د مسلکي معیارونو لارښود

سریزه:

دا لارښود؛ افغانستان انټرنشنل پښتو کې د خبریالۍ اصول او کړنلارې بیانوي او د پانګوالو، مدیرانو، کارمنانو، د پروګرامونو ګډونوالو او قراردادي او خپلواکو تولیدګرو په ګډون د ټولو هغو اشخاصو د مسلکي ژمنې مهمه برخه ده چې له دې شبکې سره همکاري کوي.

دا لارښود د افغانستان انټرنشنل پښتو له همکارانو سره د خپرونو د منځپانګې د کیفیت په لوړ ساتلو کې مرسته کوي او هم خپل لېدونکي،لوستونکي او اورېدونکي زموږ له معیارونو سره اشنا کوي او په دې پوهوي چې له موږ څه تمه ولري.

موږ ژمن یو چې په خپلو کارونو کې خپلواک، بې پرې او صادق واوسو، د دقت او باور له لوړو معیارونو سره کار وکړو.دا هغه نړیوال ارزښتونه دي چې د نړۍ ټولې مخکښې رسنۍ ورته ژمنې دي او عمل پرې کوي. د افغانستان انټرنشنل پښتو شبکه دغو نړیوالو ارزښتونو ته بشپړه ژمنه ده. دا ټول اصول او معیارونه له یو بل سره تړلي او د شبکې د ټولو پروګرامونو او تولیداتو معیارونه دي.

د افغانستان انټرنشنل شبکې مسلکي او اخلاقي یووالي او د خپلو مخاطبانو د باور ترلاسولو لپاره د دغو اصولو مراعتول خورا مهم دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو څو رسنیزه شبکه ده چې په افغانستان، پاکستان او ټوله نړۍ کې د پښتنو لپاره مهم خبرونه او نظرونه خپروي او له انحصار او استثنا پرته د سیاسي او ټولنیزو نظریاتو یوه پراخه لړۍ منعکسوي.خصوصي سکټور چې افغانستان انټرنشنل پښتو تمویلوي بې پرې، عیني او متوازن کار ته ژمن دی.

۱- مسلکي مسوولیت او مشوره

په افغانستان انټرنشنل پښتو کې مسلکي مسوولیت د پروګرامرانو جوړوونکو ډلې په غاړه دی، چې پکې پروډیوسر( مولټي میډیا جورنالستان یا څو رسنیز خبریالان)، سینیر پروډیوسر(سینیر مولټي میډیا جورنالستان)، سینیر ایډیټران، اجرایي ایډېټر او د شبکې مشر شامل دي.هر هغه څه چې په افغانستان انټرنشنل پښتو کې تولید او خپریږي وروستی مسوولیت یې د شبکې د مشر په غاړه دی.

د شبکې د کارمنانو او خپلواکو پروګرامسازانو په ګډون- چې زموږ سره همکاري کوي- ټول هغه کسان چې په افغانستان انټرنشنل کې د مطلب په تولید او انتخاب او د شبکې د منځپانګې په هکله تصمیم کې ونډه لري، مجبور دي چې زموږ پر ټولو مسلکي اصولو وپوهېږي او پرې ودرېږي.

له دغو اصولو سره اشنايي نه یوازې د مسلکي کار بنسټیزه اړتیا ده، بلکې یوه داسې ژمنه ده چې د ټولو همکارانو د دندو په قراردادونو کې ذکر شوې، ځکه ور سره پوره بلدتیا د ډلې د هره یوه غړي مسوولیت دی.

پر دې سربېره زموږ همکاران مکلف دي چې د رسنیو د کار قوانینو، په ځانګړې توګه د افترا، د محکمې له وقار د سرغړونې، شخصي حریم، د معلوماتو ساتنې او چاپ حق یا کاپي رایټ سره پوره اشنا وي.

په افغانستان انټرنشنل پښتو کې د منځپانګې د ټاکلو په اړه پرېکړه تر ممکنه حده هغو پروګرامسازانو ته سپارل کېږي، چې تر نورو له همدې منځپانګې سره نږدې سروکار لري او د خپرېدو او نشرېدو د پرېکړې په تړاو یې تجربه، مهارت او درایت لري.

د خپرونو جوړول ټیمي یا ډله ییز کار دی او هغه همکاران چې پکې رول لري د کار په اوږدو کې خپلې پرېکړې له خپلو همکارانو او مدیرانو سره شریکوي، که د یوې مسلې په هکله دوه زړي او شکمن یاست نو حتمي له خپلو مشرانو همکارانو سره مشوره وکړئ. لوی ایډیټران مو دنده لري چې د هرې موضوع په اړه ستاسو د همفکرۍ او لارښوونې لپاره حاضر او تاسو ورته لاسرسی ولرئ.

دا روښانه ټکي دي او ټول باید وپوهېږي چې له نورو سره په کومو برخو کې مشوره اړینه ده. خو ممکن داسې موارد هم مخې ته راشي چې په اړه یې تصمیم او قضاوت تر معمول سخت او یا هم جنجالي وي او د شبکې په کارونواوږدمهال اغېز وکړي. په دې برخه کې مشوره او هفمکري اړینه ده. یا په بله ژبه دا ډول موضوعات باید په خپل وخت له ایډیټرانو او سر ایډیټرانو سره شریک شي چې اړینې پرېکړې په لوړه کچه او ډېر دقت سره وشي.

په داسې حالاتو کې باید موضوع له خپل هغه مدیر سره چې ستاسې کار مستقیم څاري- یا له هغه ایډیټر سره چې ستاسې څانګه کې د چارو مسوولیت لري- شریکه شي، که لازمه وګڼل شي هغوی دا مسله له لوی مدیر یا مشر ایډیټر سره شریکه کړي چې په اړه یې سمه پرېکړهوشي؛ یانې څومره چې موضوع لا سخته او جانجالي وي باید په لوړه کچه وارزول شي. که یو لوړ پوړی مدیر په اړین وخت کې ستاسو په څانګه کې خاضر نه وي، تاسو باید موضوع خپل هغه همکار ته راجع کړئ چې له تاسو لوړه رتبه لري. د بیلګې په توګه، یو سر خبریال / پروګرامر، یا د ورځې ایډیټر. خبرخونه، د تولید او خپرونو د پلانونې یا پلانېنګ، انلاین او نورو په ګډون ممکنپه هره څانګه کې د دغو خلکو رول او رتبهتوپیر ولري خو اړینه ده چې په داسې شکمنو حالاتو کې مشوره واخیستل شي.

