عبدالله همیم
خبریال
خبریال

د طالبانو لهخوا په ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو بندیز په اړه د افغانستان انټرنشنل- پښتو له راپور وروسته، دغې ډلې په هلمند کې په مشروط ډول د شپې لهخوا سپورټي لوبو ته اجازه ورکړه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو باندې بندیز لګولی دی. د ټینیس بال یادې سیالۍ هر کال د روژې میاشت کې نږدې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې له تېرو درې میاشتو راهیسې د کندهار میرویس حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی او ناروغان اړ دي، چې د خپلې درملنې لپاره په ازاد بازار کې درمل واخلي. مخکې ناروغانو یوازې پر دې روغتون تکیه درلوده.

طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه د سپین بولدک په ولسوالۍ کې له پاکستان سره د اوربند د ماتېدو په تور، د طالبانو استخباراتو د دې ولسوالۍ د کمیسارۍ څلور منسوبین نیولي او دا مهال په بند کې دي.

د پښتو موسیقۍ مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۷ کلنۍ په عمر ومړ. نوموړي ګڼې محلي سندرې ویلې چې مشهوره یې «شین منګی پر سر مازیګر دی» سندره ده. هغه په دې وروستیو کې د کندهار په تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کې موټر چلاوه.

په سویلي ولایتونو کې د تېر نظام یو شمېر پخوانیو سرتیرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي او دوی د خپلو کورنیو د ساتلو لپاره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړي په غبرګون کې وايي، چې پاکستان غواړي د عامو خلکو سوداګري او ژوند زیانمنه کړي. د دوی په خبره په تېرو دوو میاشتو کې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړو په پایله کې د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په پنجشیر کې له خپلو جنګي قطعاتو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته لېږلي او ډیورنډ کرښې ته په ورڅېرمه سرحدي ولسوالیو کې یې ځای پرځای کړي دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مرکزي دارالافتا غړو د دوشنبې او سې شنبې په ورځ په کندهار کې مشورتي ناسته کړې او په دې ناسته کې یې له پاکستان سره د ستونزو د حل، د پاکستان د استفتا او «احتمالي فتوا» په اړه خبرې کړې دي.

د کندهار د پوهنې په ریاست کې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې یاد ریاست تر راتلونکو څو ورځو پورې د کندهار په ټولو ښوونځیو کې د دیني زده کړو ازموینه پیلوي او ټول هغه زده کوونکي چې دیني معلومات او پوهاوی یې کم وي له ښوونځيو څخه مدرسو ته لېږدوي.
