عبدالغفور لېوال
د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
څېړونکی، د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
څېړونکی، د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

څو ورځې وړاندې د پاکستاني پنجاب په جهلم ښار کې د شېرشاه سوري د مجسمې د ړنګولو خبرونه خپاره شول او په پښتونخوا او افغانستان کې یې غبرګونونه راوپارول. په خبرونو کې راغلي وو، چې په هندوستان کې د دغه افغان ټولواکمن د مجسمې پرځای د سلطان سارنګ ګکهړ مجسمه درول شوې.

نړۍ له بدو کړکېچنو او تاوتریخجنو پړاوونو تیریږي، د لویو جګړو د پېښېدو بالقوه ګواښ تر بل هروخت زیات او څانګور دی. ځواکمن هېوادونه د وسلو، تکنولوژۍ او اقتصاد ترڅنګ پر خپلو پیاوړیو ملتونو تکیه کوي.

نړۍ په داسې شېبو کې نوي ۲۰۲۶ کال ته ګام ورواخیست، چې بشریت تر هربل وخت زیات له بالقوه ګواښونو سره مخامخ دی. د منځني ختیځ کړکېچ نوي پيچلي اړخونه مومي او د روسیې و اوکراین د جګړې غوټه لاپسې سخره کیږي، داسې چې نه د ټرمپ په ګوتو خلاصېدای شي او نه د اروپا په غاښونو.

په ۱۹۴۷ کې انګریزانو له هند او افغانستان څخه پربېلوکړای شویو خاورو یوه پوځي واکمنۍ جوړه کړه او نوم یې پرې کېښود پاکستان. له هندوستان څخه یې د بېلتانه لپاره دا توجیه وربرابره کړه، چې د هند مسلمانان حق لري بېل هېواد ولري.

د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان تر زېږون وروسته، ښايي دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون هیله څرګنده کړې ده.د خبرونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «هیله لرو چې یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري!»

بېګاه شپه پر کابل پاکستانیو الوتکو بمبار وکړ، د تلفاتو او ټپیانو خبرونه ورکړل شوي دي.

د واکساتنې لپاره ځواک کارول د بشریت په تاریخ کې لرغونی عادت و. لومړنیو واکمنو د خپل ځواک د ساتنې لپاره فیزیکي او قهرجن ځواک کاراوه، خو له دې سره هم مهال په خلکو کې له استبداد څخه د ځانخلاصولو هڅه هم ځنډنه ده.

لیکوال: عبدالغفور لېوال، د ایران لپاره د افغانستان پخوانی سفیر د سیتي -ساکي قبیلو ګډوله یوچیان (کوشانیان) تر میلاد شاوخوا سل کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شول او د پینځهګونو قبیلو په تشکیلاتو کې یې نور ساکان او تاهیان (تخاریان) مخ په سهیل راټېل وهل.

عامه ذهیت د یوې ټولنې د وګړو یا د یوې متشکلې ډلې د غړو ګډ درک، نظرونه، احساسات او باورونه دي چې د ځانګړو پېښو، مسایلو یا اشخاصو په اړهد عامه افکارو د تعامل په پایله کې بڼه مومي او د ټولنیزو اړیکو، فرهنګي ارزښتونو، رسنیو او تاریخي تجربو له لارې ځان څرګندوي.

د اپرېل په ۲۲مه ترغرمې وروسته د هندي کشمېر د پهلګام پر سیلانیو برید کې تر ۲۶ اوښتي ګرځندوی ووژل او یو شمېر نور ټپیان شول. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پرېښود راستون شو او په یوه امنیتي ناسته کې یې پاکستان ته په غوسه ګوته وڅنډله.
