• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د «کاپ ۳۱» ګډونوال د اقلیمي بدلون په اړه د تړون پر نوې مسودې هوکړې ته نږدې شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۰

د ترکیې په انتالیا کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱م کنفرانس (کاپ ۳۱) ګډونوال د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د فوسیلي سون‌توکو د کارونې په اړه د یوه نوي تړون پر مسودې هوکړې ته نږدې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ( د لیندۍ لومړۍ) راپور ورکړی، چې د اسټرالیا او ترکیې له خوا د تړون نوې مسوده وړاندې شوې، چې موخه یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه او د راتلونکو ګامونو په اړه د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ ګډ دریځ رامنځته کول دي.

راپور زیاتوي چې د «کاپ ۳۱» مشر مراد کوروم ویلي، باور لري وړاندې شوې مسوده د ټولو ګډونوالو هېوادونو د منلو وړ ده. نوموړي زیاته کړې، په دې اړه به نن بېرته غونډه وکړي، څو د تړون د تصویب بهیر پیل کړي.

تر دې وړاندې په یاده غونډه کې د ګډې اعلامیې صادرېدل د اختلافاتو له امله ځنډیدلي و او ټولو کډونوالو هېوادونو پرې هوکړه نه و کړې.

د راپور له مخې، مذاکره کوونکو د جمعې ورځې له ټاکل شوي ضرب‌الاجل وروسته هم خبرو ته دوام ورکړی او د شنبې ټوله ورځ او د یکشنبې تر لومړیو ساعتونو پورې یې د تړون پر مسودې بحثونه کړي دي.

د تړون پر پخوانۍ مسودې ځینو هېوادونو نیوکې کړې وې، ځکه چې په هغې کې د فوسیلي سون‌توکو، لکه تېلو، ګاز او سکرو د کارونې د پای ته رسولو په اړه څرګندونې نه وې شوې.

مراد کوروم ویلي، په نوې مسوده کې د فوسیلي سون‌توکو په اړه د هېوادونو اندېښنو ته پام شوې او همدارنګه د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مخ کېدونکو مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو موضوع هم په پام کې نیول شوې ده.

دا مسوده د اسټرالیا، چې د خبرو مشري کوي، ترکیې، چې د کنفرانس کوربه ده، او د نړۍ د نږدې ۲۰۰ هېوادونو د استازو ترمنځ د پراخو سلا مشورو په پایله کې چمتو شوې ده.

اسټرالیا د ترکیې په ملاتړ هڅه کوي، داسې هوکړه رامنځته کړي چې د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره د مخامخو هېوادونو اړتیاوې او د هغو هېوادونو اقتصادي ګټې سره برابرې کړي، چې اقتصادونه یې د فوسیلي سون‌توکو پر تولید یا مصرف ولاړ دي.

دا کنفرانس په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو د چاپېریال اړوندې ادارې ارزونه ښيي، د نړۍ د تودوخې زیاتوالی ښايي له ۱.۵ درجې سانتي‌ګراد څخه واوړي.

د یادونې ده چې د برازیل په کوربه‌توب د اقلیم په تېره غونډه کې هېوادونه ونه توانېدل چې د فوسیلي سون‌توکو د کارونې کمولو لپاره پر یوه نړیوال پلان هوکړه وکړي.

ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲
تازه خبر

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۳

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

۴

د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوال افغانستان کې د جنګي جرمونو د دوسیې تړل کېدو پرېکړه ننګولې

۵

افغان کروندګر د کنګینې دود ساتنې او پراختیا پر اړتیا ټینګار کوي

•
•
•

نور خبرونه

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰
100%

ډونالډ ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې لورا لومر ویلي، چې امریکايي یوټیوبر اسنیکو یې له طالب چارواکو سره د ژوندۍ ویډیويي مرکې د خپرولو له امله د امریکا امنیتي ادارو ته ورپېژندلی. نوموړې د امریکا د کورني امنیت له وزارت څخه غوښتي، چې اسنیکو دې امریکا ته د بېرته ستنېدو پر مهال ونیول شي.

مېرمن لومر شنبې (د لړم ۳۰مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسنیکو امریکا ته په وختي بېرته ستنېدو سره هڅه کوي، څو مسوول چارواکي وغولوي. د هغې په وینا، اسنیکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې غواړي دوه اوونۍ په اسلامي هېوادونو کې تېرې کړي.

لومر ادعا کړې، چې له طالبانو سره د اسنیکو د ژوندۍ مرکې خپرول ښايي نوموړی په امریکا کې له جدي قانوني ستونزو سره مخ کړي. هغې ویلي، هغو سازمانونو ته مادي ملاتړ برابرول چې د امریکا په نوملړ کې د ترهګرو ډلو په توګه ثبت دي، د دغه هېواد د قوانینو سرغړونه ده.

