د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ دوام؛ ملانیا ټرمپ په نړۍ کې د جګړو د پای غوښتنه کړې
د امریکا او ایران ترمنځ له روان کړکېچ سره هممهاله د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ په نیویارک کې د خپل نوي مستند فلم د پرانیستې پرمهال، په نړۍ کې د سولې غوښتنه کړې ده. هغې ویلي، جګړې هېڅ ارزښت نهلري او سوله یوازینۍ منطقي لار ده.
ملانیا ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي: «انسانان تل په یوه متحرکه نړۍ کې ژوند کوي؛ خو په ارامه فضا کې ښکلا او په سوله کې انسانیت نغښتی دی». هغې په اوکراین کې د تېرې میاشتې د اولشکي ښار اوربند ته په اشارې ویلي، جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او سوله تر ټولو منطقي لاره ده.
ملانیا ټرمپ ویلي، د هغې مستند فلم د کورنۍ، باور، ویاړ او عزت پر بنسټیزو ارزښتونو راڅرخي او هیله لري چې دغه فلم به د امریکایانو لپاره الهامبښونکی وي. هغې له خلکو غوښتي، چې د ستونزو او ننګونو پر وړاندې سوله غوره کړي او انساني ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.