د امریکا د استخباراتو مشر: پوتین د اوکراین په مسله کې د واشنګټن ملګری نهدی

د امریکا د استخباراتو ادارې مشر جي کلیټن د یکشنبې په ورځ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په مسله کې د واشنګټن ملګری نهدی. دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پوتین څخه په دوستانه لهجه یادونه وکړه.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۸مه) د یادې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې پوتین خپل ملګری بللی، وویل: «دا ښه ده هغه کسان د ملګرو په توګه ولرو، چې ۴زره اټومي وسلې لري، نه دا چې زموږ دښمنان وي».
ټرمپ د جمعې په ورځ (د لړم په ۲۹مه) د یادې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتین هم امریکا خپل ملګری بولي، له مستقیم ځواب ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې دی نهشي کولای د امریکا په استازیتوب خبرې وکړي.
د ټرمپ دغه څرګندونو د اوکراین د اروپايي متحدانو توند غبرګونونه راوپارول. د پولنډ لومړي وزیر دونالډ توسک په دې اړه وویل، چې پوتین د دوی ملګری نهدی او هېڅکله به هم د دوی دوست نهشي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم د پنجشنبې په ورځ کله چې خبریالانو ترې د ټرمپ د څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه، له څه ویلو پرته له هغه ځایه ولاړ.
ټرمپ د لوېدیځو سترو قدرتونو د مشرانو په منځ کې یوازینی کس دی، چې له پوتین سره دوستانه اړیکې پالي. هغه پر اوکراین فشار راوستی، چې د روسیې غوښتنې ومني او له مسکو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
په ۲۰۲۲کال کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته، لوېدیځو هېوادونو پر مسکو سخت بندیزونه ولګول او د کیف په ملاتړ یې پر روسیې سیاسي او پوځي فشارونه زیات کړل. له دې سره، سره پوتین لاهم له اوکراین غواړي چې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې هوکړې په بدل کې د دغه هېواد په ختیځ کې د دونباس ټوله سیمه روسیې ته وسپاري.
