• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مارک روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هرې لوېشتې دفاع وکړي

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د ناټو عمومي سر منشي مارک روټه په وارسا کې ویلي، چې ناټو به د پولنډ د خاورې له هرې برخې دفاع وکړي. نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې پولنډ وویل، روسیې د درېیو شیانو په وسیله چې احتمالا دوه توغندي او یوه بې‌پیلوټه الوتکه وه، د دغه هېواد هوايي حریم نقض کړی دی.

د پولنډ خبري اژانس د شنبې په ورځ د روټه له قوله راپور ورکړی، چې هغه ویلي: «زه ډاډ درکولی شم چې ناټو به د پولنډ د خاورې له هرې لوېشتې دفاع وکړي.»

د پونلډ د خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپا لپاره د ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال الېکسس ګرینکېوېچ به د دفاعي او مخنیوي وړتیاوو پر وړاندې د هر ډول ګواښ د پېژندلو لپاره ټول اړین اقدامات وکړي او که اړتیا وي، مناسب بدلونونه به پکې راولي.

د اوکراین په جګړه کې د روسیې له ښکېلتیا راهیسې، بې‌پیلوټه الوتکې په وار وار د ناټو د ختیځې څنډې د هېوادونو هوايي حریم ته ننوتې دي. دغو پېښو له لوېدیځ پوځي ایتلاف سره ترینګلتیا زیاته کړې او دا وېره یې پیاوړې کړې، چې ښايي جګړه نورو سیمو ته هم وغځېږي.

دغه سرغړونه د جمعې ورځې په داسې حال کې وشوه، چې پولنډ د اوکراین د متحدو هېوادونو د «لېوالتیا ایتلاف» په ګډون د پوځي تمرینونو کوربه و. پولنډي چارواکو ویلي، چې د دغو پېښو هم‌مهالي تصادفي نه وه.

ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۳

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۴
تازه خبر

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۵

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

•
•
•

نور خبرونه

سعودي ایتلاف په یمن کې بریدونه کړي، خو حوثیان د غچ ګواښ کړی

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په حدیده بندر او درېیو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په غبرګون کې یې حوثیانو د سعودي پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د ایتلاف ویاند ترکی بن صالح المالکي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ځواکونو یې په حدیده بندر کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د هغه په وینا، په صنعاء کې یې هم پوځي اهداف، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او د اکمالاتو یو زېرمتون په نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایتلاف په بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي دي. بلخوا، د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې په ۳۱ هوايي بریدونو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ۹۱ بریدونو او سلګونو توپچي بریدونو کې ۱۹۳ حوثي جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دواړو لورو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ایتلاف ویاند ویلي چې د یمن پولې ته نږدې د جیزان سیمې پر فضا دوه بالستیک توغندي شنډ شوي او پاتې شوني یې په الشقیق سیمه کې لوېدلي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر اېکس لیکلي چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د الشقیق برېښناکوټ او د جیزان بندر په مستقیمو بریدونو کې په نښه کړي او پراخ زیان یې ور اړولی دی.

په همدې حال کې، د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د المخا ښار د یوه برېښناکوټ انځورونه خپاره کړي چې د ایتلاف په هوايي برید کې زیانمن شوی دی.

د ایتلاف دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد پر تر ټولو لوړه ودانۍ برید وکړ. دغه ودانۍ د ریاض په مالي سیمه کې موقعیت لري.

د ایتلاف له خوا د حدیده بندر شاوخوا ملکي وګړو ته د سیمې د پرېښودو تر خبرداري وروسته، حوثیانو ګواښ کړی چې که دغه بندر تر برید لاندې راشي د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر غاړه به جده او نور بندرونه په نښه کړي.

د حوثیانو د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز د جده بندر له کاروونکو بېړیو شرکتونو او نورو ادارو ته برېښنالیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې بندر پرېږدي.

یحیی سریع ټولو هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي حریم خوندي نه دی او په راتلونکو ساعتونو کې به د حوثیانو د عملیاتو ډګر وي.

هغه ویلي چې د مکې او مدینې سپېڅلی هوايي حریم له دې خبرداري مستثنا دی.

سریع د ریاض د ملک عبدالله مالي سیمې خلکو ته هم ویلي چې له سیمې لرې شي او دغه ځای یې پوځي هدف بللی دی.

د سرچینې په وینا، د دغې سیمې دفترونه څو اوونۍ مخکې تخلیه شوي وو.

