خالد سیر
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال
سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ عمومي ریاست کې له ښځینه مراجعینو سره ناوړه او غېرانساني چلند روان دی. د سرچینې په خبره، طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې پر ښځو لګېدلو پراخو بندیزونو د هغوی رواني روغتیا له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. له زدهکړو، کار، ورزش او تفریح څخه محرومې شوې ښځې ځانونه زندانیان احساسوي او د ځوانو نجونو ترمنځ د ځانوژنې هڅې ورځ تر بلې ډېرېږي.
له کوټې تر اسلام اباده د پاکستاني پولیسو د تالاشۍ په هره امنیتي پوسته کې به زموږ موټر درول کېده او پرته له دې چې د پاسپورټونو او ویزو پوښتنه وکړي، پیسې یې غوښتې.
یو شمېر افغانو مېرمنو چې د جمهوریت پر مهال یې دندې درلودې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو تر لاس لاندې له کار کولو ورته بې روزګاري او ناسم اقتصادي شرایط غوره دی.
افغان ښځو خپلې دندې، زدهکړې، په ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه ونډه او دې ته ورته لسګونه د ژوند نور اساسي حقونه له لاسه ورکړل؛ خو لا یې هم خپلې هېلې ژوندۍ ساتلې دي.