دا لارښود زموږ د کار اکثر اصلي معیارونه بیانوي. دې برخه کې راغلي ټکي دا مشخصوي چې له مدیرانو او سر ایډېټرانو سره مشوره اړینه ده. دا هم روښانوي چې له چا سره مشوره وشي. موږ په تکرار وايو چې مدیرانو او ایډیټرانو ته د دې مسلو راجع کول لازمي دي او دا ستاسو په قرارداد کې مشخص شوي.

  • هر هغه کار چې پکې د دې لارښود اصول له پام غورځي باید د شبکې مدیر یې تایید کړي.
  • که تاسو د یو راپور د دقت یا د فلم د اعتبار په اړه شک لرئ، یا فکر کوئ چې سپکاوی یا توهین پکې دی، یا که فکر کوئ چې د ټولنیزو دودونو او اخلاقو خلاف دی، باید د خپلې څانګې لوی مدیر سره مشوره وکړئ.
  • هغه مطالب چې خورا ځورونکي انځورونه لري (لکه تاوتریخوالی، په دار ځړول، ځورول او ځان وژنه) یا خورا سخته او سپکه ژبه لري، باید د مدیر له اجازې پرته خپاره نه شي
  • که غواړئ خپرونې ته یو ډیر جنجالي شخص د میلمه په توګه وبولئ، باید د خبر څانګې اجرایوي ایډېټر سره همغږي وکړئ.
  • د داسې مطلب د نشرولو پریکړه باید مدیر ته راجع شي چې پکې پر اشخاصو یا سازمانونو تور پورې وي خو دوی ته د ځواب ویلو فرصت نه وي ور کړل شوی.
  • په پټه د ویډیو یا اډیو ثبتولو طرحه یا پلان او پکې د ثبت شوي کس له رضایت پرته د دې موادو خپرول باید د خبر اجرایي مدیر تایید کړي.
  • خپرونې ته د داسې کسانو یا سازمانونو په بللو کې باید د چینل د مشر اجازه واخیستل شي، چې په ترهګریزو چارو کې یې لاس درلود یا لري.
  • د هغو کسانو د غږ یا ویډیو په ثبتولو کې چې په تښتولو، یرغمل نیولو، د الوتکې تښتونې، یا محاصره او نیواک کې لاس ولري باید د شبکې د رییس تاییدي واخیستل شي.
  • په ناامنه سیمو یا خطرناکو پروژو کې د کار کولو هر پلان باید د خبرونو د څانګې اجراییوي مدیر لخوا تایید شي.
  • د ویزې له مقرراتو سرغړونه یا نورو هېوادونو ته د بې قانونه ننوتلو هر ډول پلان او وړاندیز باید د خبر برخې اجرایي مدیر لخوا تایید شي.

۲ –دقت

د ریښتیني او بشپړ حقیقت په موندلو او راپورولو کې دقت زموږ د چینل د اعتبار یو اصلي عنصر دی. دا اصول زموږ د نورو مسلکي اصولو د پیروۍ لپاره هم ډېر اهمیت لري. د مثال په توګه، موږ د حقایقو له موندلو دمخه د یوې موضوع په اړه عادلانه او بې طرفه خبرې نشو کولی. ټول هغه څه چې موږ په دې شبکه کې تولید او خپروو باید مستند او د باوري سرچینو او شواهدو پراساس وي او په روښانه او دقیقه ژبه بیان شي. پر یو څه چې نه پوهیږو، باید لیدونکو ته په واضح ډول ووایو چې موږ نه پوهیږو او له بې بنسټه اټکلونو ډډه وکړو.

د واقعیت(فکټ) او نظر توپیر:

د مسوولانه او کره ژورنالیزم بنسټیز اصل د واقعیت او نظر تر منځ توپیر دی. واقعیت؛ واقعیت دی او دا معمولاً د عیني میتودونو لخوا ثابتېدی شي، پرته له دې چې سرچینه څوک وي. مګر نظر معمولاً د یو ډول ارزښت او قضاوت پراساس وي چې ثابتېدلی یا ردېدلی نشي ځکه چې متضاد او مخالف نظرونه، د واقعیتونو برعکس (که څه هم تل نه وي) په مساوي توګه معتبر او ریښتیا کیدی شي.

زموږ په کار کې مهم اصل دا دی چې تل تر هرڅه په واقعیتونو تکیه وکړو او د دوی سموالی وارزوو. واقعیتونو ته د رسېدو او د هغو د وړاندې کولو لپاره زموږ طریقه باید د امکان تر حده عیني وي او ممکن دا طریقه ځینې وخت د غیر متوقع موندنو لامل شي.

ریښتیاوالی ازمویل:

چې ممکنه وي موږ باید هر ځای او هر وخت هڅه وکړو چې په لاس راغلي اطلاعات له اول لاس سرچینو سره شریک او ریښتونوالی یې وازمویو. دا په دې مانا ده چې اصلي اسنادو او لیکنو ته مراجعه او له هغه چا پوښتنه وکړو چې په مستقیم ډول په قضیه کې ښکیل یا یې شاهدان وي.

د اطلاعاتو سم رسولو کې جزیاتو ته دقیقه کتنه ضروري ده، په دې مانا چې موږ باید د امکان تر حده د هر ډول معلوماتو بیاکتنه او ارزونه وکړو، حتا هغه اطلاعات هم چې په عمومي توګه منل شوي وي. ځینې وخت باید لومړنیو سرچینو ته بېرته ور وګرځو او دا ډاډ تر لاسه کړو چې د هغوی مشاهدې او خبرې مو سمې او کره وړاندې کړې دي، په ځانګړې توګه که بلې سرچینې د دوی څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستې وي.

سم او دقیق اطلاعات رسول تل له چټکې اطلاع رسونې ډیر مهم دي. که موږ اطلاعات چټک خپاره کړو مګر ناسم وي، نو څه ارزښت نه لري.

شالید:

کرهاو سم معلومات نه یوازې د حقایقو په کشف پورې تړلي، بلکې د موضوع د شالید تشریح هم خورا مهم دی. که یوه موضوع له شالید پرته وړاندې شي، ممکن ناسمه او ګمراهوونکې وي. د منځپانګې د تولید او انتخاب د کار یوه اړینه برخه په حقیقت کې د موضوع د شالید د مهمو عناصرو ټاکل او تشریح کول دي چې له مخاطب سره د مطلب په سم او کره درک کې مرسته وکړي.

