• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: پاکستان او ایران په تېره یوه ورځ کې ۴۸۱ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۴۸۱ افغانان له ګڼو لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه کړي. په داسې حال کې چې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې یادې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه شوي دي. دوی زیاتوي، ۶۱ کورنۍ چې ۳۱۰ غړي درلودل خپلو اصلی ولایتونو ته لیږدول شوي او له دغو کورنیو سره نغدي مرستي هم شوي دي.

افغانستان ته د ایران او پاکستان له لارو د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ داسې مهال دوام لري، چې ژمی په رارسېدو دی او په هېواد کې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، د سرپناه نشتوالي او بشري مرستو ته د اړتیا کچه لوړه ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۳۰مه خبرداری ورکړی، چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو شمېر له ۱،۳ میلیونو اوښتی دی. دغه سازمان ویلي، د ژمي له رارسېدو سره راستنې شوې کورنۍ د سرپناه، تودوخې، سون‌توکو، ژمنیو جامو او کمپلو له کمښت سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي د مرستو لپاره نږدې ۲۰۰ زره کسانو ته د مرستې رسولو پلان جوړ شوی، خو د ۱۲،۸ میلیونه ډالرو له اړینې بودجې څخه یوازې څلور میلیونه ډالر برابر شوي دي. ای او ایم خبرداری ورکړی، چې د پاتې بودجې نه برابرېدل ښايي له ۱۴۰ زرو ډېر کسان، چې راستنېدونکي کډوال، بې‌ځایه شوي او کوربه ټولنې پکې شاملې دي، له حیاتي ژمنیو مرستو بې‌برخې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې نېټې د شمېرو له مخې، په روان کال کې ټولټال ۱،۴ میلیونه افغانان له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۷۲۷ زره یې له پاکستان او ۶۸۱ زره یې له ایران څخه دي. په دې شمېرو کې جبري ایستل، په خپله خوښه راستنېدل او نور ډولونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۰مه خپور شوي راپور د راستنېدونکو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکي معلومات وړاندې کړي دي. د راپور له مخې، د راستنېدونکو ۶۹ سلنه کسانو د سروې په تېرو ۳۰ ورځو کې کار نه دی کړی، ۵۴ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او ۷۷ سلنه راستنېدونکي په لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي. همدارنګه، ۱۴ سلنه ارزول شویو کورنیو له راستنېدو وروسته د کورونو د پرېښودو له ستونزې سره مخ شوې دي.

د ژمي په درشل کې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د بشري مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي؛ په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې له ایران او پاکستان څخه له خپلو شتمنیو، د کار له فرصتونو او د اوسېدو له خوندي ځای پرته بېرته افغانستان ته ستنېږي.

په همدې حال کې، د طالبانو د کډوالو کمېسیون د ورځني راپور له مخې، راستنېدونکو ته د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، سیم‌کارتونو، ترانسپورټ او نغدي مرستو په برخو کې خدمات وړاندې کېږي؛ خو د نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې د پولو په اوږدو کې لنډمهاله مرستې بسنه نه کوي او د ژمي لپاره پراخو او دوامدارو بشري مرستو ته اړتیا ده.

ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

۳
تازه خبر

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۴

د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوال افغانستان کې د جنګي جرمونو د دوسیې تړل کېدو پرېکړه ننګولې

۵

افغان کروندګر د کنګینې دود ساتنې او پراختیا پر اړتیا ټینګار کوي

•
•
•

نور خبرونه

د ننګرهار د زیتونو یو شمیر بڼوال: سږ کال مو حاصل ډېر دی خو د پلور لپاره بازار نه لرو

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۰
100%

د ننګرهار یو شمیر بڼوال د زیتونو د سږنیو حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو د بازار موندنې، پروسس او صادراتو د محدودیتونو له امله اندېښمن دي. دوی وايي، د زیتونو د تولید زیاتوالی هغه مهال اقتصادي ګټه لري چې د پلور، بسته‌بندۍ او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

