بریدونه کړي دي.
د ایران له لوري د خلیج فارس په اوبو او هرمز تنګي کې پر تېل وړونکو بېړیو بریدونه روان دي او په یمن کې د دوی حوثي متحدینو پر سعودي عربستان بریدونه کړي دي.