دې سیاسي فعالې ویلي، چې نوموړې په خپله اسنیکو او د «کېک» ژوندیو خپرونو د پلټفارم بنسټګر یې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلي او د خپلو اندېښنو اړوند شواهد یې هم دغو ادارو ته استولي دي.

هغې اسنیکو د طالبانو د تبلیغاتو پر جوړولو او خپرولو هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې د کېک پلټفارم له لارې خپرېدونکي مطالب په امریکا کې ماشومانو ته هم د لاسرسي وړ دي.

لومر زیاته کړې، چې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو اداره د هغه څه په اړه خبره شوې، چې نوموړې یې «له طالبانو سره د اسنیکو همکاري» بولي او دغې ادارې ورته ویلي، چې ژر به ورسره اړیکه ونیسي.

اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.

له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.

په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.

د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.

اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.

سعودي ایتلاف په یمن کې بریدونه کړي، خو حوثیان د غچ ګواښ کړی

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په حدیده بندر او درېیو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په غبرګون کې یې حوثیانو د سعودي پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د ایتلاف ویاند ترکی بن صالح المالکي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ځواکونو یې په حدیده بندر کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د هغه په وینا، په صنعاء کې یې هم پوځي اهداف، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او د اکمالاتو یو زېرمتون په نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایتلاف په بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي دي. بلخوا، د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې په ۳۱ هوايي بریدونو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ۹۱ بریدونو او سلګونو توپچي بریدونو کې ۱۹۳ حوثي جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دواړو لورو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ایتلاف ویاند ویلي چې د یمن پولې ته نږدې د جیزان سیمې پر فضا دوه بالستیک توغندي شنډ شوي او پاتې شوني یې په الشقیق سیمه کې لوېدلي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر اېکس لیکلي چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د الشقیق برېښناکوټ او د جیزان بندر په مستقیمو بریدونو کې په نښه کړي او پراخ زیان یې ور اړولی دی.

په همدې حال کې، د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د المخا ښار د یوه برېښناکوټ انځورونه خپاره کړي چې د ایتلاف په هوايي برید کې زیانمن شوی دی.

د ایتلاف دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد پر تر ټولو لوړه ودانۍ برید وکړ. دغه ودانۍ د ریاض په مالي سیمه کې موقعیت لري.

د ایتلاف له خوا د حدیده بندر شاوخوا ملکي وګړو ته د سیمې د پرېښودو تر خبرداري وروسته، حوثیانو ګواښ کړی چې که دغه بندر تر برید لاندې راشي د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر غاړه به جده او نور بندرونه په نښه کړي.

د حوثیانو د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز د جده بندر له کاروونکو بېړیو شرکتونو او نورو ادارو ته برېښنالیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې بندر پرېږدي.

یحیی سریع ټولو هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي حریم خوندي نه دی او په راتلونکو ساعتونو کې به د حوثیانو د عملیاتو ډګر وي.

هغه ویلي چې د مکې او مدینې سپېڅلی هوايي حریم له دې خبرداري مستثنا دی.

سریع د ریاض د ملک عبدالله مالي سیمې خلکو ته هم ویلي چې له سیمې لرې شي او دغه ځای یې پوځي هدف بللی دی.

د سرچینې په وینا، د دغې سیمې دفترونه څو اوونۍ مخکې تخلیه شوي وو.

بنګله‌دېش: د روهینګیا نسل‌وژنې قربانیان باید عدالت ترلاسه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د بنګله‌دېش د ولسي جرګې مشر خلیل الرحمن د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار د امنیتي ځواکونو د نسل‌وژنې په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه مهمه بللې او د قربانیانو لپاره د تاوان او د روهینګیا کډوالو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

خلیل الرحمن د روهینګیا کډوالو په یوه کمپ کې د کډوالو او خبریالانو پر وړاندې د وینا پر مهال وویل د نړیواله عدلي محکمې د هغوی غږ اورېدلی او د ۲۰۱۷ کال پېښې یې د نسل‌وژنې په توګه یادې کړې دي.

هغه وویل: «پرون په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړې محکمې پرېکړه وکړه. په دې پرېکړه کې ستاسو نوم یاد شو روهینګیا، هو، روهینګیا. پرېکړه روښانه وه هغه څه چې په ۲۰۱۷ کال کې درسره شوي نسل‌وژنه وه.»

خلیل الرحمن د قربانیانو لپاره د عدلي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ژوندي پاتې شویو کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او کډوالو ته داسې ضمانتونه برابر شي چې په خپله خوښه خوندي او له عزت سره خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر او وروسته د ولسي جرګې مشر کېدو مخکې د روهینګیا کډوالو په اړه د خپل هېواد د لوړپوړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او څو ځله یې د هغوی له کمپونو لیدنه کړې ده.