د ننګرهار ولایت د زیتونو د سږني حاصلاتو زیاتوالي بڼوالو ته د خوښۍ ترڅنګ د بازار موندنې او اقتصادي ګټې په اړه نوې هیلې پیدا کړې دي. یو شمیر بڼوال او سوداګرو افغانستان انترنېشنل ـ پښتو ته ویلي، د زیتونو د راټولولو موسم پیل شوی او د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې بزګران د حاصلاتو په ټولولو بوخت دي. تمه ده چې سږ کال د زیتونو تولید د تېر کال په پرتله ډیر زیات وي.

دوی وایي، د زیتونو د راټولولو په بهیر کې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي هم ونډه لري. دوی زیاته وي چې د سیدان عربۍ په کلي کې شاوخوا ۵۰۰ کسان د زیتونو په ټولولو بوخت دي. دا بهیر د سیمې د خلکو لپاره د موسمي کار زمینه هم برابروي او د هغوی د عاید یوه سرچینه ګڼل کېږي.

خو دغه بڼوال د حاصلاتو د ډیروالي د خوښۍ تر څنګ نړیوال بازار ته نه لاسرسی او په کور دننه د پروسس او بسته بندۍ کارخونو نشتوالي اندیښمن کړي.

100%
د پروسس د کارخونې زړې ماشینرۍ د برېښنا ستونزې د پروسس پر بهیر اغېز کړی

اسلم شینواری چې د زیتونو د غوړیو یو سوداګر دی، افغانستان انترنېشنل - پښتو ته په خبرو کې وویل، سره له دې چې په کور دننه د غوړیو مصرف ښه دی خو که په ننګرهار کې د پروسس کارخونې عصري ماشینونه، د کیفیت د کنټرول وسایل او معیاري بسته‌بندي جوړ شي، د زیتونو د حاصلاتو د ضایع کېدو مخه به ونیول شي، د محصول ارزښت به لوړ شي او بهرنیو بازارونو ته یې د صادرولو زمینه برابره شي.

زیتون په افغانستان کې د هغو کرنیزو محصولاتو له ډلې دي چې د کښت، تولید او پروسس تاریخ یې له څو لسیزو راهیسې له ننګرهار ولایت سره تړلی دی.

که څه هم زیتون د افغانستان د خلکو د دودیزو خوړو مهمه برخه نه ده، خو د دې ونې کرنه د هېواد په ختیځو سیمو کې د کرنیزې تنوع، اقتصادي ودې او د کلیوالو کورنیو د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

ذکریا چې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ بڼوال دی افغانستان انټرنېشنل -پښتو ته په خبرو کې ویلي، سږ کال مو حاصلات ډیر ښه دي، خو حاصلاتو ته په کتلو په کور دننه یې مصرف کم دی. هغه وايي، د پاکسان سره د لارو بندښت او د هوایي دهلیز له لاري بهرنیو هېوادونو ته صادارات د دواړو هیوادونو ګمرکي تعرفو لوړوالی هغه څه دي چې مونږ په څیر عادي بڼوال او واړه سوداګر نشي کولای خپل محصول بهر ملکونو ته صادر کړي.

هغه وایي، طالبان له یوه لورې په ډیری ولایتونو کې د کوکنارو د کښت مخنوی کوی او د بلې خوا هغه بڼوالان چې په سمو کروندو بوخت دي، د هغوی لاسنوی نه کوي. هغه له طالبانو غوښتي چې باید د هغو بڼوالو او سودارګرو د بهرنیو هیوادونو صادارتو له پاره هڅې وکړي چې په وینا یې هم د هیواد اقتصاد ته ګټه رسوي او همداراز ډیرو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

حاجی ملنګ چې غني خیلو ولسوالۍ بڼوال دی، هم وایي د زیتونو د صنعت پراختیا یوازې د کروندګرو په هڅو نه شي بشپړېدای، د کرنې اړوند ادارې، د خصوصي سکټور پانګه‌وال او د محصولاتو د پروسس شرکتونه کولای شي د بڼوالو د ملاتړ، د پروسس د مرکزونو د پیاوړتیا او د بازارونو د پراخولو له لارې په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

100%

د طالبانو د کرنې وزارت د تلې میاشتې په ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مهال د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په څلورو فارمونو کې پر شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه شته چې د وزارت په وینا، د زیتونو د پروسس، بازارموندنې او صادراتو د پراختیا هڅې روانې دي.

