تاج الدین سروش
د افغانستان انټرنشنل خبریال
د افغانستان انټرنشنل خبریال

له طالبانو سره د پاکستان جګړه د ایران پروړاندې د امریکا او اسراییل له نښتې دوه ورځې وړاندې پیل شوه. پاکستان چې په تېرو میاشتو کې له افغان طالبانو سره ترینګلې اړیکې لرلې، تل پر خپلو ځواکونو د ټيټيپي د زرګونو خونړیو بریدونو د غچ اخیستو لپاره د فرصت په لټه کې و.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوری دولت د وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له ړنګېدو سره سم د طالبانو پر ضد پوځي جبهو په فعالیت پیل وکړ.

د ۹۰یمې لسیزې په پیل کې کله چې دا د طالبانو ډله رامنځته شوه، یو شمېر محدود شمېر تاجک قوماندانان له دغې ډلې سره یو ځای شول. د دوی مطرحې څېرې ډېرې کمې دي او د طالبانو له لیکو سره د یو ځای کېدو عوامل یې هم توپیر لري.