هغه وویل: «ما نه غوښتل له نیویارک څخه له تاسو سره خبرې وکړم. غوښتل مې په دې تاریخي شېبه کې کمپونو ته درشم او ستاسو تر څنګ ودرېږم.»

د نړیواله عدلي محکمې د پنجشنبې په ورځ د ګامبیا له خوا د میانمار پر ضد د ثبت شوې قضیې په اړه پرېکړه وکړه.

د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې موندلې چې د میانمار امنیتي ځواکونو او نورو دولتي ادارو د رخاین په ایالت کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د نسل‌وژنې کړنې ترسره کړې دي.

د محکمې د موندنو له مخې، د ۲۰۱۷ کال پوځي عملیاتو کې پراخ قتلونه، جنسي تاوتریخوالی او د کلیو بشپړ ویجاړول شامل وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه لس زره روهینګیا مسلمانان وژل شوي او شاوخوا ۷۵۰ زره نور بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

خلیل الرحمن وویل، روهینګیا کډوالو له کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې غږ یې واوري او اوس نړۍ د هغوی غوښتنې اورېدلې دي.

100%

هغه د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو لپاره څلور مهم لومړیتوبونه بیان کړل.

لومړی، د عدالت تامین دی. د هغه په وینا، میانمار باید د نسل‌وژنې په اړه څېړنې وکړي او د شواهدو پر بنسټ د هغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات وکړي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي. نوموړي د اړوندو قوانینو د اصلاح غوښتنه هم وکړه.

دویم، د روهینګیا کډوالو خوندي بېرته ستنېدل دي. خلیل الرحمن وویل، هېڅوک باید داسې سیمو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

د هغه په وینا، د کډوالو د ستنېدو لپاره باید د امنیت، د تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د روهینګیا خلکو د ګډون ډاډ ورکړل شي.

درېیم، د قربانیانو جبران او تاوان ورکول دي. د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې میانمار ته امر کړی چې قربانیانو ته تاوان ورکړي او په دې اړه د دوو کلونو په موده کې راپور وړاندې کړي.

خلیل الرحمن وویل: «پیسې د انسان د ژوند بدیل نه شي کېدای او نه د هغو خپلوانو تشه ډکولی شي چې له لاسه ورکړل شوي دي.» خو د هغه په وینا، مناسب تاوان له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د امنیت، هیلې او عزت د احساس په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.

څلورم لومړیتوب د ورته پېښو مخنیوی دی. د دې لپاره باید قوانین اصلاح، امنیتي ځواکونه وروزل او د هغوی پر فعالیتونو د ملکي ادارو اغېزمنه څارنه یقیني شي.

خلیل الرحمن وویل، نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري چې د محکمې د پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکو ګامونو لپاره به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

نوموړي روهینګیا کډوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «تاسو یوازې نه یاست، زه به خپله برخه مسوولیت ادا کړم.»

لوېدیځو مشرانو د اوکراین په دوامدار پوځي ملاتړ او امنیتي تضمینونو ټینګار وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس په برلین کې وویل، اروپا به تر هغې چې اړتیا وي د کییف مالي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي. هممهاله د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون له اوکراین سره د سمدستي وسلو پر مرستو ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په اړه د برلین غونډې له ګډونوالو سره ټلېفوني اړیکه نیولې او هغوی یې په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلو لیدنو له جزییاتو خبر کړي دي. د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې په کییف کې د روسیې د تازه توغندیزو بریدونو پر مهال یو توغندی د هالنډ سفارت ته نږدې لګېدلی، خو چا ته په کې مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.
په برلین کې د «خوښو هېوادونو ایتلاف» تر غونډې وروسته، د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس وویل چې هېواد به یې تر هغه وخته د اوکراین تر څنګ ولاړ وي څو چې اړتیا لیدل کېږي. مرتس زیاته کړه چې د خبرو اترو د بریالیتوب په صورت کې پر روسیې د لګول شویو بندیزونو مشروط لغوه کول ممکن دي، ځکه د ده په وینا، مسکو اوس پوه شوی چې خپلې اعظمي غوښتنې یې واقع‌بینانه نه دي. هغه په شنژن کې د امریکا، روسیې او چین د ولسمشرانو وروستۍ درې اړخیزه ناسته یوازې «د عکس اخیستلو فرصت» وبلله.
له بلې خوا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ټینګار کړی چې د اوکراین متحدان باید همدا اوس د کییف د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ګړندۍ کړي او خپل پوځي ملاتړ سمدستي پیاوړی کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ماکرون همدارنګه په ناټو تړون کې د اوکراین د غړیتوب د موضوع پر بیا مطرح کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوس د دې مسلې په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره تر ټولو مناسب وخت دی.
د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي جرد کوشنر په برلین کې له اروپايي او اوکرایني چارواکو سره خبرې خورا بنسټیزې او بریالۍ بللې دي. کوشنر وویل چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو سره موافق دی، اروپا د اوکراین په ملاتړ کې متحده ده او ټرمپ غواړي هر ډول هوکړه د اروپايي متحدانو په حضور کې وشي. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل چې له چینه واشنګټن ته د ستنېدو په حال کې دی، سفر یې خورا لوی او اغېزناک و او ډېر ژر به په سپینه ماڼۍ کې د نویو سوداګریزو هوکړو په اړه خبري غونډه وکړي.
دغه ډیپلوماټیک تحولات وروسته له هغې چټک شول چې د امریکا، روسیې او چین مشرانو د چین په شنژن ښار کې په خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته کې د یوې ګډې اعلامیې له لارې ټینګار وکړ چې اټومي جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او باید هېڅکله پیل نه شي. ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ په دغه غونډه کې د ستراتیژیک ثبات پر ساتلو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو ګټو او د نړیوالو قضايي بنسټونو د واکونو پر محدودولو هم بحثونه کړي وو.

