د راپورونو له مخې؛ د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې د ډزو او هوايي بریدونو له امله څو ملکي وګړي ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې تورخم ته نږدې پنځه تنه چې ماشومان هم پهکې شامل دي ټپیان شوي او په نازیانو ولسوالۍ کې دوه نور کسان هم زیانمن شوي دي.
همدارنګه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) هم خبرداری ورکړی، چې د جګړو زیاتېدل کولای شي د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو روان ناورین نور هم سخت کړي؛ هغه ناورین چې په تېرو دوو کلونو کې له پنځه مېلیونه د ډېرو افغانانو په بېرته ستنېدو سره د افغانستان پر اقتصاد فشار راوستی دی.
د فتواوو جګړه؛ د پاکستان د علماوو شورا مشر د طالبانو پر ضد جګړه "جهاد" وبلله
طاهر محمود اشرفي زياته کړه: «اوس مهال چې له افغانستانسره پوله کې زمونږ کومه جګړه روانه ده، موږ هغه جهاد بولو. د پاکستان ځواکونه چې دا جهاد پر مخ وړي، د پاکستان ټول علما، مشايخ او ملت د خپل پوځ تر شا ولاړ دي او ملاتړ يې کوي».
هغه د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچ ازادي غوښتونکو غورځنګ په يادولو سره وويل: «د خوارجو د فتنې او د هند د فتنې پر وړاندې په پاکستان کې ان يو تن هم نه موندل کېږي چې د خپل پوځ له دريځ سره مخالف وي».
د پاکستان د علماوو شورا مشر د چهارشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ اوسنۍ جګړه د «هند د فتنې او خوارجو» پر ضد ده. هغه ادعا وکړه چې ګڼ شواهد شته چې د افغان طالبان له دغو ډلو ملاتړ کوي. د نوموړي په خبره، د طالبانو تبليغات نه شي کولای د پاکستان ولس بېلارې او تېر باسي.
بل پلو، د افغانستان د يو شمېر جوماتونو امامانو تېره جمعه د لمانځه پر مهال د پاکستان پر ضد «جهاد» اعلان کړی دی. دغو ملا امامانو له پاکستان ضد وسلهوالو ډلو وغوښتل چې د پاکستان د پوځ پر مرکزونو بريدونه وکړي. همداراز، د طالبانو د حکومت اړوند يو شمېر ملايانو او دينې عالمانو د سې شنبې په ورځ د ويډيويي پيغامونو په خپرولو سره د دې ډلې له جنګيالو وغوښتل چې د پاکستان پر ضد جهاد وکړي.
د طالبانو د حکومت يو پېژندل شوي ديني عالم عبدالحميد حماسي د دې ډلې جنګيالي د پاکستان پر ضد بريدونو ته هڅولي او له دغه هېواد سره نښته يې په مذهبي اصطلاح «جهاد» بللې ده. دغه راز طالبانو ته نږدې بل ملا عبدالسمیع غزنوي په یو جلا پيغام کې د پاکستان پر ضد جګړه «فرض عين» بللې او ادعا يې کړې چې پاکستان بنسټيز ډول د «مسلمانانو د وېشلو» په موخه جوړ شوی دی.
اکبر اغا: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره باید باوري فضا رامنځته شي
هغه وویل، چې روانه شخړه نه یوازې سیاسي ستونزې رامنځته کوي، بلکې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسونو ژوند ته هم جدي ګواښ پېښوي.
د طالبانو دغه غړي د ستونزې دایمي حل د ډیورنډ کرښې د موضوع په عادلانه او روښانه حل کې وباله او زیاته یې کړه: «ډېری افغانان باور لري تر هغه چې د ډیورنډ کرښې مسله حل نهشي، د باور فضا رامنځته کېدای نهشي. که دغه بنسټیزه موضوع حل شي، دا به د اوږدمهاله سولې لپاره یو قوي بنسټ وګرځي».
هغه همدارنګه د لنډمهاله او موقتي حل امکان یاد کړ او ویې ویل، چې دا کار د دواړو هېوادونو د علماوو او با نفوذه او د غېرحکومتي شخصیتونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې عملي کېدای شي. د نوموړي په خبره، پاکستان د تعرض کوونکي په توګه تورن ګڼل کېږي، نو د هغوی علماء او با نفوذه اشخاص باید د موضوع حقیقت درک کړي.
سید اکبر اغا وویل: «اړینه ده چې تېروتنې په زړورتیا سره وڅېړل شي او د جګړې عاملین وپېژندل شي. هغه علماء چې له حکومتونو څخه خپلواکه دي او د افغانستان غېرحکومتي مشران چې د پرېکړې صلاحیت لري، باید سره کښېني».
