• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه افغانان مړه او څلور نور ټپیان شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د تربت‌جام او فریمان ترمنځ د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې کسان، چې دوه یې افغانان او یو یې ایراني موټرچلوونکی دی، مړه شوي او څلور نور افغانان ټپیان شوي دي. ځایي سرچینې وايي، درې افغان مسافر له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د تربت‌جام د طبي علومو پوهنځي د ۱۱۵ بیړنیو روغتیايي خدماتو د عامه اړیکو مسوول ویلي، پېښه د شنبې په ماښام شاوخوا ۷ بجې د تربت‌جام او فریمان ترمنځ پر سړک، د «رخنه‌ګل» درې‌لارې ته نږدې شوې ده.

د هغه په وینا، د یوه پژو ډوله موټر د چپه کېدو خبر د بیړنیو روغتیايي خدماتو مرکز ته ورکړل شوی.

محمدزاده زیاته کړې، په موټر کې ۱۰ کسان سپاره وو، چې ټول د افغانستان وګړي وو. د پېښې له امله څلور کسان ټپیان شوي چې د لومړنیو روغتیايي مرستو او د روغتیايي وضعیت له ثابتېدو وروسته د فریمان حضرت زهرا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې د موټر ایراني موټرچلوونکی او دوه افغان مسافر مړه شوي دي.

بلخوا، ځایي سرچینې وايي، په موټر کې سپاره درې افغان مسافر له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

۳
تازه خبر

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۴

د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوال افغانستان کې د جنګي جرمونو د دوسیې تړل کېدو پرېکړه ننګولې

۵

افغان کروندګر د کنګینې دود ساتنې او پراختیا پر اړتیا ټینګار کوي

•
•
•

نور خبرونه

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰
100%

ډونالډ ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې لورا لومر ویلي، چې امریکايي یوټیوبر اسنیکو یې له طالب چارواکو سره د ژوندۍ ویډیويي مرکې د خپرولو له امله د امریکا امنیتي ادارو ته ورپېژندلی. نوموړې د امریکا د کورني امنیت له وزارت څخه غوښتي، چې اسنیکو دې امریکا ته د بېرته ستنېدو پر مهال ونیول شي.

مېرمن لومر شنبې (د لړم ۳۰مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسنیکو امریکا ته په وختي بېرته ستنېدو سره هڅه کوي، څو مسوول چارواکي وغولوي. د هغې په وینا، اسنیکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې غواړي دوه اوونۍ په اسلامي هېوادونو کې تېرې کړي.

لومر ادعا کړې، چې له طالبانو سره د اسنیکو د ژوندۍ مرکې خپرول ښايي نوموړی په امریکا کې له جدي قانوني ستونزو سره مخ کړي. هغې ویلي، هغو سازمانونو ته مادي ملاتړ برابرول چې د امریکا په نوملړ کې د ترهګرو ډلو په توګه ثبت دي، د دغه هېواد د قوانینو سرغړونه ده.

دې سیاسي فعالې ویلي، چې نوموړې په خپله اسنیکو او د «کېک» ژوندیو خپرونو د پلټفارم بنسټګر یې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلي او د خپلو اندېښنو اړوند شواهد یې هم دغو ادارو ته استولي دي.

هغې اسنیکو د طالبانو د تبلیغاتو پر جوړولو او خپرولو هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې د کېک پلټفارم له لارې خپرېدونکي مطالب په امریکا کې ماشومانو ته هم د لاسرسي وړ دي.

لومر زیاته کړې، چې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو اداره د هغه څه په اړه خبره شوې، چې نوموړې یې «له طالبانو سره د اسنیکو همکاري» بولي او دغې ادارې ورته ویلي، چې ژر به ورسره اړیکه ونیسي.

اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.

له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.

په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.

د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.

اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.

ترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته په اشارې د مکې له دفاعي تړون ملاتړ وکړ

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۰
100%

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د مکې له دفاعي تړون سره د خپل هېواد د یوځای کېدو په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې ترکیه د ناټو غړیتوب هم لري او په افغانستان کې یې هم پوځي ماموریت ترسره کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، له دغه تړون سره یوځای کېدل په دې معنا نه‌دي چې ترکیه به سملاسي جګړې ته ننوځي. هاکان فیدان د شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) له ټي‌جي‌ار‌ټي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: «موږ افغانستان ته پوځیان لېږلي وو؛ خو هغه مهال چا دا نیوکه ونه کړه، چې ښايي د ترکیې سرتېري هم د امریکايي پوځیانو په څېر په افغانستان کې ووژل شي».

