مصر اخوان المسلمین غورځنګ او درې مشران یې د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل

د مصر رسمي ورځپاڼې نن راپور ورکړ، چې عبدالرحمن مليجي، جمال عبدالحميد او اسامه الرخ او اخوان المسلمین غورځنګ د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل شوي دي. دا کسان دولتي دندو ته نه پرېښودل کېږي او د سفر د بندیز تر څنګ یې پاسپورټونه لغوه شوي دي.
د دغې پرېکړې له مخې، په مصر کې د اخوانالمسلمین هر ډول تشکیلاتي فعالیت منع شوی، دفترونه یې تړل کېږي او د ډلې او اړوندو کسانو ټولې مالي شتمنۍ کنګل کېږي. د مصر رسمي ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۸مه نېټه راپور ورکړ چې دا پرېکړه د اخوانالمسلمین پر دریو مشرانو د سترې محکمې له خوا د قطعي قضايي احکامو له صادرېدو وروسته نهایي شوې ده.
په دغه پرېکړه کې راغلي چې عبدالرحمن حسن محمد ملیجي، جمال عبدالحمید جمعه عبدالحمید او اسامه ابراهیم محمد مصطفی الرخ هغه درې تنه دي چې نومونه یې په رسمي توګه په ترهګریز نوملړ کې ثبت شوي دي. د مصر د قوانینو له مخې، تر هغې چې د اخوانالمسلمین نوم په دغه نوملړ کې وي، دا ډله د غونډو د جوړولو، د دفترونو د پرانیستلو او د مستقیم یا غیرمستقیم مالي ملاتړ د ترلاسه کولو حق نه لري. همدارنګه په دغه ډله کې غړیتوب، ورته بلنه، تبلیغات او د هغوی د شعارونو کارول هم په بشپړه توګه منع شوي دي.
د دغو کسانو نومونه د هېواد د وتلو پر ممنوعیت سربېره د څارنې په لیست کې اچول شوي، پاسپورتونه یې باطل شوي او د نوي پاسپورت د اخیستو حق نه لري. دا درې واړه کسان د دولتي مقامونو د ترلاسه کولو، په پارلمان کې د استازیتوب او د سیمهییزو شوراګانو د غړیتوب قانوني صلاحیت هم له لاسه ورکوي او که په دولتي ادارو کې کار کوي، له دندو به ګوښه شي او د تعلیق پر مهال به یوازې نیم معاش اخلي.
دغه راز پر یادو مشرانو په مدني، ټولنیزو او دیني بنسټونو کې هم بندیزونه لګېدلي دي. هغوی په ټولنو، شرکتونو، اتحادیو، ورزشي فدراسیونونو او ټولنیزو بنسټونو کې له هر ډول غړیتوبه بېبرخې شوي دي. د دغو کسانو ټولې شخصي شتمنۍ او له ګډو شتمنیو څخه د دوی ونډه کنګل شوې ده او د مصر قوانین د دوی لپاره د پیسو راټولول، لېږدول او د هر ډول بانکي اسانتیاوو برابرول غیرقانوني بولي.