د معلوماتو روښان خو لنډ وړاندې کول په کره، باوري او ریښتیني ژورنالیزم کې یو مهم عنصر دی.

ژوندۍ خپرونې:

ژوندۍ خپرونه شاید د کره او سمو معلوماتو برابرول له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي، ځکه اکثره وخت د هغو معلوماتو ارزونه او تصدیق- چې ژر رارسیږي- ستونزمن وي. په داسې حالاتو کې که موږ ناسم معلومات خپاره کړي وي، باید ژر تر ژره یې سم کړو.

د تېروتنو سمول:

که موږ یوه لویه تېروتنه وکړو، باید ژر تر ژره یې ومنو او سمه یې کړو. که موږ په غلطۍ سره یو څه نشر کړل چې ناعادلانه وي او شکایت یې وشي، باید د خپلې اشتباه وضاحت وکړو او پر ځای یې سم معلومات خپاره کړو. باید د هرې لویې تېروتنې بښنه وغواړو، په ځانګړې توګه که زموږ تېروتنه د سپکاوي، د چا د باور او عزت د زیانمنېدو، یا د یو فرد یا یوې ډلې د ځور لامل شوې وي.

نامعلومې سرچینې:

موږ باید د هغو سرچینو په کارولو کې خورا محتاط واوسو چې هویت یې معلوم نه وي، یوازې په هغو استثنایي مواردو کې چې ډېر غښتلي دلایل ورته ولرو د نامعلومو سرچینو معلومات خپرولی شو. د نامعلومو سرچینو کارول دا مانا نه لري چې موږ دې په خپله منځپانګه کې غیر معتبر معلومات یا بې اساسه تورونه شامل کړو. که د سرچینې هویت پټ وساتل شي، د هغو معلوماتو پر اعتبار د ټینګار لپاره چې موږ یې حواله کوو، باید د سرچینې له هویت څرګندولو پرته د هغې ترټولو نږدې ممکن توصیف وړاندې کړو.

د ځواب ویلو حق:

موږ باید د ټولو اشخاصو او بنسټونو اړوند تورونو په خپرولو کې ډېر احتیاط وکړو. باید دوی ته د ځواب ویلو حق او فرصت ورکړو.

د شبکې خپلواک پروګرام جوړونکي:

باید دقت وکړو چې د افغانستان انټرنشنل پښتو خپلواک پروګرامسازان یا پروګرام جوړوونکي چې دې شبکې ته څه تولید یا وړاندې کوي د شبکې دننه د تولیدي پروګرامونو په څیر دقیق، بې پرې او د باور وړ دي.

د سرچینې په استناد یا تکیه د معلوماتو یا نظر خپرولو کې دقت زموږ د کار یوه بنسټیزه اړتیا ده. که یو پیژندل شوی او باوري کارپوه د یوې ځانګړې او پیچلې موضوع په اړه معلومات یا توضیحات (د واقعیت، نه د نظر په توګه) ورکړي، موږ معمولا د هغه د خبرې پر دقت او سموالي تکیه کولی شو. خو دا باید هېر نه کړو چې ښايي ځینې وخت حتا د یو شان یا واحدو واقعیتونو په اړه د کارپوهانو نظرونه مختلف او متضاد وي او حتا تجربه کار متخصصین کله کله د عیني واعقیتونو پرځای خپل نظرونه وړاندې کوي.

د کارنو تولیدي منځپانګه:

په خواله رسنیو کې د متن، اډیو، انځورونو او نورو په شمول د کارنو یا کاروونکو تولیدي منځپانګې یا (UGC) کارولو سره باید تل د هغو سرچینې ته اشاره وکړئ او په واضح ډول ووایاست چې دا د کارن تولید دی. که په خبر یا راپور کې د کاروونکو لیږل شوي معلومات کاروئ، باید په دقت یې وارزوئ چې له سموالي او کره والي یې ډاډه شئ.

د اصلي ټکو لنډیز:

  • د امکان تر حده مواد له لومړی لاس سرچینو، اصلي اسنادو او عیني شواهدو ترلاسه کړئ.
  • د ټولو کړیو معلوماتو دقت او سموالی څو ځله وارزوئ.
  • ټوله محتوا باید مستنده او پر باوري سرچینو او شواهدو ولاړه وي او سمه او روښانه وړاندې شي.
  • هغه ادعاوې او تورونه په دقت وارزوئ چې د شبکې میلمانه او خپلواک پروګرامسازان یې شبکه کې مطرح کوي.
  • د هر ډول سند اعتبار او سموالی وګورئ.
  • د هغه څه په اړه واضح او صادق اوسئ چې تاسو نه پوهیږئ.
  • له بې بنسټه اټکلونو ډډه وکړئ.
  • د هغو ادعاوو، تورونو او نور معلوماتو په هکله چې ریښتیاوالی یې نه شئ تاییدولی،پر منبع یې تکیه وکړئ
  • هیڅکله په اګاهانه ډول خپل لیدونکي مه ګمراه کوئ.
  • د عیني شاهدانو د بیانونو دقیقه ارزونه وکړئ.
  • د نامعلومو سرچینو په کارولو کې ډېر دقت وکړئ.
  • د کارنود تولیدي منځپانګې سموالی او اعتبار وارزوئ او سرچینه یې یاده کړئ.
  • د خپلو معلوماتو سرچینې په ګوته کړئ.
  • هغو کسانو یا سازمانونو ته د ځواب ویلو حق او فرصت ورکړئ چې په شبکه کې پر دوی ادعاوې یا تورنه پورې شوي.
  • خپلې سترې تېروتنې ومنئ او ژر یې سمې کړئ.
  • که ژوندۍ خپرونه کې ناسم معلومات ورکړئ، ژر تر ژره یې تصحیح او په ځای یې سم معلومات خپاره کړئ.
  • د موضوع شالید سم تشریح کړئ ترڅو د منځپانګې په پوهیدو کې مرسته وکړي او لیدونکي مغشوش نه کړي.

۳- بې پرېتوب:

بې پرېتوب د افغانستان انټرنشنل پښتو شبکې یو بنسټیز معیار دی. بې طرفه ژورنالیزم د حقایقو او مستندو معلوماتو پر بنسټ ولاړ وي او له شخصي او سیاسي ناعادلانه قضاوت ډډه کوي. په واقعیت کې دا بې طرفي ده چې خبریالي له تبلیغاتي کار بېلوي.

