افراسیاب خټک
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په ختیزو او جنوبي سیمو کې اووه بېلابېل ځایونه بمباري کړي دي. تر اوسه د خپرو شویو خبرونو له مخې، پاکستانی بمبارۍ د ننګرهار په بهسود، غني خیل او خوګیاڼو او د پکتیکا په برمل او اورګون ولسوالیو کې شوې دي.

په پاکستان کې د پېچلو مسایلو او بحرانونو کمبود نشته. په بلوچستان او پښتونخوا کې جګړې روانې دي، اقتصاد تر اوسه بحراني دی، له هند او افغانستان سره هم شخړې لري خو له دغو ټولو مسایلو سره سره د پاکستان په میډیا او نړیوالې میډیا کې د زیاتره خبرونو موضوع په محبس کې بندي عمران خان دی.

اسلام اباد کې پر جومات د چاودنې او بلوچستان بریدونه د منځني ختیځ په تړاو د پاکستان ډیپلوماسي ګواښي، ځکه پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي تړون لري او د خلیج له نورو هېوادونو سره هم د پوځي همکاریو په اړه خبرې کوي، چې پاکستانی پوځ به د خلیج هېوادونه له بهرنیو بریدونو ساتي.

د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په دیارلسو ضلعو کې د بلوچ ازادي غوښتونکي اردو (بی ایل اې) سلګونه جنګیالیو د پاکستان په مختلفو دولتي مراکزو پلان شوي او همغږي شوي بې ساري بریدونه وکړل.

له۲۰۲۱ کال نه په پښتونخوا کې د ټي ټي پي بریدونه مخ په زیاتېدو وو او چې هغه وخت د پښتنو سیاسي ګوندونو، ژورنالېستانو او فعالانو په دغو بریدونو تشویش ښوده، حکومت دغه خبرونه ردول او پرده یې پرې اچوله. د پاکستاني حکومت دغه دوهمخي سیاست د پښتونخوا په ولس کې زاړه شکونه راژوندي کړل.

په پاکستان کې ډیموکراسي تل پر کاغذ محدوده پاتې شوې او عملي بڼه یې نه ده موندلې. په عمل کې د جنرالواکۍ واکمني یو تاریخي حقیقت دی، خو د نړیوالو غوښتنو او د ولسي او سیاسي فشار د کمولو لپاره، د ټول ټاکنو، فدرالزم او د مطبوعاتو د ازادۍ یوازې ژستونه شوي دي.

که د شلمې او یوویشتمې پېړۍ د اقتصادي پرمختګ تاریخ ته وکتل شي، څرګندیږي چې د اقتصاد او تجارت نړیوال کېدل چټک شوي، خو دا هم روښانه ده چې د نړیوال کېدو بنسټیز اصل سیمهییزه اقتصادي او تجارتي همکاري ده.

که څه هم په پاکستان کې د ۱۹۷۳ کال اساسي قانون په رسمي ډول لغوه شوی نه دی او په ظاهره یو ملکي جمهور رییس، لومړی وزیر او ایالتي حکومتونه شته، خو په تېرو ۱۱ کلونو کې پوځ د سیاسي لاسوهنو له لارې عملي واک په لاس کې اخیستی او ملکي نظام یې کمزوری کړی دی.

د پښتونخوا خلک له ګڼو پېچلو ستونزو سره مخ دي، خو تر ټولو خطرناکه مسله د ټي ټي پي او د پاکستان د پوځ، ملیشو او پولیسو ترمنځ جګړه ده. دا جګړه له ۲۰ تر ۲۵ کلونو راهیسې روانه ده، خو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې شدت په بېساري ډول زیات شوی دی.

تېره اونۍ په کابل کې د طالبانو له خوا رابلل شوې او د شاوخوا زر افغان دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې غونډه او پرېکړې یې په افغانستان او پاکستان کې د جدي بحثونو موضوع ګرځېدلې دي.