هغه وایي، که دواړه لوري د اخلاص، صداقت او بشپړ واک سره خبرو ته حاضر شي، نو د ډیورنډ کرښې مسله او اړوندې شخړې د حل لور ته تللی شي. له دې څرګندونو سره هممهاله د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ همدا نن شپه هم د ډیورنډ کرښې په بېلابېلو نقطو کې نښتې روانې دي.
خوشحال سادات وايي افغانستان د انساني ځواک د پیاوړتیا لهمخې پر پاکستان برلاسی دی
د تېر جمهوري نظام دغه لوړپوړي جنرال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې ښايي د پاکستاني الوتکو مهمات ډېر ژر ختم شي او د امریکا او اسراییل لهخوا پاکستان ته د جنګي الوتکو او مهماتو ورکړه لومړیتوب نهلري.
نوموړي زیاته کړې: «پایله دا ده چې ښايي د پاکستاني الوتکو مهمات ژر ختم شي او ستراتیژیکو زېرمنتون ته لاس کړي. خو هغه کار د هند سره د جګړې د ګواښ له امله نهشي کولی».
نوموړی په دې اند دی، چې د افغانستان انساني ځواک او پیاوړې دیني عقیده کولی شي پرته له هوايي بمباره د پاکستان دننه جدي فشار او ستره ستونزه رامنځته کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې هغه مهال پیل شوې، چې د فبروي میاشتې په ۲۱نېټه د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا او ننګرهار په ولایتونو کې پر پنځو ځایونو بریدونه وکړل.
د یادو بریدونو په غبرګون طالبانو یوه ورځ وروسته پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستونو بریدونه وکړل او له یادو بریدونو وروسته د پاکستان هوايي ځواکونو کابل، ننګرهار، خوست، پکتیا، کندهار او نورو ولایتونو باندې هوايي بریدونه وکړل او د دواړو لوریو ترمنځ شخړه لا هم دوام لري.
پاکستان پر ډیورنډ کرښه د وسلهوالو د مخنیوي لپاره د "حایل سیمې" د جوړېدو غوښتنه وکړه
منیر دا څرګندونې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د امنیتي وضعیت د ارزونې د سفر پر مهال کړې دي.
سید عاصم منیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول هېڅکله د منلو وړ نه ده او د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو لپاره به اړین اقدامات ترسره شي.
سره له دې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرو شپږو ورځو راهیسې جګړې روانې دي، پاکستاني الوتکو ډېری د طالبانو قول اردوګانې او پوځي مراکز په نښه کړي دي.
طالبانو له دې وړاندې په وار وار دا رد کړې، چې ګني دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت: روانې پوځي نښتې د نړیوالو قوانینو او ژمنو خلاف دي
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا د انساني تلفاتو د زیاتېدو ترڅنګ، د سولې او ثبات پر وړاندې جدي ګواښ رامنځته کوي. د جګړو دوام به نه یوازې روان بحران حل نه کړي، بلکې وضعیت به لا پېچلی او بشري ناورین به پراخ کړي.
دغه حرکت ټینګار کوي چې جګړه هېڅکله د بحران د حل یوازینۍ لاره نه ده.
دغه حرکت د ګاونډي هېواد ایران د وروستیو پېښو قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
دغه حرکت له ټولو ښکېلو اړخونو، په ځانګړي ډول له متحده ایالاتو، غوښتنه کړې چې سملاسي جګړه ودروي او د انساني، اقتصادي او امنیتي ناورین د پراخېدو مخه ونیسي.
اعلامیه ټینګارکوي چې تاریخي تجربو ثابته کړې، چې د بهرنیو لاسوهنو له لارې د سیاسي نظامونو بدلون تل د ترهګرۍ او بېثباتۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.
همداراز، د سیمې له اسلامي او عربي هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عراق، کویټ، بحرین، قطر، عمان، اردن او لبنان څخه غوښتنه شوې چې د سولې، ثبات او ګډ مسئولیت په لور رغنده رول ولوبوي.
د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت ټینګار کوي چې د بشریت لپاره تر ټولو خوندي لار د جګړې پر ځای ډیپلوماسي، خبرې اترې، متقابل درناوی، عدالت او د نړیوالو قوانینو پابندي ده.
یاد حرکت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د روانې شخړې په تړاو په خپله اعلامیه کې په مشخص ډول څه نه دي ویلي.