په ډیره ساده ژبه بې طرفي یانې پلویتوب نه کول او د مختلفو اړخونو د نظر وړاندې کول. البته د دې اصولو پلي کول اسان نه دي.

موږ ټول خپل نړۍ لید لرو او پر شاوخوا پیښو د خپل نظر له مخې قضاوت کوو. شاید هیڅوک په دې ونه توانېږي چې له خپل شخصي نظر پرته محتوا تولیدیا مصرف کړي نو له همدې امله بې طرفه او عیني ژورنالیزم د ریاضي علم نه دی، بلکې یو تجربه يي کار دی چې پر تمرین او مسلکي مهارت او د سمو میتودونو پر کارولو ولاړ دی.

بې طرفي له عینیت یا توازن، یا پلویتوب نشتوالي یا عدالت مراعتولو په څېر نه دی، مګر دا ټولې څلور مفکورې هم پکې راځي.

د نظرونو کثرت، بې پرې پرېکړه:

بې طرفي د دوو مخالفو نظرونو تر منځ ریاضیکي توازن یا په جنجالونو کې د پلویتوب نه کولو په مانا نه ده. د اخلاقي اصولو په اړه د بې پروایۍ یا د بې رنګه او بې اغیزې منځپانګې د تولید مانا هم نه لري. بې طرفي په ساده ډول د یو ځانګړي لوري په طرف یا خلاف له پرېکړې ډډه کول دي. د بې طرفۍ مانا د انګېرنو ننګول او په خپله تولیدي منځپانګه کې د مختلفو نظرونو راوړل دي.

د نظرونو تنوع یوازې په سیاسي او کلتوري تنوع پورې محدوده نه ده؛ بلکې په دې کې ټول نظرونه او تجربې او ټولې ټولنیزې ډلې شاملې دي – نارینه او ښځینه، ځوان او بوډا، ښاري او کلیوال، شتمن او نشتمن، مذهبي او سیکولر، لوستی او نا لوستی او داسې نور.

بې طرفه قضاوت:

که زموږ معلومات او شواهد اجازه راکوي چې د یوې مسلې په اړه قضاوت وکړو، نو بې طرفي باید زموږ د قضاوت مخه ونه نیسي. برعکس، بې پرېتوب موږ ته اجازه راکوي چې ډېر دقیق قضاوت وکړو. ښه خبریالي کله ناکله له موږ غواړي چې د یوې پیښې نږدې شاهد او کتونکی واوسو او زموږ روایت د نورو لپاره معیار او حواله وي یا د کیسې د دقیقو توضیحاتو په لیدو سره قضاوت پرې وکړو. د بې پرېتوب بنسټیز اصل دا دی چې زموږ قضاوت عادلانه او د کیسې د جزیاتو او شواهدو د دقیقې ارزونې پراساس وي او په روښانه او کره ډول وښیو چې موږ له دې شواهدو دې قضاوت ته څنګه رسېدلي یو.

بې طرفه ژورنالیزم فکري خپلواکي، د کره شواهدو استناد ، دقت او صداقت ته اړتیا لري. اړینه ده چې د شواهدو او معلوماتو په څیړلو کې بې طرفه اوسئ او انصاف په پام کې ونیسئ، ټول مهم او مختلف دلیلونه تول کړئ او له پلوي پرېکړې او تعصب پرته یې وړاندې کړئ.

توازن ساتل:

د توازن مراعت د بې طرفۍ یو مهم عنصر دی، مګر له یوې مسلې سره بې طرفه چلن په دې مانا نه دی چې موږ باید هر نظر د هغه مخالف نظر سره وړاندې او پرتله کړو، یا دا چې موږ باید ټولو نظرونو او اندونو ته مساوي ځای او فرصت ورکړو. ځینې نظرونه کیدای شي تر نورو ډیر یا لږ ارزښت، پام او ځای ولري او دا د شواهدو او دلایلو له مخې ټاکل کیږي. ډېره مهمه خبره دا ده چې د بېلا بېلو نظرونو د ارزښت او اهميت په اړه قضاوت بايد سنجیده، معقول، متوازن او عادلانه وي او تل د مخالفو نظريو د وړاندې کېدو امکان وي.

د بې طرفۍ اصول باید په ټولو هغو منځپانګو کې مراعت شي چې موږ یې تولید او نشروو. خو په ځانګړې توګه سیاسي، مذهبي، اخلاقي، کلتوري، علمي، مالي او نورو لویو او جنجالي مسلو پوښښ کې یې اهمیت ډېر دی.

کله چې موږ پر داسې مهمو او حساسو مسلو کار کوو، باید په شبکه کې د مهمو نظرونو پراخه لړۍ منعکسه شي او باید نظرونه له خبرونو او عیني واقعیتونو پوره جلا کړو. که د پېښې یو لوری له نظر څرګندولو ډډه کوي، باید دا کار یې زموږ راپور زیانمن نه کړي.

بې پرېتوب د وخت په اوږودو کې:

په پیچلو او څو اړخیزو مسلو کې ممکن بې طرفي د وخت په تیریدو سره ترلاسه شي. له همدې امله باید په یوه بحث کې د مختلفو نظرونو راوړلو ته مناسب وخت ورکړل شي.

مختلف نظرونه او لیدونه په بیلابیلو لارو وړاندې کولی شو. په ځینو مواردو کې توازن باید په یوه ځانګړي مطلب یا پروګرام کې مشاهده شي؛ لکه په یوه خبري خپرونه کې یو خبر، خو ځینې وخت ښايي یو تازه خبر وخت ونیسي چې ټول مهم اړخونه او نظرونه یې راوړل شي او ښايي بې پرېتوب په یوه خبر یایوه خبري پروګرام کې نه، بلکې اوږد زماني واټن لکه څو پرلپسې پروګرامونو کې ترلاسه شي.

د لویو پېښو لکه جنګ یا ټاکنیزو کمپاینونو پوښښ کې چې اوږده موده وي، موږ باید ټول مهم نظرونه د وخت په تېریدو سره منعکس کړو. د یوه زماني واټن ټوله محتوا باید منظمه وڅیړل او ډاډ ترلاسه شي چې پکې د بې طرفۍ اصول رعایت شوي دي.

د خبریالانو او نورو همکارانو شخصي نظرونه:

زموږ خبریالان او تولیدوونکي، په ځانګړې توګه ویاندان او رپورټران، د شبکې بېرونی مخ دی او زموږ او زموږ د بې پرېتوب په هکله د مخاطبانو پر نظر او قضاوت مهم تاثیر لري. کله چې زموږ خبریالان پر مهمو سیاسي پیښو او جنجالي مسایلو کار کوي، مخاطبان باید په راپورونو کېان د دوی د شخصي نظرونو نښه هم ونه ویني.