وزارت ویلي د ازبکستان د «یوباف» خصوصي شرکت استازو هم د افغانستان د زیتونو د غوړیو او اچارو پېرلو او ازبکستان او نورو نړیوالو بازارونو ته د صادرولو لېوالتیا ښودلې ده.

بلخوا د طالبانو په واک کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ویاند سید همایون غریب‌مل ویلي، چې تېر کال شاوخوا ۱۳۰۰ ټنه زیتون راټول شوي وو او سږ کال یې د ۱۵۰۰ ټنو د راټولولو تمه ده.

ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د زیتونو د کرکېلې او تولید لپاره مناسب اقلیم لري. زیتون د وچکالۍ پر وړاندې نسبتاً مقاوم نبات دی او د کرنې په برخه کې یې پراختیا کولای شي د بزګرانو لپاره د عاید یوه بدیله سرچینه برابره کړي. له دې بوټي د مېوو ترڅنګ د غوړیو تولید هم کېږي چې په خوراکي او نورو برخو کې کارول کیږي.

د زیتونو کښت د ننګرهار له تاریخي کرنیز میراث څخه د یوه اقتصادي فرصت په توګه د ودې په حال کې دی. د وچکالۍ، د اوبو د کمښت او د اقلیمي بدلونونو په شرایطو کې د دې ونې د مقاومت ځانګړتیا هم د کرنې په برخه کې ارزښت زیاتوي. خو د دې صنعت راتلونکی د بڼونو په پراختیا سربېره، د پروسس، بازار موندنې، معیاري بسته‌بندۍ او صادراتو له پیاوړتیا سره تړلی دی.

د بشري حقونو څار بنسټ: ملګري ملتونه د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم بودجه کموي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۰
100%

د بشري حقونو څار بنسټ وايي، د ملګرو ملتونو د اداري او بودجوي چارو کمېټې د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم د بودجې او تشکیلاتو د کمولو وړاندیز کړی. دا میکانېزم په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو د عاملانو، په ځانګړي ډول د طالبانو او نورو ډلو، د حساب ورکولو په موخه جوړ شوی دی.

