بحرین: ایران دې پر ملکي تاسیساتو بریدونه ودروي او د امنیت شورا پرېکړهلیک دې عملي کړي

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد پر خاوره د ایران پرلهپسې هوايي بریدونه او د ملکي صنعتي تاسیساتو په نښه کول چې د اورلګېدنې او مالي زیانونو لامل شوي، په کلکه غندلي دي.
دغه وزارت ویلي، چې سپاه پاسداران په ښکاره توګه د دغه بریدونو مسوولیت منلی او یاد بریدونه د ملکي وګړو ژوند ته مستقیم ګواښ، د بحرین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور، د نړۍوالو قوانینو، د ښه ګاونډیتوب اصولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۶کال د ۲۸۱۷ پرېکړهلیک ښکاره نقض دی.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت همداراز د تهران د هغه سیاست د پای ته رسولو غوښتنه کړې، چې د نورو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پرلهپسې نقض او له نورو خواوو سره اختلافات د خپلو بریدونو د توجیه لپاره کاروي.
دغه وزارت د بحرین د حاکمیت، امنیت او د دغه هېواد د وګړو او اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره د ټولو اړینو اقداماتو د ترسره کولو حق خوندي بللی او ویلي یې دي، چې دغه حق د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې په انفرادي او ډلهییز ډول د ځاندفاع په ګډون په هر وخت، ځای او هره مناسبه وسیله د اقدام کولو حق رانغاړي.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه اقدامات به د خلیج د همکارۍ شورا د ګډ دفاع تړون او له متحدو او شریکو هېوادونو سره په همغږۍ ترسره شي.
دغه وزارت یو وار بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې خپل مسوولیتونه په بشپړه توګه ترسره کړي او د پرېکنده اقداماتو له لارې ایران د ۲۰۲۶کال د ۲۸۱۷ پرېکړهلیک د ټولو مادو عملي کولو ته اړ باسي.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه اقداماتو ترسره کول به د سیمهییزې او نړۍوالې سولې او امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.
