سلیمان خپلواک
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د طالبانو په بیا راژوندي کولو او ملاتړ کې د پاکستان رول او پټې اړیکې لا هم یوه پېچلې موضوع ده. د دې ډلې جوړښت، موخې او د پاکستان له لارې ملاتړ د افغانستان پر اوږده جګړه ژوره اغېزه لري، چې د جغرافیایي او امنیتي ستراتیژیو له اړخه د تحلیل او څېړنې وړ دي.

طالبانو چې د افغان مېرمنو پر مخ د ژوند، زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت دروازې تړلې دي، ښځې بیا هم چوپ نه دي پاتې شوي. د خاموشۍ له پردو راوتلې، د ډار له دېوالونو اوښتي او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره یې د مقاومت داسې فصل پیل کړی، چې نه یوازې په هېواد، بلکې نړۍ ته یې هم غږ رسېدلی.

د اسلامي جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، افغانې ښځې له بېساري تاوتریخوالي، بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شوې. طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۱۵ نېټه بیا په غېر مشروع ډول واک ته ورسېدل، د ټولګډونه حکومت او د ښځو د حقونو ژمنې یې وکړې، خو عملي ګامونه یې له دغو ژمنو سره په ټکر کې و.

نړۍ وایي، په افغانستان کې د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي، ښځې له اساسي ازادیو بېبرخې شوې، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لګول شوي او اقلیتونه ځورول کېږي؛ خو طالبان بیا په دوامداره توګه ادعا کوي، چې د هېواد ټولو وګړو ته یې بشپړ حقوق ورکړي او عدالت یې تامین کړی دی.

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو سره مخ دی، د پاکستان له خوا د زرګونو افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې چې دا د یوه بل انساني ناورین نښه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي، وایي چې ډېری افغان کډوال پرته له هر ډول امکاناتو، یوازې له خپلو جامو سره هېواد ته ستنیږي، او دا وضعیت د بېړنیو بشري مرستو اړتیا نوره هم زیاتوي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د کډوالو دا پراخه راستنیدنه ښایي ټوله سیمه بې ثباته کړي

افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له بشري ناورین، اقتصادي سقوط، سیاسي فشار او د ښځو پر ضد د پراخو محدودیتونو له امله د نړۍوالو له اندېښنو سره مخ دی او زرګونه افغانان له ایران، پاکستان او ان له امریکا بېرته هغه هېواد ته شړل کېږي، چې د بیثباتیو له امله یې پرېښی و.

د تاجکستان حکومت افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې ضرب الاجل ټاکلی څو له دغه هېواده ووځي. ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له څو اوونیو راهیسې د تاجکستان پولیسو د افغان کډوالود نیولو، توقیف او بیا جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې ده او دا لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو د ګڼو خلکو ژوند، شتمنۍ، کرنیزې ځمکې او استوګنځایونه له منځه وړي. سربېره پر دې، ډېری اغېزمن شوي خلک شکایت کوي چې طالبانو له دوی سره پر وخت او عادلانه مرسته نه ده ترسره کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته په جبري ډول راستانه شوي، خو د دوی د بیا ادغام لپاره د داخلي امکاناتو کمښت، اقتصادي فشارونه او د نړیوالو مرستو کمېدنه یوه نوې اندېښنه رامنځته کړې ده.
