د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
څېړنیز راپور
څېړنیز راپور

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د فېبرورۍ له وروستیو راهیسې خطرناک پړاو ته تللې ده. پاکستان په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ بریدونه کړي او طالبانو د ځمکنيو او ډرون بریدونو په وسیله ځواب ور کړی. د جګړې دغه نوې بڼه د سیمې د ثبات لپاره د جدي خطر زنګ دی.

د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۵مه د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په ټټنګ کلي کې دوو ماشومانو د کباړ په بوجیو کې کور ته یوه ناچاودې مرمۍ یووړه او په دې فکر، چې عادي اوسپنه ده، نغري ته یې واچوله، خو مرمۍ وچاودېده. په پېښه کې یوه نجلۍ ځای پرځای مړه شوه او د هغې مور او یوه بله ماشومه ژوبلې شوې.

طالبان له تاریخي او دودیز پلوه له هغو سنتي طالبانو ( د دیني علومو زدکوونکیو) سره توپیر لري، چې په افغاني مدارسو او دارالعلومونو کې روزل کېدل، په هغو پخوانیو وطني طالبانو کې ملي روح پیاوړی و.

اکرامالله مسید په خوست کې د طالبانو امنیتي ادارو ته له اجازې او تلاشۍ پرته ننوځي. کله چې دفتر ته ور ننوځي، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو ماموران په موسکا یو بل ته وايي: « د بوټو قاتل راغی». د ده موټر هیڅکله د تېلو ټانک ته نه درېږي، ځکه ټانکۍ یې د طالبانو په امر هر وخت ډکه وي.

حافظ عبدالرحمن د پکتیکا له ګومل ولسوالۍ نه د خیبر پښتونخوا تر بنو ولسوالۍ پورې په غرنیو او کږلېچنو لارو او درو کې پوره ۲۵ ورځې تېرې کړې. د بې پیلوټه الوتکو له څار نه پټېدل، کله پلي، کله په موټر کې تګ د دوی پښې تڼاکې کړې وې او سفر خورا ستومانوونکی و.

د مجاهدینو له پیله د طالبانو تر لومړۍ واکمنۍ او د جمهوري دولت پر وړاندې له جګړې تر اوسنۍ طالبي دورې حقاني شبکه د افغانستان د جګړې یو مهم اړخ دی. دا مهال د دغې شبکې د مشر په توګه سراج الدین حقاني د منځلارۍ تمثیل کوي، چې په اړه یې د تعامل کوونکي طالب په توګه روایت ایجاد شوی دی.

افغانستان انټرنشنل په پنځو ولایتونو کې له هغو ښځو سره مرکې کړې چې د طالبانو د نظام غړي یې د ژوند شریکان، وروڼه او یا پلرونه دي. دا ښځې یا خاموشه ناراضې دي، یا غلې همفکره؛ خو له طالبي کورنیو دا غږونه څرګندوي چې طالبان په خپلو کورونو کې هم د ښځو له یوه غیر علني مخالفت سره مخ دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ بېپیلوټه الوتکو او بریدونو پر پاکستاني طالبانو فشار ډېر کړی او درندې مرګ ژوبلې یې ور اړولې، وسلهوال د دغو بریدونو پر وړاندې نوې لارې لټوي. اوس هغوی د ارزانه تجارتي ډرونونو په لټه کې دي چې د جګړې په ډګر کې د دوی لپاره یو حمایوي چتر رامنځته کړي.

د هایلکس ټویوټا موټر دغه غږ د پکتیکا په دې له دوړو او ګڼه ګوڼې ډک بازار کې د ډېرو لپاره د پېژندګلوي وړ دی. د دوکان پر سر د طالبانو سپین بیرغ هسک دی او حاجي مطیع الله دننه له یوه بل تن سره، چې د طالبانو مخکینی سرګروپ دی، د امریکايي او چینايي اېم فور وسلو پر معامله بوخت دی.

له پاخه سړک نه په لږه فاصله کې څو ځایه خټین کورونه یو له بل سره نږدې پراته دي. د دې کورونو خړ دیوالونه له غرني چاپېریال سره ورته ښکاري. د کورونو مخې ته واړه موټر او یونیم دوکان هم لیدل کیږي، خو سیمه تقریباً غلې او له لرې له خلکو خالي ښکاري.
