ټرمپ: د یوایفسي مشر ته مې د ویاندۍ دنده له ټوکې وړاندیز کړې وه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې د ازادو مبارزو د سازمان (یوایفسي) مشر دانا وایټ ته یې په ټوکه د خپلې ویاندۍ دنده وړاندیز کړې وه. د هغه په وینا، دغه وړاندیز جدي نه و.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «یوازې ټوکه مې کوله، خو دانا په دې خبره ډېر خوښ شوی دی. دانا ځانګړی دی؛ هغه فوقالعاده دی.»
ترامپ د شنبې په ورځ په تروت سوشال ټولنیزې شبکې اعلان کړی و چې د سپینې ماڼۍ د ویاندۍ څوکۍ یې وایت ته وړاندیز کړې ده. هغه لیکلي وو: «دانا به داسې ویاند وي چې ساري یې نه وي لیدل شوي. دانا، مهرباني وکړه دا دنده ومنه!»
د امریکا ولسمشر همدارنګه له وایت څخه غوښتي وو چې د رزمي لوبو یو شمېر اوسني او پخواني مبارزین له ځان سره د مرستیالانو په توګه راولي، ترڅو د نوموړي په خبره، د «لېونو کیڼ اړخو» په وړاندې د دولت دفاع وکړي.
وایت د دې وړاندیز په غبرګون کې وویل: «زه اوس مهال هم ډېر کارونه لرم.» هغه همدارنګه د دوشنبې په ورځ د ترامپ د لیدنې د پروګرام خبر ورکړ، خو د دې دندې د منلو په اړه یې کومه څرګنده تبصره ونه کړه.
خو تر دې مخکې نیویارک ټایمز د دانا وایت په حواله راپور ورکړی و چې نوموړي د ډونالد ترامپ وړاندیز رد کړی دی.
ترامپ زیاته کړه چې له وایت سره پلان شوې لیدنه به د نورو لاملونو له مخې ترسره شي.
د سپینې ماڼۍ د ویاندۍ څوکۍ د اکټوبر میاشتې راهیسې، د «کیتي زاکاریا» تر استعفا وروسته تش پاتې ده.
زاکاریا د «کارولین لیویت» ځایناستې شوې وه، کومې چې د ترامپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې دغه څوکۍ پر غاړه درلوده.
دانا وایت د ترامپ له پخوانیو ملاتړو څخه ګڼل کېږي او د ۲۰۱۶، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو په ولسمشریزو ټاکنیزو غونډو کې یې د نوموړي ملاتړ کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي ګوند په کانګرس کې خپل اکثریت په دواړو خونو کې له لاسه ورکړی دی.