زموږ په پروګرامونو کې کارپوهان او نور ګډونوال (لکه د پوهنتون استادان، مبصرین، ژورنالیستان، څېړونکي، د خیریه موسسو استازي او نور) خپلو نظرونو کې تر ډېره د توازن اصول نه مراعتوي او موږ هم باید نه وانګېرو چې د دوی نظرونه بې پرې دي. پکار ده چې د چینل خپرونو کې د ګډونوالو نظرونه منظم وڅیړو او د بې طرفۍ او توازن اصل مراعتېدو ته ځیر اوسو.

ځینې وخت ښايي د شبکې مخاطبان نه پوهېږي چې د پروګرام ګډونوال څه ډول دریځ لري. په داسې حالت کې ښايي وضاحت ور کړو، د بیلګې په توګه، هغه د یو ځانګړي نظر مدافع دی یا زموږ د بحث موضوع سره ځانګړې دلچسپي لري. که موږ نه پوهیږو چې ګډونوال څه ډول نظر لري، نو باید له خپرونې پیلېدو مخکې ترې پوښتنه وکړو.

موږ باید د هغو کسانو بحث پاروونکي او جنجالي نظرونه په دقت او ښکاره وننګوو چې د شبکې په مرکو یا نورو پروګرامونو کې برخه اخلي. خو په ورته وخت کې باید دوی ته دا فرصت ورکړو چې زموږ پوښتنو ته سم ځواب ووایي.باید د اقلیت نظریو څرګندولو ته هم مناسب امکان او فرصت ور کړو.

موږ باید تل چمتو یو چې خپلې انګیرنې او زموږ د لیدونکو عام باورونه وننګوو دا ښايي په سیاست، مذهب، نژادي مسلو ، ساینس، ټیکنالوجۍ، چاپیریال، طب یا بل ډګر کې وي. ځینې وختښايي پر داسې نظریو او هغو موضوعات کار وکړو چېلهعام باور سره مخالف وي او ممکن زموږ ډیری مخاطبان خپه کړي. په داسې حالاتو کې باید د مدیره هیئت له یوه غړي سره مشوره وشي.

عادلانه ننګونه:

د شبکې په پروګرامونو کې باید نه یوازې هغه کسان چې په واک کې دي یا د قدرت خاونداندي، بلکې د دوی مخالفین هم وننګوو لکه اپوزیسیون، هغه اشخاص او ډلې چې یوه ایډیالوژي یا پالیسي تبلیغوي او نورې مختلفې نظریې او ان د خپلو لیدونکو نظرونه او اندونه وننګوو..

د ژبې کارونه:

د بې طرفۍ یو اصلي عنصر د دقیقې او سنجیده ژبې کارول دي. د جګړې یا خطرناکو پېښو (لکه ترهګریز بریدونه او طبیعي پیښې) راپور کې دا ډېره مهمه ده چې زموږ ژبه دقیقه وي، راپور بشپړ او مسوولانه وي او د معلوماتو سرچینې شفافې وي.

څومره چې پوهېږو هغومره باید پېښې دقیقې او مشخصې توصیف کړو، له تپل شویو نومونو او کلیشه جملو ډډه وکړو. که د "ترهګر" او "ترهګرۍ" کلمې وکاروو، باید په عادلانه او مساوي یې وکاروو، که نه نو د سم او بې طرفه کار اعتبار به مو زیانمن شي.

د لاریونونو او ورته پېښو په پوښښ کې باید د ګډونوالو د شمیر په یادولو کې دقیق او محتاط واوسو. باید د خپلو معلوماتو سرچینې ذکر کړو او که مختلفې سرچینې خورا مختلف ارقام وړاندې کړي، موږ باید دا توپیرونه راپور کړو. موږ باید د هغه څه په هکله چې پرې پوهېږو او هغه چې پرې نه پوهېږو روښانه معلومات ورکړو.

د اشخاصو ځانګړې معرفي

موږ باید جنسي تمایل، معلولیت، توکم، نژاد او عمر ته یوازې هغه مهال اشاره وکړو چې له موضوع سره مستقیم تړاو ولري. کلیشو ته باید لمن ونه وهو. د بیلګې په توګه؛ د معلولینو سره یوازې د دوی پر معلولیت خبرې کول یا یوازې د نژاد او مذهب په اړه په بحثونو کې د توکمیز یا مذهبي اقلیت یو څوک ښکېلول.

هغه پروګرامونه چې شخصي نظرونه لري

د افغانستان انټرنشنل پښتو ممکن مختلف پروګرامونه جوړ کړي چې پکې په پراخه کچه اشخاص، ډلې او سازمانونه خپل شخصي او ځینې وختونه اختلافي نظرونه او باورونه څرګند کړي. د بېلګې په توګه؛ د بشري حقونو یو فعال د یوې ځانګړې نظریې دفاع وکړي، یا یو پوه یوه تیوري مطرح کړي، یا تاریخپوه د یوې تاریخي پېښې عام تفسیر تر پوښتنې لاندې راولي. دا ټول د عامه پوهاوي او ټولیزو خبرو اترو په وده کې مرسته کولی شي، په ځانګړې توګه کله چې د منل شویو مسلو په اړه نوي او نوښتګر نظرونه راپورته کیږي.

هغه مطلب چې په عمده توګه شخصي نظرونه بیانوي باید مخاطب ته پوره واضح شي او که پر حساسه او جنجالي مسله پکې بحث شوی وي، باید دقت وکړو چې اطلاعات یېسم دي، د نورو نظریات یې منصفانه نقل کړي او مخالف نظریات هم د خپراوي مشابه امکان او چانس لري.

نظرپوښتنه

موږ باید د نظرپوښتنو، پوښتنلیکونو او له مخاطبانو د رایې اخیستلو په انتخاب کې احتیاط او دقت وکړو. دا خورا مهمه ده چې د احصایې میتود سم وسنجوو او په کره ژبه او روښانه توضیحاتو سره یې پایله راپور کړو. زموږ مخاطبان باید زموږ په څیړنو او اړوند راپور یې باور وکړي.

