قطري پلاوي د جګړې د پای ته رسولو د خبرو لپاره تهران ته سفر کړی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي ویلي، د قطر یوه پلاوي د جګړې د پای ته رسولو په موخه د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په ترڅ کې تهران ته سفر کړی او له ایراني چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په وینا، د قطر پلاوي د جمعې په ماښام په تهران کې خبرې کړې دي.
قطر له اوږدې مودې راهیسې له ایران او امریکا دواړو سره د خپلو اړیکو له لارې په سیمهییزو شخړو کې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره هڅې کوي.
کاظم غریبابادي تسنیم خبري اژانس ته ویلي: «موږ له منځګړو، د قطر د استازو په ګډون، هم مخامخ او هم د انلاین اړیکو له لارې په تماس کې یو او اړینې سلا مشورې کوو، څو معلومه شي چې ایا ډیپلوماسۍ ته د یوه بل فرصت ورکول کېدای شي که نه.»
د هغه په وینا، د قطر پلاوي تر خبرو وروسته بېرته له ایرانه وتلی دی. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دغه پلاوي د غړو او د خبرو د پایلو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
امریکا او اسراییل د تېر لمریز کال په کب میاشت کې پر ایران برید وکړ او تهران هم په غبرګون کې پر اسراییل او هغو خلیجي هېوادونو بریدونه وکړل، چې د امریکا پوځي اډې پکې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ټینګار کړی، چې تهران لا هم هیله لري، ډیپلوماسي وکولای شي له امریکا سره د دغه هېواد جګړه پای ته ورسوي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د ډیپلوماسۍ له لارې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی و.