نوموړي د نیوکه کوونکو پر دوه‌ګوني چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي: «کله چې د ناټو غړي یو، ستونزه نه وي؛ خو کله چې د مکې د دفاعي تړون خبره کېږي، بیا ستونزه پیدا کېږي، په داسې حال کې چې د تړون بل لوری هم یو مسلمان هېواد دی».

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د اګسټ په میاشت کې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي وسله‌وال برید پر درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي. د ترکیې پارلمان د نومبر په میاشت کې دغه تړون په رسمي ډول تصویب کړ.

د دغه تړون تصویب په ترکیه کې له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د وطن، جمهوري‌پال ولس ګوند، نوي ګوند او نوي رفاه ګوند په ګډون یوشمېر سیاسي ګوندونو له دغه تړون سره مخالفت کړی دی.

د تړون مخالفانو اندېښنه ښودلې، چې ښايي ترکیه بهرنیو هېوادونو ته خپل پوځیان ولېږي او په سیمه‌ییزه جګړه کې ښکېله شي. د دغه ګوندونو مشرانو ویلي، چې ترکیه باید په پوځي شخړو کې ښکېله نه‌شي؛ ځکه له دغه ډول تړون سره یوځای کېدل د یاد هېواد ملي امنیت له جدي او نه جبرانېدونکو ګواښونو سره مخ کولای شي.

ترکیې له ۲۰۰۲کال راهیسې په افغانستان کې د نړۍوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو (ایساف) په ماموریت کې برخه اخیستې وه. دغه هېواد په ۲۰۰۵کال کې د ایساف د اووم پړاو مشري هم پر غاړه لرله او په ورته وخت کې یې د کابل نړۍوال هوايي ډګر امنیت هم ساته.

ترکیې په ورپسې کلونو کې د کابل د سیمه‌ییزې قوماندانۍ په چوکاټ کې هم فعالیت کاوه او په یوه پړاو کې یې په افغانستان کې د پوځیانو شمېر شاوخوا ۱۸۰۰ تنو ته رسېده.

د ترکیې پوځي حضور یوازې امنیتي فعالیتونو ته محدود نه و؛ بلکې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او بیارغونه یې هم د ماموریت برخه وه. دغه هېواد د افغانستان د ملي اردو څه باندې ۱۴زره سرتېرو ته پوځي روزنه ورکړې وه.

ترکیې په ۲۰۱۴کال کې د ایساف ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړ او د ناټو د «غوڅ ملاتړ» ماموریت برخه وه.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ مېلیونونه ماشومان درملنې ته اړتیا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
100%

د فرانسې «لو موند» ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، د خوراکي توکو لوړو بیو او د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ څپه ورځ تر بلې پراخېږي.

د راپور له مخې، په کابل کې د اندراګاندي په روغتون کې ګڼ ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله بستر دي. په دغه ماشومانو کې دوه کلنه زرمینه هم شامله ده، چې وزن یې یوازې پنځه کیلو ګرامه دی.

د زرمینې مور فاطمه پنځه ماشومان لري او د راپور له مخې ټول یې په خوارځواکۍ اخته دي. نوموړې له لوګر نه کابل ته راغلې؛ څو د خپلې لور درملنه وکړي. د هغې مېړه مزدوري کوي؛ خو عاید یې دومره کم دی چې کورنۍ یې ان د غوښې د پېرلو وس نه‌لري.

د روغتون ډاکټر فضل‌الله طرزي وايي، د زرمینې په څېر د سختې خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ وي او په ځینو مواردو کې د مړینې ګواښ یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې رسېږي.

د راپور له مخې، د اندراګاندي روغتون د خوارځواکۍ څانګه یوازې ۲۰ بستره لري؛ خو د ناروغانو شمېر دومره ډېر دی چې کله ناکله په یوه بستره کې دوه یا درې ماشومان بستر کېږي.

په راتلونکي کال کې به مېلیونونه ماشومان درملنې ته اړتیا ولري

د یونېسف او د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۰۴ مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. له دې ډلې به نږدې ۱.۰۹ مېلیونه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته وي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶کال کې د خوارځواکۍ ستونزه د افغانستان په لسو ولایتونو کې د اندېښنې وړ وه او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷کال کې به ۱۴ ولایتونو ته وغځېږي.

د بې‌وزلۍ او د مرستو کمښت د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي

لو موند لیکلي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت، د خوراکي توکو لوړو بیو، د کار نشتوالی او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ځینو لومړنیو خوراکي توکو بیې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې لوړې شوې دي؛ له همدې امله ګڼې بې‌وزله کورنۍ نه‌شي کولای د خپلو ماشومانو لپاره کافي او مناسب خواړه برابر کړي.

