د جمهوریت په کلونو کې چې ما په کابل کې لېسه لوسته، زموږ کور په قلعه فتح الله کې و. زموږ د کور او مدینه بازار تر مینځ یو سړک فاصله و. په مدینه بازار کې د لوکسو دوکانونو له ښیښو افغاني جامې داسې برېښېدې لکه په شپه کې ستوري.
د برتانیا د مشهور لومړي وزیر وینسټن چرچل خبره ده چې: "دا زړورتیا ده چې ودرېږې او خبرې وکړې، دا هم زړورتیا ده چې کښینې او خبرې واورې."
د عرب پسرلي کیسه داسې پیل شوه. ۲۰۱۰ م کال و. محمد بوعزيز په تونس کې د سړک پر غاړه میوه خرڅوله. پولیسو ورته وویل چې د سړک په سر د کار اجازه نه لري. محمد وویل چې پولیس هسې د رشوت لپاره په بهانو پسې ګرځي.
تېرو څو لسیزو کې په میلیونونو وطنوال کډوال شول. پرمختللو هېوادونو ته مهاجر شوي افغانان ښايي ډېر کله له کوربه هیواد سره خپل وطن مقایسه کړي او د دروېش دراني د دې بیت غوندې یو څه په زړه کې ورتېر شي: له ما ګوښه دي، له ما ډېر لرې ودان دي خلک زه تورې خاورې یم او ستوري د اسمان دي خلک
په ۱۳۹۵ کال او لږ راوروسته موده کې چې له پاکستان نه د افغان مهاجرو راتګ ډېر شوی و، د کابل په یوه واده کې له یوې ځوانې سره مخامخ شوم چې تر کابل یې د پاکستان د مهاجرو د یوه کمپ ژوند ښه یاداوه.
د ۱۴۵۳ میلادي کال د مې د میاشتې په ۲۹ مه نېټه بخت د ترکانو په خوا و. د بشریت د تاریخ یوه مهمه پاڼه د دوی په ګټه ولیکل شوه. د سلطان محمد په فرمان عثمانیانو قسطنطنیه -اوسنی استانبول- فتحه کړ.