تایوان: چین د امریکا د احتمالي مداخلې مخنیوي لپاره په ارام سمندر کې پوځي تمرینونه کوي

د تایوان دفاع وزیر وايي، چین د خپلې الوتکې وړونکې بېړۍ او نورو سمندري ځواکونو په ګډون په لوېدیځ ارام سمندر کې د سیمې د بندولو پوځي تمرینونه کړي، چې موخه یې د احتمالي جګړې پر مهال د امریکا او متحدینو د مداخلې مخنیوی بلل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چین چې تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي، په منظم ډول خپلې جنګي الوتکې او سمندري بېړۍ د دغه ټاپو شاوخوا هوايي او سمندري سیمو ته لېږي.
تېره اوونۍ د تایوان د ملي امنیت شورا منشي جوزف وو په خپله اېکسپاڼه کې د چین د څه باندې ۱۰۰ سمندري او ساحلي ساتونکو بېړیو د ځای پر ځای کېدو جزییات خپاره کړل. د دغو بېړیو فعالیتونه د تایوان شاوخوا، د سویلي چین سمندرګي او ارام سمندر ته غځېدلي دي.
د تایوان دفاع وزارت هم تېره اوونۍ د دغه ټاپو په شاوخوا کې د چین د هوايي ځواک د الوتکو د شمېر د پام وړ زیاتوالی راپور ورکړی و خو چین په رسمي ډول د کوم پوځي تمرین اعلان نه دی کړی.
د تایوان د دفاع وزیر وېلینګټن کو ویلي، د چین دغه ډول پوځي فعالیتونه د هند او ارام سمندر په سیمه کې د سولې او ثبات د کمزوري کولو لپاره ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې، د تایوان پوځ د ګډو استخباراتي معلوماتو، څارنې او کشفي وسایلو په مرسته د چین فعالیتونه له نږدې څاري او له خپلو متحدینو سره استخباراتي معلومات شریکوي، څو د چین پوځي خوځښتونو ته مناسب ځواب ووایي.
د چین دفاع وزارت تېره میاشت ویلي وو چې د لیاو نینګ الوتکې وړونکې بېړۍ په لوېدیځ ارام سمندر کې کلني روزنیز تمرینونه ترسره کوي، څو په ازادو سمندري او لرې واټنونو کې د جګړې وړتیاوې وازمويي. د دغه وزارت په وینا، دا تمرینونه د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دي.
چین د تایوان د خپلې ولکې لاندې راوستلو لپاره د زور کارول نه دي رد کړي، خو وايي چې د دغه ټاپو له ځان سره سولهییز یوځای کېدو ته لومړیتوب ورکوي. بلخوا د تایوان حکومت د بېجینګ د حاکمیت ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې یوازې د دغه ټاپو خلک د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې حق لري.