د بشري حقونو څار بنسټ د راپور له مخې، دغه وړاندیز د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پنځمې کمېټې ته وړاندې شوی دی. پنځمه کمېټه د ملګرو ملتونو د بودجې په اړه د پرېکړو مسؤلیت لري.
د وړاندیز له مخې، ټاکل شوې په ۲۰۲۷ کال کې د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم له ۱۷ کاري بستونو څخه اووه بستونه حذف شي. په دغو بستونو کې د پلټونکو، حقوقي مسؤلینو، امنیتي کارکوونکو او اداري کارکوونکو بستونه شامل دي.
د بشري حقونو څار سازمان وايي، د دې وړاندیز لپاره ډېر لږ وضاحت ورکړل شوی او له جملې یې وړاندیز شوی چې دغه میکانېزم دې د امنیتي چارو د برابرولو لپاره د ملګرو ملتونو پر نورو څانګو تکیه وکړي.
د دغه سازمان د جنیوا په دفترونو کې د ملګرو ملتونو د چارو مسؤلې هیلري پاور ویلي، د بودجې او کارکوونکو کمول به د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم وړتیا په جدي توګه محدوده کړي او د هغه د ماموریت د ترسره کولو مخه به ونیسي.
نوموړې زیاته کړې چې د بودجې د کمولو دا وړاندیز په داسې حال کې شوی چې د دغه میکانېزم لومړنۍ وړاندیز شوې بودجه هم د سوریې او میانمار د ورته څېړنیزو میکانېزمونو په پرتله کمه وه. د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو د مالي ستونزو او د دغه میکانېزم د جوړېدو پر مهال د غړو هېوادونو د خبرو اترو له امله له پیله ورته محدوده بودجه په پام کې نیول شوې وه.
هیلري پاور خبرداری ورکړی چې د امنیتي، اداري او اړیکو د خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو پر نورو څانګو د دغه میکانېزم تکیه کول، د هغه خپلواکي هم له ګواښ سره مخ کولای شي؛ په داسې حال کې چې خپلواکي د هر ډول جزایي څېړنې له اساسي ځانګړنو څخه ده.
هغې ټینګار کړی چې د دغه میکانېزم عملیاتي خپلواکي د دې لپاره تضمین شوې چې د څېړنو کره‌والی، اعتبار او محرمیت خوندي شي او د کارکوونکو، شاهدانو او قربانیانو امنیت تأمین کړي.
د پاور په وینا، د دغې ادارې د څېړنو حساسیت او د سیاسي لاسوهنو احتمالي خطر ته په پام، د هغې د خپلواکۍ ساتل حیاتي اهمیت لري.
د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې د بودجې او تشکیلاتو د کمولو وړاندیز رد کړي او هغه محدوده لومړنۍ بودجه تصویب کړي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې غړي هېوادونه باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړې ته درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم له نورو ځنډونو پرته، په خوندي او اغېزمن چاپېریال کې خپلې څېړنې پیل کړي.
د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او د بشریت ضد جرمونو د څېړلو او د عاملانو د حساب ورکولو په موخه رامنځته شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم تر دې مخکې ویلي وو چې دغه سازمان د بودجې د سپما لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په جوړښت کې ځینې کاري بستونه کم کړي دي.

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰
100%

ډونالډ ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې لورا لومر ویلي، چې امریکايي یوټیوبر اسنیکو یې له طالب چارواکو سره د ژوندۍ ویډیويي مرکې د خپرولو له امله د امریکا امنیتي ادارو ته ورپېژندلی. نوموړې د امریکا د کورني امنیت له وزارت څخه غوښتي، چې اسنیکو دې امریکا ته د بېرته ستنېدو پر مهال ونیول شي.

مېرمن لومر شنبې (د لړم ۳۰مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسنیکو امریکا ته په وختي بېرته ستنېدو سره هڅه کوي، څو مسوول چارواکي وغولوي. د هغې په وینا، اسنیکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې غواړي دوه اوونۍ په اسلامي هېوادونو کې تېرې کړي.

لومر ادعا کړې، چې له طالبانو سره د اسنیکو د ژوندۍ مرکې خپرول ښايي نوموړی په امریکا کې له جدي قانوني ستونزو سره مخ کړي. هغې ویلي، هغو سازمانونو ته مادي ملاتړ برابرول چې د امریکا په نوملړ کې د ترهګرو ډلو په توګه ثبت دي، د دغه هېواد د قوانینو سرغړونه ده.

دې سیاسي فعالې ویلي، چې نوموړې په خپله اسنیکو او د «کېک» ژوندیو خپرونو د پلټفارم بنسټګر یې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلي او د خپلو اندېښنو اړوند شواهد یې هم دغو ادارو ته استولي دي.

هغې اسنیکو د طالبانو د تبلیغاتو پر جوړولو او خپرولو هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې د کېک پلټفارم له لارې خپرېدونکي مطالب په امریکا کې ماشومانو ته هم د لاسرسي وړ دي.

لومر زیاته کړې، چې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو اداره د هغه څه په اړه خبره شوې، چې نوموړې یې «له طالبانو سره د اسنیکو همکاري» بولي او دغې ادارې ورته ویلي، چې ژر به ورسره اړیکه ونیسي.

اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.

له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.

په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.

د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.

اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.

ترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته په اشارې د مکې له دفاعي تړون ملاتړ وکړ

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰
100%

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د مکې له دفاعي تړون سره د خپل هېواد د یوځای کېدو په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې ترکیه د ناټو غړیتوب هم لري او په افغانستان کې یې هم پوځي ماموریت ترسره کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، له دغه تړون سره یوځای کېدل په دې معنا نه‌دي چې ترکیه به سملاسي جګړې ته ننوځي. هاکان فیدان د شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) له ټي‌جي‌ار‌ټي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: «موږ افغانستان ته پوځیان لېږلي وو؛ خو هغه مهال چا دا نیوکه ونه کړه، چې ښايي د ترکیې سرتېري هم د امریکايي پوځیانو په څېر په افغانستان کې ووژل شي».

نوموړي د نیوکه کوونکو پر دوه‌ګوني چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي: «کله چې د ناټو غړي یو، ستونزه نه وي؛ خو کله چې د مکې د دفاعي تړون خبره کېږي، بیا ستونزه پیدا کېږي، په داسې حال کې چې د تړون بل لوری هم یو مسلمان هېواد دی».

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د اګسټ په میاشت کې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي وسله‌وال برید پر درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي. د ترکیې پارلمان د نومبر په میاشت کې دغه تړون په رسمي ډول تصویب کړ.

د دغه تړون تصویب په ترکیه کې له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د وطن، جمهوري‌پال ولس ګوند، نوي ګوند او نوي رفاه ګوند په ګډون یوشمېر سیاسي ګوندونو له دغه تړون سره مخالفت کړی دی.

د تړون مخالفانو اندېښنه ښودلې، چې ښايي ترکیه بهرنیو هېوادونو ته خپل پوځیان ولېږي او په سیمه‌ییزه جګړه کې ښکېله شي. د دغه ګوندونو مشرانو ویلي، چې ترکیه باید په پوځي شخړو کې ښکېله نه‌شي؛ ځکه له دغه ډول تړون سره یوځای کېدل د یاد هېواد ملي امنیت له جدي او نه جبرانېدونکو ګواښونو سره مخ کولای شي.

ترکیې له ۲۰۰۲کال راهیسې په افغانستان کې د نړۍوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو (ایساف) په ماموریت کې برخه اخیستې وه. دغه هېواد په ۲۰۰۵کال کې د ایساف د اووم پړاو مشري هم پر غاړه لرله او په ورته وخت کې یې د کابل نړۍوال هوايي ډګر امنیت هم ساته.

ترکیې په ورپسې کلونو کې د کابل د سیمه‌ییزې قوماندانۍ په چوکاټ کې هم فعالیت کاوه او په یوه پړاو کې یې په افغانستان کې د پوځیانو شمېر شاوخوا ۱۸۰۰ تنو ته رسېده.

د ترکیې پوځي حضور یوازې امنیتي فعالیتونو ته محدود نه و؛ بلکې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او بیارغونه یې هم د ماموریت برخه وه. دغه هېواد د افغانستان د ملي اردو څه باندې ۱۴زره سرتېرو ته پوځي روزنه ورکړې وه.

ترکیې په ۲۰۱۴کال کې د ایساف ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړ او د ناټو د «غوڅ ملاتړ» ماموریت برخه وه.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ مېلیونونه ماشومان درملنې ته اړتیا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
100%

د فرانسې «لو موند» ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، د خوراکي توکو لوړو بیو او د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ څپه ورځ تر بلې پراخېږي.

د راپور له مخې، په کابل کې د اندراګاندي په روغتون کې ګڼ ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله بستر دي. په دغه ماشومانو کې دوه کلنه زرمینه هم شامله ده، چې وزن یې یوازې پنځه کیلو ګرامه دی.

