زمونږ په اړه

د افغانستان انټرنشنل تلویزیون پښتو برخه

افغانستان له یوه حساس تاریخي پړاو تیریږي او رسنۍ د دغه هیواد د رڼايي او روښانه راتلونکي په ټاکلو او د بشري ارزښتونو ساتلو کې برخليک ټاکی رول لري.

د جمهوریت تر پرځېدو مخکې دوو لسیزو کې د افغانستان رسنیو خپلواک مزل وکړ. که څه هم سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونې د حقایقو د بیان په برخه کېد دوی خنډ وې، اما د طالبانو واکمنېدو سره رسنۍ خورا سختې سانسور او ډېرې یې تړل شوې دي، پاتې هم مسایل په ریښتینې او خپلواکه توګه تر خلکو رسولی نشي. په داسې یو حالت کې چې د یوه هیواد راتلونکی، ارزښتونه او لاسته راوړنې له ګونګ حالت سره مخ وي، خبرونو، معلوماتو او شننو ته اړتیا تر بل هر وخت زیاته وي چې خلک د خپل برخلیک په اړه سمې پریکړې وکړي. د افغانستان انټرنشنل پښتو برخه دغه خپل اصلي رسالت ګڼي.

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو ځوانو هیوادونو دی چې ۶۳ سلنه وګړي یې- چې ۲۸ میلیونه تنه کیږي-له ۲۵ کلونو کم عمره دي او د افغانستان انټرنشنل پښتو برخې خپرونې د همدغه ځوان او ویښ نسل لپاره ځانګړې شوې دي. دا رسنۍ به راتلونکي کې د ټولنې د هرې پاړکي لپاره خپرونې ولري.

افغانستان انټرنشنل پښتو په حقیقت کې د ټول هیواد ریښتينې هینداره ده چې نړۍ به د افغانستان او افغانستان د نړۍ له حاله خبروي او له خپل هېواد سره د نړۍ له هر ګوټه د ۷‍‍.۵ میلیونه افغان کډوالو ټولنیز پیوستون کې به مرسته وکړي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ژمنه ده چې په خپل مسلکي کار کې خپله خپلواکي، بي پرېتوب او صداقت وساتي او په لوړو معیارونو دقت او باور وکړي. دا نړیوال ارزښتونه دي. ټولې مخکښې رسنۍ ورته ژمنې دي او عمل پرې کوي؛ افغانستان انټرنشل پښتو هم دغو نړیوالو معیارونو ته بشپړ ژمنه ده. پر دغو اصولو عمل کول د افغانستان انټرنشنل پښتو د مسلکي او اخلاقي همغږۍ او د لیدونکو باور ترلاسولو لپاره خورا زیات ارزښت لري.

د ډیجیټلي نړۍ له اهمیته خبره او د پرمختللې خبریالۍ پر خورا پرمختللو وسایلو سمبال د افغانستان انټرنشنل پښتو څو رسنیزه شبکه ده چې د افغان ولس مهم خبرونه او نظرونه او له انحصار او استثنا پرته سیاسي او ټولنیز فکرونه خپروي.

بې پریتوب د افغانستان انټرنشنل پښتو یو بنسټیز معیار دی. بې پرې خبریالي د حقایقو او مستندو معلوماتو پر بنسټ ولاړه او له شخصي او سیاسي قضاوتونو او پریکړو پرته ده. بې پرېتوب له عینیت سره یا انډول له پلویتوب نه کولو او یا انصاف په پام کې نیولو سره یوه معنا نه لري، خو دا ټول څلور واړه مفاهیم رانغاړي.

بې پرېتوب د دوو مخالفو نظریو ترمنځ د ریاضیکي تعادل یا په لانجه کې د یوه د ملاتړ نه کولو په مانا نه دی خو اخلاقی اصولو ته د بې پروايي او د یوې بې ګټې او بې اغیزې منځپانګې د تولید مانا هم نه لري. بلکې بې پرېتوب یعنې د یوه ځانګړي لوري په ملاتړ یا خلاف مثبت یا منفي قضاوت ونه کړو. بې پرېتوب یعنې د ټولو شته فرضیو ننګول او خپلو تولیدي توکو کې د بېلابېلو لوریو او وګړو بېلابېل باورونه خپرول.

د افغانستان انټرنشنل پښتو څانګه په برتانیا او افغانستان کې ثبت شوې ده. د لندن او واشنګټن له سټوډیوګانو خپرونې کوي. دغه شبکه خپلواکه او ناپیلې ده، په کوم دولت او سازمان پورې تړلې نه ده اوپه شخصي پانګه مخته ځي. دغه رسنۍ تر هر څه وړاندې متوازن، بې پرې، ریښتني او پر وخت کار ته ژمنه ده.

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