د بې طرفۍ په اړه د مهمو عملي ټکو لنډیز:

  • د بې طرفۍ اساس دا دی چې د بحث موضوع پر ټولو مهمو نظریو وپوهېږو.
  • د بې طرفۍ اصل باید په ټولو هغو موضوعاتو او منځپانګو کې رعایت شي چې موږ یې تولید او خپروو.
  • زموږ پروګرامونو کې باید د نظرونو تنوع او کثرت وي، ترڅو د وخت په اوږدو کوم مهم نظر له پامه ونه غورځوو یا ډېر ټینګار پرې ونه کړو.
  • د تنوع او ډېروالي مفهوم یوازې په سیاسي او کلتوري شرایطو پورې محدود نه دی، بلکې د ټولنیزو ډلو ډولونه، مختلف نظریات او تجربې هم پکې شامل دي.
  • د شبکې په پروګرامونو کې موږ باید ناحقه یو نظر پر بل غوره ونه بولو، باید د نظرونو یوه متوازنه ټولګه تیاره کړو چې پکې د هر نظر اعتبار د هغه د دلیلونو په وزن پورې تړلی وي.
  • هېڅ نظر هم تحریف نه کړئ.
  • دا تاثر مه ورکوئ چې د یوې خاص موضوع په اړه د افغانستان انټرنشنل پښتو نظر څه دی.
  • زموږ خپل نظرونه، انګیرنې او همدارنګه د هغو کسانو نظریات چې په پروګرامونو کې ونډه اخلي وڅارئ.
  • هېڅ ډول اطلاعات هم مه تقلیدوئ او عام باورونه وننګوئ.
  • لیکلو او ویلو ته روښانه او دقیقه ژبه وکاروئ خو چې موخه ترې سپکاوی نه وي.
  • واکمن او بې واکه دواړه وننګوئ.
  • د شبکې په پروګرامونو کې د خلکو او نظرونو لړۍ پراخه کړئ.
  • پام وکړئ چې هیڅ نظر یا واقعیت تحریف نه کړئ.
  • که د شبکې په پروګرامونو کې یو ګډونوال له موضوع سره شخصي اړیکه یا ځانګړی نظر لري، په ښکاره او واضح ډول لیدونکو ته خبر ورکړئ.
  • زموږ خبریالان او پروډیوسران او همدارنګه ویاندان او رپورټران باید پروګرامونو کې خپل شخصي نظرونه منعکس نه کړي.

۴ – ځوروونکې منځپانګه

زموږ هڅه دا ده چې نړۍ لکه څنګه چې ده همغې منعکسه کړو او ټول واقعیتونه یې وښیو. خو په عین حال کې باید تل د خلکو حساسیتونو او دودونو پام وکړو. زموږ پروګرامونه ښايي کله داسې مواد ولري چې زموږ ځینې لیدونکو ته سپکاوی یا ځور پکې وي. د مثال په توګه، سپکه ژبه، سکس، تاوتریخوالی او عذاب، سپکاوی او ترټل او نور. د دې ډول منځپانګې خپرولو لپاره باید روښانه مسلکي دلیل ولرواو مخاطبان د مخه خبر کړو.

موږ د ننګوونکو پروګرامونو اجازه لرو، مګر په ورته وخت کې دا دنده هم لرو چې خپل مخاطبان بې ځایه ازار نه کړو.

دا چې عام رواج څنګه وټاکو او په کوم اساس یې پر ضد پرېکړه وکړو، بحث او مشورې ته اړتیا لري. د دې قضیو په اړه زموږ په قضاوت کې باید عامه کلتور ته د درناوي مسوولیت او هم د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د ازاد لاسرسي لپاره د خلکو حق رعایت شي.

د خبرونو خپرول د افغانستان انټرنشنل پښتو د کار یو مهم عنصر دی. قوي او زړه راښکونکي او ځینې وخت تاوجن او ځوروونکي انځورونه تر ډېره د خبري خپرونو یوه مهمه برخه وي. مګر موږ باید د زړه بوږنوونکو عکسونو په کارولو کې احتیاط وکړو او یوازې هغه وخت یې وکاروو چې د موضوع د سم او دقیق پوهېدو لپاره اړین وي. دا اصول د CCTV فوٹیج او ملفون( موبایل ټلېفون) عکسونو لپاره هم صدق کوي چې په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه شریکېږي. خو باید تل وپوښتو چې دا عکسونه د مطلب منځپانګې ته کوم ارزښت ور اضافه کوي.

دا ډیره مهمه ده چې زموږ پروګرامونه انساني کرامت ته درناوی وکړي. د هغو محتوياتو په کارولو کې چې ډېر تاوجن، تیريګر او ویره او سپکاوی پکې وي باید ډیر محتاط او لا ځیر واوسو په ځانګړې توګه په خبرونو او مستندو پروګرامونو کې.

تر مطلب خپرېدو مخکې باید اورېدونکو ته خبرداری ورکړو چې موضوع یا انځورونه یې ځوروونکي دي.

۵-انصاف

باید هڅه وکړو چې د شبکې پروګرامونو کې له هر چا سره عادل واوسو؛ لکه زموږ مخاطبانو، همکارانو او د پروګرامونو ګډونوالو او همدارنګه هر هغه چا سره چې موږ یې په خپله منځپانګه کې مخاطب کوو. زموږ د پروګرامونو محتوا باید د احترام او صداقت پر بنسټ او له تعصب لرې وي او له افرادو یا سازمانونو سره له نامنصفانه او مغرضانه چلن ډډه وکړو.

باید د چینل په پروګرام کې برخه والو سره په صداقت او درناوي چلن وکړو. باید ډاډه شو چې دوی په پروګرام کې د ګډون کولو موافقه کړې ده. باید دوی ته د پروګرام ډول، د هغه موضوع او همدارنګه هغه رول چې دوی یې باید په پروګرام کې ولري سمه تشریح کړو، دا باید روښانه شي چې ثبتېږي که په ژوندۍ بڼه خپریږي. دا هم ورته وایو چې نور څوک پکې برخه اخلي او پر کومو مسلو خبرې کوو، دا پروګرام چې تولید او خپریږي باید د ټولو ګډونوالو نظرونه عادلانه منعکس کړي.

که موږ په یوه پروګرام کې د یو چا عکس یا غږ د دوی له خبرولو او خوښې پرته کاروو، یا ورته اشاره کوو، نو باید د دوی د نظرونو په انعکاس او خپرولو کې دقیق او عادلانه واوسو او د امکان تر حده د دوی د شخصي حریم حق ته درناوی وکړو.

