ظاهر څراغ
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان وایي، چې د وایفای انټرنېټي خدماتو بندېدل به د رسنیو کاري چاپېریال ته جدي ستونزې جوړې او ښایي ګڼ شمېر خبریالان د دندو پرېښودو ته اړ کړي.

د افغانستان په ختیځ کې له زورورې زلزلې وروسته د کونړ، ننګرهار او لغمان په ځینو سیمو کې د سختې وېرې او رواني فشار له امله د یو شمېر مېندو شېدې کمې او یا هم بیخي وچې شوې دي. دغه وضعیت د هغو ماشومانو لپاره چې د مور په شېدو تغذیه کېږي، د جدي اندېښنې وړ دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د حقاني شبکې جنګیالي له مختلفو لارو کابل ته ننوتل او د وزارتونو، سیاسي استازځایونو، سیاسي شخصیتونو او مهمو مراکزو امنیت یې پرغاړه واخېست.

په ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته شکایتونه کړي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د خصوصي او طالب پلوه رسنیو ترمنځ توپیري چلند کوي چې د دوی پر کارونو یې ناسمې اغېزې کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته د هنر ډګر له رنګ، غږ او حرکت نه بېبرخې شوی دی. افغانستان د موسیقيوالو، تیاترانو، سینماګرانو او انځوګرانو لپاره نور د الهام او تخلیق کور نهدی.

د طالبانو د امربالمعروف لهخوا د «بېحجابۍ» په تور یوې نیول شوې ځوانې ښځې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د خپل د نیولکېدو کیسه شریکه کړې ده. هغه وایي، چې پېښه تېره چهارشنبه د کابل یعقوب څلور لارې ته څېرمه مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندنې ښیي، په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له دې شکایت کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر غړي له اجازې پرته د شخصي موبایلونو پلټنه کوي. د خلکو په وینا، دا پر شخصي حریم ښکاره تېری دی.

د خوست یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د دغه ولایت په مرکز کې دولتي ځمکه له قانوني بهیر پرته خپل یوه ملګري ته د ۲۵ کلونو لپاره په قرارداد ورکړې چې د یو شمېر خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ؛ په وروستۍ شاوخوا یوه اوونۍ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د ځانوژنې اته پېښې ثبت شوې دي، چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه یې ترټولو ستر لاملونه بلل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ پراخ شوی دی. د دغې ډلې چارواکو ویلي چې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وايي او هڅه کوي له ګرځندوی صنعت نه د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار واخلي.