په راپور کې راغلي، چې د امریکا د مرستو کمښت هم د افغانستان پر بشري وضعیت منفي اغېز کړی دی. امریکا مخکې د افغانستان له مهمو مرستندویانو څخه وه؛ خو د مرستو له کمښت وروسته ګڼ مرستندویه بنسټونه اړ شوي، چې خپل فعالیتونه محدود کړي.

سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

د راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵کال تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. ورلډ وېژن هم د مالي امکاناتو د کمښت له امله په افغانستان کې خپل یوشمېر روغتیايي مرکزونه تړلي دي. د دغه سازمان د افغانستان څانګې د مشرې په وینا، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۰ روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

په راپور کې د هرات د سربلند کلي د یوه روغتیايي مرکز یادونه هم شوې، چې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په پای کې تړل شوی دی. دغه مرکز د ۹۰ کورنیو او شاوخوا ۱۲ کلیو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه مرکز له تړل کېدو وروسته ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره اوږد واټن ووهي. د یوه ناروغ د لېږد لګښت لږ تر لږه ۸۰ ډالرو ته رسېږي، چې د بې‌وزله کورنیو له وسه پورته دی.

د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه روغتیايي ستونزې زیاتوي

راپور د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم د افغانستان د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له لاملونو ګڼي. د راپور له مخې، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر طبي زده‌کړو محدودیتونو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ورلډ وېژن د افغانستان څانګې مشرې خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه همداسې دوام وکړي؛ په راتلونکو کلونو کې به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت لا ډېر شي.

د ژمي په رارسېدو د خلکو اندېښنې

د راپور په پای کې د هرات د سربلند کلي د اوسېدونکو ستونزو ته اشاره شوې ده. د سیمې خلک وايي، د ژمي په رارسېدو سره د واورې او سړې هوا له امله لارې تړل کېږي او ناروغان روغتیايي مرکزونو ته په اسانۍ نه‌شي رسېدای.

د راپور په پای کې راغلي، چې د افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزه یوازې د خوړو د کمښت له امله نه ده؛ بلکې بې‌وزلي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د نړۍوالو مرستو کمښت او د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم د دغه وضعیت په خرابېدو کې رول لري.

طالبانو د بلخ د نصرت‌اباد ښارګوټي په یوه برخه کې د کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰
100%

د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د نصرت‌اباد ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د دې ښارګوټي د یوې برخې د کورونو د نړولو بهیر پیل کړی دی. د نصرت‌اباد اوسېدونکي ادعا کوي چې د شرعي قبالې په لاس کې لري، خو طالبانو د هغوی د کورونو د خالي کولو او نړولو امر صادر کړی دی.

د مزارشریف ښار د نصرت‌اباد ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ، د لړم پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ادعا وکړه چې یوه کس په طالبانو کې له خپل «نفوذ څخه په استفادې»، د دې ښارګوټي د ځمکو پر یوې برخې د مالکیت ادعا کړې ده.

د معلوماتو پر بنسټ د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د نصرت‌اباد ښارګوټی په ۱۳۸۲ کال کې جوړ شوی دی.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل رسېدلې ښيي، چې د عبدالغني په نوم یوه کس له نعمت‌الله سرحدي سره د یوه تفاهم‌لیک له لارې د دې ښارګوټي ځمکې پر غوښتونکو پلورلې دي.

په هغو شرعي قبالو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د ځمکې د مالک په توګه د عبدالغني نوم او مشخصات ثبت شوي دي. د اسنادو څېړنه ښيي، چې د نصرت‌اباد ښارګوټي اوسېدونکو ته د تېر حکومت او طالبانو د ادارې په دوره کې قباله د صفايي او برېښنا کتابچې صادرې شوې دي. خو د غصب شویو ځمکو د دوسیو د څېړلو لپاره د طالبانو ځانګړې محکمې، د دې ښارګوټي شاوخوا ۳۵ جریبه ځمکه د نعمت‌الله سرحدي شخصي ملکیت پېژندلی او د هغې د خالي کولو او نړولو حکم یې صادر کړی دی.

د نصرت‌اباد اوسېدونکو وویل، چې د ښارګوټي په دې برخه کې شاوخوا ۱۰۰ کورونه شامل دي.

هغوی ادعا لري، چې د طالبانو محکمې د ښارګوټي د اوسېدونکو په غیاب کې حکم صادر کړی دی.

افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه د طالبانو یا د ښارګوټي د اوسېدونکو د ادعاوو کره‌والی نه شي تاییدولای.

د نصرت‌اباد د اوسېدونکو په وینا، د دې ښارګوټي د یوې برخې د مالکیت مدعي د شنبې په ورځ د طالبانو د لسمې حوزې د چارواکو په ملاتړ د لانجمنو کورونو د نړولو بهیر پیل کړی دی.

یوه ځايي اوسېدونکي وویل تر دې دمه لږ تر لږه ۵ کورونه په کیندونکې ماشین (اسکواټور) نړول شوي دي. هغه ویډیوګانې چې د نصرت‌اباد ښارګوټي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې دي ښيي چې یو شمېر اسکواټرونه د کورونو په نړولو بوخت دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي وویل شاوخوا ۲۰ کاله مخکې یې په دې ښارګوټي کې کور اخیستی او شرعي قباله په لاس کې لري. هغه زیاته کړه چې د طالبانو محکمې د مالکیت د اسنادو سربېره د ښارګوټي له اوسېدونکو غوښتي چې د خپلو کورونو د ساتلو لپاره د ځمکو د مالکیت له مدعي، نعمت‌الله سرحدي سره تفاهم ته ورسېږي. د نوموړي په وینا، طالبان غواړي چې د ښارګوټي اوسېدونکي یو ځل بیا د خپلو کورونو ځمکه د مالکیت له مدعي څخه وپېري.
د اسنادو له مخې، د نصرت‌اباد ښارګوټی په ټولیزه توګه له ۲۰۰ جریبه زیاته ځمکه جوړ دی او د دغه ښارګوټي د لانجمنې برخې کورونو ته هم په تېرو دوو لسیزو کې شرعي قبالې او دولتي اسناد ورکړل شوي دي.

د ټلویزیون نړیواله ورځ؛ د افغانستان ټلویزیونونه د سانسور تر سیوري لاندې فعالیت کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۰
100%

نن د نومبر ۲۱ مه چې د ټلویزیون له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، داسې مهال رارسیږي، چې د طالبانو تر واک د افغانستان رسنیز ډګر او د فوټو ژورنالیزم برخه د سانسور، محدودیتونو او بندیزونو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.

طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان پر رسنیز ډګر بېلابېل بندیزونه لګولي، چې د ښځو له مخ پټولو نیولې او د ساه کښو د انځورونو د خپرولو تر بندیز پورې.
له دغو بندیزونو سربېره طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې ۵ کلنه موده کې د څو ټلویزیونونو جوازونه لغو او نشرات یې بند کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز سږ کال په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله لږ تر لږه د ۲۱ سیمه‌ییزو ټلویزیونونو فعالیتونه درول شوي دي.

دغه مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په خپل کلني راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۱۸مې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې موده رانغاړي ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونو ته غځېدلی دی.
راپورونه ښیي، چې طالبانو په دغې موده کې د نور، بریا، ارزو، تمدن او راه فردا خصوصي ټلویزیونونو پر فعالیتونو په وقفه‌يي ډول بندیزونه لګولي دي.
بلخوا دغې ډلې په دولتي رسنیو کې د ټولو ښځینه کار کوونکو او د خپرونې د چلوونکو پر فعالیتونو بندیز لګولی، خو په خصوصي رسنیو کې که څه هم په محدود شمېر ښځې کار کوي، خو د هغوی په وینا، د ځانګړو شرایطو په منلو سره د کار د دوام اجازه لري.
نرګس(مستعار نوم) چې اوس مهال د افغانستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره کار کوي افغانستان انټرنشل - پښتو ته ویلي، چې د سختو شرایطو په منلو سره اړه ده، خپل مسلک کې کار وکړي.
هغه وایي، چې طالبانو په لومړیو کې پر ښځینه خبریالانو او په ځانګړې توګه د ټلویزیوني خپرونو د ښځینه نطاقانو د مخ پوښل (ماسک کارول) جبري کړل.
نرګس وایي، طالبان په ښکاره له ښځینه خبریالانو سره توپیري چلند کوي او ډېری طالب چارواکي په خپلو خبري کنفرانسونو کې ښځینه خبریالانو ته د خبري پوښښ لپاره اجازه نه‌ورکوي.
هغه وایي: «ما څو کاله په رسنۍ کې کار کړی، خو داسې کسان دي چې له یوه کال راهیسې کار کوي خو یوازې له دې امله چې نارینه دي تر ما یې د کار ساحه پراخه او د ډېر صلاحیت لرونکی دی».
نرګس وایي، چې د ژورنالیرم د ډګر کار په محدودیتونو نه‌کېږي او په وینا یې: «د رسنیو کار ازاد او پرته له کوم بندیز کار کولو ته اړتیا لري ځکه موږ باید هر څه ته لاس رسی ولرو تر څو حقیقت تر خلکو ورسوو، د دې چارې لپاره جنسیت باید زموږ د کار مانع نه‌شي چې متاسفانه اوس مانع شوی دی».
هغه وایي، اوس مهال طالبان اجازه نه‌ورکوي، چې یوه ښځینه خبریاله له نارینه کارپوه سره خبرې یا مرکه وکړي او زیاتوي، چې دوی نه‌شي کولی له طالب چارواکو سره اړیکې ونیسي یا د خبري پوښښ لپاره غونډو ته لاړې شي.
نرګس هیله څرګندوي، چې یوه ورځ بېرته عادي او پرته له کوم خنډ څخه خپل مسلک ته دوام ورکړل شي.