که موږ په پروګرامونو کې پر یو شخص یا یوه اداره تور پورې کوو، معمولاباید هغوی ته د ځواب حق او فرصت ور کړو، مګر دا چې پرضد یې معقول دلیل ولرو.

باید مرکه کوونکو ته کافي وخت ورکړو چې پوښتنو ته ځواب ووایی یا خپل نظر څرګند کړي، که څه هم کله ناکله اړ یو په خبرو کې یې مداخله وکړو.

ځینې وخت اړینه ده چې اورېدونکو ته ووایو، موږ پلانی یا بوستانی خپرونې ته رابللی و، خو هغه حاضر نه شو، یا دا روښانه کړو چې موږ څنګه مخالف نظر په پروګرام کې شامل کړ.

۶- خواله رسنیو او په عامه ټولنو کې ګډون

په خواله رسنیو کې زموږ انفرادي شتون زموږ د شبکې د خبري کار لپاره ورځ په ورځ مهم، خو په ورته مهال ډېر حساس کیږي. خپلو همکارانو ته زموږ تر ټولو ساده او عملي مشوره دا ده که تاسېیو نظر یا مطلب د افغانستان انټرنشنل پښتو پروګرام کې د خپرېدو وړ نه بولئ، نو په خپله ټولنیزه شبکه کې یې هم مه خپروئ.

د افغانستان انټرنشنل پښټو خبریالان باید ټولنیزې رسنۍ په مسوولیت سره وکاروي او زموږ ټول مسلکي اصول چې په دې لارښود کې بیان شوي (د بیلګې په توګه، دقت، بې پرېتوب، انصاف، او داسې نور) مراعت کړي. دوی د هغې منځپانګې مسوول دي چې په ټولنیزو شبکو کې یې خپروي او دوی باید په شخړو او سیاسي حرکتونو کې بې طرفه پاتې شي، که په افغانستان کې وي، سیمه او یا د نړۍ په نورو برخو کې.

د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریالان خپل او د نورو نظرونه په ټولنیزو شبکو کې خپرولی شي، په دې شرط چې د چینل له اصولو او قواعدو سرغړونه ونه کړي او په ډاډ سره ووایي چې "زما نظرونه د شبکې نظرونه نه دي". د مثال په توګه، یو خبریال چې دنده یې د چاپیریال د مسلو پوښښ دی په خپله پاڼه کې د اقلیم د نړیوالو تړونونو پر اغیز تبصره وکړي، یا د شبکې سپورتي خبریال د فوټبال ټیمونو یو مینه وال کېدلی شي.عمومي اصول دا دي چې کوم څه د افغانستان انټرنشنل پښتو په پروګرامونو کې نه شئ ویلی، په خواله رسنیو کې یې هم مه وایئ، ان د یو خپلواک شخص په توګه هم.

همدارنګه، مه هېروئ چې کوم څه تاسو د انټرنیټ په تړلو فورمونو کې وایئ ډیری وخت په عامه ځایونو کې خپریږي او د همدې دلیل لپاره دا قواعد او اصول په ټولو شبکو کې پلي کیږي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو په استازیتوب په عامه غونډو لکه په ګردي میزونو، ویناوو، د جایزې په مراسمو کې تر ګډون مخکې باید د اصلي مدیر سره همغږي وشي.

  • د خواله رسنیو د سمې کارونې په اړه ځینې لارښوونې:
  • سپکه او جنجالي ژبه مه کاروئ.
  • داسې څه مه خپروئ چې ستاسو د همکار کار کمزوری او بې ارزښته کوي.
  • بېړنی خبر خپلو خواله رسنیو کې تر نشر مخکې خبرخونې ته ورکړئ.
  • په ټولنیزو شبکو کې داسې څه مه خپروئ چې د افغانستان انټرنشنل پښتو د پروګرامونو او محتوا خلاف وي.
  • د افغانستان انټرنشنل خصوصي معلومات (د مالي معلوماتو، راتلونکي پلانونو او شخصي مسایلو په ګډون) مه خپروئ یا تبصره مه کوئ.
  • په ټولنیزو شبکو کې له جنجال ډډه وکړئ.
  • په ټولنیزو شبکو کې د نورو کارنو د یو څه خپرول یا شریکول ستاسو د تایید او منلو مانا لرلی شي، حتا که تاسو پخپله دا هدف نه لرئ.
  • قوانینو ته درناوی وکړئ، په ځانګړې توګه د افترا، خصوصي حریم، تبعیض، ځورونې او چاپ حق پورې اړوند قوانین.

۷- د افغانستان انټرنشنل پښتو ویبپاڼې د مطالبو لرې کول

هغه مواد چې موږ د افغانستان انټرنشنل پښتو په ویبپاڼه کې خپروو له ځانګړو قضیو پرته نور ټول په پاڼه کې د تل لپاره پاتې کیږي. د بیلګې په توګه؛ که موږ قانوني مکلفیت ولرو، یا زموږ له مسلکي اصولو ښکاره سرغړونه شوې وي، یا احتمال ولري چې یو څوک یا سازمان زیانمن شوی وي او یا هم د یو چا خوندیتوب له خطر سره مخ کوي.

که موږ ناسم معلومات خپاره کړي وي، باید په ښکاره خپله تېروتنه ومنو، مطلب حذف نه، بلکې اصلاح کړو. په ځینو مواردو کې، خبر یا مقاله د خپریدو په وخت کې سم وي، مګر د وخت په تېرېدو سره، په مسله کې د پرمختګونو سره کیدای شي زاړه معلومات نادرست او غلط شي، یا کیدای شي له نوي وضاحت پرته غلط وي. په دې ټولو قضیو کې منځپانګه باید حذف نه شي، مګر موږ باید هغه سمه او تازه کړو او مناسب شالید یې تشریح کړو.

موږ یوازې هغه مقاله حذفولی شو چې د سمولو کومه لار نه وي. په داسې قضیو کې موږ باید خپلو مخاطبانو ته د دې لرې کولو یا بدلولو دلیلونه روښان کړو.

۸- قانون: افترا، د محکمې له حرمت سرغړونه، محرمیت، د چاپ حق

د افغانستان انټرنشنل پښتو چینل کې زموږ کار د برتانیا د قوانینو تابع دی او له همدې امله زموږ خبریالان باید د دې قوانینو، په ځانګړې توګه د افترا، محکمې ته د توهین، محرمیت او د چاپ حق د قوانینو په اړه سمه پوهه ولري. دلته یوازې د دې قواعدو د اصلي ټکو لنډ وضاحت شوی دی.

