جمشید یما امیري


په تبعید کې مېشت افغان خبریالان وايي، چې د طالبانو د سایبري شبکو له لوري د هدفمند او منظمو بریدونو له یوه توپان سره مخ دي؛ داسې بریدونه چې موخه یې د خپلواکې اطلاعرسونې او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د راپور ورکولو د جریان بېاعتباره کول دي.

طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا د ترهګرۍ او تبلیغاتو له لارې واک ته ورسېدل، له لومړۍ ورځې د مشروعیت نشتوالي او عامه کرکې سره مخ شول. خو له پاکستان سره کړکېچ دوی ته استثنایي فرصت په ګوتو ورکړ چې د عامه کرکې فشار کم او ځانونه ددې خاورې د ساتونکو په توګه وړاندې کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د عبدالکبیر پر ګوښه کولو او د کډوالو وزیر په توګه له ګومارنې یوه اونۍ تیریږي، خو د طالبانو دوو سرچینو موږ ته وویل، چې هغه لا هم په سپیدار ماڼۍ کې دی او تراوسه د خپل نوي ماموریت د پیلولو لپاره کډوالو وزارت ته نه دی تللی.
