د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي

په فراه کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند کلیم الله ننګیال ویلي چې د جمعې په ورځ د بکواه ولسوالۍ د شاګۍ په سیمه کې د هاوان د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د مدرسې څلور زده کوونکي وژل شوي دي. طالبانو ویلي، د پیښې د قربانیانو عمرونه د ۱۰ او ۱۶ کلنو ترمنځ دي.
