خبرخونه
افغانستان انټرنشنل - پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي، خو یادې ډلې تر اوسه په خپلو لیکو کې پر مجرم پېژندل شویو کسانو علني او بدني سزاوې نه دي عملي کړې.

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نمانځنې ترڅنګ د ښځو پر حقونو او لاسته راوړنو ټینګار کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تُرک وايي، په نړۍ کې ښځې د نارینهوو پرتله یوازې له ۶۴ سلنې قانوني حقونو څخه برخمنې دي.

د نارینهو ترڅنګ افغان مېرمنو هم د افغانستان په تاریخ کې په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې پراخه ونډه اخیستې ده. له ملكه زرينې نېولې تر معاصرې دورې د افغانستان مخکښو، الهام بښوونکو او حماسه جوړوونکو مېرمنو مېړانه د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت شوې ده.

د ښځو نړۍواله ورځ داسې مهال رارسېږي، چې د کندهار په ګډون د افغانستان په سویلي حوزه کې ګڼې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو، بېکارۍ او ټولنیزو فشارونو سره مخ دي.

په افغانستان کې زرګونه مېرمنې او نجونې لاهم د هغه دودونو او رواجونو تر سیوري لاندې ژوند کوي، چې نه یوازې یې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي؛ بلکې د ژوند، زدهکړو او ازادې پرېکړې حق هم ترې اخلي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې یادې ډلې د ښځو پر وړاندې یوه سختدریځه او محدودوونکې تګلاره خپله کړې. طالبانو په خپلې څلور نیم کلنې دوره کې ان هغه غږونه ډب کړل، چې یا یې د دوی پر تګلارو نیوکې کړې او یا یې هم د بېعدالتیو پر وړاندې غږ پورته کړی دی.

بلوچستان د پاکستان د سوېل تر ټولو لوی ایالت دی او د دغه هېواد شاوخوا ۴۴ سلنه خاوره جوړوي. د دې سیمې نفوس له ۱۵ میلیونو کم دی. بلوچستان د طبیعي زېرمو له پلوه بډایه دی؛ د سرو زرو، مسو، ګاز، سکرو او نورو ارزښتناکو توکو کانونه لري خو له دغو شتمنیو سره سره خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

جېفري اپسټین هغه نوم دی چې د شتمنۍ، سیاست، شاهي کورنیو او نړۍواله رسوايي ورپورې تړلې او د نن ورځې تر ټولو په تودو بحثونو کې یادېږي. دا کیسه یوازې د یوه تورن یا مجرم داستان نه دی، بلکې د هغو پټو سیستمونو انځور دی چې د پیسو او ځواک تر سیوري لاندې د کلونو لپاره خوندي پاتې شوې.

امو سیند چې کابو د افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ رسمي پوله جوړوي، هر کال د اوبو د راپورته کېدو له امله زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې وړي. د بدخشان د شغنان ولسوالۍ او د اوبو په مسیر کې افغان خاوره له سیند سره یو ځای کېږي او د تېر کال پر تله شاوخوا یو کیلومتر خاوره د سیند برخه شوې ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د حقانیه مدرسې یو شمېر سرچینو ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله د حقانیه مدرسې د دستاربندۍ غونډه چې د روانې عیسوي میاشتې په ۸مه نېټه کېدونکې وه ځنډول شوې ده. د حقانیه مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه د دستاربندۍ د غونډې د ځنډېدو پخلی کړی دی.