بنګله‌دېش: د روهینګیا نسل‌وژنې قربانیان باید عدالت ترلاسه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د بنګله‌دېش د ولسي جرګې مشر خلیل الرحمن د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار د امنیتي ځواکونو د نسل‌وژنې په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه مهمه بللې او د قربانیانو لپاره د تاوان او د روهینګیا کډوالو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

خلیل الرحمن د روهینګیا کډوالو په یوه کمپ کې د کډوالو او خبریالانو پر وړاندې د وینا پر مهال وویل د نړیواله عدلي محکمې د هغوی غږ اورېدلی او د ۲۰۱۷ کال پېښې یې د نسل‌وژنې په توګه یادې کړې دي.

هغه وویل: «پرون په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړې محکمې پرېکړه وکړه. په دې پرېکړه کې ستاسو نوم یاد شو روهینګیا، هو، روهینګیا. پرېکړه روښانه وه هغه څه چې په ۲۰۱۷ کال کې درسره شوي نسل‌وژنه وه.»

خلیل الرحمن د قربانیانو لپاره د عدلي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ژوندي پاتې شویو کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او کډوالو ته داسې ضمانتونه برابر شي چې په خپله خوښه خوندي او له عزت سره خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر او وروسته د ولسي جرګې مشر کېدو مخکې د روهینګیا کډوالو په اړه د خپل هېواد د لوړپوړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او څو ځله یې د هغوی له کمپونو لیدنه کړې ده.

هغه وویل: «ما نه غوښتل له نیویارک څخه له تاسو سره خبرې وکړم. غوښتل مې په دې تاریخي شېبه کې کمپونو ته درشم او ستاسو تر څنګ ودرېږم.»

د نړیواله عدلي محکمې د پنجشنبې په ورځ د ګامبیا له خوا د میانمار پر ضد د ثبت شوې قضیې په اړه پرېکړه وکړه.

د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې موندلې چې د میانمار امنیتي ځواکونو او نورو دولتي ادارو د رخاین په ایالت کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د نسل‌وژنې کړنې ترسره کړې دي.

د محکمې د موندنو له مخې، د ۲۰۱۷ کال پوځي عملیاتو کې پراخ قتلونه، جنسي تاوتریخوالی او د کلیو بشپړ ویجاړول شامل وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه لس زره روهینګیا مسلمانان وژل شوي او شاوخوا ۷۵۰ زره نور بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

خلیل الرحمن وویل، روهینګیا کډوالو له کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې غږ یې واوري او اوس نړۍ د هغوی غوښتنې اورېدلې دي.

100%

هغه د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو لپاره څلور مهم لومړیتوبونه بیان کړل.

لومړی، د عدالت تامین دی. د هغه په وینا، میانمار باید د نسل‌وژنې په اړه څېړنې وکړي او د شواهدو پر بنسټ د هغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات وکړي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي. نوموړي د اړوندو قوانینو د اصلاح غوښتنه هم وکړه.

دویم، د روهینګیا کډوالو خوندي بېرته ستنېدل دي. خلیل الرحمن وویل، هېڅوک باید داسې سیمو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

د هغه په وینا، د کډوالو د ستنېدو لپاره باید د امنیت، د تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د روهینګیا خلکو د ګډون ډاډ ورکړل شي.

درېیم، د قربانیانو جبران او تاوان ورکول دي. د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې میانمار ته امر کړی چې قربانیانو ته تاوان ورکړي او په دې اړه د دوو کلونو په موده کې راپور وړاندې کړي.

خلیل الرحمن وویل: «پیسې د انسان د ژوند بدیل نه شي کېدای او نه د هغو خپلوانو تشه ډکولی شي چې له لاسه ورکړل شوي دي.» خو د هغه په وینا، مناسب تاوان له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د امنیت، هیلې او عزت د احساس په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.

څلورم لومړیتوب د ورته پېښو مخنیوی دی. د دې لپاره باید قوانین اصلاح، امنیتي ځواکونه وروزل او د هغوی پر فعالیتونو د ملکي ادارو اغېزمنه څارنه یقیني شي.

خلیل الرحمن وویل، نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري چې د محکمې د پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکو ګامونو لپاره به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

نوموړي روهینګیا کډوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «تاسو یوازې نه یاست، زه به خپله برخه مسوولیت ادا کړم.»

