زیار خان یاد
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ د «بلوچستان د ازادۍ منشور» د پښتو او فارسي په ګډون ګڼو ژبو باندې یو سیاسي سند وړاندې کړی، چې پهکې د بلوچستان بشپړه خپلواکي، د سیکولر او ولسواک نظام رامنځته کول او د وګړو د بنسټیزو حقونو تضمین د مبارزې وروستۍ موخې اعلان شوې دي.

د ۲۰۲۵کال د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کلیزه ده. دا هغه نړۍواله اداره ده، چې په ۱۹۴۵ کال کې د دویم نړۍوال جنګ له ویجاړیو وروسته د سولې ساتنې، د همکاریو پیاوړتیا او د بشري حقونو د ودې په موخه رامنځته شوه.

د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ژمي موسم په نږدې کېدو سره د ودونو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی او د شتمنو تر څنګ د طالبانو کورنۍ یا هم خپل خپلوان د خوښۍ په مراسمو کې د هوایي ډزو تر څنګ پټاکۍ هم چاودوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کار د خلکو رواني امنیت زیانمن کړی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې مذهبي او قومي لږکۍ له ګڼو ننګوونو، محدودیتونو او بندیزونو سره مخ دي چې له امله یې په بېلابېلو برخو کې ترې حقونه اخیستل شوي دي. موندنو په ډاګه کړې چې د دوی هویت، امنیت او مذهبي ازادۍ سختې محدودې شوې دي.

د محمد عليخېل په نوم د مخکني جمهوري نظام یو معلول سرتېری چې دواړو پښې او لاسونه یې د ماین په چاودنه کې پرې شوي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د طالبانو د ناسم چلند تر څنګ له بې وزلۍ څخه سر ټکولی دی.

د امریکا افغان متحدین چې د ټرمپ د کډوالۍ اړوند (د جنورۍ ۲۰مې نېتې) له فرمان څخه اغېزمن شوي؛ اوس شېبې شماري څو د درې میاشتني ضرب الاجل په بشپړېدو سره ټرمپ ته د ارزوونکې ډلې لهخوا راپور وړاندې او دغه خنډول شوی بهیر بیا پیل شي.

په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو لهخوا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون رسمي پلي کېدو سره، د افغانستان خلک له پراخو محدودیتونو، بندیزونو او ژورو ټولنیزو بدلونونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، وزارت یې چمتو دی څو له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د کاروبارونو، مسلکي روزنې او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د ایران بهرنیو چارو وزارت د سلاکار محمد رضا بهرامي په مشرۍ له یوه پلاوي سره په ناسته کې غوښتنه وکړه، چې ګاونډي هېوادونه باید افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو په خپله خوښه بېرته هېواد ته ستانه شي.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تازه اندېښنه ښوولې، چې د پرلپسې درېیم کال لپاره هم د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. یاد سازمان دا چاره لویه بې عدالتي ګڼلې ده.