100%


د افغان خبریالانو په وینا، د طالبانو بندیزونه یوازې پر ښځینه خبریالانو نه محدودېږي، بلکې نارینه خبریالان او ټول رسنیز چاپېریال ترې اغیزمن دي.

یو بل افغان رسنیز فعال چې د یوې رسنۍ په مدیریتي برخه کې کار کوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستلو ډډه کړې وایي، چې د ده په اند افغانستان کې د رسنیو په ځانګړې توګه د ټلویزېونونو فعالیتونه یو هم د ژورنالیزم له اصولو سره برابر نه‌دي، ځکه په وینا یې، دوی اړ دي چې ان د عادي خپرونو محتوا او سوژې هم د طالبانو له «مزاج» سره برابر جوړې کړي.
هغه وایي، چې د سیاسي خپرونو لپاره دوی باید د خپرونې موضوع، د میلمنو لیسټ او ان ځینې وخت پوښتنې هم د طالبانو د سپارښتنو پر بنسټ چمتو کړي.
هغه افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي: «په دې ډول ویلی شم چې اوس مهال موږ هیڅ اختیار نه‌لرو چې د ټولنې د ستونزو او د طالبانو د ناوړه کړنو په تړاو حقیقتونو ته پوښښ ورکړو».
د هغه په وینا، دې وضعیت ډېر ستړی کړی خو اړ دی چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

ورته مهال، د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل وروستي میاشتني راپور کې ویلي وو، چې طالبانو پر خبریالانو فشارونه زیات کړي او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو یې محدودیتونه لګولي دي.

د راپور له مخې، خبریالان په ځینو سیمو کې د سیاسي او پوځي موضوعاتو په اړه د طالبانو د دریځ خپرولو ته هڅول کېږي او په فکري او عقیدوي پروګرامونو کې ګډون ته اړ اېستل کېږي.
دغه سازمان په دې اړه اندیښنه ښودلې وه، چې د دغه وضعیت دوام د افغان ژورنالېزم خپلواکي، مسلکي بې‌طرفي او د خبریالانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د طالبانو له لوري پر رسنیو د سانسور او د بندیزونو وضع کولو ته د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو، د خبریالانو اړوند بنسټونو او رسنیزو فعالینو اندېښنه ښودلې او په وار وار یې د دغو بندیزونو د مخنیوي او لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د ټلویزیون نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو له‌خوا د ټلویزیون د ارزښت، د معلوماتو په خپرولو، عامه پوهاوي، پوهنې او د ټولنیزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د هغه د رول د یادونې په موخه نمانځل کېږي.

د دې ورځې موخه یوازې ټلویزیون د یوې وسیلې په توګه نمانځل نه‌دي، بلکې د خلکو د نظرونو په جوړولو، د بېلابېلو لیدلورو په وړاندې کولو، د حقیقتونو په روښانه کولو او د ټولنې د ستونزو په انعکاس کې د خپلواکو رسنیو پر ارزښت ټینګار هم دی. ملګري ملتونه دا ورځ د رسنیو د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو د اهمیت یادونې لپاره یو فرصت ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم، لسګونه خبریالان د ژورنالیسټیکي فعالیتونو له امله نیولي او دمګړۍ هم یو شمېر خبریالان له دغې ډلې سره بندیان دي او د بندي شویو خبریالانو د کورنیو په وینا، په بګرام بندخونه کې بندي خبریالان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ان ډېری وخت کورنیو ته یې هم د هغه د لیدلو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) د روانې لړم میاشتې په سر کې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د څار، ګواښلو، نیولو او شکنجې په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي د افغانستان رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.

دغه سازمان همداراز د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نو د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.