لوېدیځو مشرانو د اوکراین په دوامدار پوځي ملاتړ او امنیتي تضمینونو ټینګار وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس په برلین کې وویل، اروپا به تر هغې چې اړتیا وي د کییف مالي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي. هممهاله د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون له اوکراین سره د سمدستي وسلو پر مرستو ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په اړه د برلین غونډې له ګډونوالو سره ټلېفوني اړیکه نیولې او هغوی یې په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلو لیدنو له جزییاتو خبر کړي دي. د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې په کییف کې د روسیې د تازه توغندیزو بریدونو پر مهال یو توغندی د هالنډ سفارت ته نږدې لګېدلی، خو چا ته په کې مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.
په برلین کې د «خوښو هېوادونو ایتلاف» تر غونډې وروسته، د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس وویل چې هېواد به یې تر هغه وخته د اوکراین تر څنګ ولاړ وي څو چې اړتیا لیدل کېږي. مرتس زیاته کړه چې د خبرو اترو د بریالیتوب په صورت کې پر روسیې د لګول شویو بندیزونو مشروط لغوه کول ممکن دي، ځکه د ده په وینا، مسکو اوس پوه شوی چې خپلې اعظمي غوښتنې یې واقع‌بینانه نه دي. هغه په شنژن کې د امریکا، روسیې او چین د ولسمشرانو وروستۍ درې اړخیزه ناسته یوازې «د عکس اخیستلو فرصت» وبلله.
له بلې خوا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ټینګار کړی چې د اوکراین متحدان باید همدا اوس د کییف د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ګړندۍ کړي او خپل پوځي ملاتړ سمدستي پیاوړی کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ماکرون همدارنګه په ناټو تړون کې د اوکراین د غړیتوب د موضوع پر بیا مطرح کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوس د دې مسلې په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره تر ټولو مناسب وخت دی.
د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي جرد کوشنر په برلین کې له اروپايي او اوکرایني چارواکو سره خبرې خورا بنسټیزې او بریالۍ بللې دي. کوشنر وویل چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو سره موافق دی، اروپا د اوکراین په ملاتړ کې متحده ده او ټرمپ غواړي هر ډول هوکړه د اروپايي متحدانو په حضور کې وشي. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل چې له چینه واشنګټن ته د ستنېدو په حال کې دی، سفر یې خورا لوی او اغېزناک و او ډېر ژر به په سپینه ماڼۍ کې د نویو سوداګریزو هوکړو په اړه خبري غونډه وکړي.
دغه ډیپلوماټیک تحولات وروسته له هغې چټک شول چې د امریکا، روسیې او چین مشرانو د چین په شنژن ښار کې په خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته کې د یوې ګډې اعلامیې له لارې ټینګار وکړ چې اټومي جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او باید هېڅکله پیل نه شي. ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ په دغه غونډه کې د ستراتیژیک ثبات پر ساتلو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو ګټو او د نړیوالو قضايي بنسټونو د واکونو پر محدودولو هم بحثونه کړي وو.

ډونالډ ټرمپ: که ایران په واشنګټن کې چاودنه وکړي حکومت به یې له منځه یوسو

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د ایران حکومت په واشنګټن کې د چاودنې یا بم‌اېښودنې اقدام وکړي، امریکا به د ایران حکومت له منځه یوسي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د چین په شېنژن ښار کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې د هغو راپورونو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې، چې ښایي د ایران حکومت په واشنګټن کې د بم‌اېښودنې پلان ولري.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا دا ګواښ جدي او قطعي دی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «ژمنه کوم، په بشپړه توګه».
ټرمپ د ایران له‌خوا د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د احتمالي کارونې په اړه هم وویل، تهران د اټومي وسلو ترلاسه کولو له ستونزو سره د مخ کېدو له امله د کیمیاوي ګازونو او بیولوژیکي وسلو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه: «نوی کال په مخکې دی او د جنورۍ له لومړۍ وروسته به وګورو چې څه پېښېږي».
د امریکا ولسمشر د ایران حکومت «بدکاره کسان» بللي او ټینګار یې کړی چې امریکا جګړه نه ده پیل کړې، بلکې له ایران سره شخړه ۵۱ کاله وړاندې پیل شوې ده، نه ۴۷ کاله مخکې، لکه څنګه چې ځینې کسان یې یادونه کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران حکومت په تېرو اتو میاشتو کې ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي او د دغه هېواد خلک د اعتراض غوښتونکي دي، خو د وسله‌وال او خونړي ځپلو له امله اوس مهال نه شي کولای واټونو ته راووزي.
هغه د اعتراضونو د ځپلو په اړه وویل: «کله چې د زرګونو کسانو د یوې ډلې پر وړاندې دوه ماشیندارې درول شوې وي او ناڅاپه ډزې پیل شي، خلک هر لور ته پر ځمکه لوېږي او وژل کېږي، په داسې حال کې چې هېڅ وسله هم نه لري، نو اعتراض نه شي کېدای».
ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو په اړه وویل چې غواړي له تهران سره هوکړې ته ورسېږي، خو دا هوکړه باید دوامداره او باوري وي.
هغه تایید کړه چې واشنګټن لا هم له تهران سره خبرې کوي او زیاته یې کړه: «موږ ورسره خبرې کړې دي. هغوی غواړي هوکړه وکړي، خو زه داسې هوکړه غواړم چې دوامداره وي».
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې هر ډول هوکړه باید داسې تضمینونه ولري چې ان په امریکا کې د یوه کمزوري یا نامناسب ولسمشر د واکمنېدو په صورت کې هم پر خپل اعتبار پاتې شي او په واشنګټن کې د حکومت له بدلون سره اغېزمنه نه شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داسې یوې هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې به امریکايي ځواکونه په سیمه کې پاتې شي، هغه مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل: «هو، زه به دا کار پای ته ورسوم. ډېر ژر به یې پای ته ورسوو، په هره بڼه چې وي».