افترا یا تهمت

افترایا تهمت" د پوهو خلکو په نزد د یوه نامتو شخص عزت او باور زیانمنول" یا "داسې ادعا چې یو څوک د نورو د نفرت، خندا او سپکاوي سره مخ کوي." د خپرونود مطالبو او د مېلمنو د نظریو په ګډون د هغې منځپانګې د خپرېدو پرېکړه زموږ کار دی چې په شبکه کې یې تولید او نشروو، په همدې اساس که افترا یا تهمت پکې وي، موږ به یې مسوول یو.

د یوه مطلب په "دفاع" کې چې کیدای شي افترا وګڼل شي، په څو دلیلونو تکیه کیدی شي:

د حقیقت بیان (یعنې دا ثابت کړو چې هغه ادعا چې افترا ښکاري) سپین حقیقت دی؛ د صادقانه عقیدې څرګندول (یعنی د واقعیت پر بنسټ څرګنده شوې عقیده او هغه څوک چې دا یې څرګنده کړې د زړه له تله او ریښتونی باور پرې ولري.) او عامه مصلحت.

د هر هغه مطلب یا خبر نشرول چې د افترا احتمال پکې وي باید لوی مدیر یې تایید کړي.

  • شخصي حریم:

د قانون له مخې، هرڅوک حق لري چې د خپل شخصي حریم ساتنه وکړي او تمه ولري چې نور به د دوی محرمیت ته درناوی لري. هغه څه چې موږ د خلکو له شخصي ژوند څخه ثبت یا نشروو تر ډیره حده د دوی هغه اعتبار او عامه شهرت پورې تړلي، چې دوی خبر ساز کوي.

موږ د خلکو په شخصي ژوند کې د دوی له رضایت پرته مداخله نشو کولی، خو استثنایي قضیو کې چې خورا قوي دلیل لرو دا کار کولی شو، په داسې حالت کې موږ باید عموما دا وښیو چې د دغو خلکو شخصي ژوند ته ننوتل د خلکو په ګټه دي او د دوی تر محرمیت ساتلو لومړیتوب لري. په هر حال د یو چا له خصوصي حریم د سرغړونې یا په پټه د هغه فلم کولو پریکړه باید د شبکې د مشر لخوا تایید شي.

موږ باید ډیر پام وکړو چې د خلکو شخصي پته او د کورنۍ معلومات (د دوی د عکسونو په شمول) پوره خوندي پاتې شي.

  • د محکمې له وقار سرغړونه:

د محکمې د سپکاوي قانون موخه د هغو راپورونو د خپرولو مخه نیول دي چې د عادلانه محکمې په وړاندې خنډ کېدلی شي. د مثال په توګه، د قضايي هیئت په ذهن کې دا شک رامنځته کول چې تورن مجرم دی.

یا بله بیلګه دا ده چې تر محاکمې مخکې له یوه شاهد سره مرکه وشي.

که محکمې د محاکمې د بهیر راپور ورکولو ته حد نه وي ټاکلی، موږ د قانون له مخې اجازه لرو چې له محکمې راپور چمتو کړو، خو په دې شرط چې محکمه کې روان بهیر کره او عادلانه بیان کړو.

دا کار ساده او اسان ښکاري، مګر پیچلي توضیحات او مقررات لري چې باید پام ورتهوشي، له همدې امله باید د قضايي اجراتو رپوټولو کې تل ډیر احتیاط وکړو.

  • د محکمې بهیر د رپوټولو ځینې اساسي ټکي:
  • داسې راپور مه جوړوئ چې ګواکې تورن؛ مجرم یا بې ګناه دی. د مثال په توګه؛ یو راپور چې د هغه پخوانیو محکومیتونو ، د نورو جرمونو اعتراف، یا د هغه د بدو صفاتو شواهدو ته اشاره کوي
  • د محکمې پر رییس، څارنوال، د تورن وکیل او یا د محاکمې پر بهیر نیوکه مه کوئ.
  • د محاکمې د پایلو وړاندوینه مه کوئ.
  • هغه معلومات مه خپروئ چې د قضایي غړو هویت څرګند کړي.
  • د قضیې په جریان کې د کوم رسمي یا احتمالي شاهد سره مرکه مه کوئ.

چاپ حق

دچاپ حق یا کاپي رایټ قانون د هغوافرادو یا شرکتونو د حقونو خوندي کولو لپاره جوړ شوی چې اثار یې له اجازې پرته تولید او تیت یا تکثیر کېږي. دا قانون د چاپ حق مالک ته د تولید شويو کارونو د کارونګ په ټولو اړخونو کې ځانګړي حقونه ورکوي.

د چاپ حق قانون په ډیرو ځانګړو قضیو کې نورو سرچینو ته اجازه ورکوي چې د قانون له زیانمنولو پرته اثر وکاروي. دا کار په "عادلانه معامله" مشهور دی. دا قاعده د ورځنیو پیښو راپورولو یا د فلم بیاکتنې او داسې نورو کې کارېږي. مګر دا په دې مانا نه ده چې هره هغه ویډیو خپرولی شو چې موږ یې غواړو. د مثال په توګه؛ دا باید په پام کې ونیول شي چې د "عادلانه معامله" جواز کې د انځورګرانو کار شامل نه دی. نو ځکه باید تل د هغو کسانو سره مشوره وشي چې د چاپ حق قانون کې تخصص لري.

۹- پای:

په دې لارښود کې تشریح شوي مواد د اصولو او میتودونو یوه ټولګه ده چې د نظري او خیالي مفهوم په ځای په تجربه او سلیم عقل کې ریښې لري. دا اصول پر جزيي او دقیقو قواعدو راڅرخي، مګر په هیڅ وجه زموږ د کار ټول اړخونه نه رانغاړي او زموږ د خبریالانو د تجربې او مسلکي وړتیا بدیل نه دي.

دا لارښوونې ممکن ډیرې استثناوې ولري، مګر د دوی اساسي اصول له استثناء پرته تل ثابت دي لکه: صداقت او عزت ، انصاف، دقت او له تعصب او پلوي پرېکړې ډډه کول. دغو اصولو ته د رسېدو لپاره زموږ د ژورنالېستانو مسلکي چلن او اخلاقي ارزښتونه د دې لارښوونو په څیر ارزښتناک او مهم دي.

وروستۍ خبره دا چې ستاسو په مسلکي شرافت او سلیم عقل تکیا وکړئ دي او دا لارښوونې به تاسو سره د سمې پریکړې په کولو کې مرسته وي.

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