د بنګلهدېش موقت حکومت د شېخ حسینې د پاسپورټ تمدید او بېرته ستنېدل رد کړل

د بنګلهدېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له هندوستان څخه خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د نوي پاسپورت او پېژندپاڼې رسمي غوښتنه کړې، خو د بنګلهدېش موقت حکومت سمدستي دا غوښتنه رد کړه.
د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې، دا په ۲۰۲۴ کال کې له واکه تر لرې کېدو او هند ته تر تېښتې وروسته هېواد ته د تګ په موخه د شېخ حسینې لومړنۍ هڅه ده.
په لندن کې د «میټریکس چیمبرز» حقوقي بنسټ د شیخ حسینې په استازیتوب په نوي ډیلي کې د بنګلهدېش سفارت ته په یوه رسمي لیک کې غوښتنه کړې چې د هغې د بنګلهدېشي تابعیت او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې دې هغې ته ژر تر ژره نوی پاسپورت او پېژندپاڼه ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې موقت حکومت د هغې پخواني اسناد لغوه کړي دي. حسینې ویلي چې نیت لري په ډسمبر میاشت کې هېواد ته ستنه شي او یوې محکمې ته ځان وسپاري.
خو د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همایون کبیر خبریالانو ته وویل، حکومت هېڅ «ترهګر» ته پاسپورت نه ورکوي او حسینه یوه تښتېدلې مجرمه ده. هغه زیاته کړه چې ډاکه له هند سره د مجرمینو د سپارلو یو فعال تړون لري او غواړي چې هندي لوري نوموړې د محاکمې لپاره دوی ته وسپاري. د بنګلهدېش د جنګي جرمونو محکمې تېر کال په غیابي توګه شیخ حسینه د محصلینو د لاریونونو د مرګوني ځپلو په تور د مرګ په سزا محکومه کړې وه، خو هغې دا تورونه رد کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د بنګلهدېش د دغه غبرګون په اړه تازه څرګندونې نه دي کړې، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د حسینې د سپارلو په اړه د ډاکې غوښتنه څېړي او غواړي له نوي حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړي. حسینه شل کاله د بنګلهدېش لومړۍ وزیره وه او ګوند یې، عوامي لیګ، اوس په دغه هېواد کې بندیز سره مخ دی، خو هېواد ته د هغې د احتمالي راستنېدو پلان په ډاکه کې نوې سیاسي او قانوني ناندرۍ راپورته کړې دي.