د ډیموکرات ګوند لوړپوړی استازی د ټرمپ د کورنۍ مالي فساد او د اپسټین دوسیه څېړي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰
100%

د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي چې هېڅ اسناد دې له‌منځه نه‌وړي. ډیموکراټان د فساد، اپسټین دوسیې او له کډوالو سره د حکومت د چلند په اړه څېړنې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي، چې اړوند اسناد له‌منځه یونه‌سي. نوموړي دغه لیکونه د دیموکراتانو له‌خوا د کانګرس د اکثریت تر ترلاسه کولو مخکې لېږلي دي.
ډیموکراټانو د روانې میاشتې په منځنیو ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې د مرغومي میاشتې له نیمایي وروسته د کمېټو مشري په غاړه واخلي.
ګارسیا له دغه کسانو غوښتي، چې د ټرمپ کورنۍ د غړو د احتمالي ګټو د ټکر او د هغه په حکومت کې د واک د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه ټول اړوند اسناد وساتي. د دغه لیکونو ترلاسه کوونکو په ډله کې د ولسمشر زامن ډونالډ ټرمپ جونیور او اریک ټرمپ او زوم یې جرد کوشنر هم شامل دي.
خو د اسنادو د ساتلو غوښتنه په خپله د دغه کسانو د سرغړونې یا ناقانونه کړنو د ثبوت په معنا نه ده.
د اپسټین د اسنادو خپرول او د مکسول لېږد
ځینې لیکونه د امریکايي پانګه‌وال جفري اپسټین چې د جنسي جرمونو په تور محکوم شوی و، د دوسیو د خپرولو څرنګوالي او د هغه د همکار ګیلین مکسول د یوه داسې زندان ته د لېږد په اړه دي چې امنیتي تدابیر یې نسبتا نرم دي.
ګارسیا د فدرالي زندانونو ادارې مشر ویلیام مارشال او د براین زندان مشرې تاني‌شا هال ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت د ډیموکراټانو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.
هغه خبرداری ورکړی، چې کمېټه به په راتلونکي کې له خپلو قانوني واکونو کار واخلي؛ څو له هغو کسانو معلومات ترلاسه کړي، چې د مکسول او اپسټین د جرمونو په پټولو کې یې مرسته کړې ده.
د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر سټیفن مېلر، د عدلیې وزیر ټاډ بلانش او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ دفتري مشرې سوزي وایلس هم دغه لیکونه ترلاسه کړي دي.
ګارسیا په یونان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې کېمبرلي ګیلفویل، د کورني امنیت پخوانۍ وزیرې کریسټي نوم او د دغه وزارت پخواني سلاکار کوري لېوانډوفسکي ته هم لیکونه استولي دي.
لېوانډوفسکي په یوه خبرپاڼه کې ګارسیا تورن کړی، چې هڅه کوي د هغه په اړه ناسم او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کړي.
سپینه ماڼۍ د ګارسیا قانوني صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار ویل شارف د چهارشنبې په ورځ د کانګرس ډیموکراټانو ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت ځان د غوښتل شویو اسنادو پر وړاندې کولو مکلف نه ګڼي. د هغه په وینا، د اقلیت ګوند د لوړپوړو غړو غوښتنه د کانګرس د یوې کمېټې د رسمي غوښتنې په څېر قانوني اعتبار نه‌لري.
شارف زیاته کړې، چې د اوسنۍ دورې غوښتنې به د کانګرس د نوې دورې له پیل سره خپل اعتبار له لاسه ورکړي. هغه ویلي، چې سپینه ماڼۍ به د کمېټو له راتلونکو مشرانو سره همکاري وکړي؛ خو د هرې غوښتنې قانوني بنسټ او د قانون جوړونې په برخه کې به یې موخه وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورین بیس ویلي، چې ټرمپ له ډیموکراټانو سره همکارۍ ته چمتو دی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د «جعلي څېړنو» څار به د امریکا خلکو ته زیان ورسوي. ټرمپ د عدلیې وزارت ته هم لارښوونه کړې، چې وڅېړي، ایا د کانګرس ډیموکراټ غړو څوک ګواښلي دي که نه.