د زرمینې مور فاطمه پنځه ماشومان لري او د راپور له مخې ټول یې په خوارځواکۍ اخته دي. نوموړې له لوګر نه کابل ته راغلې؛ څو د خپلې لور درملنه وکړي. د هغې مېړه مزدوري کوي؛ خو عاید یې دومره کم دی چې کورنۍ یې ان د غوښې د پېرلو وس نه‌لري.

د روغتون ډاکټر فضل‌الله طرزي وايي، د زرمینې په څېر د سختې خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ وي او په ځینو مواردو کې د مړینې ګواښ یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې رسېږي.

د راپور له مخې، د اندراګاندي روغتون د خوارځواکۍ څانګه یوازې ۲۰ بستره لري؛ خو د ناروغانو شمېر دومره ډېر دی چې کله ناکله په یوه بستره کې دوه یا درې ماشومان بستر کېږي.

په راتلونکي کال کې به مېلیونونه ماشومان درملنې ته اړتیا ولري

د یونېسف او د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۰۴ مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. له دې ډلې به نږدې ۱.۰۹ مېلیونه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته وي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې د خوارځواکۍ ستونزه د افغانستان په لسو ولایتونو کې د اندېښنې وړ وه او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷کال کې به ۱۴ ولایتونو ته وغځېږي.

د بې‌وزلۍ او د مرستو کمښت د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي

لو موند لیکلي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت، د خوراکي توکو لوړو بیو، د کار نشتوالی او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ځینو لومړنیو خوراکي توکو بیې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې لوړې شوې دي؛ له همدې امله ګڼې بې‌وزله کورنۍ نه‌شي کولای د خپلو ماشومانو لپاره کافي او مناسب خواړه برابر کړي.

په راپور کې راغلي، چې د امریکا د مرستو کمښت هم د افغانستان پر بشري وضعیت منفي اغېز کړی دی. امریکا مخکې د افغانستان له مهمو مرستندویانو څخه وه؛ خو د مرستو له کمښت وروسته ګڼ مرستندویه بنسټونه اړ شوي، چې خپل فعالیتونه محدود کړي.

سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

د راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵کال تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. ورلډ وېژن هم د مالي امکاناتو د کمښت له امله په افغانستان کې خپل یوشمېر روغتیايي مرکزونه تړلي دي. د دغه سازمان د افغانستان څانګې د مشرې په وینا، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۰ روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

په راپور کې د هرات د سربلند کلي د یوه روغتیايي مرکز یادونه هم شوې، چې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په پای کې تړل شوی دی. دغه مرکز د ۹۰ کورنیو او شاوخوا ۱۲ کلیو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه مرکز له تړل کېدو وروسته ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره اوږد واټن ووهي. د یوه ناروغ د لېږد لګښت لږ تر لږه ۸۰ ډالرو ته رسېږي، چې د بې‌وزله کورنیو له وسه پورته دی.

د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه روغتیايي ستونزې زیاتوي

راپور د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم د افغانستان د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له لاملونو ګڼي. د راپور له مخې، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر طبي زده‌کړو محدودیتونو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ورلډ وېژن د افغانستان څانګې مشرې خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه همداسې دوام وکړي؛ په راتلونکو کلونو کې به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت لا ډېر شي.

د ژمي په رارسېدو د خلکو اندېښنې

د راپور په پای کې د هرات د سربلند کلي د اوسېدونکو ستونزو ته اشاره شوې ده. د سیمې خلک وايي، د ژمي په رارسېدو سره د واورې او سړې هوا له امله لارې تړل کېږي او ناروغان روغتیايي مرکزونو ته په اسانۍ نه‌شي رسېدای.

د راپور په پای کې راغلي، چې د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزه یوازې د خوړو د کمښت له امله نه ده؛ بلکې بې‌وزلي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د نړۍوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم د دغه وضعیت په خرابېدو کې رول لري.