دوی زیاته کړه، چې سبا به هم د ټرانسپورټ وزارت مخې ته راټول شي او که طالبان یې غوښتنو ته پام ونه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د مساپر وړونکو موټرو خاوندان وايي، په تېر حکومت کې د هر موټر لپاره د ټرانسپورټ د تګپاڼې لګښت یو زر او ۸۰۰ افغانۍ و، خو اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د هرات ـ کابل پر لاره د تګ او بېرته راتګ لپاره شاوخوا ۱۶ زره افغانۍ او په برعکس مسیر کې شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ اخلي. د هغوی په وینا، طالبان د سړک د محصول په نوم نږدې پنځه زره افغانۍ هم ترې اخلي.
پر دې سربېره، د سونتوکو بیه هم له ۴۰ افغانۍ څخه ۸۵ افغانیو ته لوړه شوې، چې موټرخاوندان یې ورکړه هم ملا ماتوونکې بولي.
د موټرو مالکان هغه کسان دي چې په دې مسیر کې مساپر وړونکي موټرونه لري، خپل موټرونه چلوونکو ته سپاري او له دې لارې عاید ترلاسه کوي.
وکیلاحمد (مستعار نوم) هغه کس دی چې مساپر وړونکي موټرې لري او شاوخوا ۲۰ کاله کېږي د هرات ـ کابل او کابل ـ مزار پر لارو خدمتونه وړاندې کوي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په تېر حکومت کې د ټرانسپورټ د تګپاڼې لګښت ډېر لږ و، خو اوس د هر مسیر لپاره ډېرې پیسې ورکوو او هر شرکت هم په جلا توګه ۱۰ زره افغانۍ کمېسیون اخلي. له دې ټولو لګښتونو سره، چې ټولټال شاوخوا ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي، نور هېڅ عاید نه راته پاتې کېږي».
ملکزاده (مستعار نوم) یو بل تن دی چې مساپر وړونکي موټرونه لري او د لویو لارو له خرابوالي او د موټرو د ترمیم د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، چې هېڅوک زموږ خبرې نه اوري.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «سړکونه ډېر خراب او ویجاړ شوي دي. په وروستي سفر کې، د ټولو لګښتونو له ورکړې وروسته یوازې یو زر او ۸۰۰ افغانۍ راته پاتې شوې. د تېلو د بیې له لوړېدو او د موټرو د ترمیم د لوړ لګښت له امله نور نه شو کولای له دې کاره عاید ترلاسه کړو».
د موټرو دغه مالکان خصوصي شرکتونه هم تورنوي، چې تر ټاکل شوې کچې زیات کمېشنونه اخلي.
ملکزاده وايي، په قانوني اسنادو کې د شرکتونو کمېشن یوازې دوه سلنه ټاکل شوی، خو شرکتونه د موټر له مالکانو څخه له شپږو تر لسو زرو افغانیو پورې اخلي. د هغه په وینا، که موټرخاوندان دا پیسې ورنه کړي، شرکتونه یې د خپلو موټرو له نوملړ څخه نومونه وباسي.
د دغو موټرخاوندانو په وینا، د تېر حکومت پر مهال د هرات ـ کابل پر مسیر د هر موټر لپاره د ټرانسپورټ د تګپاڼې لګښت یو زر او ۸۰۰ افغانۍ او د کابل ـ هرات پر مسیر یو زر او ۶۰۰ افغانۍ و.
په همدې وخت کې، افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو هم رسېدلې، چې پکې ښکاري یو مساپر وړونکی موټرچلوونکی د سړک او ټرانسپورټ د محصول نیلي رنګه پاڼه په لاس کې نیولې او د لګښتونو له بېساري زیاتوالي شکایت کوي. نوموړی په ګیلهمنه لهجه وايي، چې له کندهاره تر هراته د یوه مسیر لګښت درې زره او ۸۵۰ افغانیو ته رسېدلی او هېڅوک د دې ګرانۍ مخه نه نیسي؛ له یوې خوا د سونتوکو بیې لوړې شوې او له بلې خوا د مسیر لګښتونه زیات شوي دي.
خو د موټرو مالکان وايي، چې په هغه وخت کې له ځینو ستونزو سره سره، لویې لارې به تر یوه بریده ترمیمېدې او د ټرانسپورټ په برخه کې فعالیت ورته عاید درلود. خو د هغوی په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دولتي لګښتونه او د خصوصي شرکتونو کمېسیونونه زیات شوي او د سړکونو خرابوالي هم د موټرو د ترمیم او ساتنې لګښتونه لوړ کړي دي. هغوی وايي، په اوسنیو شرایطو کې دغه کاروبار نور ورته ګټه نه لري.