د اقلیم ۳۱مې غونډې ته د طالبانو نه بلنه؛ افغانستان له جدي چاپېریالي بحران سره مخ دی

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۰
100%

طالبان د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۱مه نړیواله غونډه کې ګډون نه لري، ځکه د غونډې جوړونکو ورته رسمي بلنه نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله له وچکالیو، سېلابونو، د اوبو کمښت او د ځمکو د تخریب له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ډیپلوماټ ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم په ۲۹مه غونډه (کاپ۲۹) کې د لومړي ځل لپاره د څارونکو په توګه ګډون کړی و، خو په ۲۰۲۵ کال کې د برازیل په کوربه‌توب د اقلیم په ۳۰مه غونډه او سږ کال په ترکیه کې د ۳۱مې غونډې لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو د استازو نه ګډون په نړیوالو اقلیمي خبرو اترو کې د افغانستان رسمي ګډون محدودوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۹۵۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د تودوخې درجه ۱،۸ سانتي‌ګراد لوړه شوې چې د نړۍ د منځنۍ کچې دوه برابره ده. همداراز، هر کال سېلابونه، وچکالۍ، واورې ښویېدنې او واورین توپانونه شاوخوا ۲۰۰ زره کسان اغېزمنوي.
راپور زیاتوي چې د لسیزو جګړو، بېوزلۍ، کمزورو بنسټونو او لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د اقلیمي بدلونونو اغېزې لا پسې سختې شوې دي.
د راپور په وینا، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د لرګیو پر سوداګرۍ بندیز اعلان کړ او د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو د مخنیوي لپاره یې ځانګړې پوځي قطعه جوړه کړه. دغه راز یې د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د ۲۰۰ میلیونو ونو د کېنولو هدف هم اعلان کړی دی.
خو لا هم طالبانو د اقلیمي ستونزو د حل لپاره یوه هر اړخیزه او په کافي بودجه سمباله ملي تګلاره نه ده جوړه کړې.
د راپور له مخې، د افغانستان په شمالي، لوېدیځو او سویلي سیمو کې د ځمکو له ۷۵ سلنې زیاته برخه د دښت کېدو له ګواښ سره مخ ده. پرله‌پسې وچکالیو کرنیز محصولات کم کړي، څړځایونه یې زیانمن کړي او د خوړو نه خوندیتوب یې زیات کړی دی.
همداراز، د بېوزلۍ او د ارزانه انرژۍ د بدیلو سرچینو د نشتوالي له امله میلیونونه افغانان د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او سکرو تکیه کوي، چې دې چارې د ځنګلونو پر پاتې شونو فشار زیات کړی دی.
د ډبرو سکرو ناقانونه استخراج، د اوبو د سرچینو ککړتیا او د ځمکو تخریب هم د افغانستان له مهمو چاپېریالي ستونزو څخه دي.
همداراز د طالبانو پر چاپېریالي سیاستونو نیوکه کېږي چې د ښځو، متخصصینو، مدني ټولنو او سیمه‌ییزو خلکو محدود ګډون د اغېزناکو چاپېریالي تګلارو د جوړولو او پلي کولو بهیر کمزوری کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بحران د مخنیوي لپاره نړیوالې همکارۍ، د طبیعي سرچینو دوامدار مدیریت او یوې هر اړخیزې چاپېریالي تګلارې ته اړتیا لري.