اسماعیل میاخېل
د ملي ټلویزیون پخوانی رییس او د چارو شنونکی

د ملي ټلویزیون پخوانی رییس او د چارو شنونکی

زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې راڅرګند شوی دی، خو دا ځل نه د رسمي استازي په توګه، بلکې د یوه ځان ښودونکي منځګړي په بڼه چې د طالبانو او بهرنیو ګټو ترمنځ راشه درشه کوي. د هغه وروستۍ کړنې د ډيپلوماسۍ، شخصي لابيګرۍ او د بایللي شهرت د بیا رغولو ترمنځ کرښې تتې کړې دي.

شننه؛ لیکوال: اسماعیل میاخېل پاکستان یو ځل بیا زموږ پر خاوره تېری وکړ او بېګناه افغانان یې شهیدان کړل. دا یرغل د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده. یو افغان ته هم دا عمل د منلو وړ نه دی.

روسیه لومړنی حکومت او لومړنی نړیوال ځواک شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژنده. د دې خبر له خپرېدو وروسته، له تمې سره سم، په افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او عام ولس کې د غوسې او نارضایتۍ یوه څپه خپره شوه.
