د کاناډا دفاع وزیر: له امریکا سره مو پوځي اړیکې او همکارۍ د پخوا په څېر پیاوړې دي

د کاناډا د دفاع وزیر ډېوېډ مک ګینټي اعلان کړی چې د کاناډا او امریکا د پوځونو ترمنځ د همکارۍ د محدودولو په اړه یې کوم پټ یادښت نه دی لیدلی او د دواړو هېوادونو وسلهوال ځواکونه لاهم له یو بل سره نږدې کار کوي.
د کاناډا د دفاع وزیر مک ګینټي د شنبې په ورځ په هالیفکس کې د یوه امنیتي کنفرانس په څنډه کې رویټرز ته ویلي، چې د واشنګټن او اوتاوا پوځي اړیکې پر خپل ځای پاتې دي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ په یوه پټ یادښت کې د کاناډا او امریکا د ځواکونو پر ګډ کار نوي محدودیتونه لګولي دي. خو د پنټاګون ویاند ویلي، چې دغه لارښود د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو او د ناټو او د شمالي امریکا د هوايي دفاع قوماندانۍ یا نوراډ له لارې پر همکاریو کوم اغېز نه کوي. مک ګینټي په دې اړه وویل: «زه د پوځونو ترمنځ او په نورو برخو کې زموږ د ګډ کار په منځ کې هېڅ واټن نه وینم.»
د کاناډا د دفاع وزیر څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو پوځونه د مخدره توکو لکه کوکایین او فینټانیل د قاچاق د مخنیوي لپاره په کارابین سمندرګي کې، په یوځای شویو توغندیزو سیسټمونو او د شمالي امریکا په فضا کې د جنګي الوتکو په الوتنو کې اوږه په اوږه کار ته دوام ورکوي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له امریکا سره د کاناډا د یوځای کولو له مکررو ګواښونو سره سره، مک ګینټي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د پوځونو په همکارۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د نوراد تر چتر لاندې ۷۰ کلنه همکاري خورا اغېزمنه وه.
مک ګینټي همداراز ومنله چې د کاناډا په دفاعي تګلاره کې ځینې بدلونونه د ټرامپ د ګواښونو له امله رامنځته شوي او د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني په مشرۍ، اوتاوا تېر کال د لومړي ځل لپاره د خپل ناخالص کورني تولید دوه سلنه پوځي بودیجې ته ځانګړې کړه او پلان لري چې دا کچه تر ۲۰۳۵ کال پورې پنځه سلنې ته لوړه کړي.
